حدیث

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (نهمه او اخري برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (نهمه او اخري برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۵۱ – : الله چرته دی؟

عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ الْحَكَمِ السُّلَمِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قُلْتُ: جَارِيَةٌ لِي كَانَتْ تَرْعَى غُنَيْمَاتٍ قِبَلَ أُحُدٍ، وَالْجَوَّانِيَّةِ، إِذِ اطَّلَعْتُ عَلَيْهَا اطِّلَاعَةً، فَإِذَا الذِّئْبُ قَدْ ذَهَبَ بِشَاةٍ مِنْهَا، وَأَنَا مِنْ بَنِي آدَمَ، آسَفُ كَمَا يَأْسَفُونَ، لَكِنِّي صَكَكْتُهَا صَكَّةً، فَعَظُمَ ذَاكَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقُلْتُ: أَفَلَا أُعْتِقُهَا؟ قَالَ: ائْتِنِي بِهَا، قَالَ: فَجِئْتُهُ بِهَا، فَقَالَ: أَيْنَ اللَّهُ؟، قَالَتْ: فِي السَّمَاءِ، قَالَ: مَنْ أَنَا؟ قَالَتْ: أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ، قَالَ: أَعْتِقْهَا فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ ] ([1])

ژباړه: له معاويه بن حکم سلمي رضي الله عنه نه روايت دی چې زما يوه وينځه وه او د احد د غر په لمنه کې يې د جوانيه ترڅنګ د ګډو رمه څروله، نو زه ورښکاره شوم څه ګورم چې شرمخ ترې يوه ګډه ويوړه، نو د انسان په صفت زه ډېر خفه شوم لکه دوی چې خفه کيږي، نو سخته څپېړه مې ورکړه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم مې په دې کار ډېر خفه شو، ما ورته وويل: د الله سوله! ايا ازاده يې نه کړم؟ هغه وويل: ما ته يې راوله، نو ما ورته راوسته، هغه ورته وويل: الله چرته دی؟ وينځې وويل: په اسمان کې (بره) دی، ورته يې وويل:زه څوک يم؟ وينځې وويل: ته د الله رسول يې، هغه وويل: ازاده يې کړه، دا خو مومنه ده.

 

۵۲ – : ګناه څه ته ويل کيږي؟

عَنِ النَّوَّاسِ بْنِ سِمْعَانَ الْأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، عَنِ الْبِرِّ وَالْإِثْمِ فَقَالَ: الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاس ] ([2])

ژباړ: له نواس بن سمعان رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې نيکي او ګناه څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: نيکي ښو اخلاقو ته ويل کيږي، او ګناه هغه ده چې تا ستا په سينه کې خنډ وي او خلک خبرېدل دې پرې هم بدي شي.

 

۵۳ – : ايا سوداګري حلاله نه ده؟

عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ شِبْلٍ الْأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ إِنَّ التُّجَّارَ هُمُ الْفُجَّارُ قَالَ: رَجُلٌ يَا نَبِيَّ اللَّهِ أَلَمْ يُحِلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ؟ قَالَ: إِنَّهُمْ يَقُولُونَ فَيَكْذِبُونَ، وَيَحْلِفُونَ وَيَأْثَمُون ] ([3])

ژباړه: له عبدالرحمن بن شبل رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په يقين سره چې سوداګر فاجران دي، يو سړي وويل: ای د الله نبي! ولي خرځول او اخستل الله پاک روا کړي نه دي؟ هغه وويل: دوی په خبرو کې درواغ وايي او قسمونه خوري او په دې ګناهګاريږي.

 

۵۴ – : غرباء څوک دي؟

عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِيْ وَقَّاصٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُوْلُ: [ إِنَّ الْإِسْلَامَ بَدَأَ غَرِيبًا، وَسَيَعُودُ كَمَا بَدَأَ، فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ ، قِيلَ: مَنْ هُمْ يَا رَسُوْلَ اللهِ؟ قَال: الَّذِيْنَ يُصْلِحُوْنَ اِذَا فَسَدَ النَّاسُ]. ([4])

وَفِيْ رِوَايَةٍ: [نَاسٌ صَالِحُونَ فِي نَاسِ سَوْءٍ كَثِيرٍ، مَنْ يَعْصِيهِمْ أَكْثَرُ مِمَّنْ يُطِيعُهُم] ([5])

ژباړه: له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: اسلام نا اشنا شروع شوی دی او نا اشنا به راستون شي، همدغو نا اشنا خلکو ته دې مبارکباد وي، وويل شول: د الله رسوله! دغه نا اشنا (غرباء) څوک دي؟ هغه وويل: دوی هغه خلک دي چې هغه وخت کې اصلاحات راولي چې خلک فسادونه کوي.

او په بل روايت کې راځي: دوی په ډېرو بدو خلکو کې لږ خلک دي خو نېک عمله خلک دي، څوک چې يې نافرماني کوي د هغوی په نسبت ډېر دي چې څوک يې خبرې مني.

 

۵۵ – : چې مقتول ولې جهنم ته ځي؟

عَنِ الأَحْنَفِ بْنِ قَيْسٍ، قَالَ: ذَهَبْتُ لِأَنْصُرَ هَذَا الرَّجُلَ، فَلَقِيَنِي أَبُو بَكْرَةَ، فَقَالَ: أَيْنَ تُرِيدُ؟ قُلْتُ: أَنْصُرُ هَذَا الرَّجُلَ، قَالَ: ارْجِعْ، فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: إِذَا التَقَى المُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالقَاتِلُ وَالمَقْتُولُ فِي النَّارِ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَذَا القَاتِلُ، فَمَا بَالُ المَقْتُولِ؟ قَالَ: إِنَّهُ كَانَ حَرِيصًا عَلَى قَتْلِ صَاحِبِه ] ([6])

ژباړه: له احنف بن قيس وايي: زه روان وم چې د علي رضي الله عنه مرسته وکړم نو په لاره کې راسره ابوبکره رضي الله عنه مخامخ شو، هغه وويل: چرته روان يې؟ ما وويل: روان يم او د دغه سړي (علي رضي الله عنه ) مرسته کوم، هغه وويل: بېرته ستون شه، ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي ويل يې: کله چې دوه مسلمانان له يو بل سره په تورو مخامخ شي نو قاتل او مقتول دواړه به په اور کې وي، ما وويل: ای د الله رسوله! قاتل خو دوزخي دی نو مقتول ولې دوزخي وي؟ هغه وويل: مقتول په دې حرص کې و چې خپل ملګری ووژني.

 

۵۶ : د الله رسوله! ستا راته څه سپارښتنه ده؟

عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُم ] ([7])

ژباړه: له ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ډېر زر به داسې وشي چې ځان به پکې غوره ګڼل کيږي او نور کارونه چې ستاسو له پامه بدي راځي، صحابه کرامو وويل: ای د الله رسوله! نو ته پکې مونږ ته څه امر کوې؟ هغه وويل: تاسو به هغه حقوق ادا کوئ چې درباندې دي او خپل حق به له الله څخه غواړئ.

 

۵۷ – : له تاسره د حج مساوي ثواب کې کوم عمل ښه دی؟

عَن أبي طليق رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنه قَالَ للنَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم [ فَمَا يعدل الْحَج مَعَك قَالَ عمْرَة فِي رَمَضَان ] ([8])

ژباړه:له ابوطليق رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: له تاسره د حج کولو ثواب سره کوم عمل برابر دی؟ هغه وويل: په رمضان کې عمره کول.

 

۵۸ – : له لمونځ څخه د شيطان غلا:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ عَنِ الِالْتِفَاتِ فِي الصَّلاَةِ؟ فَقَالَ: «هُوَ اخْتِلاَسٌ يَخْتَلِسُهُ الشَّيْطَانُ مِنْ صَلاَةِ العَبْدِ ] ([9])

ژباړه:له عائشې رضي الله عنها نه روايت دی چې هغې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په لمونځ کې د کتلو راکتلو اړوند وپوښتل: هغه وويل: دا د شيطان غلا ده چې د نبده له لمونځ څخه يې غلا کوي.

 

۵۹ – : (هرج) څه ته ويل کيږي؟

عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ يَكُونُ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ الْهَرْجُ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْهَرْجُ؟ قَالَ: الْقَتْلُ، قَالُوا: أَكْثَرُ مِمَّا نَقْتُلُ؟ قَالَ: إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ قَتْلِكُمُ الْمُشْرِكِينَ، وَلَكِنْ قَتْلُ بَعْضِكُمْ بَعْضًا، قَالَ: وَمَعَنَا عُقُولُنَا؟ قَالَ: إِنَّهُ لَتُنْزَعُ عُقُولُ أَهْلِ ذَلِكَ الزَّمَانِ ] ([10])

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د قيامت څخه وړاندې به (هرج) راشي، صحابه کرامو وويل: هرج څه شی دی؟ هغه وويل: وژل، صحابه کرامو وويل: په څه خاطر به مونږ وژل کو؟ هغه وويل: دا نه چې تاسو به مشرکان وژنئ، بلکې ستاسو ځينې نور ځينې وژني، صحابه کرامو وويل: ايا سره له دې چې عقل به هم راپکې وي؟ هغه وويل: د دغه وخت خلکو څخه به عقلونه پورته کړی شي.

 

۶۰ – : ايا جنتيان له دوزخيانو څخه جلا شوي دي؟

عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قِيلَ: [ يَا رَسُولَ اللهِ أَعُلِمَ أَهْلُ الْجَنَّةِ مَنْ أَهْلِ النَّارِ؟ قَالَ: فَقَالَ: نَعَمْ، قَالَ قِيلَ: فَفِيمَ يَعْمَلُ الْعَامِلُونَ؟ قَالَ: كُلٌّ مُيَسَّرٌ لِمَا خُلِقَ لَه ] ([11])

ژباړه:له عمران بن حصين رضي الله عنه نه روايت دی چې وويل شول: ای د الله رسوله! ايا جنتيان له دوزخيانو څخه جلا شوي دي؟ هغه وويل: هو، بيا ورته وويل شول: نو دا خلک په څخه خاطر بيا (نېک) عملونه کوي؟ هغه وويل: هر چا ته هغه عمل أسان دی چې په خاطر يې پېدا شوی دی.

الحمدلله الذي بنعمته تتم الصالحات

والحمدلله آولا وآخرا، وله الحمد والشکر وله الثناء الحسن

…………………………………..

([1]) سنن أبي داود: (930).

([2]) صحيح مسلم: (2553).

([3]) صحيح الترغيب والترهيب: (1786).

([4]) سلسلة الأحاديث الصحيحة: (1273).

([5]) سلسلة الأحاديث الصحيحة: (1619).

([6]) صحيح البخاري: (6875).

([7]) صحيح البخاري: (3603).

([8]) صحيح الترغيب والترهيب: (1121).

([9]) صحيح البخاري: (۷۵۱).

([10]) صحيح ابن حبان: (۶۷۱۰ ).

([11]) صحيح مسلم: (2649)،

Tags

Related Articles

Back to top button