عقيده

د شرک ډولونه او ورڅخه ویره کول ( لومړۍ برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

د شرک ډولونه او ورڅخه ویره کول ( لومړۍ برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

 

شرک هغه لویه ګناه ده چې الله U په ډاګه د هغی په هکله ډیر ټینګار کړی دی چې بنده ورڅخه ځان وژغوري، او کنه نو دغه ګناه په دنیا کې له توبی پرته د بخښنی هېڅ لار نه لري، بلکې مشرک سړی که بی توبی مړ شي نو ابدي او تل ترتله په ددوزخ په اور کې وي؛ له همدی کبله د قرآنکریم په متعددو آیاتونو کې ورڅخه خپل بندګان ویرولي دي، او ورڅخه یي منع فرمایلی ده، لکه چې الله جلَّ جلاله فرمایي:

﴿۞وَٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُشۡرِكُواْ بِهِۦ شَيۡ‍ٔٗا﴾ [النساء: 36].

«یعنی عبادت او بندګي وکړﺉ يواځی د الله تعالی، او د الله تعالی سره هېڅ شی شریک او برخمن مه منۍ».

همدارنګه فرمایي:

﴿إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ ١٣﴾ [لقمان: 13].

ترجمه: «بیشکه شرک ډیر لوﺉ ظلم دی».

او په بل ځاي کې فرمایي:

﴿إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ٧٢﴾ [المائدة: 72].

ترجمه: «بیشکه شان دادی چې هرچا شرک وکړ او برخمن یي ومنلو د الله تعالی سره، نو یقیناً حرام کړ الله تعالی پر ده باندې جنت، او ځاي د بیرته ورتللو دده اور دی او نشته ظالمانو مشرکانو ته هېڅ مرسته کونکې».

همدا مقصود په بل ځاي کې الله داسې بیانوي:

﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦﴾ [النساء: 116].

ترجمه: «بیشکه الله جلّ جلاله نه بخښي دا کار چې شریک وګڼل شي د الله تعالی سره، او بخښنه کوي د هغه ګناه چې راښکته وي له شرک څخه، او هغه چا چې شرک وکړ له الله تعالی سره نو یقیناً ګمراه شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه».

او ابن مسعود فرمایي: چې ما له رسول الله څخه وپوښتل چې: کومه ګناه ډیره لویه ده؟ هغه راته وفرمایل:

«أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهْوَ خَلَقَكَ». [مسند الإمام أحمد].

ترجمه: «تر ټولو لویه ګناه دا ده چې ته د الله تعالی سره شریک او سیال ومنی، حال دا چې ته يواځی الله تعالی پیدا کړی یي».

او جابرِ بنِ عبدِ اللهِب فرمایي چې: رسول الله فرمايي: «مَنْ لَقِىَ اللَّهَ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارِ». [رواه مسلمٌ].

ترجمه: «هر څوک چې د الله تعالی سره په داسې حال کې مخ شي چې د الله تعالی سره یي هېڅ شی شریک او برخمن ګڼلی نه وي، نو په قیامت کې به جنت ته داخل شي، او که څوک ورسره په داسې حال کې مخ شو چې د الله تعالی سره یي شریکوال منلی وي نو اور ته به داخل شي».

شرک دیته وايي چې د الله تعالی پرته د بل چا عبادت اوبندګي وشي، نو که څوک د الله تعالی ترڅنګ بل چا ته هم چغه ووهي او راوه یي بلي، که هغه دعاء العبادة وي او که دعاء المسألة وي نو داسې شخص مشرک ګڼل کېږي؛ ځکه هغه د الله تعالی سره د هغه په بندګۍ کې شریکوال، برخمن او سیال منلی دی، او الله تعالی هېڅکله دا نه خوښوي چې له هغه سره دی په عبادت کې څوک شریک او برخمن وي، نه پیغمبر او نه هم ملایک، او نه بل څوک؛ ځکه عبادت او بندګي يواځی د الله تعالی حق دی، لکه چې الله فرمایي: ﴿إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ﴾ [یوسف: 40].

ترجمه: «نه دی حکم او اختیار مګر يواځی یو الله تعالی ته دی، حکم یي کړی دی چې تاسو عبادت او بندګي مه کوﺉ مګر د یو الله تعالی عبادت او بندګي کوﺉ».

همدارنګه په بل ځاي کې فرمایي:  ﴿قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُواْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِ﴾ [فاطر: 40].

ترجمه: «ووایه اي پیغمبره! ګورﺉ، ما خبر کړﺉ ستاسو په هغه شریکانو او خدایانو چې تاسو یي د الله تعالی پرته رابلۍ، نو راوښيۍ چې دوﺉ په دی ټوله لویه ځمکه کوم شی پیدا کړی دی؟».

او همداراز فرمایي: ﴿وَمَن يَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرۡهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ ١١٧﴾ [المؤمنون: 117].

ترجمه: «او هغه څوک چې رابلي د الله تعالی سره بل معبود، چې نشته هېڅ دلیل ددغه معبود په عبادت او بندګۍ باندې، نو دده حساب کتاب په الله تعالی باندې دی، بیشکه شان دا دی چې نه کامیابیږي کافران خلک».

نو هر څوک چې د الله تعالی پرته بل چا ته)په مافوق الأسباب امورو کې( رامددشه وايي هغه مشرک دی.

Tags

Related Articles

Back to top button