په دين کې د بدعت پېژندنه ( لومړۍ برخه ) لیکوال: سيد حسام الدين
په دين کې د بدعت پېژندنه ( لومړۍ برخه ) لیکوال: سيد حسام الدين

لومړی : د بدعت تعريف
بدعت د عربۍ ژبې کلمه ده ، تر ټولو لومړی بايد د عربۍ ژبې له نګاه نه د بدعت لغوي او اصطلاحي تعريف زده کړو ، تر څو د بدعت شرعي حيثيت او ډولونه په سمه توګه وپېژنو .
د بدعت لغوي تعريف
بَدَعَ : معنی : له کومې نمونې پرته يې ايجاد کړ .
اِبْتَدَعَ : معنی : پخپل زيار يې د نوي شي ايجاد وکړ .
بِدَعٌ او بَدِيْعٌ : هغه شی چې له نورو څخه لومړيتوب لري ، په دی هکله الله پاک فرمايي : [ قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ ] ([1])
ژباړه : ورته ووايه چې زه خو څه په اسماني استازو کې نوی استازی نه يم .
معنی دا شوه چې له ما څخه ډېر پېغمبران او اسماني استازي مخکې تېر شوي دي چې زه يې وروستنی يم . ([2])
او بدعت په دين کې له بشپړېدو وروسته اضافه کارۍ ته ويل کيږي .
أَبْدَعَ ، اِبْتَدَعَ ، تَبَدَّعَ : معنی : نوی کار يې پېدا او ايجاد کړ چې وړاندې يې هېڅ نمونه نه لرله ، په دې هکله الله پاک فرمايي : [ وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا ] ([3])
ژباړه : او دوی [ بني اسرائيلو ] له خپل ځا نه پېري ملنګي شروع کړېوه .
بَدّعَ : معنی : کار يې بدعت ته منسوب کړ .
اِسْتَبْدَعَ : د بدعاتو له جملې څخه يې شمار کړ .
بَدِيْعٌ : معنی : د تعجب او حېرانتيا وړ کار .
او بَدِيْعٌ د الله پاک نوم هم دی په دې معنی چې اسمانونه او ځمکې يې له هېڅ کومې نمونې پرته جوړ او پېدا کړي دي .
د بدعت له دغې ګردو کلماتو څخه جوته شوه چې د [ بَدَعَ ] ماده په دين کې د خواهشاتو څخه راپېدا نوي کارونو ته ويل کيږي .
هېره دې نه وي چې [ اِبْتِدَاع ] د الله پاک له پلوه له عدم څخه وجود ته د شيانو راوستو ته ويل کيږي، په دې معنی چې د مخلوقاتو او ګردو شيانو پېدا کول يواځې الله پاک کوي، خو د مخلوق له لورې [ اِبْتِدَاع ] د الله پاک او د هغې د راستولي رسول په ضد د شيانو او عبادتونو رواجولو ته ويل کيږي ، او دا د مذمت وړ دومره بد کار دی چې پوره پرې تمامه ده . ([4])
امام أبو شامه وايي : ( په شرع کې ) د بدعت او مبتدع نومونه يک او يواځې په مذماتو کې راځي ، خو ولې په لغوي بڼه دواړه کلمې د مدح او مذمت دواړو معناګانو ته شمول لرلی شي . ([5])
د بدعت اصطلاحي تعريف
که څه هم علماوو د بدعت په بېلابېلو اسلوبونو تعريفات کړي دي خو له کره کتنې او ژورې څېړنې وروسته ترې يوه معنی او يو مفهوم اخستل کيږي .
امام جرجانيi وايي :
بدعت په دين کې د هغې نوي شي منځ ته راغلي کار نوم دی چې له صحابه کراموf او تابعينو نه يې په صحت دروستوالی هېڅ اثر نه وي نقل شوی ، او نه هم د کوم شرعي دليل مقتضا او غوښتنه وي . ([6])
ابن عابدينi د بدعت په تعريف کې وايي :
بدعت د ضد يا شک او شبهې يا استحسان په بنسټ علمي يا عملي داسې نوی کار رواجول چې ورته د قوي دين او نېغې لارې او په ديني احترام قايل وي . ([7])
شاطبيi د بدعت تعريف داسې کوي :
دين او اسلام ته په ورته والي کې د داسې لارې پېدا کول چې غاړه کېښودلو باندې پرې د الله پاک په عبادت کې مبالغه کول وي ([8])
په دې درېواړو تعريفونو کې واضح ترين او د مقصودونو په خورا بهترينه طريقه واضحه کونکی تعريف د شاطبيi تعريف دی ، يو خو دا چې تعريف دومره واضحه او څرګنده دی چې له يوې خوا اسان فهمه دی او له بلې خوا پرې ټول احترازات له منځه بهر وځي .
عز بن عبدالسلامi وايي :
د داسې کار کول چې د نبي V څخه يې ثبوت هېڅ صحت نه لري . ([9])
………………………………………….
([2]) لسان العرب د ابن منظور ليکنه : ( ۸ / ۶ ) .چاپ : دارصادر بيروت .
([4]) جامع الأصول : ( ۱ / ۲۸۰ – ۲۸۱ ) .دامام ابن الأثير ليکنه .
([5]) الباعث علی انکار البدع والحوادث : ( ۲۴ ) . مکتبة دارالبيان دمشق .
([6]) کتاب التعريفات : ( ۶۳ ) د جرجاني لیکنه ، تحقيق : ابراهيم أبياري ، چاپ : دارالکتاب العربي ، ۱۴۰۵ هـ ۱۹۸۵م .
([7]) حاشية رد المختار : ( ۱ / ۵۶۰ – ۵۶۱ ) . د محمد أمين بن عابدين ليکنه ، چاپ : دارالفکر .
([8]) الاعتصام : ( ۲۸ ) . چاپ : دارالباز للنشر والتوزيع مکة المکرمة .
([9]) قواعد الأحکام : ( ۲ / ۱۷۲ ) . د أبو محمد عبدالعزيز بن عبدالسلام السلمي ليکنه ، چاپ : درالکتب العلمية بيروت .