متفرقات

سنيانو مبارک مو شه . لیکوال: محمد عاصم شپون

سنيانو مبارک مو شه . لیکوال: محمد عاصم شپون

 

د هغه چا فضيلت چې په نبوى سنت ورته مرګ راشي “”*

معتمر بن سليمان وايي :

زه مې د پلار خواته راغلم او خپه وم نو راته يې وويل: ولې خپه يې؟ ما ورته وويل ملګرى مې مړ شوى دى ، هغه وويل : ايا په سنت مړ شوى دى ما وويل :هو ، هغه وويل بيا پرې مه ډارېږه » .

[شرح الاعتقاد للالكائي (٦١) ]*

——————-

فضيل بن عياض وايي:

« چا ته چې په اسلام او نبوى سنتو باندې مرګ راشي نو د هغه دې ډېر ډېر مبارک وي » .

[شرح الاعتقاد للالكائي (٢٦٨) ]*

——————-

ابن عون وايي:

چا ته چې په اسلام او نبوى سنتو باندې مرګ راشي نو د هغه لپاره په هر کار خير باندې زيرى ورکړئ» .

[شرح الإعتقاد للالكائي (٦٠) ]*

——————-

إمام مالك وايي:*

« د هغه چا دې مبارک شي چې په سنت ورته مرګ راشي ؛د هغه چا دې مبارک شي چې په سنت ورته مرګ راشي ؛د هغه چا دې مبارک شي چې په سنت ورته مرګ راشي » .

او ويل به يې : « که څوک هره کبيره ګناه وکړي خو چې بدعتي نه وي نو د جنتي توب اميد يې لرم د هغه چا دې مبارک شي چې په سنت ورته مرګ راشي » .

إمام أحمد بن حنبل وايي :* « که څوک په سنت ومري نو په کامل خير باندې ومړ  » .

[سير أعلام النبلاء (٢٦٩/١١) ]

——————-

أبو بكر المروذي وايي :* ما احمد بن حنبل نه پوښتنه وکړه چې که چا ته په اسلام او د سنتو په متابعت کې مرګ راشي نو ايا په خير به مړ شوى وي؟ هغه رته وويل هو په کامل خير باندې مړ شوى دى » .

[ الورع للمروذي (١٩٢) ]*

——————-

طلحة بن عبيد الله البغدادي وايي :

زه او احمد بن حنبل سره د سفر په مهال کشتۍ کې يو ځاى شول خو هغه به ډېر خاموشه و او چې کله به يې خبرې کولې نو ويل به يې : اى الله ! په اسلام او د سنتو په متابعت کې راته مرګ راوله » .

[ تاريخ دمشق لابن عساكر (٣٢٣/٥) ]*

——————-

حسن بن أيوب البغدادي وايي :

احمد بن حنبل ته وويل شول :  الله دې ژوندى لره ، هغه وويل : خو د اسلام او د سنتو په متابعت کې» .

[تاريخ دمشق لابن عساكر (٣٢٣/٥) ]

——————-

يحيى بن عون  وايي:

زه د ابن سحنون په ملګرتيا د ابن القصار پوښتنې ته ورغلو ابن القصار ورته وويل : ولې دومره خوف او ترس نيولى يې؟ هغه وويل مرګ ونيولم او الله ته روان يم .

سحنون ورته وويل : ايا تا د پېغمبرانو تصديق نه دى کړى؟ بعث ، حساب کتاب ، جنت او دوزخ باندې دې تصديق نه دى کړى؟ او دا چې ابوبکر د دې امت غوره ترين او ورپسې عمر غوره انسان دى، قران د الله کلام او مخلوق نه دى، د قيامت په ورځ به الله ليدل کيږي او هغه په عرش استواء کړې ده، او د مسلمان باچا مخالفت به نه کوې که څه هم هغه ظالم وي؛ نو هغه وويل : ولې نه دا عقيده خو لرم، نو ده ورته وويل : مه ډارېږه پرېږده چې مړ شي؛ مه ډارېږه پرېږده چې مړ شي

[ سير أعلام النبلاء (٦١/٢٣) ]

الله دې مونږ ته هم دسنتو په متابعت کې مرګ راولي 🌱.*

Tags

Related Articles

Back to top button