
او شرک په ټولو ګناهونو کې لویه ګناه ده، چې په شرعي نصوصو کې ورته اکبر الکبائر، او لوﺉ ظلم ویل شوی دی، بلکې شرک د الله تعالی سره د وعدی او لوظ ماتول دي، او په لوﺉ امانت او په ټولو حقوقو کې په لوﺉ حق کې خیانت کول دي، چې هغه د الله تعالی هغه حق دی چې د هغی له کبله یي دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، او هغه حق يواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي کول دي، نو دداسې لوﺉ ګناه سزا به هم د ټولو ګناهونو له سزاګانو څخه ډیره لويه وي.
نو په دنیا کې د شرک سزا د الله تعالی قهر او غضب دی، لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُنَادَوۡنَ لَمَقۡتُ ٱللَّهِ أَكۡبَرُ مِن مَّقۡتِكُمۡ أَنفُسَكُمۡ إِذۡ تُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلۡإِيمَٰنِ فَتَكۡفُرُونَ ١٠﴾ [المؤمن: 10].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چې کافران شي نو ورته اواز به کولی شي چې خامخا د الله تعالی قهر او غصه ډیره غټه ده ستاسو له قهر او غصی نه، نو یاد کړۍ هغه وخت چې تاسو به ایمان طرف ته بلل کېدﺉ، نو تاسو به کفر او انکار کولو».
او ددي ترڅنګ ورته په دنیا کې ددوﺉ د نورو ګناهونو په سبب نوری سزاګانی هم رسیږي؛ ځکه دوﺉ د الله تعالی له لارښوونی څخه سرغړونه کړی وه.
او همدا ډول ورته ګمراهي بدبختي، ویره، غم، شک او حیرانتیا او په دنیوي ژوند کې زړه تنګي ورباندې مسلّط کېږي، اګر که دوﺉ ته ددنیا یو څه سازو سامان هم ورکړل شي، بلکې دغه سازو سامان هم پر دوﺉ باندې یو ډول عذاب او وبال وي لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ ١٩٦ مَتَٰعٞ قَلِيلٞ ثُمَّ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ ١٩٧﴾ [آل عمران: 196-197].
ترجمه: «دوکه دي نکړي او تیر دی نه باسي تالره ګرزیدل راګرزیدل د کافرو په ملکونو کې، )دغه چې ورکړ شوي دي کافرو ته( سازوسامان ددنیا دی لږ غوندی، بیا ځاي د ورتلو ددوﺉ دوزخ دی، او ډیر بد ځاي او فرش دی دغه جهنم».
همداراز فرمایي: ﴿وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحۡزُنكَ كُفۡرُهُۥٓۚ إِلَيۡنَا مَرۡجِعُهُمۡ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٢٣ نُمَتِّعُهُمۡ قَلِيلٗا ثُمَّ نَضۡطَرُّهُمۡ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٖ ٢٤﴾ [لقمان: 23-24].
ترجمه: «او هغه څوک چې کافر شو نو غمجن دي نکړي تا لره- اي پیغمبره – کفر دهغه؛ بیرته راګرزیدل ددوﺉ زمونږ خوا ته دي، نو خبر به کړو دوﺉ لره په هغه عملونو چې دوﺉ کړي وو، بیشکه الله تعالی په هغه پټو رازونو د سینو هم خبردار دی، سازوسامان ورکوو ورته په دنیا کې لږ، او بیا به يي مجبور کړو ننوتلو د عذاب سخت ته».
همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ ١٢٦﴾ [البقرة: 126].
ترجمه: «او هغه څوک چې کافر شو نو نفع او سازوسامان به ورکړم ورته لږ غوندی، بیا به یي مجبور کړم د اور عذاب ته، او ډیر بد ځاي د ورتللو دی».
او له مرګه وروسته خو د روح له وتلو پسی سمدلاسه ددوﺉ لپاره سخت او پرله پسی عذاب شروع شي؛ ځکه ددی نه مخکې دوﺉ الله تعالی لعنتیان کړي وي.
نو اول خو به په ډیری سختۍ سره د روح په ویستلو کې په سخت عذاب باندې په عذاب کړل شي، بیا چې کله د قیامت د قایمیدو وخت شي، نو په هغه لویه ویره باندې عذاب کړل شي، بیا د عذب د ملایکو په لیدلو د عذاب بل پړاو وي، همدارنګه په قبرونو کې هم د سخت عذاب سره مخ کېږي، او د قیامت په ورځ چې کومی ویری او ترهی دي هم په دوﺉ باندې تیریږي.
بیا چې کله د قیامت په ورځ د عرصات په میدان کې په هغه غټه ورځ د رانژدي شوي لمر د سوزوونکو وړانګو لاندې هغه اوږده ولاړه هم یو عذاب دی چې پنځوس زره کاله اوږده ورځ کې پکې ودرېږي، او په آخر کې د دوزخ اور ته ورتلل دي چې تل ترتله به پکې پاتی کېږي، چې نه ورڅخه عذاب سپکېږي، او نه به ورڅخه وویستل شي.
لکه چې الله فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَمَاتُواْ وَهُمۡ كُفَّارٌ أُوْلَٰٓئِكَ عَلَيۡهِمۡ لَعۡنَةُ ٱللَّهِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجۡمَعِينَ ١٦١ خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنۡهُمُ ٱلۡعَذَابُ وَلَا هُمۡ يُنظَرُونَ ١٦٢﴾ [البقرة: 161-162].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چې کافران شوي دي او په داسې حال کې مړه شي چې دوﺉ کافران وي، نو داسې کسان پر دوﺉ باندې به وي لعنت د الله تعالی او د ملایکو او د ټولو خلکو، همیشه به وي په دغه لعنت کې، چې نه به سپکولی شي له دوﺉ څخه عذاب، او نه به ورته مهلت ورکولی شي».
همدارنګه فرمایي: ﴿وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمۡ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقۡضَىٰ عَلَيۡهِمۡ فَيَمُوتُواْ وَلَا يُخَفَّفُ عَنۡهُم مِّنۡ عَذَابِهَاۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي كُلَّ كَفُورٖ ٣٦ وَهُمۡ يَصۡطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا نَعۡمَلۡ صَٰلِحًا غَيۡرَ ٱلَّذِي كُنَّا نَعۡمَلُۚ أَوَ لَمۡ نُعَمِّرۡكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ ٱلنَّذِيرُۖ فَذُوقُواْ فَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ٣٧﴾ [فاطر: 36-37].
ترجمه: «هغه کسان چې کافران وي ددوﺉ لپاره اور د دوزخ دی، نه به ورباندې د مرګ فیصله کېږي چې مړه شي، او نه به ورڅخه د دوزخ عذاب سپکولی شي، همدا شان سزا ورکوو هر کافر ته، او دوﺉ به چېغی وهي په دغه اور کې او وایي به: اي ربه! مونږ له دی اوره څخه بهر وباسه چې نیک عمل وکړو، پرته له هغه عمل نه چې مخکښ مو کړی وو، نو ورته به وویل شي: آیا مونږ نه وو درکړی تاسو ته دومره عمر چې څوک پکې پند اخلي نو اخستلی یي شي؟ او هم راغلی وو تاسو ته له دی عذاب څخه ویروونکې، نو اوس وڅکۍ عذاب؛ ځکه نشته د ظالمانو لپاره هېڅوک کومکي».
همداراز فرمایي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمۡ سَعِيرًا ٦٤ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا ٦٥ يَوۡمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمۡ فِي ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَٰلَيۡتَنَآ أَطَعۡنَا ٱللَّهَ وَأَطَعۡنَا ٱلرَّسُولَا۠ ٦٦ وَقَالُواْ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعۡنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠ ٦٧ رَبَّنَآ ءَاتِهِمۡ ضِعۡفَيۡنِ مِنَ ٱلۡعَذَابِ وَٱلۡعَنۡهُمۡ لَعۡنٗا كَبِيرٗا ٦٨﴾ [الأحزاب: 64-68].
ترجمه: «بیشکه الله تعالی لعنتیان کړي دي کافران او تیار کړی یي دی هغوﺉ ته ګرم اور، همیشه به وي دوﺉ په دغه اور کې تل ترتله، نه به مومي ځان لپاره هېڅوک دوست کارساز او نه مرسته کونکې، په هغه ورځ چې اړول کېږي را اړول کېږي به مخونه ددوﺉ په اور کې او دوﺉ به وايي: اي افسوس دی مونږ ته چې پیروي مو کړی واي د الله تعالی او د هغه د رسول )صلّى اللهُ عَليه وسلّم(، او هم به وايي: اي ربه زمونږ! بیشکه مونږ پیروي کړی وه د خپلو سردارانو او مشرانو، نو هغوﺉ مونږ د سمی لاری څخه بی لاری کړو، نو اي ربه زمونږ! ورکړه هغوﺉ ته دوچند عذاب، او لعنتیان کړه هغوﺉ په ډیر لوﺉ لعنت سره».
او د شرک د لوﺉ خطر او له هغی څخه د ځان ساتلو د وجوب یو دلیل دادی چې هر څوک شرک وکړي، نو مخکنی نیک عمل یي تباه او ابته کېږي، او شخص په کافرانو او تاوانیانو کې شاملیږي، ګویا چې ده مخکې هېڅ نیک عمل کړی نه وي؛ ځکه الله له مشرک څخه هېڅ یو عمل نه قبلوي.
لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آلعمران: 85].
ترجمه: «او هغه څوک چې لټوي پرته له اسلام څخه بل دین نو هېڅکله به ورڅخه قبول نشي، او ورڅخه به ونه منل شي، او دی به په آخرت کې له تاوانیانو څخه وي».
همداراز فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٦٥ بَلِ ٱللَّهَ فَٱعۡبُدۡ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ٦٦﴾ [الزمر: 65-66].
ترجمه: «او خامخا په تحقیق وحی شوی ده تا ته او هغه پیغمبرانو ته چې له تاڅخه مخکې لیږل شوي دي په دي خبره چې که ته هم – فرض محال – شرک وکړي نو ابته او تباه به شي ستا نیک عمل هم، او خامخا به له تاوانیانو څخه شی، بلکې ته عبادت او بندګي کوه يواځی د یو الله تعالی، او د شاکرینو له جملی څخه شه».
همداشان الله تعالی د یو شمیر پیغمبرانو یادونه په سورت انعام کې کړی ده او په هغوﺉ یي ثنا ویلی ده، او بیا یي فرمایلي دي: ﴿وَمِنۡ ءَابَآئِهِمۡ وَذُرِّيَّٰتِهِمۡ وَإِخۡوَٰنِهِمۡۖ وَٱجۡتَبَيۡنَٰهُمۡ وَهَدَيۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٨٧ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهۡدِي بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۚ وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٨٨﴾ [الأنعام: 87-88].
ترجمه: «او هم ددوﺉ له پلرونو اولادونو او وروڼو څخه ځیني هغه دي چې مونږ غوره کړي دي، او ورته ښوولی مو ده سمه لاره، همدا زمونږ لخوا ښوول شوی سمه لاره د الله هغه هدایت او لارښوونه ده چې الله تعالی یي پخپله خوښه هغه چا ته ښاي چې ورته خوښه یي شي له خپلو بندګانو څخه، خو که بالفرض دوﺉ هم شرک وکړي نو ددوﺉ هغه نیک عمل به تباه او ابته شي چې دوﺉ کړی وو».
نو انبیاء علیهم السلام سره له دي چې د الله تعالی ډیر نیکان بندګان دي، او د الله تعالی سره د لویو مرتبو، شرافت او نژدیکت خاوندان دي، او الله جلّ جلاله ورسره محبت او مینه هم لري، خو بالفرض که دوﺉ هم شرک وکړي نو الله تعالی یي ورته نه بخښي، خو مونږ ټول په دي ښه پوهیږو چې هغوﺉ الله تعالی له شرک څخه معصوم کړي او ورڅخه ساتلي یي دي.
نو کله چې انبیاؤ ته شرک – که بالفرض ورڅخه صادر شي – نه بخښل کېږي، نو نورو ته خو په طریقه اولی نه بخښل کېږي، او دا هغه حکم دی چې الله تعالی په خپل کتاب کې تل ترتله پرېښی دی، چې همیشه لوستل کېږي ترڅو مونږ پکې سوچ فکر وکړ، و او ورڅخه پوهه شو چې شرک څومره لوﺉ جرم دی.