ځان پالنه ( لومړۍ برخه ) ليکوال: ابراهيم بن عبدالله مزروعي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
ځان پالنه ( لومړۍ برخه ) ليکوال: ابراهيم بن عبدالله مزروعي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمدلله رب العلمين، والصلاة والسلام علی خاتم النبيين، وأشهد أن لا اله الاالله وحده لاشريک وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، أما بعد:
هر فرد د خپل ځان په اړه د پاللو ستر مسؤليتونه لري، که څوک د زده کړې په حالت کې وي او که د کار او کسب، که په کورني چارو بوخت وي او که په مسجد کې وي، که لارو کوڅو کې او که د ځمکې په هره برخه وي خو دا چې تر هغه کمال ورسيږي چې زيرک يې په تالاش او پلټنې بوخت دی، نو د الهي منهج او الله پاک ته د عبوديت په تحقيق پرته ذات او شخصيت پالل ناشوني دي.
دلته مونږ د شخصيت او ذات پالنې اړوند خبرې اترې کول غواړو، معنا هغه پالل چې د انسان له شخصيت څخه سرچينه اخلي ترڅو د الله پاک رښتنی بنده جوړ شي.
دلته به مونږ د ځان پاللو په اهميت، قواعدو او ضوابطو او د مهمو وسائلو او د ذاتي تربيې د اسلوبونو اړوند وغږيږو.
ذاتي تربيه يا ذات پالنه دې ته ويل کيږي چې د انسانيت کمال او تزکيې ته پرمختګ وکړي.
د دې تربيت اهميت او وجوب له راروانو نصوصو څخه ډېر ښه معلوميږي:
ذاتي تربيت هغه حق دی چې کول يې هرومرو دی، په صحيح حديث کې راځي (وَإِنَّ لِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا ) ([1])
ژباړه: او ستا نفس په تا باندې حق لري.
دقیامت په ورځ به هم له نفس څخه د ځان په تړاو پوښتنه کيږي، خو که د نفس تزکيه ونه شي نو له بربادۍ سره به مخ شي.
ذات پالنه يا ذاتي تربيه ځکه ډېره مهمه ده او په ځانګړي توګه بيا د فتنو او شبهاتو او شهواتو په دې زمانه کې خو ولې له ذات پاللو او شخصي تزکيې پرته مسلمان هېڅکله دا نه شي کولی.
کله چې هر څوک د خپل ځان پاللو او تزکيې ته متوجه شي نو بلا شمېر ګټې او فايدې به ترلاسه کړي.
د قرانکريم او نبوي حديثونو ګڼ شمېر نصوص د ذاتي تربيې اړوند غږيدلي دي.
ب کائنات انسان د خپل عبادت په خاطر شته کړی دی، او عبوديت دې ته ويل کيږي چې بنده خپل ځان بادار ته له ټولو بدني غړو، تصرفاتو او شعور سره وسپاري، همدا راز به خپل ځان دالله شريعت ته پوره منقاد کوي او په خپل ځان او رعيت باندې به يې حاکم ګڼي، دا چې هر انسان له فناء او زوال سره مخ کيږي نو ضرور ده چې د هدايت تالاش وکړي، که څوک په سمه لار روان شي نو ګټه يې د ځان ده او په قبر کې به تر قیامت پورې ايکې يواځې له خپل عمل سره پاتې وي، او د قیامت په ورځ به هم ورڅخه ايکې يواځې د نفس په اړه حساب کتاب غوښتلی شي، الله پاک فرمايي: (وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا) ([2])
ژباړه: او ټول انسانان به الله ته د قيامت په ورځ باندې يو يو راشي.
او الله پاک فرمايي: (يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ) ([3])
ژباړه: ( دقيامت ) په هغه ورځ چې هر نفس (څوک) به د خپل ځان متعلق جنګ جګړې کوي، او هر نفس ته به د خپلو عملونو بدله پوره ورکړل شي او له دوی سره به ظلم او زياتی ونه شي.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا وَسَيُكَلِّمُهُ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ، لَيْسَ بَيْنَ اللَّهِ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ) ([4])
ژباړه: په تاسو کې هېڅ څوک داسې نشته مګر الله پاک به ورسره خبرې وکړي په داسې حالت کې چې دالله او د بنده ترمنځ به ترجمان نه وي.
نو ذات پالل يا نفسي تربيه د انسان لپاره په دې ډېره مهمه ده چې د قيامت په ورځ باندې نجات ومومي.
دا چې ذاتي تربيه اسلوب او منطق لري، وسائل او اسباب لري نو د ډېر اهميت له کبله به ترې اووه ذکر کړو:
۱ – : د تعبدي شعائر خاص خيال ساتل:
تعبد واجب وي او که مستحب خو هم پرې زړه ژوندی وي او هم د نفس تزکيه کوي او هم پرې ايمان پرمختګ کوي، الله پاک فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ) ([5])
ژباړه: ای هغو خلکو چې ايمان مو راوړی دی د الله پاک او د هغه رسول چې مو کله راوغواړي نو قبولوالی يې وکړئ ځکه چې په دې سره مو راژوندي کوي.
ډېر مهم شی چې انسان پرې الله پاک ته نزدې کيږي او ايمان يې پرې وده کوي، مرتبه او درجه يې پرې لوړيږي نو دالله فرائض ادا کول دي، او دا فرضونه دوه ډوله تشکيلوي:
ظاهري فرض: دا هغه ډول فرض دي چې د جوارحو په توسط ادا کيږي لکه لمونځ، زکات او داسې نور…
باطني فرض: دا ډول فرض له زړه سره تعلق لري، لکه په الله باندې علم لرل، پر هغه توکل کول، ورڅخه ډارېدل او داسې نور…
د نفس د تربيې په خاطر فرد بايد لومړی د فرائضو په ادا ډېر اهتمام وکړي او کسالت ونه کړي، له دې پړاو وروسته بايد نوافلو او مستحباتو ته پام واړوي چې فرائض نه وي او تطوع عمل وي، په دې اړه الله پاک فرمايي: (وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّه) ([6])
ژباړه: او ډېر ځله مې بنده راته په نوافلو ځان رانزدې کړي نو زه ورسره مينه ولرم.
په شرعي عبادتونو باندې د قيام په مهال بايد د دې مراعات وکړی شي چې:
فرائض بايد په نوافلو باندې مخکې شي، عيني فروض په کفايي مخکې شي او مؤکدات بايد په نوافلو باندې مخکې شي.
په عباداتو کې تنويع، کله لمونځ، کله روژه، ذکر او اذکار، صدقه، خپلولي پالل او داسې نور…
له عباداتو څخه عادت نه جوړول، د تل لپاره بايد پکې نيت مستحضر وي.
د عباداتو په تړاو په صحيحو او صریحو دليلونو باندې ځانګړی خيال لرل، ترڅو له هغه ډول عبادتونو څخه محفوظ پاتې شې چې يا خو په دين کې بدعت وي او يا يې بنسټ کمزوري حدیثونه وي.اسلامي دين داسې عبادتونه تشريع کړي دي چې د انسان ټول زماني او مکاني ظروف ترې ډک دي، ډېر قولي او فعلي واجبات او سنن شته چې له عمل څخه وړاندې يې اداء کول محاسبه ګڼل کيږي چې
أ – : ايا دا عمل د سلفو صالحينو په فهم کې له نبوي سنتو سره سمون خوري؟ ايا ياد عمل حرام، که مکروه او که مستحب يا جائز دی؟
ب – : بله محاسبه د کار په اثناء کې ده چې ايا په دې کار کې زه مخلص او که ریا کار يم؟ دروغجن او که رښتونی يم؟
ج – : بله محاسبه يې له کار څخه وروسته ده چې ايا دا کار ما داسې انجام کړ چې څنګه مناسب و او که تقصير مې پکې وکړ او فاسد مې کړ؟
د مزيد تفصيل لپاره کولی شئ د محاسبې مراتب د ابن القيم رحمه الله په ليکنه ( مدارج السالکين ) کې وګورئ.
په محاسبې باندې سلفو صالحينو ډېر اهتمام کړی دی چې ځينې نمونې يې ستاسو حضور کې کېښودل غواړم:
عمر بن الخطاب رضي الله عنه وايي: وړاندې له دې چې حساب کتاب درسره وشي پخپله له ځانونو سره حساب کتاب وکړئ، او خپل عملونه مو مخکې له دې څخه وتلئ چې تاسو وتلل شئ، د سباني حساب لپاره له ځان سره ننې حساب ډېر ګټور دی. ([7])
يوه ورځ ترې انس بن مالک رضي الله عنه واورېدل: خوار شې عمره! ته لا هم امير المؤمنين يې، له الله څخه به خامخا وډار شې ورنه عذاب به درکړي. ([8])
ميمون بن مهران رحمه الله وايي: تر هغه پورې انسان پاک نه دی چې لومړی يې له ځان سره داسې حساب کتاب نه وي کړی لکه له خپل شريکوال سره چې حساب کتاب کوي. ([9])
حسن بصري رحمه الله وايي: د قيامت په ورځ به اسان حساب کتاب له هغه چا سره کيږي چې څوک په دنيا کې له ځان سره حساب کتاب کوي، د قیامت په ورځ به د هغه چا حساب ګران او درون وي چې په دنيا کې يې له حساب کتاب پرته کارونه بې درېغه کړي وي، د قيامت په ورځ به وګوري چې د ذرې حساب به هم ورسره الله وکړي. ([10])
د ا چې له نفس سره څه ډول محاسبه وکړی شو؟ نو امام ابن القیم رحمه الله فرمايي: محاسبه بايد له دې څخه پېل واخلي چې ته خپل جنايتونه او د رب لورينې سره مقايسه کړې نو ډېر تفاوت به درته ښکاره شي، بيا دې خپل حسنات او سيئات سره پرتله کړه درته به جوته شې چې کوم اړخ درون دی. ([11])
- …………………………………….
([7]) الزهد ، احمد بن حنبل رحمه الله ليکنه.
([8]) الزهد: ( ۱۴۹ )، د احمد بن حنبل ليکنه.