د نېک عمل بربادونکي شيان ( لومړۍ برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نېک عمل بربادونکي شيان ( لومړۍ برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمدلله رب العلمين، والصلاة والسلام علی خاتم النبيين والمرسلين، وأشهد أن لا اله الا الله وحده لاشريک له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله ، أما بعد:
د اسمان او ځمکې پر څېر د پراخه جنتونو ګټل د انسان ابدي سعادت دی چې پر دليلونو ولاړ او ثابت عبادت باندې يې تر لاسه کولی شي، بايد ده چې د دې لپاره د خپل نيت تصحيح وکړي او په سمه توګه د عمل نېکې او سالمې لارې وسنجوي او د تل لپاره له ځان سره محاسبه وکړي، په دې سره به يې هم نيک عملونه وده هم وکړي او هم به هغو عملونو ته ليواله وي چې بد عملونه په داسې حالت کې له منځه وړي او حالانکه دا پرې نا پوهه وي.
سلف صالحين به له دې څخه ډېر ډار نيولي و چې هسې نه نېک عملونه يې له منځه لاړ شي او دوی پرې پوهه نه وي، الله پاک فرمايي (إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ * وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ) ([1])
ژباړه: هغه خلک چې له خپل رب څخه ډېر ډار نيولي دي * او هغه خلک چې د خپل رپ په ايتونو باندې ايمان لري* او هغه خلک چې له خپل رب شريکان نه جوړوي * او هغه خلک چې د خير ښېګړې په کارونو کې زيار اوباسي او له زړه نه پر دې ويريږي چې هسې عملونه نه يې قبول نه شي او دوی خپل رب ته خامخا ستنېدونکي دي.
عائشې رضي الله عنها له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې ايا ( وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ) څخه هغه خلک مراد دي چې شرابونه څښي او غلاګانې کوي؟ هغه وويل: (لَا يَا بِنْتَ الصِّدِّيقِ، وَلَكِنَّهُمُ الَّذِينَ يَصُومُونَ وَيُصَلُّونَ وَيَتَصَدَّقُونَ، وَهُمْ يَخَافُونَ أَنْ لَا تُقْبَلَ مِنْهُمْ {أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ) ([2])
ژباړه: نا، د صديق لورې! دوی هغه څوک دي هم روژې نيسي او هم لمونځونه کوي او خيراتونه هم کوي خو بيا هم ډاريږي چې قبول به نه شي، دوی هغه خلک دي چې د خير ښېګړې کارونه ته توندي کوي او همدغو کارونو ته ورمخکې کېدونکي دي.
نو مذکور مومنان خلک هغه دي چې هم نېک عملونه کوي او دا ډار ورسره وي چې ايا راڅخه قبول به شي او که نه؟ خو د خير په کارونو کې له هر چا څخه مخکې کيږي.
ستر تابعي عبدالله بن ابي مليکه رحمه الله وايي: (أَدْرَكْتُ ثَلاَثِينَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، كُلُّهُمْ يَخَافُ النِّفَاقَ عَلَى نَفْسِهِ) ([3])
ژباړه: ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ديرشت نفره ليدلي دي او هر يو يې پر خپل ځان باندې له نفاق څخه ډارېده.
حافظ ابن حجر رحمه الله د ابومليکه له قول وروسته وايي: ځکه مومن مسلمان ته په خپلو نيکو عملونو کې د اخلاص ضد شيان مخې ته ورځي. ([4])
خو د نېکو عملونو د بې ثوابه کېدو (باطلېدو) کې د سلفو صالحينو منهج دا دی چې حقيقي احباط (چې ټول نيک عملونه له منځه وړي) هغه شرک، کفر، ردت، او نفاق اکبر دی.
اما نسبي احباط د ايمان اصل له منځه نه وړي لکه د ګناهونو په سبب د ځينو عبادتونو بطلان، يا د بل کوم لامل له کبله د نېکو عملونو په اجر او ثواب کې نقصان.
£ د نيکو عملونو مبطلات په دې ډول دي:
۱ – : لوی کفر، لوی شرک، ردت او لوی نفاق.
الله پاک فرمايي: (وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ) ([5])
ژباړه: او څوک چې له خپل دين څخه مرتد شي او په داسې حالت کې ومري چې کافر وي نو د دوی نېک عملونه په دنيا او اخرت کې برباد دي او دوی د اور والا دي چې د تل لپاره به ورپکې وي.
او الله پاک فرمايي: (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) ([6])
ژباړه: او که ته له الله سره شرک وکړې نو ستا ټول نېک عملونه به برباد شي او خامخا به ته له زيانمنو څخه شې.
او الله پاک فرمايي: (وَمَنْ يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ) ([7])
او څوک چې له ايمان وروسته بېرته کفر وکړي نو ټول نېک عملونه به يې برباد شي او په اخرت کې به له زيانمنو څخه وي.
صحيح حديثونه په پوره صراحت غږيدلي دي چې کافر کله هم ايمان راوړي نو د جاهليت د دور نېک عملونه يې نه ضائع کيږي، خو که په خپل کفر ومړ نو نېک عملونه يې ورته هېڅ خير او ګټه نه رسوي، خو بيا هم په دنيا کې ورته د نيکو عملونو بدله ورکړل کيږي، په حديث کې راځي نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِنَّ اللهَ لَا يَظْلِمُ مُؤْمِنًا حَسَنَةً، يُعْطَى بِهَا فِي الدُّنْيَا وَيُجْزَى بِهَا فِي الْآخِرَةِ، وَأَمَّا الْكَافِرُ فَيُطْعَمُ بِحَسَنَاتِ مَا عَمِلَ بِهَا لِلَّهِ فِي الدُّنْيَا، حَتَّى إِذَا أَفْضَى إِلَى الْآخِرَةِ، لَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَةٌ يُجْزَى بِهَا) ([8])
ژباړه: له هېح مومن بنده سره الله ظلم نه کوي، د نېکو بدله هم په دنيا او هم په اخرت کې ورکوي، کوم چې کافر دی نو په حسناتو يې ورته په دنيا کې رزق ورکوي چې د الله لپاره يې کړي وي، خو چې اخرت ته ولاړ شي هېڅ حسنات به يې نه چې نېکه بدله پرې ورکړل شي.
۲ – : ريا کاري کول:
رياکار هغه چا ته ويل کيږي چې د خلکو د خوشحالولو په خاطر نېک عمل کوي، الله پاک فرمايي: ( فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّيْنَ* الَّذِيْنْ هُمْ صَلاَتِهِمْ سَاهُوْنَ * الَّذِيْنَ هُمْ يُرَاؤُوْنَ ) ([9])
ژباړه: هغو لمونځ ګوزارو لره د (ويل) کنده ده، چې له خپلو لمونځونو څخه ناخبره وي، هغه ناخبره چې د ريا لپاره لمونځونه کوي.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الرِّيَاءُ، يَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: إِذَا جُزِيَ النَّاسُ بِأَعْمَالِهِمْ: اذْهَبُوا إِلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاءُونَ فِي الدُّنْيَا فَانْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً) ([10])
ژباړه: زه پر تاسو باندې له کوچني شرک څخه ډېر ويرېږم، صحابه کرامو وويل: د الله رسوله! کوچنی شرک لا څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: ريا ته، د قيامت په ورځ باندې به رياکارو ته الله پاک ووايي: ولاړ شئ او له هغو خلکو څخه مو بدله وغواړئ چې تاسو به ورته ځانونه ښودل، نو ايا له تاسو سره به يې د نېک عمل بدل وي؟
او په دې هم پوهه شئ چې د جهنم اور به د لومړي ځل لپاره په رياکارانو باندې غومبره شي، ځکه دوی په دنيا کې له خپلو نېکو عملونو نه خوند او مزه اخستې ده.
۳ – : پر خلکو باندې له نفقې وروسته زباته کول:
الله تعالی فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي) ([11])
ژباړه: ای مومنانو خلکو! خپل خيراتونه او صدقات په زباتولو او اذيت سره مه بربادوئ.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (ثَلاَثَةٌ لاَ يَقْبَلُ اللهُ مِنْهُمْ صَرفاً وَ لاَ عَدْلاً: عَاقٌ لِوَالِدَيْهِ، وَمَنَّانٌ وَمُکَذِّبٌ بِالقَدَرِ) ([12])
درې ډوله خلک دي چې الله به يې فرضي او نفلي لمونځونه قبول نه کړي، د مور او پلار آزاري، د حسناتو زباتونکی، او په تقدير باندې مکذب.
( ۴ ) د مازديګر لمونځ کې دومره کسالت کول چې خپل وخت يې ووځي:
امام بخاري رحمه الله وايي: (بَابُ مَنْ تَرَكَ العَصْرَ) او بيا يې د ابو مليح حديث ذکر کړی دی چې مونږ له بريده رضي الله عنه سره په غزا کې و، هغه وويل: (بَكِّرُوا بِالصَّلاَةِ، فَإِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ تَرَكَ صَلاَةَ العَصْرِ حَبِطَ عَمَلُه) ([13])
ژباړه: د مازديګر لمونځ (په خپل اول وخت کې) وکړئ، ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د مازديګر لمونځ چې څوک پريږدي نو عملونه به يې برباد شي.
……………………………………….
([1]) سورت مؤمنون: ( ۵۷ – ۶۰ ).
([2]) سنن الترمذي: ( ۳۱۷۵ )، مسند احمد: (۲۵۷۰۵)، المستدرک علی الصحيحين: (۳۴۸۶).
([3]) صحيح البخاري: ( ۱ / ۱۸ ). تحقيق: محمد زهير ناصر الناصر ، لومړی چاپ،۱۴۲۲ هـ، دار طوق النجاة. امام بخاري که څه هم معلق ذکر کړی دی خو امام ابوزرعه په تاريخ دمشق کې موصول ذکر کړی دی.
([4]) فتح الباري: ( ۱ / ۱۱۱ ).
([8]) مسند احمد: (۱۲۲۶۴، ۱۴۰۱۸) ، صحيح مسلم: ( ۲۸۰۸).