
الحمدلله رب العلمين، وأشهد أن لا اله الله وحده لاشريک له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله ، وبعد:
د الله پاک توحيد يو له هغو سترو شيانو څخه دی چې اسلامي دين پرې له راتګ سره کلک ټينګار کړی دی، د الله توحيد ستره اړتيا او د هغه عظمت حامل دی چې ټولو پېغمبرانو او بيا ورڅخه وروسته اسلامپالو داعيانو يې ورته د دعوت کړی دی، الله پاک فرمايي: (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ) ([1])
ژباړه: په يقني بڼه چې په هر امت کې مونږ استازی استولی دی چې د الله عبادت وکړئ او له طاغوت څخه ځانونه وژغورئ.
يواځې دا نه بلکې د اسلامي شريعت په ټولو مقاصدو او د شريعت په احکامو کې هم الله پاک توحيد ثبوت کړی دی چې يو له دغو عبادتونو څخه حج هم دی.
د سترو مقاصدو د عملي بڼې لپاره الله پاک حج مشروع کړی دی، او د حج په سترو مقاصدو کې د الله پاک د توحيد برملا اعلان دی چې اړوند دې يې بايد عقيده بيخي تصفيه شي، او په مقاصدو او طلب او ارادو کې يې په هر حالت کې متفرد وګنل شي.
خو که په حج او د حج په اذکارو او اعمالو کې څوک له اندک غور سوچ څخه کار واخلي ورته به جوته شي د الله پاک توحيد ورڅخه مراد دی چې بايد په هېڅ اړخ کې ورسره برخه دار ونه ګرځول شي.
يو له دغو اقوالو څخه د الله پاک دا قول دی : (وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ )
ژباړه: ايکې يواځې د الله د رضا په خاطر حج او عمره تر پايه تر پايه ورسوئ.
او الله پاک فرمايي: (وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِين) ([2])
ژباړه: حج کول د توان په مهال په خلکو باندې د الله حق دی او څوک چې کفر وکړي نو الله پاک له مخلوق څخه غني باچا دی.
کله چې الله پاک د حج د مناسکو په پوره ادا او پر خلکو د حج د فرضيت وويل نو حج خالص د الله پاک لپاره شو، په لومړي ايت کې د الله د رضا لپاره د حج مناسک پوره ادا کول دي، او په دوهم ايت کې د حج فرضيت د الله لپاره ادا کول دي، نو په دواړو کې د الله توحيد او حج ايکې يواځې د الله پاک لپاره ادا کول دي.
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده چې حاجي د حج پېل د الله پاک له توحيد څخه کوي (اللَّهُمَّ حَجَّةٌ لَا رِيَاءَ فِيهَا، وَلَا سُمْعَةَ ) ([3])
ژباړه: ای الله! داسې حج يې وګرځوه چې نه پکې ريا او نه د نوم لپاره وي.
دا نيت د الله پاک لپاره په پوره اخلاص چې د شرک – ريا او سُمْعَت – چې عمل بې ثوابه کوي او د ثواب پر ځای د عقاب او عذاب لامل جوړېدای شي ورڅخه پکې بيزاري ده،محمود بن لبيد رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ» إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ: «يَوْمَ تُجَازَى الْعِبَادُ بِأَعْمَالِهِمْ اذْهَبُوا إِلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاءُونَ بِأَعْمَالِكُمْ فِي الدُّنْيَا، فَانْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً ) ([4])
ژباړه: زه پر تاسو باندې له کوچني شرک څخه ډېر ډارېږم، هغوی وويل: د الله رسوله! کوچنی شرک څه ته وايي؟ هغه وويل: ريا ته، کله چې د قيامت په ورځ بندګانو په خپلو عملونو بدلې ورکړل کيږي نو الله پاک به رياکارانو ته ووايي: هغو خلکو ته ولاړ شئ چې په دنيا کې مو ورته خپل عملونه ورښکاره کول، وګورئ چې ايا نېکه بدله به ورسره ومومئ؟
او له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنْ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي وَهُوَ لِلَّذِي أَشْرَكَ ) ([5])
ژباړه: زه په عملونو کې له برخه دارۍ څخه غني يم، که څوک نيک عمل وکړی او نور څوک پکې راسره شريک کړي، نو عمل يې د هغه چا د رضا لپاره دی چې برخه دار يې جوړ کړی دی.
نو حاجي صيب به د حج په عبادت کې له ننوتو څخه وړاندې له رياکارۍ څخه برائت اعلانوي.
…………………………………
([5]) الجامع الصحيح للسنن والمسانيد: (۴ / ۴۸۳ )، سنن ابن ماجه: (۴۲۰۲ ).