
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده هغه تلبيه ده چې د الله په توحيد باندې اعلان او له شرک څخه پوره برائت دی (لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ).
له جابر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم کله تلبيه پېل کوله نو په توحيد يې اواز پورته کړ، نو تلبې ته يې د توحيد نوم ورکړ.
د حاجي صيبانو له تلبيې سره ګرده نړۍ د الله پاک په توحيد لوړ غږي وي او د هغه حمد او ثنا وايي، کاڼې بوټې او ونې د الله په توحيد باندې بوخت وي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُلَبِّي , إِلَّا لَبَّى مَنْ عَنْ يَمِينِهِ أَوْ عَنْ شِمَالِهِ مِنْ حَجَرٍ , أَوْ شَجَرٍ , أَوْ مَدَرٍ , حَتَّى تَنْقَطِعَ الْأَرْضُ مِنْ هَاهُنَا وَهَاهُنَا ) ([1])
ژباړه: هېڅ مسلمان نشته چې تلبيه وايي مګر ښي او ګڅ اړخونو ورسره هره ګټه او خټه او ونه تلبيه وايي، ترڅو ځمکه له دې او دې (ښي او ګڅ ) اړخ څخه ختمه شي.
امام ابن القيم رحمه الله د سنن ابي داود په حاشيه کې وايي: د تلبيې کلمات د عظمت په خورا پياوړو قواعدو او په ګڼ شمېر ګټو او فايدو شمول لري، يو يې دا چې : ياد کلمات له الله سره مينې او محبت ته شمول لري، ځکه د (لَبَّيْكَ ) کلمات هغه چا ته د استعمال رواج لري چې ستا ورسره بې پناه مينه وي او په عظمت يې قائل يې، بله دا چې د تلبيې کلمات د تل لپاره عبوديت، کامله خضوع او ذلت چې دواړه د عبوديت ارکان هم دي ورباندې التزام ته شاملې دي، بله ګټه يې دا ده چې د تلبيې کلمات هغه اخلاص ته شمول لري چې د حج او د حج د مقصد روح او بنسټ بلل کيږي، بلکې د ټولو عبادتونو اساس دی او هم دغه ورڅخه د خلکو موخه ده.
اما مشرکان او بدپرست خلکو به په تلبیه کې له الله سره نور خلک هم شريکول، هغوی به ويل: ( إِلَّا شَرِيكًا هُوَ لَكَ , تَمْلِكُهُ وَمَا مَلَكَ) ([2])
ژباړه: له برخه دار پرته چې هغه هم ستا ملکيت دی او هغه نور واک او ځواک نه لري.
نو مشرکان له موحدينو سره په تلبيه کې هم توپير درلود او لري يې، چې موحدين په خپل اعلان کې الله لره پوره توحيد او په کامل اخلاص متوجه دي.
هغه ملبي چې الله پاک يې په تلبيه باندې اکرام کوي بايد د تلبيې معناګانو او مدلولاتو ته يې توجه پوره وي او د مقتضا د وجود لپاره يې بايد له پور زيار څخه کار واخلي، نه به له الله پرته له بل چا څخه څخه غواړي او نه به له نورو څخه استغاثه، نه به پر بل چا توکل او بروسه لري او نه به د بل چا لپاره د ذبح نذر او نياز کوي، (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ) ([3])
ژباړه: ورته ووایه چې زما بدني عبادت او زما مالي عبادت، زما ژوند او مرګ د الله لپاره دي، هغه لره هېڅ برخه دار نشته او په دې راته امر شوی دی چې لومړی مسلمان همدا زه جوړ شم.
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده چې له کعبې ارد ګرد طواف، د دواړو رکنونو او حجر اسود ښکلول دالله پاک عبوديت ته غاړه کېښودل دي، الله پاک فرمايي: (فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ) ([4])
ژباړه: دوی دې خامخا د دې کور د څښتن عبادت وکړي.
او فرمايي: (ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ) ([5])
ژباړه: حاجيان دې بيا د حج پاتې مناسک ادا کړي، خپل نذر او نياز دې پوره کړي او له خورا لرغوني کور څخه دې طواف وکړي.
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د پيروۍ په خاطر هم چې هغه وايي: (لِتَأْخُذُوا مَنَاسِكَكُمْ ) ([6])
ژباړه: هرومرو راڅخه د حج احکام زده کړئ.
او د دې احکامو په منلو کې پوره توحيد او د الله لپاره عبوديت، او د نبي کریم صلی الله عليه وسلم کامله اقتدا ده، الله پاک فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ) ([7])
ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی د الله اطاعت وکړئ او د رسول اطاعت وکړئ، او بيا د چارو مسؤلينو خبره ومنئ، که مو جنګ په څه شي کې راشي نو الله او دهغه رسول ته يې پرېکړه يوسئ که چرته تاسو په الله پاک او د اخرت په ورځ باندې ايمان لرئ، الله ته فيصله وړل ستاسو د تنازع څخه هم او هم د عاقبت په اعتبار ډېر ښه دي.
او له عابس بن ربيعه څخه روايت دی چې عمر رضي الله عنه حجر اسود ت راغی او ښکل يې کړ، بيا يې وويل: (إِنِّي أَعْلَمُ أَنَّكَ حَجَرٌ، لاَ تَضُرُّ وَلاَ تَنْفَعُ، وَلَوْلاَ أَنِّي رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَبِّلُكَ مَا قَبَّلْتُكَ ) ([8])
ژباړه: زه ښه پوهېږم چې ته کاڼی يې او هېڅ خير او شر نه لرې، خو که ما رسول الله صلی الله عليه وسلم نه و ليدلی چې ته يې ښکلولې ما به نه وی ښکل کړی.
ابن القيم رحمه الله په زاد المعاد کې وايي: له مکې پرته په ټوله ځمکه کې داسې ځای نشته چې يا په ورتګ کې څوک توندي وکړي او يا ورڅخه طوافونه وکړي، او نه له رکن يماني او حجر اسود پرته د ځمکې پر مخ بل داسې ځای شته چې يا ښکل کړی شي او يا ورته سلام وکړی شي، او په دې سره دې ګناهونه ورژول شي.
………………………………………..
([1]) الجامع الصحيح للسنن والمسانيد: ( ۷ / ۳۰۵)، صحيح الجامع: (۵۷۷)، مشکاة المصابيح: ( ۲۵۵۰).
([2]) الجامع الصحيح للسنن والمسانيد: ( ۳۰ / ۳۷۴ ).