د جادو علاج (دوهمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر
د جادو علاج (دوهمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

په موضوع باندې د شروع څخه وړاندې د جادو تعريف او اقسامو ته اشاره کول غواړم:
جادو په لغت کې: دهغه شيانو څخه عبارت دى، چې پټ او باريک سبب ولري، او سحر ورته ددي وجي څخه ويلي شي چې د شپې په آخره حصه کې په پټه واقع کېږي.
بليغ کلام ته هم سحر ددې وجي څخه ويل کېږي، چې په دغه کلام کې دا قدرت او طاقت موجود وي چې حقائق پټ کړي، لکه چې نبي عليه السلام فرمایلي دي:( إن من البيان لسحرا)[1]
ژباړه: د بياناتوڅخه ځينې د جادو په څېر دي.
ابن منظور رحمه الله د إمام أزهري رحمه الله څخه نقل کوي، هغه وايي چې أزهري رحمه الله ويلي دي:( جادو داسې عمل دى چې انسان پکې شيطان ته نزدی والی حاصلوي، او د شيطان په کومک سره تر سره کيږې، داټول کارونه د جادو څخه عبارت دي، نظربندي هم د جادو يو قسم دى، چې ليدونکى دا ګمان کوي،ګويا چې دا کار همدغسې دى لکه څنګه چې ورته ښکاري، او په حقیقت کې دغسې نه وي.
جادو نظربندي او هر هغه څه دي چې حقیقت يې پټ او باريکه وي،
جادو په اصل کې يوشي د خپل حقيقت څخه اړولو ته ويلى شي، ګوياچې جادوګر باطل د حق په شکل کې ښکاره کړو او په تخيل کې يې د خپل شکل نه په بل شکل ښکاره کړو.
په شرعه کې جادو: هغه څښتونو، دمونو،غوټو ته ويلى شي، چې په زړه او بدن باندې اثر کوي، انسان ناروغه کوي، قتلوي يې، او د ښځې او خاوند تر مينځه جداوالى راولي.
الله جل جلاله فرمایلي دي:( فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ ۚ )[2]
ژباړه: پس زده کولو به دوي (جادوګرانو) ددې دواړو(ملايکو) څخه هغه څه چې جداوالى به يې راوستلو دوى په هغې سره په مينځ د سړي او د ښځې د هغه کې[3]
الله جل جلاله د جادو او جادوګر څخه په پناه غوښتلو امر کړى دى، لکه چې فرمایې: ( وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ )[4]
ژباړه: ( او د شر د هغو ښځوساحرانو پوکي کوونکو څخه چې پوکي کوي په غوټوکې) [5]
النفثات:هغه جادوګرې زنانه چې په غوټوکې پوکي کوي.
سحر يو حقيقي شي دى، ددې وجي څخه مونږ ته ترې د پناه غوښتلو امر شوى دى، او اثرات يې په مسحور (جادو شوي شخص) باندې ښکاره کيږې.
الله جل جلاله وايې: ( وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ )[6]
ژباړه:او راوړو دوي لوي جادو(په نيزد د دوى سره)[7]
الله جل جلاله د جادو صفت په لوئ والي سره کړى دى، ځکه چې جادو يو حقيقي او اثر لرونکى شي دى، او د جادو حقيقت ددې مخالف نه دى چې جادو دي یو خيالي څیز هم شي. لکه چې الله جل جلاله د فرعون د جادوګرانو څخه حکایت کوي او وايې: (يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ )[8]
ژباړه: هغه رسۍ او پړي او امساګانې ددوي په خيال د موسى عليه السلام ته داسې راتلل د وجي د سحر د دوى نه ګوياکه بيشکه(دغه ماران دي) چې منډې وهي.[9]
يعني د ډېر قوي جادو د وجى نه د موسى عليه السلام په تخيل کې داسې راتلل ګوياچې داپړي ماران دي او منډې وهي.
………………………………………………………..
[1] متفق عليه
[2] البقرة:102
[3] أسهل التفاسير اول جلد 49 صفحه
[4] الفلق (4)
[5] اسهل التفاسیر:1/1282
[6] الأعراف (116)
[7] أسهل التفاسير اول جلد صفحه 538
[8] طـه:66
[9]أسهل التفاسير دويم جلد صفحه 51