متفرقات

نشه يې توکې او بدې پايلې (اخره حصه ) محمد بصيرزئي

نشه يې توکې او بدې پايلې (اخره حصه ) محمد بصيرزئي

دنشه کونکو یو څو اعتراضات او دهغې جواب:

۱ـ بعضې نشه کونکي دا اعتراض کوي چې مونګ ډېر وخت نشه کړیده او تراوسه يي مونګ ته ضرر ندی رسولی ، نو پدېکې هیڅ ضرر نشته .

جواب:  د نشه یي توکو استعمال اګر که فعلا به ضرر نه رسوي ، لیکن څه وخت وروسته به درته ضرر ورسوي، او اثر به يي درته وروسته معلوم شي ، بله دا که ستا نفس ته ضرر نه رسوي نو مال او اخلاقو، او  هم درسره ناست ګاونډیانو ته خو خامخا ضرر رسوي، اوکه نور ضرر ورسوي نو دخولې بدبوي او چټلوالی او دغاښونو ژیړوالی تورالی چې دا هم په حقیقت کې غټ ضررونه دي. علاوه ددېنه  چې داخرت کوم ضررونه دی هغه خو ډیر غټ دي، چې دا ګناه ده او ددې سزا به ورته دقیامت په ورځ ورکولی شي .( الله دې مونږ له ترې امان راکي)

۲ـ بعضې نشه کونکي دا عذر اوبهانه کوي چې دنشه يي اشیاء په استعمال سره مونږ خپله غصه کنترولو او دسر درد ورباندې کمو.

جواب: دنشه یي شیانو استعمال دوا نده بلکې دا سراسري ضرر ده او په مرض اخته کیدل دي ، همدا شیان پخپله دغصې سبب ګرځې خاص کر چې کله ورسره دا شیان نه وي نو دغه لحظې ورباندې ډیری سختې تیریږي، بلکه ددې په خلاف اسلام مقدس دین دغصې دختمولو لپاره بهترین علاج ښودلی دی:

۱ـ سلیمان بن صرد رضي الله عنه وایي دوه کسانو درسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کی یو بل ته بدرد وویل اومونږ هم درسول ورو زیاتیده اومخ يي دقهره سورکیده ، رسول علیه السلام وفرمایل : بیشکه ما ته داسی کلمه معلومه ده که ده هغه وویله نوداقهر او غصه به ترې لاړه شي ، هغه دا چې دا ووایې ( اعوذ بالله من الشیطان الرجیم) درټل شوي شیطان څخه په الله پورې پناه نیسم ،

صحابه کرامو هغه سړي ته وویل ایا ته درسول علیه السلام خبره نه اوري ، قهرجن سړی وویل : زه خو څه لیونی نه یم ( یعنې خبره یی اورم) حدیث امام بخاري رحمه الله په کتاب الادب باب الحذر  من الغضب رانقل کړی دی.

Tags

Related Articles

Back to top button