عباداتفقه

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( لومړۍ برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( لومړۍ برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

الحمد لله رب العلمين، والصلاة والسلام علی أشرف الأنبياء والمرسلين، نبينا محمد وعلی آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (افْعَلُوا الْخَيْرَ دَهْرَكُمْ، وَتَعَرَّضُوا لِنَفَحَاتِ رَحْمَةِ اللهِ، فَإِنَّ لِلَّهِ نَفَحَاتٍ مِنْ رَحْمَتِهِ يُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ) ([1])

ژباړه: ټول عمر د خير کارونه وکړئ، او دالله ورکړو ته ځانونه ورمخکې کړئ، الله د خپل رحمت ورکړې لري چې دخپل مشيئت له مخې په خپلو بندګانو کې خلکو ته ورکوي.

او مرفوعا يې له محمد بن مسلمه رضي الله عنه نه روايت کړي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (إِنَّ لِرَبِّكُمْ فِي أَيَّامِ الدَّهْرِ نَفَحَاتٌ، فَتَعَرَّضُوا لَهَا، لَعَلَّ أَحَدَكُمْ أَنْ تُصِيبَهُ نَفْحَةٌ فَلَا يَشْقَى بَعْدَهَا أَبَدًا) ([2])

ژباړه: په دې زمانه ستاسو رب د رحمتونو ورکړې لري نو ځانونه مو ورته مخکې کړئ، کېدای شي تاسو کې یو چا ته د خير دومره ورکړه په برخه شي چې هېڅکله به په شقاوت اخته نه شي.

له دغو ورکړو څخه چې الله پاک ورپکې له خپلو بندګانو څخه عملونه قبلوي د نيکو عملونو موسم دی چې د ذي الحجې له لومړنۍ لسو ورځو څخه عبارت دی، او د ذي الججې د لومړۍ لسيزو خير او فضيلت د قران او حديث په نصوصو کې راغلی دی.

په قران کريم کې الله پاک فرمايي: ( وَالفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشَرٍ ).

ژباړه: زما دې د سهار په وخت قسم وي، او زما دې په لسو شپو قسم وي.

ابن کثير رحمه الله وايي: له دې څخه د ذي الحجې لومړۍ لسيزه مراد ده، او دا د ابن عباس او ابن زبير او د مجاهد او نورو مفسرينو اختيار هم دی.

شيخ ابن سعدي رحمه الله وايي: سمه خبره دا ده چې يا ترې د رمضان اخرنې لس شپې او يا ترې د ذي الحجې لومړۍ لسيزه مراد ده، ځکه دا شپې په بهترينو شپو کې راځي، عبادتونه او الله ته د نزدېکت اعمالو اجرونه ورپکې دومره ډيريږي چې په نورو ورځو شپو کې نه ډيريږي، د ذي الحجې په لسو ورځو شپو کې حاجي صيبان په عرفات کې ودريږي چې الله پاک په دغه ورځ خپلو بندګانو د ګناهونو داسې مغفرت کوي چې شيطان ورباندې خپه کيږي، د عرفې په ورځ چې شيطان څومره سپک سپاند او حقير وي دومره په نورو ورځو کې نه وي، ځکه شيطان په دې ورځ ویني چې بندګانو ته د الله د رحمتونو ملائک راکوږيږي، او د حج او عمرې ډېر کارونه وربکې بندګان کوي، د دې اعمال خير له کبله دا ورځې شپې الله باک د دې مستحق وګرځولې چې هغه پرې لوړه پورته کړي.

له نبوي سنت څخه پرې دليل د عبدالله بن عباس رضي الله عنه حديث دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ – يَعْنِي أَيَّامَ الْعَشْرِ -» قَالَ: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَلا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلا رَجُلًا خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ، ثُمَّ لَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْء) ([3])

ژباړه: له دې ورځو نه بغېر نور هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل ورپکې الله ته محبوب وي، صحابه کرامو وويل: له جهاد في سبيل الله نه هم پکې نېک عمل غوره دی؟ هغه وويل: له جهاد نه پکې هم نېک عملونه غوره دي، مګر هغه مجاهد چې د الله په لاره کې له خپل ځان او مال سره ووځي او بېرته يې کور ته هېڅ څه شی راستون نه شي.

په بل روايت کې ورسره داسې راغلي دي: (إِلاَّ مَنْ عُقِرَ جَوَادُهُ وَأُهْرِيقَ دَمُهُ) ([4])

ژباړه: مګر هغه مجاهد چې اس يې مړ او خيله يې هم وينه توی شي.

په معجم الکبير کې د ابن عباس رضي الله عنه په روايت چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ أَيَّامِ الدُّنْيَا أَيَّامٌ الْعَمَلُ فِيهَا أَفْضَلُ مِنْ أَيَّامِ الْعَشْرِ، قَالَ رَجُلٌ: وَلَا مِثْلُهَا فِي سَبِيلِ اللهِ؟ ثَلَاثَ مِرَارٍ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الثَّالِثَةِ: إِلَّا أَنْ لَا يَرْجِعَ) ([5])

ژباړه: له دې لسو ورځو نه بغېر په دنيا کې داسې ورځې نشته چې عمل صالح ورپکې ډېر غوره و، يو سړي وويل: د الله په لاره کې له جهاد نه هم غوره وي، درې ځل يې دا پوښتنه تکرار کړه نو په دریم ځل ورته نبي صلی الله عليه وسلم وويل: هله ترې جهاد غوره دی چې مجاهد بېرته راستون نه شي.

چې د ذوالحجې لس ورځې به کله داخلې شوې نو سعيد بن جبير رحمه الله ځان په نيکو عملونو دومره بوخت ساته چې بل چا دغومره عمل نه شو کولی.

ابن حجر په فتح الباري کې وايي: داسې ښکاري چې د ذي  الحجې لس ورځې ځکه په نورو ورځو فضيلت لري چې په دې ټول رئيسي عبادتونه راغونډيږي لکه : لمونځ، روژه، صدقه او خيراتونه او حج، هېره دې نه وي چې دا عبادتونه په نورو وختونو کې نه راغونډيږي.

د ذي الحجې په لومړۍ لسيزه کې مشروع عملونه:

مسلمانه وروره دا چې تا د ذي الحجې د لسو ورځو غوره والی وپېژند، د نېک عمل مرتبه دې پکې وپېژنده، نو ډېر مناسبه ده چې وخت يې غنيمت وګڼې او له شپو ورځو يې ګټه واخلې، دلته مونږ ځينې نېک عملونه په دې هېله ذکر کو چې ته به پکې ونډه ولرې:

۱ – : د حج او  عمرې کول:

بې له شکه چې حج غوره ترين او عظيم ترين عبادت دی، په دې ورځو کې حج د شرف والا هغه عمل دی چې مسلمان يې په دې خاطر کوي چې عظيم اجر لري، امام بخاري په خپل صحيح کې له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ، وَلَمْ يَفْسُقْ، رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّه) ([6])

ژباړه: څوک چې د الله د رضا په خاطر حج وکړي، نه ورپکې د نکاح خبرې وکړي او نه د فسق، کور ته به له ګناه نه داسې پاک راستون لکه په کومه ورځ چې خپلې مور زږولی وي.

همدا راز له ابوهريره رضي الله عنه بخاري بل حديث روايت کړی دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (العُمْرَةُ إِلَى العُمْرَةِكَفَّارَةٌ لِمَا بَيْنَهُمَا، وَالحَجُّ المَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلَّاالجَنَّةُ) ([7])

ژباړه: عمره تر عمرې پورې ټول منځني ګناهونه رژوی، او د مقبول حج لپاره د جنت نه بغېر بله بدله نشته.

نو په کوم مکلف انسان باندې چې په شروطو حج فرض شوی وي نو له حج دې هرومرو وکړي مخکې له دې چې په څه شي بوخت شي چې له حج څخه يې مانع واقع کيږي، او انسان هم په دې نه پوهيږي چې په مستقبل به له څه سره مخ کيږي.

…………………………………..

) المعجم الکبير: (۷۲۰).[1](

) المعجم الأوسط: (۶۲۴۳)[2](

) مسند احمد: (۱۹۶۸).[3](

) المعجم الآوسط: (۱۲۲۵)[4](

) المعجم الکبير: (۱۲۳۲۸)[5](

) صحيح البخاري: (۱۵۲۱)[6](

) صحيح البخاري:(۱۷۷۳)[7](

Tags

Related Articles

Back to top button