په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دريمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دريمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۷ – : د نصيحت نه قبلول
ځينې مسلمانان بيا داسې وي چې که څوک ورته نصيحت وکړي او يا يې د کوم سرغړونې مخالفت وکړي نو زړه به ورته راتنګ او ډک کړي، نصيحت به پرې ډېر بد او سخت لګيږي، ډېره ارزو به لري چې کاشکې دا نصيحت خو يې نه و اورېدلی، داسې اټکلوي چې ګنې په دې نصيحت سره يې عيبونه ښکار کيږي او په تقصير او عمل کې په خيانت تورن دی،ځکه هغه خپل ځان پوره ګڼي چې د چا هېڅ ډول نصيحت ته اړتيا نه لري، سره له دې چې دا يې هم لويه تېروتنه ده، ځکه نوم انسانپه تېروتنې او خطا کې واقع کيږي او له انبياؤ عليهم الصلاة والسلام پرته نور هېڅوک معصوم نه دي، نو که چا ته د زړه له تله نصيحت وکړی شي بايد په پراخه سينه ورته هرکلی وکړي او پوره يې ومني، او زيار اوباسي چې نصيحت ته هله عملي بڼه ورکړي چې له قران او حديث سره سمون خوري.
۸ – : په بې ګټو شيانو باندې وختونه ضايعه کول
د ډېر خفګان مقام دی چې له ځينو مسلمانانو څخه ډېر وختونه په هغه څه کې ضايع کيږي چې هېڅ ګټور نه بريښي، کله نا کله يې قيمتي وختونه په داسې څه کې تېر کړي چې اقلاً مباح هم نه وي، بلکې په محرماتو کې ورڅخه قيمتي وختونه سر وخوري، کله په غيبت او په بدزبانۍ او فحش فجور مبتلا وي، يا خپل قيمتي وختونه په ډېر چکرو او په هغو ناستو غونډو کې تېر کړي چې څنګه بايد ساعت تېرې وکړي او وخت څه ډول بې ګټې له لاسه ورکړي چې دیني او دنيوي هېڅ ګټه وټه نه لري.
لائق خو دا وه چې دې ډول خلکو له خپلو وختونو څخه په خپلو دنيوي چارو، يا عبادتونو لکه ذکر اذکار، دقران لوستل، د ګټورو کتابونو مطالعه، د علم زده کړه او اورېدل، د الله دين ته دعوت يا د نېکانو صالحانو ملاقات، يا د خپلو خپلوانو زيارت يا د کوم مسکين غريب پوښتنې يا داسې نور د احسان په کارونو کې وختونه غنيمت ګڼلي وای او په هغه څه کې ترې نه وی تېر شوی چې هېڅ ګټه نه لري.
۹ – : په نفسي خواهشاتو او کم عقلو کارونو باندې بوختېدل
چې بيخي ترې مخکې وروسته کيږي نه، بلکې تر ډېر وخته پورې ورته ناست وي، لکه په تلويزيو باندې تر ډېره لوبې کتل، د لوبو اړوند معلومات ورکول او اخستل او حتی جزئيات يې څېړل، داسې ډېر خلک به وګورې چې د لوبو د مسابقې وختونه، نتيجې، د هرې لوبډلې د لوبغاړو نومونه او داسې نور اړوند معلومات چې له عاقل سره بيخي نه ښايي او په ځانګړې توګه بيا هغه څوک چې د صلاح او التزام نښې پرې ښکاره وي چې خپل وختونه دې په داسې کم عقلو او بې ګټو شيانو باندې خراب تراب نه کړي، همدا ډول پر هغو اخبارونو، مجلو ځان بوخت ساتل چې موخه ورڅخه کومه ګټه نه بلکې بې ګټې معلومات او د وخت ضايع کول وي، يا د داسې کتابونو په لوست ځان بوخت ساتل چې هېڅ ديني او دنيوي ګټه نه لري، بس کهانيانې او د قيمتي وخت ضیاع وي، په دې بې ګټو شیانو بوختيا انسان له ډېر ګټورو شيانو محروم ساتي.
۱۰ – : په ديني چارو ځان نه پوهول
له ډېرو مسلمانانو خلکو څخه به په عبادتونو کې داسې خطاګانې تکراراً صادريږي چې د ده په شعور کې هم نه وي، او نه د دې زيار اوباسي چې خپل هغه ديني امور زده کړي چې دا پکې بارها تېروځي ترڅو نور له خطاګانو ځان قابو کړي، نه کوم دیني کتاب لولي او نه ديني پټې ( کيسټې ) اوري، بلکې عبادتونه په هغه ډول انجاموي چې له کوچنيتوب څخه يې څنګه زده کړي دي که څه هم ډېر څه پکې خطا وي، ديني زده کړې نه کولو سره انسان له ډېر هغه خير او سعادت څخه هم محرومیږي چې اسلامي دين ځينو وختونو ته کوم خير او فضيلت ورکړی دی چې نېک عملونه ورپکې په چندونو اجر او ثواب لري، لکه د رمضان مياشت او د ذي الحجې لس ورځې..