فضائل قرانقرآن کريم

په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (لومړۍ برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (لومړۍ برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمدلله رب العملين، وصلی الله وسلم علی رسوله وعلی آله وأصحابه وسلم تسليما کثيرا.

امابعد: په دې امت باندې د الله لوی کرم دا دی چې هم يې ورته محمد صلی الله عليه وسلم راستولی او هم يې ورته قران کريم ورکړی دی ترڅو پرې د هدايت لار ومومي او د قران په رڼا کې ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم ديني لارښوونې او د دنيا او اخرت په ګټورو شيانو يې هم وخبروي.

قران کريم حرفاً او معناً دواړو باندې د الله کلام دی، هغه نازل کړی دی او مخلوق نه دی، پېل يې هم له الله څخه شوی او انتهاء به يې هم هغه ته وي (وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ * نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ * عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ * بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِين ) [ سورت شعراء: ۱۹۲ – ۱۹۵  ]

ژباړه: قران کريم د ګرد مخلوق پالونکي راستولی کتاب دی* روح الامين – جبريل عليه السلام – ستا پر زړه نازل کړی دی* ترڅو ډارونکی جوړ شې * او په ښکاره عربۍ ژبې يې راوړی دی.

الله سبحانه وتعالی فرمايي (تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ) [ سورت فرقان : ۱ ]

ژباړه: هغه ذات د ډېر برکت والا دی چې قران يې پخپل بنده باندې نازل کړی دی په دې خاطر چې د ګرد بشريت لپاره ويرونکی جوړ شي .

قران کریم د ګرد بشريت نه بلکې د انس او جن لپاره نړيوال کتاب دی، ( بَشِيْراً وَّنَذِيْراً ) هم بشارت او هم انسان ته ويره ورکوي، کله چې پېريانو دا قران واورېد (قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا * يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا  ) [ سورت جن: ۱ – ۲ ]

ژباړه: ورته ووايه چې ما ته د دې وحي شوې ده چې کله د پېريانو څه نفرو قران ته غوږ کېښود نو وېويل: مونږ ډېرې نا اشنا خبرې واورېدې، * درشد او هدايت او سمې لارې ته راهنمايي کوي نوځکه خو پرې مونږ ايمان راوړ نو هېڅکله به مونږ له خپل رب سره هېڅ څوک برخه دار ونه ګرځو.

او الله پاک فرمايي (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا * قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا * مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا * وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ) [ سورت کهف: ۱ – ۴ ]

ژباړه: هغه ذات لپاره حمدونه او ثناګانې دي چې په خپل بنده يې داسې کتاب نازل کړ چې هېڅ کږې نسکورې نه لري، د سمو سېدو خبرو ښوونکی کتاب دی او د سخت عذاب ننګونې هم ورکوي خو هغو مومنانو ته بيا زيري ورکوي چې نېک علمونه کوي* او وعده ورسره کوي چې د دوی لپاره غوره ترين ثواب (جنت) هم وي* دوی به بيا د تل لپاره په جنت کې وي * او دا قران هغو خلکو ته ډار ورکوي چې وايي الله کوم څوک په ځوی ولۍ سره نېولی دی.

الله ځان په ډېرو عظيمو صفتونو موصوف کړی دی، د قران په دوهم سور ت بقره کې يې الله پاک داسې صفت کوي (الم * ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ * الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ * وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ) [ سورت بقره : ۱ – ۴ ]

ژباړه: الم * په دې کتاب ( قران ) کې ددې هېڅ شک نشته چې د متقيانو لپاره هدايت دی * هغه متقيان چې په مغيباتو باور لري او هم لمونځونه قائموي او له هغه رزق څخه نفقه او خيرات کوي چې مونږ ورته ورکړی دی * او متقيان هغه خلک دي چې په ټولو هغه څه باور لري چې تا ته نازل شوي دي او پر هغه څه ايمان لري چې له تا نه مخکې نازل شوي دي او د اخرت په ورځ هم پوره يقين لري.

د سورت بقرې په منځ کې بيا الله پاک فرمايي (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) [ سورت بقره: ۱۸۵ ]

ژباړه:رمضان هغه مياشت ده چې قران پکې نازل شوی دی چې د ټولو خلکو لپاره هدايت او لارښود دی او دهدايت داسې دلائل پکې دي چې حق او باطل سره توپېروي.

نو د سورت په اول او منځ دواړو کې ورته الله ( هدايت ) وويل چې هم د متقيانو او هم د ټولو خلکو لپاره هدايت دی، معنا دا ده چې قران عام تام هدايت دی هم د متقيانو او هم د غير متقيانو لپاره.

د متقيانو لپاره په دې معنا هدايت دی چې هغوی ترې ګټه اخلی او له نور (رڼا) څخه يې استفاده کوي او د غير متقيانو لپاره په دې معنا هدايت دی چې دوی ته د خير لارې هله ورښايي چې دوی کله د حق طلبګار وي نو قران د ټولو خلکو لپاره هم د دلالت په لحاظ او هم د ارشاد او توجيه په لحاظ هدايت دی، او هم په ځانګړي توګه بيا د متقيانو لپاره د توفيق په لحاظ هدايت دی چې د قران د اوامرو کلک پابند وي.

ځکه هدايت په دوه قسمه دی:د عمل او توفيق هدايت:دا ډول هدايت د مومنانو لپاره ځانګړی دی .

د دلالت او ارشاد هدايت : دا ډول هدايت بيا ګرد مخلوق ته شمول لري، د قران کريم په وصف کې الله پاک فرمايي ( إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا * وَأَنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا  ) [ سورت اسراء: ۹ – ۱۰  ]

ژباړه: په نهايت زيات باور سره چې دا قران هغې لارې ته ارشادات کوي چې سمه سيخه ده، او هغو مومنانو ته زيری ورکوي چې د شريعت برابر نېک عملونه کوي چې د دوی لپاره ډېر لوی لوی اجرونه دي * خو بيا هغه څوک چې په اخرت بې باوره دي نو په یقيني توګه مو ورله دردناک عذاب تيار کړی دی .

دلته د قران وصف الله پاک په دې سره وکړ چې هاغې لارې ته توجيهات کوي چې سمه سيده ده، او الله ته پرې د انسان رسيدګي کېدلی شي، که غواړې چې الله ته ورسېږې او د هغه جنتونو ته لاس رسی ولرې نو قران د تعمل لاندې راوله ځکه قران تا په هغه لاره روانوي چې کومه الله ته رسېدلې ده.

Tags

Related Articles

Back to top button