شرکعقيده

د شرک ډولونه (څلورمه برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

د شرک ډولونه (څلورمه برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

د شرک یو بل تقسیم:

شرک په یو بل تقسیم کې هم په دوه ډوله دی:

لومړی: شرک جلّي:

او دا هغه شرک دی چې شرکېت یي ښکاره وي: لکه د غیرُ الله رابلل، د بتانو او طواغیتو لپاره حلالکه کول، او داسې نور د شرک اقوال او افعال، چې په ښکاره ډول شرک ګڼل کېږي.

دوهم ډول: شرک خفي:

او شرک خفي کله شرک اکبر وي او کله به اصغر وي.

نو شرک اکبر خفي: لکه د شرک اکبر پټ اعمال، لکه په غیرُ الله پوری د زړه تړل، په مافوق الاسباب امورو کې غیر الله ته پنا وړل، د الله تعالی پرته په بل چا باندې توکل او بروسه او اعتماد کول، او له هغی څخه د ګټـی او تاوان عقیده ساتل.

او شرک اصغر خفي: لکه په دنیا پوری داسې زړه تړل چې کله یي پر واجبو او فرضي اعمالو باندې بهتره وګڼـي، او یا ددي دنیایي ګټـو له کبله د ځینو محرّماتو مرتکب شي، حال دا چې رسول الله فرمایي: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ وَعَبْدُ الدِّرْهَمِ»، یعنی: «ورک دي شي او برباد دي شي د دینار او درهم بنده».

نو دلته په دي حدیث شریف کې رسول الله په مال پوری زړه تړل یي د هغی په عبادت او بندګۍ باندې ونومولو.

او دا هم شرک خفي دی چې د غیر الله پیروي او اطاعت د الله تعالی په پيروۍ او  اطاعت باندې مخکې کړي، سره له دي چې دلته دده قصد دا نه وي چې د غیر الله عبادت او بندګي وکړي، او یا خپل زړه په هغه پوری وتړي، او دا بیا د شرک خفي هغه ډیر باریک ډول دی، چې بچ کېدل ورڅخه ډیر ګران دي.

لکه چې معقل بن یسار فرمايي: زه له ابوبکر الصدیق سره د رسول الله خوا ته لاړم، نو رسول الله وفرمایل: «لَلشِّرْكُ فِيكُمْ أَخْفَى مِنْ دَبِيبِ النَّمْلِ»، یعنی شرک په تاسو کې- یعنی په دي امت کې-  د میږیانو د تللو له اواز څخه هم ډیر پټ دی.

نو ابوبکر ورته وفرمایل: آیا شرک دیته نه وايي چې څوک د الله تعالی سره بل معبود ومني؟.

نو رسول الله ورته وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَلشِّرْكُ أَخْفَى مِنْ دَبِيبِ النَّمْلِ، أَلَا أَدُلُّكَ عَلَى شَيْءٍ إِذَا قُلْتَهُ ذَهَبَ عَنْكَ قَلِيلُهُ وَكَثِيرُهُ؟. قُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لَا أَعْلَمُ». [رواه البخاري في الأدب المفرد].

ترجمه: زما دي په هغه الله تعالی سوګند وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې خامخا شرک د میږیانو د تللو له کشار څخه هم په تاسو کې ډیر پټ دی، نو آیا تاته داسې یو څه ونه ښایم چې ته یي ووايي نو له تا څخه د هغه شرک لږ او ډیر ټول لاړ شي او ته ورڅخه پاک شی؟ هغه ورته وویل: راته یي ووایه: نو رسول الله ورته وفرمایل: دا دعا وایه: چې أي الله زه له تا څخه له دی نه پناه غواړم چې زه له تاسره شرک وکړم او زه پرې پوهیږم، او هم له تا څخه بخښنه غواړم د هغه ګناه چې زه پرې نه پوهیږم.

نو له شرک خفي څخه بچ کېدل ډیر ګران دي مګر که الله تعالی څوک تری وساتي او تری بچ یي کړي؛ ځکه کله دغه شرک خفي پدی شکل هم وي چې خپل نفساني خواهش د الله تعالی پر اطاعت او پیروۍ باندې مخکې کړی، یا د ځینو بندګانو د اطاعت له کبله د الله تعالی څخه سرغړونه وکړي، او دا سرغړونه کله په کبائرو کې وي او کله په صغائرو کې وي.

نو دا نبوي دعا له دغه ډول شرک څخه د خلاصۍ لپاره ډیر لوﺉ سبب دی، چې ددغه ډول شرک اثر هم له منځه وړي، او د الله تعالی مغفرت او بخښنه پرې لاس ته راځي.

او د توحید پوره تحقیق او پلي کول په دي سره لاس ته راځي چې بنده خپل زړه او مخ یو الله تعالی ته تسلیم کړي، یعنی په ښکاره او باطن کې الله تعالی ته غاړه کېږدي، نو د هغه پیروي ، محبت کول، د یو چا سره کېنه کول، ورکړه کول، یو څه منع کول ټول د الله تعالی د رضا لپاره وي، نو په دي سره بنده د کامل ایمان خاوند کېداي شي، الله تعالی دي زمونږ په دغه کامل ایمان کې برخه وکړي.

Tags

Related Articles

Back to top button