سلام د ژوند تګلاره ده (لومړۍ برخه) ويناوال : سماحة الشيخ عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ ژباړن: انديال ساپی
سلام د ژوند تګلاره ده (لومړۍ برخه) ويناوال : سماحة الشيخ عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ ژباړن: انديال ساپی

د محمدي بعثت موخه
اې اسلامي امته!
اللّه جل جلاله خپل استازي محمد صلى الله عليه وسلم په هدايت، ريښتنې دين او بشپړ پيغام سره ټولو مخلوقاتو ته د ويرونکي او ﺯيرى ورکونکي په توګه راوليږه، ترڅو خلک دکفر، بی لاریتوب، او ناپوهۍ له تیارو څخه د توحيد، ايمان، هدايت اوعلم رڼا ته راوباسى، د نفس اوشيطان له بندګۍ څخه یې دپريکړه کونکي پاچا عبادت ته، د حيواني شهواتو څخه یې د اسلام لوړو اخلاقو ته، د عقل او نفسي غوښتنو له سرغړونې څخه دشريعت او آسماني وحى منلو ته، فانى دنيا سره د اړیکو ساتلو څخه دتلپاتې کور او لوړو جنتونو نعمتونو ته راوبلی.
اسلام د ټول بشريت د ژوند تګلاره ده
اىې مسلمانانو!
اللّه جل جلاله د اسلام دين بیان کړ ترڅو دبشريت لپاره د ژوند تګلاره وي او د هغې د احکامو او لارښوونو په رڼا کې خپل ژوند تير کړي، د دنيوي چارو څخه کومه داسې چاره نشته چې اسلام يې په اړه پريکړه او بيان نه دی کړى، ترڅو خلک هغه هدف ترلاسه کړي چې له امله يې پيدا شوي دي الله رب العزت فرمایې: (( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)). الذاريات : ۵۶
ژباړه: ما پیریان او انسانان له دې پرته چې زما بندګی وکړي د بل څه لپاره نه دی پیدا کړی.
او انسانانو د ژوند ټولې چارې له اسلامي احکامو سره سمې شي لکه: عقيده، عبادت، سلوک، احوال شخصى، معاملات،اخلاق، سياست، تعليم او داسې نور.. الله جل جلاله فرمایي :(( قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ)). الآنعام: ۱۶۲-۱۶۳
ژباړه:ورته ووایه! اې پیغمبره! یقینا لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ زما، هر څه د کائیناتو پالونکی الله جل جلاله لپاره دي، چې د هغه سره هیڅوک شریک نشته، د هماغه امر ماته شویدی، او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټیټونکی زه یم.
اسلام دغه تګلاره له شک او پيچلتيا پرته په پوره وضاحت، او څرګنده ټکو بيان کړى، د هغې دلايل يې راوړی، نښې يې تشریح کړي او قواعد يې مضبوط کړي، الله رب العزت فرمايې: ((كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ)). ص: ۲۹.
ژباړه: دا یو برکتناک کتاب دی چې مونږ تاته نازل کړی،تر څو چې دوی د ده په ایتونو کې غور وکړي، او د پوهي او فکر خاوندان ترې درس واخلي.
بل ځای فرمايې:(( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ)).النحل: ۸۹
ژباړه: مونږ تاته کتاب دراستولی دی چې په ډاګه د هر څه څرګندونګی دی.