متفرقات

په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دريمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دريمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۱ – : د بدو کارونو مخه نه نېول

که په کور کې وي او که په ښار او بازار کې او که يا په نورو ځايونو کې وي، کله یو انسان په خپل کور کې په خپلو کورني غړو کې ناوړه او منکر کار وویني خو خاموش پرې پاتې شي او هېڅ ډول نصيحت ورته ونه کړي او نه اقلاً له هغه ځايه ولاړ شي چې ده پکې منکر ليدلی وي بلکې ورسره ناست پاست پاتې شي، کله ناکله له داسې خلکو سره مجلسونه ولري چې له غيبت يې بل کار نه وي، ناروا ويډيوګانې ګوري  او ګانې بجانې اوري، يا له داسې خلکو سره اشنايي لري چې نشې تماشې کوي نو نه خو د منکر مخه نيسي او نه ولاړ روانوي، په دې دليل خاموش پاتې وي چې په زړه کې ورسره نفرت لري او د ايمان کمزورې برخه ده!!

دې ډول خلکو ته مونږ نصيحةً وايو: ورور جانه تېروتې، هرومرو بايد د توان په مقام کې يې د منکر مخه په ژبه ونيسې او خپل کورني غړو ته دې نصيحت او د خيرخواهۍ خبرې وکړې، يا دې  د خپل مجلسونو ملګرو ته د خير او سعادت خبرې وکړې او هغه خوګانې ور په ګوته کړې چې د هغوی د ژوند برخه ګرځېدلې ده چې دا حرام او ناروا دي، که يې درله خبره ومنودله نو الحمدلله، ورنه دا ستا واجب جوړيږي چې له هغه مجلس څخه پورته شې چې د الله په معصيت او نافرمانۍ ودان دياو خپله مخه ونيسې، په زړه باندې انکار هله درست دی چې ته خپله د هغه مجلس غړی جوړ نه شېچې منکرات پکې پالل کيږي، هېڅکله د ایمان په تقاضا باندې دا انکار بسنه نه کوي، ځيني مسلمانان خو بيا داسې دي چې نه خو ورسره په زړه کې کرکه لري او نه يې ورته د مخ پوستکې ګونځې کيږي، بلکې په منکراتو ورسره خندا بقا کوي او انګيروی چې ګنې دوی خپله کومه ګناه نه ده کړې.

د منکراتو مخه نه نېول له شک او شبهې پرته چې له ګناهګارانو سره مرسته او تعاون دی، هغوی ته په منکراتو باندې مزيد تشجيع ورکول دي ترڅو په خپلو ګناهونو باندې قائم دائم پاتې شي او توبه تائب ترې نه شي، دا ځکه چې په منکراتو باندې ښکيل وګړي د نصيحت څوک نه لري او نه داسې څوک چې د منکراتو پالل يې وغندي او په ځانګړې توګه بيا هغه څوک چې علمي سهم او ونډه هم ولري.

خو که هر څوک په خپل ايمان او پابندۍ کې صادق وای، د منکر په ليدلو يې د منکر مخنيوی کولی شو او ښکيل انسان ته يې دړکه ورکولی شوې چې يا به له منکر څخه لاس اخلې او يا درته مجلس پرېږدم نو په نشر او انتشار کې به منکراتو دومره وده نه کوله او خلکو به ډېر محرمات مباح نه بولل چې ګنې هېڅ ګناه نه لري، دا ځکه چې په منکراتو باندې هېڅ ډول انکار نشته، که داسې وای نو د الله په اذن سره به منکراتو دومره نه و عام تام شوې او هر چا به يې خوګانې، عيبونه او ناوړه عواقب پېژندلی وی، له خلکو به حيا ورتله چې څنګه يې د دوی په حضور کې وکړي، که نصیحت وای نو همدوی ښکېل خلکو ته به له پېله شرم ورغلی وای او د تل لپاره به يې له منکراتو سره خدای په اماني کړې وه ا و د الله پاک فرمانبردارۍ ته به يې غاړه ورکړې وه، د الله په اذن سره به د نصیحت له لارې وکولی شو چې د معاصيو او منکراتو سلنه راټيټه کړو.

ځينې مسلمانان بيا داسې دي چې په بازارونو او ټولګټو عامو ځايونو کې به بې حجابي او عرياني وګوري نو خو ښځو ته په ستر او حشمت او حياء دعوت کولی شي او نه يې ورته زړه بديږی، بلکې ځينې مسلمانان بيا د ښځو اړوند د ژوند اړتیاوې پلورې او ښځه ورسره په ډېرې بې حجابۍ دوکان کې يواځې کيږي او ورسره د نرخ اړوند غږيږي او خبرې تبادله کوي، نه خو دوکاندار ورته په حجاب باندې نصيحت کوی او نه يې خير پلټي، بلکې داسې يې له دوکان څخه ولاړه شي لکه څنګه چې دوکان ته رانوتې وه، نه په بې حيایۍ کوم انکار او نه په ښو ښايسته کلماتو کوم نصيحت، نه ورته د انساني کرامت خونديتوب لپاره د ديني کيسټ تحفه او نه د حجاب اړوند کوم کتاب…

Tags

Related Articles

Back to top button