عباداتفقه

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( دريمه برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( دريمه برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

۴ – : د لوی اختر د لمونځ کيفیت:

د لوی اختر په ورځ لمونځ کول د اسلام له ظاهري شعائرو څخه ځانګړې شعيره ده، زيات علماء د اختر د ورځې لمونځ سنت مؤکده بولي خو ولې ځينې نور ورته بیا واجب وايي لکه شیخ الاسلام ابن تيميه، ابن القيم، شوکاني او داسې نور…

له دې کبله له مسلمان سره ښائيږي د اختر په لمونځ ځانګړی پام ولري او تساهل پکې ونه کړي، مسلمان بايد خپل ماشومان بچي هم د اختر لمونځ ته په حضور وهڅوي تر څو د اسلام دا شعيره ښه څرګنده شي، نبي صلی الله عليه وسلم د دواړو اخترونو لمونځونه په ډېر تاکيد کړي دي او هېڅکله يې نه دي پرېښي، خلکو ته يې ا مر کړی دی چې دی ډول لمونځونو کې شرکت وکړي او ان چې ځوانې اوزړې ښځې او حتی چې مياشتنۍ بيمارې ښځې يې هم دې لمونځ ته په حضور راتيزې کړي دي، خو د حيض بيمارې ښځې به لمونځ نه کوي او دغه خير او د مسلمانانو په دعاګانو کې به شرکت کوي، تر دې حده يې  امر کړی دی چې که کومه ښځه پړونی نه لري بايد بله ښځه ورته پړونی ورکړي ترڅو عيدګاه  ته لاړه شی.

۵ – : قرباني کول:

د ذي الحجې په لومړۍ لسو ورځو کې قرباني کول مشروع او صالح عمل دی، الله پاک فرمايي: ( فَصِلِّ لِرَبِّک وانْحَرْ )

ژباړه: خپل رب لپاره لمونځ او قرباني وکړه.

دلته د نحر نه مراد د قربانۍ ذبحه کول دي، له دې کبله به نبي کریم صلی الله عليه وسلم لومړی د اختر لمونځ وکړ او بيا به يې قرباني ذبحه کړه.

په حديث کې راځي له انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دی چې (ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ، فَرَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا، يُسَمِّي وَيُكَبِّرُ، فَذَبَحَهُمَا بِيَدِه) ([1])

ژباړه: نبي صلی الله عليه وسلم په دوو برګو ګډانو باندې قرباني وکړه، ومې ليده چې خپل قدم يې د دواړو په څټونو باندې کېښود، بسم الله او الله اکبر يې وويل او بيا يې په خپلو دواړو لاسونو ذبحه کړل.

ټولو مسلمانانو هم د قرباني په مشروعيت اجماع کړې ده چې قرباني کول د اسلامي ښکاره شعيره ده، او حتی ځينې علماء خو ورته بیخي واجب وايي.

له دې کبله ای مسلمانه وروره له تا باندې لازم دي چې د خپل توان په اندازه د دې ورځې او شعيرې ځانګړی خيال وساتې

او په اخر کې:  د دې ورځو شپو په فضيلت کې چې څومره اثار راغلي دي مونږ ته دا رازده کوي چې په دې ورځو کې الله ته نيک عمل ډېر محبوب وي په نسبت باندې نورو ورځو ته، په نيکو عملونو کې لمونځونه هم شامل دي، هر لمونځ په خپل خپل وخت سره ادا کړه او چې توان دې وي نو ډېر ډېر نفلونه هم وکړه، دا الله پاک ته د قربت ډېره ښه وسيله ده.

په نېکو عملونو کې د قران کریم تلاوت، ذکر او اذکار، صدقه، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د شرعي علم زده کړه، خپلولي پالل، له مور او پلار سره نيکه رویه کول، بيمارپرسي  او داسې نور ډېر عملونه شامل دي.

له رب پروردګار څخه سوال کو چې مونږ ته د ښه عبادت کولو توفيق راکړي او داسې نيک عملونه وکړو چې الله راڅخه راضي او خوشحاله شي، الله دې په خپل فضل او احسان مونږ په خپلو نيکانو بندګانو کې داخل کړي.

وَصَلَّی اللهُ وَسَلَّمَ عَلَی نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وَعَلَی ‌آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِيْنَ

) صحيح البخاري: (۵۵۵۸)[1](

Tags

Related Articles

Back to top button