سحر او جادوعقيده

د جادو علاج (پنځمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

د جادو علاج (پنځمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

دريم دليل: د جادو خلاصول په حرامو باندې علاج کولوکې داخل دي، او په حرامو باندې علاج کول د زياتو دلايلو د وجى څخه جايز نه دي

چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

د ابن مسعود رضي الله عنه حديث چې موقوف او مرفوع دواړو طريقو باندې نقل دى: نبي صلى الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( إن الله لم يجعل شفاءكم فيما حرم عليكم)[1]

ژباړه: الله جل جلاله د ستاسې شفاﺀ په حرامو شيانوکې نده اچولې

امام حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې ليکلي دي:

هر چې په شرابو باندې علاج کول دي، نو ځینو ويلي دي: کوم منافع چې په شرابوکې مخکې د حرمت څخه موجود ؤ، وروسته دحرمت څخه ترې ختم او سلب شو، او دليل پرې مخکينى حديث دى، او د شرابوپه حرمت باندې ټول  متفق دي، او په شرابو دوائې کولوکې شک دى_بعضي په جواز قائل دي، او بعضي په حرمت_ او د  حديث د اطلاق څخه راجحه او صحيح دا ده چې په شرابوکې دواﺀ نشته)[2]

ام الدرداﺀ رضي الله عنها ويلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: ( إن الله تعالى خلق الداء والدواء، فتداووا، ولا تتداووا بحرام)[3]

ژباړه: الله جل جلاله مرض او دواﺀ دواړه پيداکړي دي، نو علاج کوئ، خو په حرامو شيانو دوائې او علاج مه کوئ.

شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې:

اګرکه مسلمانانو په حرامو باندې  علاج کولوکې اختلاف کړى دى،_لکه په مرداره او خنزیرکې_

خو په شرک او کفرکې يې اختلاف نه دى کړى، چې په يو وخت د وختونوکې دې په شرک او کفر علاج وشي، ځکه چې کفر او شرک په هر حال کې حرام دي، او دا علاج د اکراه او مجبوريت حيثیت نلري، ځکه چې د اکراه په وخت کې د کفرپه کلمه ويلو کې د انسان زړه په ايمان مطمئن وي، او الفاظ او اقرار هله اثر کوي چې د زړه څخه وويل شي، او که د اکراه او مجبوريت په حال کې د کفرکلمه ووايې سره د اطمنان قلبي څخه په ايمان باندې، نو دا کلمه په ايمان کې هيڅ اثر نه کوي)[4]

څلورم دلیل دادى چې : نبي کریم عليه السلام د جادوګر سړي او جادوګري ښځې په قتلولو امر کړى دى، او ويلي يې دي: (حد الساحر ضربة بالسيف)

ژباړه: د جادوګر انسان حد په توره باندې وهل دي.

دا حديث امام ترمذي رانقل کړى دى او ويلي يې دي چې: پدې سند سره دا حديث مرفوع نقل دى، خو صحيح دا ده چې دا حديث د جندب رضي الله عنه څخه موقوفاً نقل دى.

دصحابوو څخه بعضو او نورو بعضو أهل العلمو په دې حدیث باندې عمل کړى دى، او دا د انس بن مالک رضي الله عنه مذهب هم دى.

إمام شافعي رحمه الله ويلي دي:جادوګر به هله قتلولى شي، کله چې هغه په خپل جادو کې داسې اعمال وکړي چی کفر ته پرې ورسيږي، خو که کله يې کفر ته د رسېدو عمل نه ؤ کړى، بيا پرې مونږ قتل او مرګ نه وينو.[5]

عمر رضي الله عنه خپلو قاضيانو او واليانو ته ليکلي ؤ چې:هر جادوګر سړى او هره جادوګره ښځه قتل کړئ، راوي وايې: مونږ بيا درې جادوګرې قتل کړلې.

د عمر رضي الله عنه لور_ حفصه رضي الله عنها_ يوه وينځه قتل کړې وه چې جادو يې کړى ؤ.

إمام احمد رحمه الله وايې: د جادوګر قتل د دريو صحابوو څخه ثابت شوى دى.[6]

سره له دې چې نبي صلى الله عليه وسلم د جادوګر په قتل امر کړى دى، نوڅنګه به جادوګر ته د تګ کولو جواز ورکړاى شي، او حالانکې د درې صحابوو څخه د جادوګر قتلول نقل دي، او جادوګر ته په تللو جواز ورکولو باندې به زړورتیا نوره هم زیاته شي، نوغټ خطر سره به مخ شي، او د علاج او د جادو سپړلوپه پلمه به جادوګران او کوډګران نور هم زیات شي، او په کليو او خلکوکې به لوي شر رامنځ ته شي.

ځینی کسانو جادوګرو ته دجادو دعلاج په خاطر دتللو لپاره په کمزورو اوفاسدو دلایلو اوشبهاتو باندی استدلال کړی دی،کوم چی دذکر شوو  نصوصو په وړاندی هیڅ حیثیت نلری، چی  ځینو ته یی زه په لاندی ډول سره دجوابونو اشاره کوم:

اوله شبهه: دعایشي رضي ا لله عنها څخه نقل دي، هغه وایې: کله چی لبید بن الأعصم یهودي په نبي صلی الله علیه وسلم جادو وکړو، ما نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل چی: ایا ته نشره[7] نه کوې؟ نبي صلی الله علیه وسلم وویل: ماته الله شفاء راکړه، او زه دا بده ګڼم چی په خلکو کی دجادو شر راوپاروم[8]

بیا دوی دامام شعبی رحمه الله په قول استدلال کوي چې هغه ویلي دي: په دي حدیث کي دنشري جواز راغلی دی، ځکه چی نبي علیه السلام په عایشي رضی الله عنها رد ونه کړو نو دا دجواز دلیل شو.

ددی شبهي څخه په دوو طریقو سره ځواب:

اوله طریقه: داصولینو په نیز باندی یو اصل دادی: چی کله دوه روایات مختلف راشي نو د دواړو په منځ کي به جمع کولی شي ،او ټول روایات به په یوه معنی حملولی شي، او حدیث دعایشي رضی الله عنها په مختلفو روایاتو نقل دی، چی په ظاهره ترې اختلاف معلومیږي.

په صحیح مسلم کی په لفظ ( أفلا أحرقته: ایا سوځولو دی نه؟ ) او دامام احمد بن حنبل رحمه الله سره په لفظ د (أفأخرجته یا استخرجته ) سره نقل دی چي معنی یې ده: ایا راویستلو دې نه؟ او یا ته یي دا راویستلو غوښتنه نه کوې؟

او دامام بخاري رحمه الله سره په لفظ ( أفلا: أي تنشرت: ایا ته یې نه سپړې؟ ) سره نقل دی.

ددې حدیث ټول دارومدار په هشام بن عروه دی.

ابن بطال رحمه الله ویلي دی: اعتبار دسفیان رحمه الله روایت لره دی، چی د هغه په روایت کي راغلی دی: چی عایشه رضی الله عنها دنشری په هکله پوښتنه کړی وه، ځکه چی سفیان په ټولو روایاتو کی قوی ضبط والا دی، او دهغه زیادت مقبول دی.

امام ابن حجر رحمه الله په فتح الباری کی لیکلی دی: امام سفیان چی ویلی دی: ایا ته نشره نه کوی؟ شاید چی هغه ته لفظ یاد نه وو، نو روایت بالمعنی یی وکړو،او ښکاره معنی دلفظ نشره ده.

او دا هم احتمال لری چی دغه لفظ دی د(نَشَر) څخه شی چی په معنی دویستلو سره راځی نو بیا به دنورو الفاظو سره برابر راشی چی هغوی په لفظ ( فهلا أخرجته) سره نقل کړی دی یعنی چی راوباسی هغه پوستکی په کوم کی چی جادو وو.

ځکه چی نشر په معنی دویستلو هم راځی نو غوره داده چی ټول مختلف اللفظ روایات په یوه معنی حمل شی، او هغه معنی داده چی دعایشی رضی الله عنها سوال په هکله د راویستلو دهغه پوستکی کی وو چی په کوم کی جادو وو، او بیا ددغی جادو خلکو ته ښکاره کولو په هکله وو.

…………………………………………………

[1] أخرجه البخاري وانظر السلسلة الصحيحة:4/175

[2] فتح الباري:10/80

[3] أخرجه أبو داؤد في كتاب الطب، وهو حديث صحيح، السلسلة الصحيحة:1633)

 

[4] مجموع الفتاوى:19/64

[5]  الترمذي:1460_المستدرك:16277_المعجم الکبیر:1666_مصنف عبدالرزاق:18752

[6]  فتح المجيد شرح کتاب التوحيد للشيخ عبدالرحمن صفحه:319_320

[7] جادو په جادو نه سپړی؟

[8]  متفق علیه.

Tags

Related Articles

Back to top button