بدعتعقيده

په بدعت او مبتدعينو د اهل السنت و الجماعت نيوکې . ليکنه: سيد حسام الدين

په بدعت او مبتدعينو د اهل السنت و الجماعت نيوکې . ليکنه: سيد حسام الدين

عبدالله بن عباسd  وايي : پر خلکو هېڅ کله هم کا ل نه نوی کيږي مګر بدعتونه پکې راژوندي کوي او سنت پکې مړه کوي ، او داسې وخت به راشي چې بدعت به ژوندی پاتې شي او سنتونه بل ټول مړه شي([1]) .

عبد الله بن مسعودb  وايي : مبتدعين مه جوړېږئ ، بلکې پېروکار جوړ شئ ، ستاسو لپاره سنت بسنه کوي ([2]).

او وايي : د سنت په اداء کولو کې ميانه روي کول په بدعاتو کې د ځان ستومانه کولو نه ډېر بهتر دی ([3]).

معاذ بن جبلb  وايي :ستاسو تر شا داسې رنګارنګ فتنې را روانې دي چې مالي پانګونې به پکې ډېرې شي ، د قرانکريم مخ کتنه به مومن او منافق دواړه په يو څېر کوي ، د تير په څېر به نارينه او زنانه ، مشر او کشر ، ازاد او غلام ټول يو شان وي ، شايد داسې څوک هم وي چې وايي : خلک زما خبرې ولې نه مني سره له دې چې قرانکريم مې هم لوستلی دی ، تر هغه مې دوي پلوي نه کوي جې تر څو ورته د بدعت ايجاد ونه کړم ، د د غې سړي له ګردو بدعتونو څخه ځان وژغورئ ، د هغوی نوي پېدا کړي کارونه ټوله سراسر بې لاري ده ، د عالم د ديني کږليچونو څخه ځان را بند کړئ ځکه چې په ژبه يې شيطان ډېرې ناکاره خبرې کوي ، او کله ناکله منافق د حق حقانيت خبرې هم کوي ([4]).

سفيان ثوريi  وايي : ابليس ته له عامو سرغړونو څخه بدعت ډېر محبوب دی ، ځکه چې د ګناه نه توبه ويستل کيږي او له بدعت نه څوک توبې نه وباسي ([5]).

له امام احمد بن حنبلi  څخه وپوښتل شول چې تا ته هغه سړی ډېر ګران دی چې لمونځونه کوي او روژې نيسي او په اعتکافونو بوخت وي ، او که هغه څوک درته ګران دی چې د بدعتيانو په مذمت بوخت وي ؟

هغه ځواب ورکړ چې : لمونځونه او روژې او اعتکاف خو د سړي خپل ځاني عمل شو خو ولې په بدعتيانو کې د مذمت بيانونه د عامو مسلمانانو په خير او ګټه دي ، دا ډېر له بهتر او له خير نه ډک دی([6]) .

شيخ الاسلام ابن تيميةi وايي :  د ټولو مسلمانانو په اتفاق امت له بدعت څخه وېرول لوي فرض او ستر واجب دي ([7]).

اووايي : د نبوي حديثونو او د علماوو اجماع په رڼا کې ګرد مبتدعين د شهواني رنځونو باندې اخته ګناهګارانو نه بدترين دی ، هغه داسې چې نبي V له خوارجو سره د وسلوال نظامي بريد تېزي ورکړې ده ، خو د ظالمانو ټولواکانو په ضد غبرګون نه يې منعه کړېده ، او د شراب خوور اړوند يې هم ويلي ( لاَ تَلْعَنْهُ فَاِنَّهُ يُحِبُّ اللهَ وَرَسُولَهُ ) لعنت پرې وايه ، دا د الله او د هغه رسول سره مينه لري ([8]).

اوزاعيi  له حسان څخه نقلوي : کوم قوم چې په دين کې بدعت رواج کړي ، الله ترې په مقابل کې سنت پورته کړي چې تر قيامته به بېرته ورنه کړل شي ([9]).

ابو قلابه i وايي : څوک چې په دين کې بدعتونه رواجوي په توره يې مرګ واجب دی ([10]).

عبدالله بن عمرd  وايي : که څومره هم خلک ورته ښه ووايي خو په دين کې بدعت ګمراهي ده ([11]).

ابن الماجشونi وايي : ما له امام مالکi  نه واورېدل : څوک چې په اسلام کې بدعتونه راپېدا کړي او بيا ورته په ښه نظر هم ګوري ، دا يې عقيده ده چې محمدV  په دين کې خيانت کړی دی ، او حالانکه الله پاک وايي ( اليَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِيْنَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْکُمُ نِعْمَتِيْ وَرَضِيْتُ لَکُمُ الاِسْلَامَ دِيْناً ) د پيغمبر په دور کې چې څه شی دين نه و ، اوس هم دين نه دی ([12]).

امام شافعيi وايي : په ښه نيت چې څوک په دين کې شيان ننباسي له ځان نه  يې شارع جوړ کړ ([13]).

…………………………………..

([1]) البدع والنهي عنها : ( ۳۸ ) .د محمد بن وضاح ليکنه ، چاپ : دار الرائد العربي بيروت دوهم چاپ ( ۱۴۰۲ هـ ) .

([2]) سنن الدارمي : ( ۱ / ۶۹ ) د عبدالله بن عبدالرحمن الدارمي ليکنه ، دار احياء التراث السنة النبوية .

([3]) مستدرک الحاکم : ( ۱ / ۱۰۳ ) د محمد بن عبدالله الحاکم ليکنه ، المکتب الاسلامي څلورم چاپ ( ۱۴۰۳ هـ ) .

([4]) سنن ابي داود : ( ۵ / ۱۷ ) د عون المعبود سره ، چاپ دار الفکر للطباعة والنشر ، دريم چاپ ( ۱۳۹۹هـ ) .

([5]) البدع الحولية : ( ۳۴ ) د عبدالله بن عبدالعزيز التويجري لیکنه ، چاپ دارالفضيلة رياض ( ۱۴۲۱هـ  ۲۰۰مـ ) .

([6])  مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) چاپکال : ۱۳۹۸ هـ ، جمع : عبدالرحمن محمد بن قاسم .

([7]) مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) .

([8]) مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) .

([9]) السنن المبتدعات : ( ۱۳ ) .

([10]) السنن والمبتدعات : ( ۱۳ ) .

([11]) تلخيص أحکام الجنائز : ( ۸۳ ) . صلاة التراويح ( ۹۳ ) .

([12]) السنن والمبتدعات : ( ۱۵ ) .

([13]) السنن والمبتدعات : ( ۱۵ ) .

Tags

Related Articles

Back to top button