له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (لسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (لسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د جوارحو هغه اندامونه چې ثواب يې جنت دی:
د اودس غوروالی.
۲۲ – ۱۰۳۹ : وعنْ عُمَر بْنِ الخَطَّابِ رضي اللَّه عَنْهُ عنِ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ: [ مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحدٍ يتوضَّأُ فَيُبْلِغُ أَو فَيُسْبِغُ الوُضُوءَ ثُمَّ يقولَ: أَشْهدُ أَنْ لا إِله إِلاَّ اللَّه وحْدَه لا شَريكَ لهُ، وأَشْهدُ أَنَّ مُحمَّدًا عبْدُهُ وَرسُولُه، إِلاَّ فُتِحَت لَهُ أَبْوابُ الجنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّها شَاءَ ] ([1])
او ترمذي په دې زيادت سره روايت کړی دی [اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَّوَّابِينَ، وَاجْعَلْنِي مِنَ المُتَطَهِّرِين] ([2])
ژباړه: له عمر بن خطاب رضي الله نه روايت دی چې نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په تاسو کې داسې څوک نشته چې پوره اودس وکړي او بيا ووايي: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او هغه برخه دار نه لري، او زه ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله بنده او رسول دی، مګر دا چې د جنت اته واړه دروازې به ورته بېرته شي، چې له کومې يې خوښه شي ورڅخه به جنت ته ننوخي.
او ترمذي په دې زيادت سره روايت کړی دی : ای الله! ما له توبه ويستونکو او پاکو خلکو له جملې څخه وګرځوه.
د سهار او مازديګر د لمونځونو غوره والی:
۲۳ – ۱۰۵۴: عن أَبِي موسى الأشعرِيِّ رضي اللَّه عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: [منْ صلَّى الْبَرْديْنِ دَخَلَ الْجنَّةَ] ([3])
ژباړه : له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د دوو يخو هواګانو ( سهار او مازديګر ) لمونځونه وکړي نو جنت ته به ننوځي.
مسجدونو ته د تللو ثواب
24 – 1055 : وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يَقُوْلُ: [ لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ، وَقَبْلَ غُرُوبِهَا» – يَعْنِي الْفَجْرَ وَالْعَصْرَ] ([4])
ژباړه: له ابوزهير عمارة بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي ويل يې: هغه څوک به اور ته ولاړ نه شي چې د لمر ختو او پرېوتو نه مخکې لمونځونه کوي، يعنې د سهار او مازديګر.
25 – 1060 : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ مَنْ غَدَا إِلَى المَسْجِدِ وَرَاحَ، أَعَدَّ اللَّهُ لَهُ نُزُلَهُ مِنَ الجَنَّةِ كُلَّمَا غَدَا أَوْ رَاحَ ] ([5])
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوم مسجد ته ولاړ او راشي نو الله به ورله په جنت کې ميلمستوب تيار کړي چې کله دا مسجد ته ځي راځي.
………………………..
([1]) صحيح مسلم: کتاب الطهارة، بَابُ الذِّكْرِ الْمُسْتَحَبِّ عَقِبَ الْوُضُوءِ: (234)، دا حديث د اوږد حديث يوه برخه ده چې امام مسلم روايت کړی دی، دحديث پوره نص په دې ډول دی: [عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ، قَالَ: كَانَتْ عَلَيْنَا رِعَايَةُ الْإِبِلِ فَجَاءَتْ نَوْبَتِي فَرَوَّحْتُهَا بِعَشِيٍّ فَأَدْرَكْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَائِمًا يُحَدِّثُ النَّاسَ فَأَدْرَكْتُ مِنْ قَوْلِهِ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: ” مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ – أَوْ فَيُسْبِغُ – الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ ]
([2]) ترمذي دا حديث په ابواب الطهاره کې اودس نه وروسته دعاګانو کې په ( ۵۵) شمېر سره روايت کړی دی، له حدیث وروسته امام ترمذي وايي: په دې باب کې له انس او عقبه بن عامر رضي الله عنهما حديثونه هم شته، بيا وايي: د عمر رضي الله عنه په حديث کې له زيد بن حبان سره مخالفت شوی دی.
خو زمونږ استاذ حسن بن محمد حيدر وايي: د انس رضي الله حديث جې ابن ماجه په خپل سنن (۱/۱۵۹) کې روايت کړی دی او احمد په خپل مسند کې په ( ۳/ ۳۶۵) کې، ابن ابي شيبه په خپل مصنف ( ۱ / ۱۴ )، ابن السني په اليوم والليلة کې په( ۲۲)، طبراني په دعواتو کې په ( ۲ / ۹۷۴)کې د عمرو بن عبدالله بن وهب چې هغه يې له زيد العمري او هغه يې له انس رضي الله عنه او هغه يې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي جې ( مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الوُضُوْءَ ثُمَّ قَالَ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فُتِحَتْ لَهُ ثَمَانِيَةُ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهِمَا شَاءَ) دا چې زيد عمري متروک دی نو ابن حجر رحمه الله پرې په نتائج الأفکار کې د غرابت حکم کړی دی، کولی شئ چې د علامه حسن حيدر کتاب (نزهة الألباب: ۱ /۱۸۴ ) شمېر (۱۴۴) کې د ترمذي د قول ( وَفِيْ البَابِ…) په تشریح کې مزيد تفصيل وګورئ، بيا ترمذي وايي: د دې حديث په سند کې اضطراب دی او په دې باب کې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه ډېر څه ثبوت نه لري، محمد وايي: ابوادريس له عمر څخه سماع هم نه ده شوې.
زه وايم: د دې حديث په شرح اوتفصيل کې شيخ احمد شاکر کافي او شافي بيان کړی دی، هغه وايي: تنبيه: کوم روايتونه چې مونږ ذکر کړل په هغې کې د ترمذي له روايت پرته د ( اللهم اجعلني من التوابین واجعلنی من المتطهرين ) کلمات نشته، او د شته اضطراب اوخطا له کبله د ثبوت لپاره د ترمذي روايت بسنه نه کوي، نو جوته شوه چې له ياد زيات پرته مسلم هم روايت کړی دی او په شته زيادت باندې ترمذي تفرد کړی او سند يې له اضطراب څخه ډک دی.
([3]) صحيح البخاري: کتاب مواقيت الصلاة، بَابُ فَضْل صَلاَة الفَجْرِ (۵۷۴)، صحيح مسلم، کتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب فَضْلُ صَلاَتَي الصُّبْحِ وَالعَصْرِ وَالمُحَافَظَةُ عَلَيْهَا (۶۳۵).
([4]) صحيح مسلم: کتاب المساجد ومواضع الصلاة، بَابُ فَضْلِ صَلَاتَيِ الصُّبْحِ وَالْعَصْرِ، وَالْمُحَافَظَةِ عَلَيْهِمَا (634)، او حديث په پوره توګه داسې دی: [فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْبَصْرَةِ: آنْتَ سَمِعْتَ هَذَا مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَالَ: نَعَمْ، قَالَ الرَّجُلُ: وَأَنَا أَشْهَدُ أَنِّي سَمِعْتُهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، سَمِعَتْهُ أُذُنَايَ، وَوَعَاهُ قَلْبِي ]
([5]) صحيح البخاري: کتاب الأذان، بابُ فَضْلِ مَنْ غَدَا إِلَى المَسْجِدِ وَمَنْ رَاحَ (662)، صحيح مسلم: کتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب من غدا إلى المسجد أو راح (669).