له منافقت څخه ویره ( لومړۍ برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل
له منافقت څخه ویره ( لومړۍ برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

له منافقت څخه ویره
منافقت دیته وایي چې د بنده ښکاره او ظاهر له زړه او باطن څخه مخالف او بل شان وي، او منافقت بیا په دوه ډوله دی: یو یي نفاق اکبر»یعنی لوﺉ منافقت« چې بنده له اسلام څخه ووباسي، او بل يي نفاق اصغر »کوچنی منافقت« چې بنده له اسلام څخه نه ووباسي، او همدی ته عملي نفاق هم ویل کېږي.
او هغه دا چې څوک په ښکاره د اسلام اقرار کوي، او په زړه کې کافر او له ایمان او اسلام له منلو څخه منکر وي.
دوهم: نفاق اصغر «کوچنی منافقت»:
او هغه دا چې په یو بنده کې د منافقت ځینی عادتونه موجود وي، هغه عادتونه چې هغه پخپله بالذات بنده له دین څخه نه ووباسي، لکه په عادي او عامو خبرو کې دروغ ویل، له وعدی او لوظ څخه مخالفت کول، په امانت کې خیانت کول، دجنګ او شخړی په وخت کې ښکنځل کول، د معاهدی په وخت کې خیانت کول… اوداسې نور.
نو دي عادتونو ته په اسلامي شریعت کې نفاق ویل شوی دی؛ ځکه دلته هم د بل چا تیرایستل او دبنده ظاهر له باطن څخه پکې مخالف دی.
او منافقین په نفاق اکبر سره هم په دوه ډوله دي:
لومړی ډول منافق: هغه منافق چې هغه په حقیقت کې اصلاً ایمان نه وي راوړی، بلکې ددوکې او تیرایستلو او غولولو په خاطر يي د اسلام اظهار کړی وي؛ تر څو په دغه ډول مسلمانان تیرباسي، او اسلام او مسلمانانو ته یو ډول پلمه جوړه کړي، او دی پخپله له وژنی او د مسلمانانو له بدبینۍ څخه په امن کې شي، او دی په زړه کې په الله تعالی او قیامت او نورو ایمانیاتو باندې ایمان نلري.
لکه چې الله تَعَالَى فرمایي: ﴿وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَمَا هُم بِمُؤۡمِنِينَ ٨ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَمَا يَخۡدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ ٩﴾ [البقرة: 8-9].
ترجمه: «ځینی له خلکو څخه داسې دي چې په ښکاره وایي او اقرار کوي چې مونږ په الله تعالی او وروستۍ ورځ»قیامت« باندې ایمان لرو، او دوﺉ په حقیقت کې مومنان نه وي، )بلکې دا اقرار ددي لپاره کوي چې( دوي تيرباسي الله تعالی )په خپل ګومان( او هم تیرباسي مومنان، خو په حقیقت کې دوﺉ نه تیرباسي مګر خو تیرباسي همدا خپل ځان، او دوﺉ ناپوهان دي نه پوهیږي».
همدارنګه دمنافقینو په صفت او بیان کې په بل ځاي کې الله تعالی فرمایي: ﴿إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ ١ ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٢﴾ [المنافقون: 1-2].
ترجمه: «کله چې راشي تاته منافقان نو تاته به وايي: مونږ ګواهي کوو چې یقیناً ته خامخا د الله تعالی پیغمبر یي، او الله تعالی ډیر ښه پوهیږي چې ته د الله تعالی رسول او استاځی یي، او الله تعالی ګواهي کوي چې بیشکه منافقان خامخا دروغجن دي، دوﺉ خپل قسمونه ډال کړي دي(د مؤمنانو په مخکې)، نو خلک بندوي او ګرزوي یي د الله تعالی له دین څخه، ددوﺉ دا کار ډیر بد دی».
دوهم ډول منافقان: هغه څوک دي چې یو ځل مسلمانان شي، خو بیا بیرته مرتد شي، لکه هغه څوک چې له اسلام څخه وروسته دداسې ګناه مرتکب شي چې د اسلام سره مناقض وي، او له اسلام څخه یي ووباسي، سره له دي چې دی به هغه شان د اسلام دعوا کوي، بیا ځینی یي په خپل کفر او له دین څخه په وتلو پوهیږي، او ځینی نور بیا داسې ګومان کوي چې د دوﺉ دا نفاق هم یو ښه کار کوي.
په دي ډول منافقانو کې شک حیرانتیا او تردد ډیر وي؛ ځکه دوﺉ کله د مسلمانۍ کارونه هم کوي، او ورسره هغه کارونه کوي چې دوﺉ له اسلامه ووباسي، او کفر او نفاق کې یي ننباسي، لکه چې الله فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمۡ وَإِذَا قَامُوٓاْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُواْ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلٗا ١٤٢ مُّذَبۡذَبِينَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلٗا ١٤٣﴾
[النساء: 142-143].ترجمه: «بیشکه منافقان (په خپل ګومان) تيرباسي الله تعالی، حال دا چې الله تعالی ددوﺉ ددي ګومان په مقابل کې همدوﺉ تیرباسي، او کله چې لمانځه ته پاڅیږي، نو سست او ناراسته پاڅیږي، مقصد يي صرف دا وي چې خلکو ته ځان ښودنه کوي، او نه یادوي الله تعالی لره مګر ډیر لږ، حیران او دوپَړَک وي په منځ د ایمان او کفر کې، چې نه بیخي له مؤمنانو سره دی په باطن کې هم لکه د ظاهري ایمان په شان، او نه له کافرو سره وي په ظاهر کې لکه د باطني کفر په شان، او هغه څوک چې الله تعالی یي ګمراه کړي نو هغه لپاره به بله لار د هدایت او د حق پیدا نکړی».
همدارنګه الله په بل ځاي کې فرمایي: ﴿وَمَا مَنَعَهُمۡ أَن تُقۡبَلَ مِنۡهُمۡ نَفَقَٰتُهُمۡ إِلَّآ أَنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِٱللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأۡتُونَ ٱلصَّلَوٰةَ إِلَّا وَهُمۡ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمۡ كَٰرِهُونَ ٥٤﴾ [التوبة: 54].
ترجمه: «او نه دي منع کړي دوﺉ له دي نه چې قبول کړی شي له دوﺉ څخه نفقه او ورکړه او خیرات ددوﺉ مګر همدي خبری چې دوﺉ کافران شوي دي په الله تعالی او د هغه په پیغمبر باندې، او نه راځي لمانځه ته مګر په داسې حال کې چې دوﺉ سست او ناراسته وي، او نفقه او ورکړه او خیرات نه کوي دوي مګر دوﺉ دغه خپله نفقه او ورکړه بده ګڼـي او پرې ناخوښی وي».
نو له دوﺉ څخه د کفري اعمالو صادرېدل ددوﺉ نور نیک اعمال له قبلولو څخه منع کوي، اود هغی د قبول په مخ کې يي خـڼـډ کېږي؛ ځکه الله تعالی له کافر بنده څخه هېڅ یو عمل نه قبلوي.
نو لمانځه ته په سستۍ او ناراستۍ پاڅیدل او د الله تعالی په لار کې او دهغه د رضا لپاره د مال د ورکړی بد ګڼل هم ددی دلیل دی چې دوﺉ د الله تعالی هغه نیکې وعدی په جنت او د هغه سره د مخامخ کېدلو تصدیق نه وو کړی، او له زړه څخه یي نه وو منلي.
همدا شان د الله تعالی لږ یادولو سبب همدا دی چې ددوﺉ ذکر )الله یادونه( يواځی په ژبو باندې د ریا او نفاق لپاره دی، او زړونه يي په حقیقت کې د الله تعالی ددین سره محبت او مینه نلري، نو له همدي کبله دوﺉ حیران او دوپړک دي، نه خو په پټه او ښکاره کافران دي، او نه په پټه او ښکاره مؤمنان دي، بلکې دواړه صفتونه یي سره تقسیم کړي دي، چې په پټه کافران او په ښکاره مسلمانان دي.
امام ابن کثیر/ فرمایي: «ځینو منافقانو ته حتی ددوﺉ په زړونو کې شک او تردد او حیرانتیا پیدا کېږي، نو کله یي مسلمانانو ته میلان پیدا کېږي، او کله یي کفارو ته میلان پیدا کېږي، لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوۡاْ فِيهِ وَإِذَآ أَظۡلَمَ عَلَيۡهِمۡ قَامُواْ﴾ [البقرة: 20].
ترجمه: «هرکله چې دوﺉ ته رڼا شي نو دوﺉ پکې ځي، او کله چې ورباندې تورتم او تیاره شي، نو ودرېږی».
همدارنګه عبد الله بن عمرب فرمايي چې ما له رسول الله څخه اوریدلي دي چې هغه به ویل: «مَثَلُ الْمُنَافِقِ كَمَثَلِ الشَّاةِ الْعَائِرَةِ بَيْنَ الْغَنَمَيْنِ تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً». رواه مسلمٌ، وفي روايةٍ في مُسندِ الإمامِ أحمدَ: «تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً، وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً، لَا تَدْرِي أَهَذِهِ تَتْبَعُ، أَمْ هَذِهِ».
ترجمه: «دمنافق مثال د هغه حیرانی ګډی په شان دی چې کله یوی رمی ته ورځي او کله بلی رمی ته ورځي».
او په بل روایت کې داسې راځي چې: «یو ځل یوی رمی ته ورځي، او کله بلی رمی ته ورځي، نه پوهیږي چې له دي رمی سره شي، او که له هغه بلی رمی سره شي».
الله جلّ جلاله په خپل کتاب قرآنکریم کې او رسول الله په خپلو سنتو کې د منافقینو اعمال، عادتونه او نښی، او هم يي په دنیا او آخرت کې د هغوﺉ سزا او عقاب، او د هغوﺉ سره د معاملی احکام، بیان کړي دي.
همدارنګه یي واضح کړي دي چې مؤمنان باید له منافقانو او نفاق څخه په ډیر احتیاط سره ځان وساتي؛ ځکه دوﺉ ډیرسرسخته دشمنان دي، او مسلمانانو ته خطر يي له نورو کفارو څخه لوﺉ دی، لکه چې الله فرمایي:
﴿هُمُ ٱلۡعَدُوُّ فَٱحۡذَرۡهُمۡ﴾ [المنافقون: 4].
ترجمه: «همدوﺉ ستاسو دښمنان دي، نو ویره ورڅخه ولرﺉ او ځان ورڅخه وساتۍ».
نو مؤمن باید ددوﺉ پلمو ته بیدار وي، او ورڅخه ځان وساتي، او ددوﺉ په کفري فسقي اعمالو او ګناهونو چې دوﺉ یي په یو ډول او بل ډول خلکو ته ښایسته کوي او عذرونه ورته بیانوي پرې تیر نه ووځي، او ددوﺉ له اخلاقو او عاداتو څخه لری اوسي.