حدیث

نبوي ارشادات. ژباړن: عبدالرحيم سلطان

نبوي ارشادات. ژباړن: عبدالرحيم سلطان

يومؤمن بايد پوره حقوق ادا کړې .

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ:  قَالَ رَسُوْلُ اللهِ r: (إِذَا وَزَنْتُمْ فَأَرْجِحُوْا)  ([1])  .

د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما نه روايت دی ، فرمايي : نبي کريم r  فرمايلي دي:  کله چې تاسو پيمانه کوې ، درنه يي تول کړې .

 

ددي حديث راوي :

جابر بن عبد الله الانصاري جليل القدر صحابي دی ، کله چې د مدينې خلکو د نبي کريم r بيعت کولو نو دا هم دخپل پلار سره يوځاي د نبي کريمr  سره بيعت اوکړو ، او همدارنګه د بيعت رضوان سعادت ورته هم ور په برخه شوی دی ، د حديثو په کتابونو کې دده نه د نبي کريم  r  ډير احاديث نقل دي ، دده مسند په يو زرو پنځه سوه څلويښت (۱۵۴۰)  احاديثو باندي مشتمل دی او په کال دري اويا (۷۳) هجري کې وفات شوی دی او بعض تاريخ پوهانو دده دتاريخ نيټه بله هم ښودلې ده .

 

ددي حديث د فوائدو څخه:

1-رشتنی مؤمن بايد د عدل او انصاف خاوند وي  او په تول کې بايد د کمې کولو نه ځان اوساتي او بايد دخلکو حقوق په ښه توګه ادا کړې .

2-مسلمان بايد د ښو اخلاقو خاوند وي ، او دخلکو سره په بايد ښه چلن او کړي ، او د هغوې حقوق په ښه توګه ادا کړې .

۳ – په پيمانه کې کمی کونکی  د هغه چا برخه کمه وي  څوک چې دده سره معامله کوي ، او چې کله د بل نه څه آخلې نو کوشش کوې چې په پيمانه کې زيادت اوکړې ، خو رشتنی مسلمان بيا په اخسوتلو او خر څولو کې د صدق رشتيا او امانتدارۍ معامله کوي ، او دهيچا سره دوکه نه کوې .

 

مسلمانان د قوي ابادۍ په شان مثال لري، يو بل لره کلکه  وي .

عَنْ أبِيْ مُوْسَى t قَالَ: ( قَالَ رَسُوْلُ اللهِ r: “اَلْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْياَنِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضاً) ([2])

د ابو موسی الاشعريt څخه روايت دی  فرمايي : نبي کريم r  فرمايلي دي : چې يو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ابادۍ مثال لري ، چې بعضې بعضو لره قوي کوي .

ددي حديث راوي ابو موسی الاشعري t  دی ، د يمن نه  مکې مکرمې ته راغلی وو ، نو داسلام په دين مشرف شو ، او بيرته يمن لاړو ، بيا حبشې ته لاړو او د خيبر د فتحې نه روستو مدينې ته راغی ، او په ډيرو جهادونو او غزاګانو کې شريک شوی دی ، د ډير علم عبادت او پوهې خاوند وو، او په ډير ښآئسته اواز به يي دقران کريم  تلاوت کولو ، په کال څلور څلويښت (۴۴) هجري کې په کوفه يا مدينه کې وفات شوی دی .

 

ددي حديث د فوائدو  څخه

1 -دا حديث مسلمانان ديته هڅه وي ، چې بايد په خپل مينځ کې  مينه محبت او نرمې اوکړي ، او هر يو مسلمان بايد د بل مسلمان لپاره هغه څه خوښ کړې ، کوم څه چې     دخپل ځان لپاره خوښوي ، ځکه نبي کريم r د مؤمنانو همدا صفت بيان کړی دی .

2-دا حديث د مسلمانانو نه دا غو ښتنه کوې ، چې بايد په خپل مينځ کې د يو بل سره مرسته او کومک او کړې .

3-دا حديث مسلمانانو ته دعوت ورکوې ، چې بايد د خپل منځي اختلاف نه ډډه اوکړې ، او ټول بايد د الله تعالی په دين باندي منګولې اولګوې .

…………………………..

[1](سنن ابن ماجه, رقم الحديث 2222, وصححه الألباني).

[2]-(صحيح البخاري, رقم الحديث 2446, وصحيح مسلم, رقم الحديث 65 – (2585), واللفظ لمسلم).

Tags

Related Articles

Back to top button