لږ عملونه ډېر اجرونه ( پنځمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر
لږ عملونه ډېر اجرونه ( پنځمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

۱۴ – : د سبحان الله وبحمده ، عدد خلقه …… د ویلو اجر
عَنْ جُوَيْرِيَةَ رضي الله عنها : ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ عِنْدِهَا بُكْرَةً حِينَ صَلَّى الصُّبْحَ ، وَهِيَ فِي مَسْجِدِهَا، ثُمَّ رَجَعَ بَعْدَ أَنْ أَضْحَى ، وَهِيَ جَالِسَةٌ ، فَقَالَ: (مَا زِلْتِ عَلَى الْحَالِ الَّتِي فَارَقْتُكِ عَلَيْهَا؟) قَالَتْ: نَعَمْ ، قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ( لَقَدْ قُلْتُ بَعْدَكِ أَرْبَعَ كَلِمَاتٍ ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ، لَوْ وُزِنَتْ بِمَا قُلْتِ مُنْذُ الْيَوْمِ لَوَزَنَتْهُنَّ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ ) ([1])
ژباړه : دجویریه بنت الحارث څخه روایت دی: یقینا نبی علیه الصلاة والسلام دسهار لمونځ نه وروسته دهغی دخوا څه سهار وختی اووتو ، او جویریه رضی الله عنهادخپل مانځه په ځای ناسته وه، بیا نبی علیه السلام وروسته ددینه چی دڅاښت وخت ښه داخل شوی ؤ واپس راغی، او جویریه رضی الله عنها هماغه شان دمانځه په ځای ناسته وه، نو نبی علیه السلام ورته اوفرمایل:آیا د هغه وخت نه چی زه درنه جدا شوی ؤم ته هماغه شان په خپل ځای ناسته یی؟ هغی وویل آو، نو نبی علیه السلام ورته وویل: یقینا ما ستانه وروسته څلور کلیمی دری کرته وویلی ، که چیرته ته داخپل ذکر ټوله ورځ وکړی نو په وزن کی تری دا څلور کلیمی دری کرته ویل درني دي ، سبحان الله وبحمده…..
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه السلام مونږ ته یو داسی ذکر راښودلی دی چی د هغی سره په ثواب کی بل ذکر برابر نشته ، که یو کس ټوله ورځ ذکر وکړی او بل کس دا څلور کلمات سحر دری ځل ووائی نو ددی سړی اجر د هغه بل سړي څخه زیات دی
۱۵ – : یو مسلمان ورورته دهغه په غياب کی د دعا کولو اجر
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَا مِنْ عَبْدٍ مُسْلِمٍ يَدْعُو لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ، إِلَّا قَالَ الْمَلَكُ: وَلَكَ بِمِثْلٍ ([2]) ”
ژباړه: د ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی: چی نبی علیه السلام فرمایلی دی: نه دی یو مسلمان ورور چی خپل مسلمان ورور ته دهغه په غیاب کی دعا کوي،مګر ملائکی دغه کس ته ووایي چی ستا لپاره دی هم دغه شان دعا وي.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه السلام خپل امت ته د بل مسلمان ورور لپاره د هغه په غیاب کی د دعا ترغیب ورکړی دی ځکه چی د بل مسلمان ورور لپاره دهغه په غیاب کی دعا ښه قبلیږی[3].
محترمو لوستونکو: کله چی یو کس یو مسلمان ورور لپاره د هغه په غیاب کی دعا کوی نو ملائکی دغه کس ته بیرته هم دغه شان دعا کوی ، نو ملائکی د الله رب العالمین بهترین او غوره مخلوق دی الله رب العالمین د ملائکو دعا د خپل بنده په حق کی ډیر ه ښه قبلوی ، نو هر مسلمان له پکار دی چی بل مسلمان ورور ته دعا وکړی ځکه چی بل مسلمان ته دعا کول ځان ته دعا کول دی ځکه چی هم دغه شان دعا ملائکی بیرته دغه شخص لپاره غواړی.
۱۶ -: د خوراک او څښاک نه وروسته د الله د شکر ادا کولو اجر
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا»([4])
ژباړه: د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی دي: یقینا الله رب العالمین خامخا راضی کیږی د هغه بنده څخه کوم بنده چی خوراک وکړی او دالله شکر پری ادا کړی او څښاک وکړی او د الله شکر پری ادا کړی.
فایده: د الله رب العالمین رضا حاصلول دا د هر مؤمن لپاره لازم دي ځکه د مؤمن د زنده ګئ مطلب دا دی چی الله راضی کړی نو الله به دغه کس له جنت ورکړی .
محترمو لوستونکو : د الله رضا په مختلفو نیکو اعمالو باندی حاصلیږی چی یو دهغی اعمالو نه چی دالله رضا پری حاصلیږی دخوراک او څښاک نه وروسته د الله شکر ویستل دی، لکه څرنګه چی نبی علیه الصلاة والسلام پدی حدیث کی مونږ ته فرمایلی دی.
نو باید چی هر مسلمان د خوراک او څښاک نه وروسته د الله شکر ادا کړی چی الله رب العالمین تری راضی شی.
………………………………..
[1] رواه مسلم :کتاب الذکر والدعاء والتوبة والاستغفار: 6913
[2] رواه مسلم 6927
[3]رواه مسلم :کتاب الذکر والدعاء والتوبة والاستغفار: 6929
[4] رواه مسلم :کتاب الذکر والدعاء والتوبة والاستغفار: 6932