
منافقان که نفاق یي اصغر وي او که اکبر ددواړو ډلو افراد یي په خپل منځ کې سره په درجو او نفاق کې توپیر لري، چې ځینی یي په نفاق او کفر او سرکښۍ کې له ځینی نورو څخه لوﺉ وي او ډیر بدبخته وي:
- ځینی يي په نفاق او منافقت باندې کلک او روږدي شوي وي، نو داسلام او مسلمانانو سره ددوﺉ دښمني، او ورسره راز راز پلمی ډیری سختی او مضبوطی وي، او دوﺉ پر مسلمانانو باندې د قسماقسم حوادثو او عذابونو د راتلو منتظر وي، او پخپله هم ډیر کوښښ کوي چې ددوﺉ ترمنځ فتنی او دښمنۍ واچوي، او په هره طریقه چې توان يي کېږي دوﺉ سپک کړي، او ددوﺉ په زړونو کې د کافرو شان او قوت لوﺉ ښکاره کړي، او ددي لپاره تبلیغات کوي او راز راز اعلامي طریقی کاروي، چې کله ځينی دروغ افواهات خوروي، او کله د هغوﺉ شبهات په خلکو کې خپروي، او کله نفساني شهوات او بي حیائي د عوامو په منځ کې ښائسته کوي، او کوښښ کوي چې هرڅنګه چې وکولی شي مسلمانانو ته د هغوﺉ په سرونو او عزتونو کې اذیت او ضرر ورسوي، چې په دی لار کې له هېڅ ډول پلمی او کم ظرفۍ څخه درېغ نکوي، او کوښښ کوي چې د خپل توانه پوری پر دوﺉ ددوﺉ په دیني او دنیوي امورو کې تنګي او سختي راولي، او خلکو کې د الله دین ته له دعوت، جهاد في سبیل الله، امر بالمعروف او نهي عن المنکر څخه نفرت او کرکه پیدا کړي، او په ډیره سپین سترګۍ سره خپل دغه فساد او افساد ته اصلاح ترقي تنویر روشنفکري ازادخیالي هم وايي، او مخلصو مؤمنانو ته بی عقله، ناپوهان کم علمه وايي، تل د اسلامي شریعت د نفاذ څخه تښتي، او غواړي چې طواغیتو ته خپلی منازعی او خلافونه د حل او فصل لپاره یوسي، او د الله تعالی دلاری د مجاهدینو، او د اسلام او مسلمانانو د مرستندویانو سره تل بغض او کېنه کوي.
لکه چې رسول الله فرمایي: «آيَةُ الإيمَانِ حُبُّ الأَنصَارِ وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ». [متفق علیه]
ترجمه: «د ایمان نښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له انصارو سره محبت او مینه کول دي، او د نفاق او منافقت نښه له دغه انصاروسره کېنه او بغض کول دي».
نوکله چې انصارو د اسلام د مقدّس دین نصرت اومرسته کړی وه، له دي کبله له دوﺉ سره بغض کول د منافقت ښکاره نښه شوه.
د منافقینو ځینی نوری علامی لکه:
د مسلمانانو په خلاف په بدو امر کول، او له شریعت او ښو کارونو څخه منع کول، د الله تعالی په لار کې له ورکړی څخه لاسونه موټی کول.
بله نښه یي داده چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت درد او غم ورسیږي نو دوﺉ پرې خوشحالیږي، او پر مسلمانانو باندې رخه کوي، خو که مسلمانانو ته خیر، پر دښمن لاس بری او سربلندي په لاس ورشي نو دوﺉ پرې خفه کېږي.
لدي کبله خو ددوﺉ یو لوﺉ صفت او عادت او خوي دادی چې د مؤمنانو پرته کافرانو سره دوستي کوي، او هغوﺉ لپاره په مسلمانانو باندې جاسوسي کوي، او هغوﺉ د مسلمانانو په جنګ او له منځه وړلو او په مسلمانانو باندې د غلبی لپاره هغوﺉ تیزوي او ددی لپاره خپل ټول کوښښ پکار اچوي، او له کافرو څخه په دغه کارونو کې مرسته او کومک غواړی.
الله فرمایي: ﴿بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا ١٣٨ ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعٗا ١٣٩ وَقَدۡ نَزَّلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أَنۡ إِذَا سَمِعۡتُمۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكۡفَرُ بِهَا وَيُسۡتَهۡزَأُ بِهَا فَلَا تَقۡعُدُواْ مَعَهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦٓ إِنَّكُمۡ إِذٗا مِّثۡلُهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡكَٰفِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ١٤٠ ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمۡ فَإِن كَانَ لَكُمۡ فَتۡحٞ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَكُن مَّعَكُمۡ وَإِن كَانَ لِلۡكَٰفِرِينَ نَصِيبٞ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَسۡتَحۡوِذۡ عَلَيۡكُمۡ وَنَمۡنَعۡكُم مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ فَٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ وَلَن يَجۡعَلَ ٱللَّهُ لِلۡكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ سَبِيلًا ١٤١﴾ [النساء:138-141].
ترجمه: «بشارت او زیری ورکړه منافقانو ته چې یقیناً ددوﺉ لپاره دردناک عذاب دی، منافقان هغه خلک دي چې کافران یي په دوستۍ نیولي دي پرته له مؤمنانو، آیا دا منافقان له کافرانو څخه عزت غواړي، نو عزت خو ټول د الله تعالی سره دی، حال دا چې پر تاسو یي په قرآنکریم کې داسې حکم نازل کړی دی: چې کله تاسو واوریدل چې د الله تعالی پر آیاتونو باندې کفر کېږي او ورپوری مسخری او ملنډی کېږي نو تاسو په دغه مجلس کې ورسره مه کېنۍ، ترڅو چې هغوﺉ له دي مسخرو څخه غیر په نورو خبرو کې مشغول شي؛ ځکه که تاسو هم د الله تعالی په آیاتونو پوری مسخری اورۍ او مخه یي نه نیسۍ نو تاسو به هم د هغوﺉ په شان شۍ، بیشکه الله تعالی منافقان او کافران په دوزخ کې ټول سره راټولوي، هغه منافقان چې تاسو ته انتظار کوي چې که تاسو ته الله تعالی فتح او نصرت درکړي نو وايي: آیا مونږ له تاسو سره په ظاهري ایمان کې نه یو؟ او که غلبه د کافرو وي نو هغوﺉ ته وایي: آیا مونږ نه وو غالب شوي پر تاسو (که مونږ د مؤمنانو سره په رښتیا ودرېدلي واﺉ(؟ او آیا مونږ بچ نکړﺉ د مؤمنانو څخه؟ نو الله تعالی به ستاسو تر منځ فیصله د قیامت په ورځ کوي، او هېڅکله به الله تعالی د کافرو لپاره په مؤمنانو باندې لار جوړه نکړي، او غلبه به پرې ورنکړي».