عنوان: د الله ذکر تر ټولو افضل او اسان عبادت ژباړه: مفتي عبد الولي خان
عنوان: د الله ذکر تر ټولو افضل او اسان عبادت ژباړه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور ماهر بن حَمَد المعيقلي
نېټه: 15 ذو الحجه، 1440 هجري، 16 اګست، 2019 م
اوله خطبه، أما بعد:
ای مومنانو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله تعالی د تقوا وصيت او تاکيد کوم، ځکه چې په تقوا سره د الله تعالی نعمتونه حاصلېږي او د الله له عذاب او انتقام نه بچاو حاصلېږي، د زړونو او علمونو اصلاح کېږي او ګناهونه او خطاګانې پرې معاف کېږي. الله تعالی فرمايي:
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ قُوْلُوْا قَوْلًا سَدِيْدًاۙ۰۰۷۰يُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ مَنْ يُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيْمًا۰۰۷۱﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره. هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل.‘‘ (الأحزاب 71,70:33)
د بيت الله شريف حاجيانو! ورځې څنګه په منډه روانې دي، او وختونه او کلونه څومره ژر تېرېږي! څو ورځې مخکې موږ د يو عظيم عبادت په انتظار کې وو، د عرفې، يوم النحر او ايام تشريق د ورځو انتظار مو کاوه، او دا دی نن ډېر حاجيان خپلو کورونو ته د الله تعالی پر ورکړي فضل او نعمت سره په خوشاله کېدو سره خپلو کورونو ته روان شوي دي
نو دا څومره لوی عزت دی چې الله تعالی تاسو ته د خپل مخلوق په مينځ کې د خپل کور په حج سره درکړ!
ای هغو خلکو چې الله تعالی په تاسو سره پر ملايکو فخر کوي، تاسو په عرفات کې وقوف وکړ، په مزدلفه کې مو شپه تېره کړه، د کعبې شريفې طواف مو وکړ، تلبيه مو وويله، د خپل رب رحمتونو ته مو ځان ورمخکې کړ، له خپل کريم رب نه مو دعاګانې وغوښتلې، عظيم بادشاه ته مو فريادونه وکړل، داسې عظيم رب چې کله ورکړه کوي نو سړی غني کوي او کله چې پر چا نعمت وروي نو کامل يې وروي. داسې عظيم رب دی چې هر ګناه بښلی شي او هر قسمه فضل پر انسان کولای شی، نو پر تاسو ډېرې روښانه شپې او ښکلې ورځې تېرې شوې! الله فرمايي:
﴿ قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوْا١ؕ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُوْنَ۰۰۵۸﴾
’’ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي.‘‘ (يونس 58:10)
ای د اسلام امته! د حج په عظيمو مقاصدو او اهدافو کې يو عظيم مقصد د الله تعالی د ذکر او ياد قايمول او لوړول دي.
ذکر یو عظيم عبادت دی، الله ته د تقرب او نږدې والي ستره ذريعه دی. په حج كې بېلا بېل عبادتونه د همدغه د الله د ذكر لپاره مشروع ګرځول شوي دي، د بيت الله طواف، د صفا او مروه تر مينځ سعي، د جمراتو ويشتل او ټول عبادتونه او اعمال د الله د ذكر د قايمولو لپاره مشروع ګرځول شوي دي.
كله چې حاجيان د حج له مناسكو نه فارغ شي، نو د عملونو خاتمه يې د الله ذكر وګرځول شي.
ابنُ عباس رضي الله عنهما فرمايي: د جاهليت والا به د حج په موسم كې ايساريدل، نو يو به په كې وويل: زما پلار به خلكو ته طعامونه وركول او د خلكو بوجونه به يې اوچتول، د خلكو دِيَّتونه به يې وركول نو يوازې همدغه د پلار نيكه يادونه به يې كوله، نو الله تعالٰى پر محمدﷺ دا ايت نازل كړل چې:
﴿ فَاِذَا قَضَيْتُمْ مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَذِكْرِكُمْ اٰبَآءَكُمْ اَوْ اَشَدَّ ذِكْرًا﴾
’’نو كله چې تاسو خپل د حج عبادتونه (اعمال) ادا كړئ، نو الله یادوئ په شان د یادولو ستاسو خپلو پلرونو لره، بلكې زیات یادول.‘‘ (البقرة 200:2)
نو مومنانو په دې طريقې سره په حج كې د ذكر الله شان او حيثيت څرګندېږي، په اسلام كې ټول عبادتونه د الله تعالٰى ذكر لپاره مشروع شوي دي، ذكر په عبادتونو كې تر ټولو اسان، افضل او عظيم عبادت دى. او له هر شي نه لوى دى. الله فرمايي:
﴿ وَ لَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ١ؕ وَ اللّٰهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ۰۰۴۵﴾
’’او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ.‘‘ (العنكبوت 45:29)
الله تعالٰى د خپل ذكر بدله ذكر كوونكو لره يادول ګرځولې ده، فرمايلې يې دي:
﴿ فَاذْكُرُوْنِيْۤ۠ اَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوْا لِيْ وَلَا تَكْفُرُوْنِؒ۰۰۱۵۲ ﴾
’’نو تاسو ما یادوئ زه به تاسو یاد كړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ.‘‘ (البقرة 152:2)
الله تعالٰى د هغو مومنانو صفت او مدح بيان كړې ده چې الله يادوي، فرمايلي يې دي:
﴿ اِنَّ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَاٰيٰتٍ لِّاُولِي الْاَلْبَابِۚۙ۰۰۱۹۰ الَّذِيْنَ يَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ قِيٰمًا وَّقُعُوْدًا وَّعَلٰى جُنُوْبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُوْنَ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ١ۚ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بَاطِلًا١ۚ سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۱۹۱ ﴾
’’بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي. هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه.‘‘ (اٰل عمران 191,190:3)
د الله بنده ګانو! ذكر په جنت كې د ونو او بوټو نيالول دي، د جنت اوسېدونكو ته به د ذكر الهام كولى شي لكه څنګه چې د ساه الهام ورته كولى شي.
په جامع الترمذي كې راځي چې رسول اللهﷺ فرمايي:
زه د معراج په شپه له ابراهيم عليه السلام سره ميلاو شوم، هغه راته وويل: اى محمده! زما له اړخه خپل امت ته سلام ووايه، او پر دې يې خبر كړه چې د جنت پاكيزه خاوره ده، اوبه يې خوږې دي. او هموار ميدان دى، د هغهٔ ونې بوټي، سبحان الله، الحمد لله لا إله إلا الله او الله أكبر دى. ذكر د رسول اللهﷺ خپلو صحابه وو ته وصيت او تاكيد دى، په جامع التِرمذي كې دي چې يو سړي وويل: اى د الله رسوله! د اسلام حكمونه خو پر ما ډير شوي دي، ما ته داسې يو عمل وښيه چې زه يې راټينګ كړم، ويې فرمايل: ستا ژبه دې تل د الله په ذكر سره لمده وي.
نبيﷺ معاذ له لاس نه راونيوه او ورته ويې فرمايل: اى معاذه! په الله قسم چې زه له تا سره مينه لرم. په الله قسم چې زه له تا سره مينه لرم.
اى معاذه! د هر لمانځه په اخر كې دا دعا ويل مه پرېږده:
اللهمَّ أَعِنِّي على ذِكْرِكَ وشكرِكَ وحُسْنِ عِبَادَتِكَ”
’’اے الله! تهٔ زما مدد وكړه ستا په ذكر كولو كې، او ستا په شكر اداكولو كې او په ښې طريقې سره ستا د عبادت په كولو كې.‘‘ (رواه أبو داود).
څوك چې د كتاب او سنت په نصوصو كې غور و فكر وكړي، نو هغوى به ومومي چې ټول خير د الله په ذكر كې دى. په ذكر سره فكرمندي، پرېشاني او غم ختمېږي. رزق، خوشالي او سرور راولي، په ذكر سره په انسان كې تازه ګي او رُعب پيدا كېږي، الله فرمايي:
﴿ اَلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَ تَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ١ؕ اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُؕ۰۰۲۸﴾
’’هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يواځې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي.‘‘ (الرعد 28:13)
په جامع التِرمذي كې دي نبيﷺ فرمايي:
ايا تاسو ته ستاسو غوره عمل او ستاسو رب په نيز تر ټولو پاكيزه عمل او د درجاتو اوچتوونكى عمل ونه ښيم چې د سرو او سپنو زرو د خرچ كولو نه هم غوره دى، او له دې نه هم غوره دى چې تاسو له دښمن سره ميلاؤ شئ او تاسو د هغوى څټونه ووهئ او هغوى ستاسو څټونه ووهي؟! صحابه وو وويل: ولې نه! ويې فرمايل: د الله تعالٰى ذكر.
د قرآن له تلاوت نه پس تر ټولو غوره ذكر سبحان الله، الحمد لله، لا إله إلا الله، الله أكبر دى. او همدا باقي پاتې كېدونكې نېكۍ دي.
او څوك چې په ورځ كې سل ځله سبحان الله و بحمده ووايي: نو د هغه به ګناهونه معاف كړى شي اګر كه د سمندر د زګونو هومره وي، او لا حول ولا قوة إلا بالله د جنت له خزانو نه يوه لويه خزانه ده.
په صحيح البخاري كې دي: دوه كلمې الله رحمان ته ډېرې محبوبې دي، پر ژبه اسانې دي، په ميزان او ترازو كې درنې دي، سبحان الله و بحمده سبحان الله العظيم.
څوك چې د الله له ذكر نه مخ اړوي الله له هغه نه مخ اړوي او څومره چې بنده د الله له ذكر نه لرې وي هومره هغه له الله نه لرې وي.
د الله او د بنده په مينځ كې غفلت راوستونكى شى وحشت دى او دغه وحشت د الله په ذكر سره ختمېزي، او الله رښتيا فرمايلي دي:
﴿ وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِيْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِيْشَةً ضَنْكًا وَّ نَحْشُرُهٗ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ اَعْمٰى ۰۰۱۲۴قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِيْۤ اَعْمٰى وَ قَدْ كُنْتُ بَصِيْرًا۰۰۱۲۵قَالَ كَذٰلِكَ اَتَتْكَ اٰيٰتُنَا فَنَسِيْتَهَا١ۚ وَ كَذٰلِكَ الْيَوْمَ تُنْسٰى۰۰۱۲۶﴾
’’او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو. دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم. (الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې.‘‘ (طه 126-124:20)
نو اى الله! موږ ستا شكر ګزاره، ذكر كوونكي، تا ته رجوع كوونكي، تا ته عاجزي او خضوع كوونكي جوړ كړه.
اى الله موږ د ايمان په زينت سره ښكلي كړه، او هدايت يافته او رهنمايي كوونكي مو جوړ كړه. أعوذ بالله من الشيطان الرجيم:
﴿ اِنَّ الْمُسْلِمِيْنَ وَ الْمُسْلِمٰتِ وَ الْمُؤْمِنِيْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ وَ الْقٰنِتِيْنَ وَ الْقٰنِتٰتِ وَ الصّٰدِقِيْنَ وَ الصّٰدِقٰتِ وَ الصّٰبِرِيْنَ وَ الصّٰبِرٰتِ وَ الْخٰشِعِيْنَ وَ الْخٰشِعٰتِ وَ الْمُتَصَدِّقِيْنَ وَ الْمُتَصَدِّقٰتِ۠ وَ الصَّآىِٕمِيْنَ۠ وَ الصّٰٓىِٕمٰتِ وَ الْحٰفِظِيْنَ فُرُوْجَهُمْ وَ الْحٰفِظٰتِ وَ الذّٰكِرِيْنَ اللّٰهَ كَثِيْرًا وَّ الذّٰكِرٰتِ١ۙ اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّ اَجْرًا عَظِيْمًا۰۰۳۵﴾
’’بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى.‘‘ (الأحزاب 35:33)
الله دې ما ته او ستاسو ته په قرآن او سنت سره بركت راكړي، ما او تاسو ته دې د هغو په ايتونو او حكمتونو سره نفع راكړي.
زه پر همدې خبرو اكتفا كوم، او له الله نه د ځان او تاسو لپاره د هرې ګناه او خطا بښنه غواړم. نو تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هماغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
أما بعد!
اى مومنانو! يقينًا چې د حج د اعمالو او عبادتو په امن و امان، فراخۍ، سخاوت، اسانۍ او سهولت كې پوره كېدل عظيم نعمت دى چې په دې سره د انعام كوونكي الله شكر ادا كول واجِب دي.
او د رب تعالٰى د شكر حقيقت دا دى چې د هغه دې اطاعت وشي د هغه په حكمونو كې او اجتناب دې وشي د هغهٔ په منع كړو كارونو كې.
او اګاه شئ د الله تر ټولو عظيم حكم هغه توحيد دى. او تر ټولو لوى شى چې الله ترې منع كړې ده هغه له الله سره شريك جوړول دي: الله فرمايي:
﴿ قُلْ اِنَّ صَلَاتِيْ وَنُسُكِيْ وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِيْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَۙ۰۰۱۶۲ لَا شَرِيْكَ لَهٗ١ۚ وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْنَ۰۰۱۶۳ ﴾
’’ ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي. د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم.‘‘ (الأنعام 163,162:6)
په صحيح حديث كې راغلي دي چې هغه څوك د الله شكر نه ادا كوي څوك چې د خلكو شكر نه ادا كوي، نو الله تعالٰى دې د خادم الحرَمين الشريفين، د هغه د امين ولي عهد او د مكې د امير او د هغه د نايب د اعمالو قدر داني وكړي او قبوليت دې وركړي، چې الله دوى ته د خپل كور د ساتنې، او د حرم د مېلمنو د خدمت عزت او شرف وربښلى دى، همدارنګه الله تعالٰى دې هر هغه چا ته غوره بدله وركړي چې د دې كال د حج د اعمالو په كاميابۍ سره د سر ته رسولو كې يې خپله حصه اچولې وه.
موږ په خپلو دعاګانو سره خپل امنيتي ځواكونه، پوليس او فوځ هم خاص كوو او هغه سرحدي ځواكونه او فوځيان هم چې زمونږ د سرحد ساتنه او پيره كوي چې الله دې له هغوى نه د هغوى دغه عملونه قبول كړي، الله دې مدد وكړي د هغو خلكو په خلاف چې سركشي او بغاوت كوي. الله دې زموږ امنيتي ځواكونه محفوظ لري، قدمونه دې ټينګ لري. الله دې ورته عظيمه بدله او اجر وركړي.
حاجيانو صاحبانو! تاسو ته دې هم د حج د اعمالو تماميدل مبارك وي، او د دې زيرى هم قبول كړئ چې له تاسو سره د اعمالو او د قبوليت وعده. او الله تعالٰى د خپلې وعدې مخالفت نه كوي، تاسو په خپل رب ښه ګمان لرئ، ځكه چې رب تعالٰى د خپل بنده له ګمان سره وي، هغهٔ دا وعده كړې ده چې چا چې د دې كور حج وكړ او بې هوده جنسي خبرې او كارونه يې په كې ونه كړل، فسق او نافرماني يې ونه كړه نو دى به داسې واپس شي لكه په كومه ورځ چې دى له موره پيدا و.
نو تاسو له دې حج نه پس خپل نوى ژوند شروع كړئ، له الله سره رښتيني اوسئ، او كومه ګټه او نېكي چې تاسو دلته وكړه د دې ساتنه وكړئ دغه د خير او نېكۍ موسمونه، مواقع او فرصتونه دي د دې لپاره چې انسان د غفلت له ژوند نه او له الله نه د اعراض له ژوند نه د استقامت ژوند ته او الله ته د مخ كولو ژوند ته واوړي. د قبوليت په نښو كې يوه دا ده چې له نېكۍ نه پس بله نېكي. او له طاعت نه پس بل طاعت كول دي.
د حج ورځې اګر كه پوره شوې خو د الله عبادت له كومې زمانې او ځاى سره محدود نه دى، نو اى هغو خلكو چې الله ورته د خپلو مرضياتو توفيق وركړى دى او د هغهٔ رحمتونو ته ورمخكې شوى دى، تاسو د الله تعالٰى پر حكم ټينګ ودرېږئ، د هغه پر دين ثابت ودرېږئ، د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې ورېشلي او تاو كړي تارونه به يې له مضبوطۍ نه پس بېرته شلول او پر دې خبره پوه شئ چې د قبوليت مِعيار په عمل كې اخلاص كول دي او د رسول اللهﷺ متابعت او پيروي كول دي.
په صحيح مسلم كې له سفيان ثقفي رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: ما وويل: اى د الله رسوله! ما ته د اسلام يوه داسې خبره وكړه چې له تا نه پس يې له بل چا نه تپوس ونه كړم. راته ويې فرمايل: ووايه: ما پر الله ايمان راوړى دى او بيا پر دې خبره ټينګ ودرېږه. د استقامت باوجود هم بنده كې خطا او كمى راتلى شي، ځكه نو الله فرمايلي دي:
﴿ فَاسْتَقِيْمُوْۤا اِلَيْهِ وَ اسْتَغْفِرُوْهُ ﴾
’’نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ.‘‘ (فصلت 6:41)
نو همدارنګه ځكه چې بنده خطا وكړي نو الله ته دې توبه وباسي، هغه ته دې رجوع وكړي، بيا دې سم شي او سموالي ته دې نږدې شي، پر نېكو اعمالو دې دوام وكړي اګر كه هغه لږ ولې نه وي، تر دې چې له خپل رب سره ملاقات وكړي.
په بخاري او مسلم كې دي چې رسول اللهﷺ وفرمايل: تاسو درست او سم شئ او حق او سموالې ته نږدې شئ او زېرى واخلئ هيڅوك هم جنت ته د خپلو عملونو په وجه نشي داخلېدلى.
صحابه وو وويل: تاسو هم اى د الله رسوله؟ ويې فرمايل: هو، زه هم نشم تللى، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت كې راونغاړي.
او پر دې خبره هم پوه شئ چې الله ته تر ټولو او خوښ عمل هغه دى چې دوام پرې وكړى شي اګر كه هغه لږ وي.
اى د مسلمانانو ډلې! پوه شئ، الله تاسو ته د ډېر يو عزتمن كار حكم كړى دى چې ابتدا يې له خپل ځانه كړې ده او فرمايلي يې دي:
﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
’’بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! درود او رحمتونه نازل کړه پر محمد (ﷺ) او د هغه پر بيبيانو او اولاد باندې لكه څنكه چې تا درود او رحمتونه نازل کړي دي پر آل ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) باندې.
اى الله بركتونه نازل كړه پر محمد(ﷺ) او د محمد(ﷺ) په بيبيانو او اولاد باندې لكه څنګه چې تا بركتونه نازل كړي دي پر آل ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوى، ډېر د لويي او بزرګۍ والا يې.
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره له مونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحمين ذاته
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه. او شرک او مشرکان ذليل کړه، د دين مرکز ساتنه او حفاظت وکړه. سرکشان، ملحدين او د دين او ملت ټول دښمنان هلاک او رسوا کړه.
ای الله! دا ښار او دا ملک او د مسلمانانو ټول ملکونه د امن و اطمينان، فراخۍ او سخاوت والا وګرځوه.
اى الله! اى تل ژونديه! د ټول عالم سنبالوونكيه! په خپل رحمت سره زمونږ فرياد واوره. زمونږ ټول احوال درست كړه، او مونږ خپلو ځانونو ته د سترګو د رپ هومره هم مه سپاره.
اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات تهٔ سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. په خپل رحمت سره يا ارحمَ الراحمين.
اى الله! څوك چې زمونږ هېواد ته او د مسلمانانو هېوادونو ته بد رسول غواړي، نو ته د هغو دغه چل او اراده پخپله د هغو د هلاكت سبب وګرځوه او پر هغوی هلاکتونه راوله ای رب العلمينه.
ای الله! زموږ ولي الأمر خادم الحرمین الشریفين ته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږي، ته يې مخه تقوا او نېکۍ ته واړوه.
ای الله! ده ته او د ده ولي عهد او نايب او ټولو مددګارانو ته د هغه څه توفيق ورکړه چې په کې د ملک او بنده ګانو خير او فايده وي، ای الله! ته دوی ته غوره بدله ورکړه د هغو خدمتونو چې دوی يې د حرمينو شريفينو او د هغو د زيارت کوونکو حاجيانو او عمره کوونکو کوي. ای الله! ته غوره بدله ورکړه هر هغه چا ته چې ستا د کور د حاجیانو خدمت کوي او د دغو مېلمنو خيال ساتي. ای الله! د دوی تلې په نېکيو سره درنې کړه او په عملونو، عمرونو، اولادونو او خاندانونو کې ورته برکت واچوه په خپل رحمت، کرم او سخاوت سره ای رحمان او رحيم ذاته،يا ذا الجلال والإكرام.
ای الله! د مسلمانانو ټولو حاکمانو ته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې.
ای الله! زموږ ګناهونه وبښه، زموږ پر عيبونو پرده واچوه، موږ ته زموږ کارونه اسان کړه، موږ خپلو ارمانونو ته ستا د رضا مطابق ورسوه.
ای الله! د جاجیانو او عمره کوونکو حفاظت وکړه او کورونو ته يې په سلامتۍ او غنيمتونو او فوايدو سره واپس بوځه په خپل رحمت او فضل سره ای أرحمَ الراحمينَ.
﴿رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ۰۰۱۲۷ ﴾
’’اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې.‘‘ (البقرة 127:2)
﴿ وَتُبْ عَلَيْنَا١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيْمُ۰۰۱۲۸ ﴾
’’او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې.‘‘ (البقرة 128:2)
﴿ سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲﴾
’’ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.‘‘ (الصافات 182-180:37)