د محرم مياشت اړوند اسلامي توجيهات(لومړۍ برخه) ليکوال: دکتور نهار عتيبي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د محرم مياشت اړوند اسلامي توجيهات (لومړۍ برخه ) ليکوال: دکتور نهار عتيبي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د محرم مياشت له اسلامي مياشتو څخه وړومبۍ مياشت ده، او له هغو مياشتو څخه ده چې په اسلامي قاموس کې قدر او عظمت لري، د محرم مياشت اړوند ټول اسلامي توجيهات مونږ ته د الله پاک رښتني پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم کړي دي او ځينې احکام يې الله پاک په قران کريم کې پخپله ذکر کړي دي، ځينې هغه اسلامي احکام چې ځانګړی ارزښت لري او تر صحت ثبوت هم لري غواړو په لاندې توګه ياد کړو:
لومړی: د محرم د مياشت غوره والی:
د محرم مياشت يوه له هغو مياشتو ده چې الله پاک يې عظمت په قران کريم کې ذکر کړی دی، الله پاک فرمايي: {إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْراً فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ} (التوبة – 36).
ژباړه: بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى.
د غوره والي بله نښه يې دا ده د مزېد فضيلت په خاطر يې الله پاک اضافت خپل ځان ته کړی دی، دا دې ته اشاره ده چې د محرم مياشت ته حرمت او بهتري الله پاک په خپله ورکړی دی او د هېڅ چا په واک کې نه ده چې حرمت يې د ځان لپاره تحليل کړي، او همدا خبره نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځکه هم په پوره وضاحت کړې ترڅو څوک يې د ځان لپاره د تحليل اشتباه ونه کړي، ابوبکره رضي الله عنه روايت کوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إنَّ الزَّمَانَ قَدْ اسْتَدَارَ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ خَلَقَ اللَّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ثَلاثٌ مُتَوَالِيَاتٌ ذُو الْقَعْدَةِ وَذُو الْحِجَّةِ وَالْمُحَرَّمُ وَرَجَبُ مُضَرَ الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ)( متفق عليه)
ژباړه: د هغه ورځ د حرمت په څېر چې الله پاک ورپکې اسمانونه او ځمکې پېدا کړي دي زمانه بېرته هم هغه وخت ته وګرځېده، کال دولس مياشتې دی چې څلور ورپکې حرامې مياشتي دي، درې پرله پسې – ذو القعده، ذو الحجه، او محرم، او بله د جمادی ثانيه او شعبان ترمنځ د مضريانو مياشت رجب مياشت ده.
ځينو علماؤ بيا دې ته ترجيح ورکړې ده چې محرم په پاتو دريواړو مياشتو باندې مزيده بهتري لري، ابن رجب رحمه الله وايي: د محرمو مياشتو کې علماء اختلاف لري چې غوره يې کومه يوه ده؟ حسن بصري او نور علماء وايي چې غوره يې د محرم مياشت ده، او ځينو متاخرينو علماؤ هم دا موقف تاييد کړي دی (لطائف المعارف 70. )
دليل ورباندې د ابوذر رضي الله عنه حديث دی فرمايي: (سألت النبي صلى الله عليه وسلم: أي الليل خير وأي الأشهر أفضل؟ فقال: خير الليل جوفه وأفضل الأشهر شهر الله الذي تدعونه المحرم) (السنن الكبرى ، او له ابوهرير رضي الله عنه څخه ياد حديث امام الدارمي او أحمد او طبراني او بيهقي روايت کړی دی، او له جندب بن سفيان رضي الله عنه ياد حديث امام نسائي او بيهقي روایت کړی دی او حديث صحيح دی)
ابن رجب رحمه الله وايي: په ياد حديث کې ورته د ( افضل الشهر ) اطلاق سم دی خو له رمضان نه وروسته، ځکه له حسن بصري رحمه الله څخه مرسلاً روايت دی چې رمضان په ټولو مياشتو بهتري لري.