حدیثد حديثونو ژباړه

دمجلس د کفارې دعا . ژباړن: عبدالرحيم سلطان

دمجلس د کفارې دعا . ژباړن: عبدالرحيم سلطان

35 -عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ  رَضيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (مَنْ جَلَسَ فِيْ مَجْلِسٍ؛ فَكَثُرَ فِيْهِ لَغَطُهُ؛ فَقَالَ قَبْلَ أنْ يَقُوْمَ مِنْ مَجْلِْسِهِ ذَلِكَ : سُبْْحَانَكَ اللَّهُمّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أنْ لاَ إِلَهَ إِلاّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأتُوْبُ إِلَيْكَ, إِلاَّ غُفِرَ لَهُ ماَ كَان َ فِيْ مَجْلِسِهِ ذَلِكَ) (جامع الترمذي, رقم الحديث 3433, قال الإمام الترمذي عن هذا الحديث: بأنه حسن صحيح غريب, وصححه الألباني).)

ژباړه: د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی , فرمايي : نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څو ک چې په يو مجلس کې کيناست ، او څه لغزش بې فائدې خبري وغيره ترينه اوشوي ، نو مخکې ددينه چې دمجلس څخه پاڅيږي دا دعا اوائي :

( سُبْْحَانَكَ اللَّهُمّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأتُوْبُ إِلَيْكَ ) ای زمونږ ربه تا په پا کۍ سره يادوم اوتا لره ستاينه کوم او اقرا ر او ګواهې کوم ، چې ستانه سوا بل هيڅوک د بنده ګۍ حقدار نشته ، زه له تا څخه بښنه غواړم ، او ستا طرف ته در ګرځم .

مګر هغه ګناه لغزش وغيره به ورته معاف شې کوم چې ترينه په دي مجلس کې شوي وې  .

 

ددي حديث د فوائدو  څخه

1-مسلمان بنده بايد په هر وخت کې د الله تعالی ذکر اوکړې ، او خپل ژوند دالله تعالی په ذکر باندي روښانه کړې

2-ددي حديث دا مقصد هر ګز نه دی ، چې قصدا يو کس په مجلس کې ګناه غيبت وغيره کوي ، او بيا دا دعا لولې .

3-مستحب ده ، چې مسلمان بايد دا دعا زده کړې  او دهر مجلس په اخره کې يي ولولې .

Tags

Related Articles

Back to top button