سحر او جادوعقيده

د جادو علاج (اتمه او اخري برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

د جادو علاج (اتمه او اخري برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

یو بل لوي او ډير خطرناک کار چی ددی جواز څخه په لاس راځی، هغه دادی چی جادوګر ته تلونکی شخص به یا دجادوګر په شرک کولو دالله جل جلاله باندی راضی وی نو هله به ورته ددغه جادوګر جادو شفاء ورکړی، او یا به دا تلونکی شخص جادوګر په دی مجبوروی، چی دالله جل جلاله سره شرک وکړی، تر څو دغه (تلونکی شخص) لپاره جادو وکړی، او دا کار دهغه مشریکینو دشرک څخه دی چی الله پکی ویلی دی:( وأنه کان رجال من الانس یعوذون برجال من الجن فزادوهم رهقا)[1]

ژباړه: یقینا شان دادی چی وو به ډير سړی دانسانانو څخه چی پناه به یی غوښتله په سړیو دپیریانو سره، نوزیاته کړه دغه انسانانو دغه پیریانو لره سرکشی.[2]

خو دغه تلونکی شخص جادوګر ته په ژبه داسی نه وایی، چی ته په الله جل جلاله شرک وکړه، لیکن دده حال په دی دلالت کوی چی جادوګر دی په الله جل جلاله شرک وکړی، ځکه چی دالله سره دشرک کولو څخه بغیر یو جادو هم شتون نه لری، لهذا کله چی دغه مسحور جادوګر ته لاړ شی ،نو نه دهغه په جادو رد کوی او نه یی ترې منع کوی، بلکه مخی ته یی کینی پداسی حال کی چی جادوګر دالله نه ماسوا دبل چا څخه مدد غواړی، او په پیریانو کی دخپلو ملګرو څخه مدد غواړی او فایده تری اخلی، لکه چی الله جل جلاله ویلی دی:  (ویوم یحشرهم جمیعا یا معشر الجن قد استکثرتم من الانس وقال اولیاؤهم من الإنس ربنا استمتع بعضنا ببعض وبلغنا اجلنا الذی اجلت لنا قال النار مثواکم خالدین فیها الا ماشاءالله ان ربک حکیم علیم)[3]

ژباړه: او په کومه ورځ چی جمع به کړی الله تعالی دوی ټولو لره ( وبه ویل شی) ای ډلی دپیریانو په تحقیق چی ډیر مو تابع کړی دانسانانو څخه، او وائی به دوستان ددوی دانسانانو څخه: ای ربه زمونږه فایده اخستی ده ځینو زمونږ په ځینی (نورو) او رسیدلی یو مونږ خپلی نیټی ته ، هغه نیټه چی تا مقرر کړی ده مونږ ته، وبه وایی الله تعالی چی اور ( دجهنم) ستاسی ځای دی، او حال دا چی هیمشه به اوسی په دی کی، مګر کله چی الله تعالی وغواړی ( رایستل ددوی، زمهریر،یا حمیم، یابل کوم عذاب ته ) بیشکه ستا رب ښه حکمت والا دی، او ښه پوه دی په هر څه باندی.[4]

نو ایا په دی لوی شرک به دمؤمن نفس خوشحاله شی؟ ( هیڅ کله هم نه)

او یا به مؤمن دخپل بدن شفاء دزړه په خرابیدو او ددین په تللو او ختمیدلو وغواړی؟ نو بیا توحید څه شو؟ او بیا دشرک او مشریکینو څخه بی زاری څه شوه؟ او څه شو هغه خلک چی په دی دومره لوی خطر سره هم جادوګر ته دتللو جواز ورکوی؟ اوسره لدی دومره باطلو کارونو هم جواز ورکوی، چی یوه فتوی هم ددی کارونو دکولو څخه خالی نه ده.[5]

او دا بحث به زه په دی خبرو ختم کړم چی ځینی علماؤ ته دجادو په جادو سپړلو دحکم په هکله یو څه ووایم، یو ددغه خبرو څخه دشیخ محمد الامین شنقیطی رحمه الله قول دی چی ویلی یی دی: په دی مسئله کی هغه پلټنه چی اوړیدل تری نه کیږی، هغه داده چی که چرته دجادو راویستل په قران لکه معوذتین، ایت الکرسی او وغیره نورو شرعی دمونو سره وشی نو په دی کی هیڅ مانع نشته، اوکه چرته په جادو یا عجمی الفاظو، او یا به بی فهمه کلماتو ، یا په نورو شیانو چی حرام وی په دی سره دجادو ختمولو کوشش وشی نو بیا دا کار ممنوع دی او دا خبره بالکل واضحه ده، لکه څنګه چی ته پوهیږی، ان شاءالله همدا حق ته رسیدونکی خبره ده.[6]

شیخ حافظ حکمی رحمه الله ویلی دی:

وحله بالوحي نصا یشرع                   اما بسحر مثله فیمنع

وحله: یعنی دمسحور څخه په شرعی دمونو سره او معوذاتو او په دعاګانو سره جادو ختمول.

الوحي: چی کتاب اوسنت دی.

نصا: یعنی په نص شرِِِِعی سره.

یشرع: یعنی مشروع کیدلی شی، لکه څرنګه چی جبریل علیه السلام نبی علیه السلام په معوذتینو دم کړی وو او همدا رنګه په هغه دمونو دم کول چی احادیث پری شامل وی، دم مشروع کیدلی شی، بیا یی ویلی دی: هر چی دمسحور څخه جادو په جادو ختمول دی نو دا کار حرام دی، ځکه چی دا کار د جادګرانو سره دهغوی په جادو کی مرسته کول دی، او دهغه دعمل لپاره اقرار او ثبوت دی، اوشیطان طرف ته پکی یو قسم نزدی والی دی، ددی لپاره چی دغه شیطان دمسحور څخه جادو لیری کړی، ددی وجی نه امام حسن بصری ویلی دی: جادو نه سپړی مګر جادوګر یی سپړی، او نبی علیه السلام هم دنشری په هکله ویلی دی: نشره دشیطان کار دی، ددی وجی نه په هغه زمانه کی چی دجادوګرانو څخه توره اوچته شوی،سزاګانی تری لیری شوی، هغوی په هغه چا دجادو اراده کړی چی خوښ یی وی، یا یی ورسره بغض وی، ددی لپاره چی خلک دیته مجبوره کړی چی دجادو دخلاصولو غوښتنه تری وکړی، او دخلکو مالونه په باطلی طریقی سره وخوری، او دخلکو په مالونو او دینونو غالبه شی، الله څخه ددی کار نه عافیت غواړو.[7]

امام محمدبن ابراهیم رحمه الله دحنابلو څخه دځینوکسانو په قول باندی رد کوی او وائی: ځینو ویلی دی دضرورت دوجی نه دجادو په جادو سپړل جائز دی، او دحنابلو دویم قول دادی: چی دغه کار نا جائز دی، او همدا قول صحیح دی، او حقیقت یی دادی چی ساحر او مسحور شیطان ته په هغه څه نیژدی کیږی چی شیطان یی خوښوی، لکه دشیطان په نوم ذبح کول، یا ورته سجده کول، یا ددینه ما سوا نور حرام کارونه کول، بس هرکله چی دغه جادوګر دا حرام اوشرکی کارونه وکړی، نو بیا ورسره شیطان کومک کوی او خپلو شیطانانو ملګرو ته راشی چی دمسحور څخه جادو ختم اولیری کړی، او دحنابلو قول په دی مساله کی ښکاره او واضحه دی، او صرف دضرورت دوجی نه سحر کول جائز دی، لیکن دا جواز دلیل شرعی ته ضرورت لری خو ددوی سره دلیل صرف دابن المسیب رحمه الله قول دی، او زمونږ سره دجابر رضی الله عنه حدیث او د ابن مسعود رضی الله عنه قول دی، او دحسن بصری رحمه الله دا قول چی (جادو نه سپړی مګر جادوګر یی سپړی) موجود دی.

بله دا چی جادوګر دجادو ختمولو ته نه رسیږی مګر په جادو رسیږی، او جادو حرام او کفر دی، نو ایا جادوګر کفر ددی لپاره کوی چی دمریض نفس یا مصیبت زده نفس راژوندی کړی؟ سره ددی چی اکثره وخت مریض مړ شی یا یی عقل خراب شی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د جادو دروازه بنده کړه او دشیطان او مسحور په کار کی یی فصل او جداوالی نه دی راوستی، یعنی: (ددواړو عمل یو شان دی)[8]

شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله ویلی دی: دجادو خلاصول په دوه ډوله دی:

۱/ چی په حرامو وسایلو سره حل شی، لکه چی جادو په جادو سپړل، چی ځینی بانډه چیان د سیاهی اوبه دمسحور په سر باندی تویوی، تر دی چی دهغه جادو معلوم شی، نو دا قسم  حرام دی، ځکه  چی هر کله دجادو سپړل په حرامو وسایلو سره شو نو حرام شو، ځکه چی دنبی علیه السلام څخه دنشری په هکله پوښتنه وشوه ، هغه په جواب کی وویل: نشره دشیطان دکارونو څخه ده، داحدیث امام ابو داود په جید سند سره روایت کړی دی.

۲/ هغه دی چی جادو په مباحو طریقو سره حل شی، لکه په شرعی دعاګانو، یا دقران په لوستلو، یا په مباحو دوایانوسره حل شی، نو بیا باک نه کوی، او جائز دی.[9]

دعلمی بحثونو او فتوی ورکولو دکمیټی څخه دجادو په جادو سپړلو دحکم په هکله پوښتنه وشوه هغوی ورته په جواب کی وویل: چی دا کار جائز نه دی، او دلیل پری حدیث دامام احمد او دامام ابو داود دی، چی هغوی په خپل سند سره ذکر کړی دی، دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی،  هغه وایی چی دنبی علیه السلام څخه دنشری په هکله پوښتنه وشوه هغه وویل: چی نشره دشیطان دکارونو څخه ده.

په طبیعی دوایانو، او په شرعی دعاګانو کی د جادو لپاره کفایت دی، ځکه چی الله دهر مرض لپاره علاج هم پیدا کړی دی، (څوک چی پوه شو هغه پوه شو، او څوک چی تری جاهل شو هغه جاهل شو).

نبی علیه السلام په علاج کولو امر کړی دی، او دحرامو شیانو داستعمال او په هغی دعلاج کولو څخه یی منع کړی ده، لکه چی یی ویلی دی: ( تداووا ولا تداووا بحرام) یعنی علاج کوئ، خو په حرامو شیانو علاج مه کوئ.

او دنبی صلی الله علیه وسلم څخه نقل دی چی هغه ویلی دی: (إن الله لم یجعل شفاء امتی فیما حرم علیها) یعنی الله جل جلاله زما دامت شفاء په حرامو شیانو کی نه ده ایښودلی.

وبالله تعالی التوفیق، وصلی الله علی نبینا محمد وعلی اله وصحبه وسلم.[10]

او دلجنة الدائمة په یو بیان کی جادوګر ته دتګ دحکم په هکله راغلی دی، چی مخکی ورته هم اشاره شوی ده : دجادو علاج  به په قران او شرعی دعاګانو، او په مباحو دوایانو سره کولی شی،  او هر چی دجادو علاج په جادو سره دی، نو دا کار حرام دی، او دا کار دشیطان دکارونو څخه دی، همدا رنګه دجادو علاج دکاهنانو او ترویتیانو او کوډګرانو څخه په پوښتنو کولو حرام  او ناجائز دی، او دهغه شی استعمال هم ناجائز دی کوم چی هغوی وایی، ځکه چی هغوی ایمان نه لری، دروغجن فاجران دی، دعلم غیب دعوه کوی، او په خلکو باندی ګډوډي راولی، نبی علیه السلام هغوی ته دتګ کولو او دهغوی څخه دپوښتنو کولو او دهغوی تصدیق کولو څخه خلک ویرولی او منع کړی دی.

دنبی علیه السلام څخه په صحیح سند سره ثابت دی، چی دهغه څخه دنشری په هکله پوښتنه وشوه، هغه په جواب کی وویل: چی نشره دشیطان دکارونو څخه ده، دا حدیث امام احمد ا و امام ابو داود په جید سند سره روایت کړی دی.

او نشره هغه ده چی : دمسحور څخه جادو ختم کړی شی، او په دی حدیث کی دنشری څخه مراد هغه نشره ده چی اهل الجاهلیة یی کوی، اوهغوی دجادوګرانو څخه ددی لپاره پوښتنه کوی چی جادو په جادو سره حل کړی.

هر چی دجادو سپړل په دمونو او په شرعی دعاګانو او مباحو دوایانو سره کولی شی، نو په دی کی کوم باک نشته، اودسلفو څخه چی دنشری کوم جواز رانقل دی، دهغی څخه شرعی نشره مراد ده، اوهغه نشره په قران او شرعی دعاګانو او مباحو دوایانو سره جادو ختمول دی.[1]

که زه لګیا شم او په دی مسله کی دعلما‌ؤ اقوال رانقلوم، نو رساله به ډيره اوګده شی ،او ان شاءالله په دی ذکر شویو دلایلو کی به کفایت وی.

دالله جل جلاله څخه دا سوال کوم چی ماته او زما مسلمانانو ورڼو ته حق، حق راوښایی، او تابعداری یی راته په نصیب کړی، او باطل، راته باطل وښایی، او ځان ساتل تری راته په نصیب کړی، او په مونږ یی ګډ وډ ونه ګرځوی، چی مونږ پری ګمراه شو، یقینا الله جل جلاله سخی او عزتمند ذات دی.

وصلی الله وسلم علی نبینا محمد واله وصحبه. وبالله تعالی التوفیق.

……………………

[1]   سورة الجن:6

[2] اسهل االتفاسیر:2/1091

[3]  سورة الانعام:128

[4] اسهل التفاسیر:1/463

[5]   کلام نفیس للشسخ الدکتور عبدالعزیز السعید نشر فی الصحف وفی ملتقی اهل التفسیر.

[6]   اضواء البیان:4/57

[7]   معارج القبول للامام الحکمی:2/565

[8]  فتاوی ورسائل الشیخ محمد بن ابراهیم:1/84 النشرة

[9] من فتاوی نور علی الدرب: (التوحید والعقیدة)

 فتاوی اللجنة الدائمة:1/558[10]

Tags

Related Articles

Back to top button