له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز . ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ. ([1])
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً. ([2])
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيداً يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزاً عَظِيماً. ([3])
أما بعد: فإن أصدق الحديث كتاب الله، وخير الهدي هدي محمد صلى الله عليه وسلم، وشر الأمور محدثاتها، وكل محدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة، وكل ضلالة في النار.
دا وړانګين مخونه دې الله پاک ترو تازه لري او په لوړو جنتونو کې دې ورسره الله پاک مونږ يو ځای کړي، له الله څخه سوال کوم چې مونږ ته زمونږ په علمونو ګټه او فايده راورسوي او مزيد ګټور علم راکړي، الله پاک دعا اورېدونکی او قبلونکی دی.
زما مسلمانانو وروڼو! نن شپه په ټولنه باندې د شرعي علم پر اثر غږيږو او په ځانګړي توګه بيا د هغو امورو اړوند چې د فتنو بنسټ وي چې څنګه ورڅخه ځان او ټولنه ژغورلی شو، تاسو ډېر ښه پوهيږئ چې الله پاک په خپل کتاب کې د شرعي علم او متعلمينو شان او شوکت ته درجه ورکړې ده، الله پاک فرمايي: [ يَرْفَعِ اللهُ الَّذِيْنَ آمَنُوْا مِنْکُمْ وَالَّذِيْنَ أُوْتُوْا العِلْمَ دَرَجَاتٍ ] ([4])
ژباړه: الله پاک له تاسو څخه مومنان او هغه خلک چې علم ورته ورکړل شوی دی په درجو سره پورته کوي.
او الله پاک فرمايي: [شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ] ([5])
ژباړه: الله پاک او ملائک او هغه څوک چې (شرعي) علم ورته ورکړل شوی دی په دې ګواهي ورکوي چې له هغه پرته بل برحق معبود نشته چې په عدل سره قائم دی، له هغه پرته بل برحق معبود نشته او الله پاک د غلبي او د حکمتونو والا ذات دی.
او الله پاک فرمايي: [قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ] ([6])
ژباړه: ورته ووايه چې ايا هغه خلک برابر دي چې پوهيږي (په شرعي علم باندې ) او هغه خلک چې نه پوهيږي، پند او نصيحت ايکي يواځې هغه خلک اخلي چې د عقلونو څښتنان وي.
په دې ايتونو کې الله پاک مونږ ته د علم منزلت په ډاګه کړ، او شرعي علم د ټولو علمونو بنسټ دی، د دنيا او اخرت د زندګۍ سعادت ايکې يواځې له شرعي علم پورې تړل شوی دی، شرعي علم دی چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم پرې مونږ ته تيزي راکړې ده، او الله پاک راته پرې امر هم کړی دی چې له الله سره تر ملاقات پورې د انسان خوشګواره زندګي، استقرار او امن او سعادت له همدې علم پورې تړل شوی دی.
شرعي علم د مسلمان انسان لپاره بې شمېره ګټې او په ګڼ تعداد ثمرات لري چې هم پرې فرد او هم پرې ټولنه ګټوره وي.
د انسان لپاره په عمومي توګه او د مسلمان لپاره په ځانګړې توګه د علم او ايمان پېژندل تر هر څه سخته اړتيا ده، د انسان لپاره سعادت هله تر لاسه کيږي چې ايمان او علم ولري، که کافر وي او که مسلمان، له دې کبله علماء فرمايي: علم او دانش ته د انسان اړتيا له خوراک او څښاک څخه هم ډېره ده، که انسان خوراک او څښاک ونه لري نو دنيوي زندګي به له لاسه ورکړي خو که علم ونه لري نو دنيوي او اخروي زندګي دواړه به له لاسه ورکړي، له الله څخه سوال کوم چې مونږ ته له جهالت او ناپوهۍ نه پناه راکړي، له هغو امورو څخه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې مونږ ته ښودنه کړې ده دا ده چې مونږ د فتنو او اضطراب، دګډوډيو او ناخوالو په مهال ځان او ټولنه څنګه وژغورو؟
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې شيانو اړوند مونږ ته دومره کافي او شافي غږيدلی دی چې د شک او ريب لپاره يې هېڅ مجال نه دی پرېښی، او نه يې بل کوم چا ته د مزيد وضاحت مجال پرېښی دی چې ووايي: دا نادودې او ناخوالې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دور حيات کې نه وې او د دې زمانې پېداوار دی.
نن شپه به په مختصره توګه د يادو امور اړوند له شرعي علم سره دمه واخلو چې د نادودو او ګډوډيو په مهال د شرعي علم په برکت سره ټولنه څنګه وژغورل شي؟
تر ټولو لومړی اثر چې اسلامي شريعت پرې مونږ تيز کړي يو دا دی:
۱ – : د چارواکو خبره اورېدل او منل، که څه هم چارواکی پخپله ظالم وي، الله پاک فرمايي: [يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ] ([7])
ژباړه: ای هغو خلکو چې ايمان مو راوړی دی د الله اطاعت وکړئ او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او له تاسو څخه د مسؤلينو اطاعت وکړئ.
عبادة بن صامت رضي الله عنه وايي: (دَعَانَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَايَعْنَاهُ، فَكَانَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا: «أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا، وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ»، قَالَ: «إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللهِ فِيهِ بُرْهَانٌ) ([8])
ژباړه: نبي صلی الله عليه وسلم مونږ راوغوښتو له مونږ څخه يې د دې بيعت واخست چې هم به خبره اورو او هم به يې منو، که زمونږ خوښه وي او که نه، که تکليف کې يو او که په راحت کې، که راباندې څوک غوره ګڼل کيږي او که نه، او دا چې مونږ به له چارواکو سره په واک جنګ جدل نه کو، بیا يې وويل: مګر هغه مهال چې ښکاره کفر وکړي او له تاسو سره پرې له رب پرودګار له پلوه دليل وي.
نو حديث کې دي چې که مونږ ووينو چې چارواکي پر مالونو باندې ځانونو ظلماً حقدار بولي، پر منصبونو او نورو شيانو باندې ځان وړ بولي، خو بيا هم بايد مونږ ورسره د خبرو په اورېدو او منلو باندې بيعت وکړو، دا ټول هر څه عباده رضي الله عنه په حديث کې بيان کړي دي.
له ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ عَلَى المَرْءِ المُسْلِمِ فِيمَا أَحَبَّ وَكَرِهَ، مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِمَعْصِيَةٍ، فَإِذَا أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلاَ سَمْعَ وَلاَ طَاعَةَ ] ([9])
پر مسلمان باندې د ( چارواکو د خبرو) اورېدل او منل فرض دي، که يې خوښه وي او که ناخوښه، خو چې تر څو ورته په معصيت امر نه وي شوی، که په معصيت ورته امر وشي نو نه يې د خبرې اورېدل شته او نه منل.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ عَلَيْكَ السَّمْعَ وَالطَّاعَةَ فِي عُسْرِكَ وَيُسْرِكَ، وَمَنْشَطِكَ وَمَكْرَهِكَ، وَأَثَرَةٍ عَلَيْكَ ] ([10])
ژباړه: ستا د مشقت او سهولت دواړو حالتونو کې پر تا د خبرې اورېدل او منل فرض دي، که ستا خوښه وي او که نه، ولو که پر تا باندې ځان (په مال او دولت او منصب ) کې وړ هم بولي.
تاسو د عمر رضي الله عنه په اثر هم ډېر ښه پوهيږئ هغه وايي: [إِنَّهُ لَا إِسْلَامَ إِلاَّ بِجَمَاعَةٍ، وَلَا جَمَاعَةَ إِلاَّ بِإِمَارَةٍ، وَلَا إِمَارَةَ إِلاَّ بِطَاعَة ] ([11])
ژباړه: له جماعت پرته اسلام نه شته کيږي، او له امارت پرته جماعت نه رامنځ ته کيږي، او له اطاعت پرته امارت نه شي راتللی.
د چا پر لاسونو کې چې الله پاک زمونږ واک اچولی دی او زمونږ
واکداران يې جوړ کړي دي د هغوی د خبرې له اورېدو او منلو پرته بايد مونږ نورې خبرې ونه کړو، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [وَإِنْ كَانَ عَبْدًا مُجَدَّعَ الْأَطْرَاف ] ([12])
ژباړه:که چارواکی که څه هم په اندامونو غوڅ غوڅ مری (غلام) هم وي.
د چارواکو خبره اورېدل او منل زمونږ د اسلامي شريعت له بنسټيزو مسئلو څخه دي، دا ګټه او فايده انسان له شرعي علومو څخه په زده کړه تر لاسه کولی شي چې خبره اورېدل او منل د اهل السنت والجماعت بنسټيزه مسئله ده.
…………………………………….
([8]) صحيح البخاري: ( ۷۰۵۵، ۷۰۵۶)، صحيح مسلم: (۱۷۰۹).