اسلام د ژوند تګلاره ده (څلورمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (څلورمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

داسلامي ټولنې ځانګړتياوې
اې مسلمانانو!
اسلامي ټولنه چې اسلام يې بنسټ رباني تګلاره ټاکلې ده، داسې ځانګړتياوې لري چې له بلې هرې بى دينې ټولنې سره توپیرلري:
(۱) لومړی ځانګړنه: په ټولنه کې د امن او اطمينان خپريدل:
چې لامل يې د مسلمان په ﺯړه کې د ايماني ويرې شتون دی چې له جرمه يې ساتي، ځکه اسلام خپلو پيرويانو ته د وينې، مال، او ناموس د احترام لارښوونه کوي، که څه هم بشري قوانينو په ټولنه کې نسبتي امن ټينګ کړى وي، خو کله چې هم فرد له قانونه سرغړونه وکړي بیا د څارونکي او محتسب په نه شتون کې جرمونه ترسره کوی.
(۲) دويمه ځانګړنه: د عامه حقونو خونديتوب:
د مور او پلار سره د نيکۍ، ښیګڼې او ښې رویې کولو حق، اولاد د روﺯني او لارښوونې حق، خپلوانوسره د ميني اوخپلوۍ پاللو حق، لويانو دعزت او احترام حق، په کشرانو د شفقت او مهربانۍ حق، ښځې دساتنې او درناوى حق، ګاونډي سره د ښیګڼې کولو حق، دغير مسلموحقوق کله چې معاهد(اسلامي هیواد ورسره تړون لري) يا مستأمن(اسلامي هیواد ورته امن ورکړی وی) وي، په اسلامي ټولنه کې دغه ټول حقوق خوندي دي،الله جل جلاله فرمایي: (( وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا)).المائدة: ۸.
ژباړه: د کومې ډلې دښمني دې تاسې له عدالت څخه وا نه ړوی، عدالت وکړئ.
(۳) دريمه ځانګړنه: د اسلامي شعايرو ښکاروالي:
په اسلامي ټولنه کې به اسلامي شعاير(نښې) ښکاره او څرګند وي لکه:اﺫان، لمونځ، روژه، حج او اسلامي اخلاق، چې دغه ټول به مسلمان پخپل ژوند کې په ښکاره توګه ترسره کوي،په اسلام کې له عقايدو او عباداتو څخه هيڅ شی پټ ندي پاتې په خلاف د هغې فکري مکتبونو او بې لارو تګلارو چې پخپلو پلیتوعقايدو پرده اچوي، خپل اصول پټوي او دخپلې عقيدې خلاف څرګندونې کوي.
(۴) څلورمه ځانګړنه: اخلاقي سپېڅلتیا:
اسلامي ټولنه يو اخلاقي ټولنه ده، چې هر رﺫالت او پلیتي له ځانه شړي، دحيا، پردې او پاک لمنۍ لور ته بلنه ورکوي.
(۵) پنځمه ځانګړنه: مرسته او همکاری:
اسلامي ټولنه به مرستندویه اوهمکاره وي، ټول وګړي به يې له يو بل سره په نيکۍ او تقوى کې مرسته کوي، الله رب العزت فرمایې: ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ)).التوبة:۷۱.
ژباړه: مومنان نارینه او مومنانې ښځې د یو بل دوستان دي.
بل ځای فرمایې:(( وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)).العصر:۳.
ژباړه: یو بل ته د حق نصیحت او د صبر ښودنه وکړئ.
(۶) شپږمه ځانګړنه: یووالي او ورورولي:
داسلامي ټولنې ټول وګړي به له يو بل سره ايماني اړيکې لري ، يقينا اسلام مسلمانانو د بیلا بیلو توکمونو، رنګونو او قومونو ترمنځ ورورولي ټاکلې او د دوى ترمنځ یې په اسلام يووالۍ راوستى، الله جل جلاله فرمایي:(( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)). الحجرات: ۱۰.
ژباړه: بې له شکه مومنان له یو بل سره وروڼه دي.
(۷) اومه ځانګړنه: د درناوی سپېڅلې معیار:
په اسلامي ټولنه کې دکرامت او درناوی معیار یوازې تقوی ده، نه دولت ، مقام او منصب، الله جل جلاله په دې هکله فرمایي: ((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)).الحجرات:۱۳.
ژباړه: په حقیقت کې له تاسې څخه د الله په وړاندې تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی، چې په تاسو کې له الله تعالی څخه ډیر ویریږي.
(۸) اتمه ځانګړنه :د پاچا او ولس ترمنځ یووالي او همغږي:
پاچا به د ولس ستونزې احساسوي او ورته به د حل لارې لټوي، زخمونه به یې پټۍ کوي، دبی وزلو لاس نیوی او مرسته به کوي، د دې په مقابل کې به رعيت له خپل حاکم سره مينه کوي، د اصلاح او ثبات دعا به ورله غواړي او په ټولو حالاتو کې به يې ترڅنګ ولاړ وي، اسلام غواړي چې مسلمانه ټولنه دې هم داسې وي.
(۹) نهمه ځانګړنه: د دولت او حکومتوالي بشپړ نظام:
په اسلامي ټولنه کې به ټولې دينې، تعليمي،کلتوري، قضائي او امنيتي ادار موجودی وي، ټول به ددين او ټولنې د هويت ساتنه کوي، ټولنه به دتغريب او بيګانتوب څخه ژغوري.
(۱۰) لسمه ځانګړنه:د اسلام حاکمیت:
مسلمانه ټولنه يوه رباني ټولنه ده، چې ټولې عامه، سياسي او اقتصادي چارې به يې اسلام تنظيموي، دټولنېز ژوند ټولې چارې به د دين تابع وي، نه د خلکو دغوښتنو، خواهشاتو او یا د هغه څه چې دوى يې مينه او ارزو لري.
(۱۱) يوولسمه ځانګړنه: د اخلاقي او معنوي ارزښتونو لومړیتوب:
په اسلامي ټولنه کې به معنوي او اخلاقي ارﺯښتونونه په مادي ګټو لومړيتوب لري، دټولنې مادي او علمي پرمختګ به مشروط وي؛ ترڅو د شرعي قواعدو، ارﺯښتونو او اخلاقو سره په ټکر کې واقع نه شي.
(۱۲) دولسمه ځانګړنه: د دیني او دنیوي چارو ترمنځ توازن:
اسلامي ټولنه په يو وخت کې ديني او مدني ټولنه ده، ځکه په اسلام کې ددين او دنيا ترمنځ جلا والى نشته، مومن به لمونځ کوی، روژه به نيسى، زکات به ورکوى، حج به اداء کوی، د الله تعالی ﺫکر به کوى، برابره خبره ده که دا په خپل کاري ځاى کې وي او که یا په کوم څړنيز مرکز کې، په حکومتي ادراه کې وي او که په تعليمي، اقتصادي، طبي او ﺯراعتى مٶسسه کې، او يا د ژوند په بله کومه چاره کې مصروف وي، خپل دين ورته لارښوونه کوي ، چې دا دې په خپلو ټولو کارونو کې ژمن او نيک عمله وي، د دین ټولې غوښتنى به مني، ځکه دا د مسلمان شان دى.