متفرقات

له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز ( دوهمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز ( دوهمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۲ – : بله بنسټيزه مسئله چې اسلامي شريعت او نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې کلک تاييد کړی دی چارواکو ته د توفيق دعاګانې دي او هغه ته د کنځلو او سپورو ستغو او پر ضد يې د خلکو د عملي يا زباني پاڅون مخنيوی کول دي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ] ([1])

ژباړه: په الله پاک او د اخرت په ورځ چې څوک ايمان لري نو يا دې د خير خبرې وکړي او يا دې خاموش شي.

همدارنګه له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې صحابه کرامو له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: [أَيُّ الإِسْلاَمِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ، وَيَدِهِ]([2])

ژباړه: د اسلام کوم خوی خصلت ډېر غوره دی؟ هغه وويل: دا چې د مسلمانانو د ژبې  او لاس له زيان څخه څوک په امن کې وي.

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [إِنَّ العَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمَةِ، مَا يَتَبَيَّنُ فِيهَا، يَزِلُّ بِهَا فِي النَّارِ أَبْعَدَ مِمَّا بَيْنَ المَشْرِق ] ([3])

ژباړه: کله انسان بې تحقيقه داسې خبره وکړي چې د مشرق د لريوالي په څېر به په اور کې لرې ولاړ شي.

او انس رضي الله عنه وايي چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مشرانو صحابه کرامو به مونږ منعه کولو چې [لَا تَسُبُّوا أُمَرَاءَكُمْ، وَلَا تَغِشُّوهُمْ، وَلَا تَبْغَضُوهُمْ، وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاصْبِرُوا؛ فَإِنَّ الْأَمْرَ قَرِيب ] ([4])

ژباړه: خپلو چارواکو ته مو کنځلې مه کوئ، دوکه ورسره مه کوئ او مه ورسره کينه کوئ، له الله څخه وډار شئ او له حوصلې څخه کار واخلئ مرګ ډېر نزدې دی.

زما قدرمنو وروڼو! څوک چې دا حديثونه واوري او بيا پر حاضر حالاتو ته نظر واچوي نو له اسلامي شريعت سره به د خلکو د حيرانتيا وړ تناقض او ټکر په نظر ورشي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې د چارواکو پر نقش قدم او متابعت مونږ مامور کړي يو او د خبرې د اورېدو او منلو امر يې راته کړی دی چې تر څو پر ګناه باندې امر نه وي نو جنګ جګړې به نه کو، نو چې کله هم له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه حديث د صحت ثبوت ولري همغه زمونږ قول دی او پر هغه عقيده لرو.

اهل علم وايي چې د نبوي اثارو اتباع ته علم ويل کيږي:

العِلْمُ قَالَ اللهُ قَالَ رَسُوْلُهُ  *     قَالَ الصَّحَابَةُ هُمْ أُوْلُوْا العِرْفَانِ

ژباړه: د الله پاک قول، د رسول الله اقوالو او د معرفت د څښتنانو صحابه کرامو اقوالو ته علم ويل کيږي.

مخکنی اثر انس رضي الله عنه له چا څخه روايت کړی دی؟ هغه وايي چې مونږ ته به مشرانو صحابه کرامو ويل.. ځکه چې دا شيان هغوی ليدل، هغوی منل، هېڅ جنګ جګړې يې په کې نه دي کړي.

ابودرداء رضي الله عنه وايي: [وَإِنَّ أَوَّلَ نِفَاقِ الْمَرْءِ طَعْنُهُ عَلَى إِمَامِه ] ([5])

ژباړه: د انسان د منافقت پېل دا دی چې په خپلو چارواکو کې به طعن تشنيع کوي.

او ابو اسحاق سبيعي وايي: [مَا سَبَّ قَوْمٌ أَمِيرَهُمْ إِلَّا حُرِمُوا خَيْرَهُ]

ژباړه: هېڅ قوم خپل چارواکو ته کنځلې نه کوي مګر له خير او برکت څخه به يې محروم شي.

ابن عساکر په خپل کتاب (تاريخ دمشق ) کې له عبدالله بن مبارک رحمه الله څخه نقلوي [من استخف بالعلماء ذهبت آخرته ومن استخف بالامراء ذهبت دنياه ومن استخف بالاخوان ذهبت مروءته] ([6])

ژباړه: څوک چې د علماؤ سپکه کوي نو اخرت به يې برباد شي، که څوک د چارواکو سپکه کوي نو دنيا به یې برباده شي، او که څوک د وروڼو دوستانو سپکه وايي نو سړيتوب به له لاسه ورکړي.

معروف کرخي وايي: [مَنْ لَعَنَ إِمَامَهُ، حُرِمَ عَدْلُهُ ] ([7])

که څوک د خپل چارواکي سپکه ووايي نو له  عدل څخه به يې بې برخې شي.

شيخ الاسلام رحمه الله وايي: [وَلِهَذَا كَانَ السَّلَفُ – كالْفُضَيْل بْنِ عِيَاضٍ وَأَحْمَد بْنِ حَنْبَلٍ وَغَيْرِهِمَا – يَقُولُونَ: لَوْ كَانَ لَنَا دَعْوَةٌ مُجَابَةٌ لَدَعَوْنَا بِهَا لِلسُّلْطَانِ ] ([8])

ژباړه: له دې کبله به سلفو صالحينو لکه فضيل بن عياض، احمد بن حنبل او داسې نورو ويل: که زمونږ لپاره مستجابه دعا وي نو د چارواکو لپاره به يې وکړو.

کله چې له فضيل بن عياض رحمه الله څخه د هغه د خبرې سبب اړوند وپوښتل شول نو ويويل: [ إذا جعلتها في نفسي لم تعدني، وإذا جعلتها في السلطان صلح، فصلح بصلاحه العباد والبلاد ] ([9])

ژباړه: که د خپل ځان لپاره يې وکړم نو ډېره ګټه به را ونه رسوي، او که دعا چارواکي ته وکړم نو ښه او نېک به شي، په هغه سره به کلې منطقې او ټول خلک ښه شي.

نو سلفو صالحينو مونږ مامور کړي يو چې د چارواکو لپاره نيکې دعاګانې وغواړو او ښېرې ورته ونه کړو که څه هم ظلم او بربريت وکړي، ځکه د هغوی ظلم پر خپلو ځانونو دی او صلاح يې هم د ځان او هم د نورو لپاره ګټوره ده.

په شرح السنة کې امام بربهاري رحمه الله مزيد وايي: که څوک دې وليد چې چارواکو ته يې بدې ردې ويلې نو پوهه شه چې دغه انسان مبتدع دی، او که څوک چارواکو ته د صلاح دعاګانې کوي نو پوهه شه چې انسان د سنتو متبع دی. ([10])

زما ورونو! کومې خبرې چې مونږ کو بايد په زړه کې يې دومره يقيني کړو لکه په غوږونو چې يې يقيني اوررو، دا خبرې بايد جدي ځکه واخلو چې په دې سره انسان له فتنو څخه ژغورل کيږي، له هغو نادودو او ناخوالو څخه په امن کې وي چې مونږ يې په شرق او غرب کې وينو، قسم پر  الله که چرته دا خلک د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د شريعت پېروکاري وکړي هېڅکله به موجوده نادودې او ناخوالې منځ ته نه راتللې، بهېدلې وينې به نه وې بهيدلې او ارواګانې به له بدن څخه نه وې جلا شوې، قسم پر الله چې نبوي شريعت د ټولې ځمکې پر سر غوره ترين دين دی، د هر مسلمان او کافر لپاره د خير او ښېګړې دين دی، په اسلام سره مومن او کافر دواړو ته خير او برکت رسيږي، په دې خبرو باندې له دانا او ځېرک پرته نور څوک نه پوهيږي، [ وَمَا يَعْقِلُهَا اِلاَّ العَالِمُوْنَ ] ([11])

ژباړه: او پر دې باندې له ځېرکو خلکو پرته نور څوک نه پوهيږي.

…………………………………………………

([1]) صحيح مسلم: (۴۷ ).

([2]) صحيح البخاري: (۱۱)، صحيح مسلم: (۴۲).

([3]) صحيح البخاري: (۶۴۷۷)، صحيح مسلم: (۲۹۸۸).

([4]) السنة د ابن أبي عاصم ليکنه: (۱۰۱۵).

([5]) شعپ الايمان: (۸۹۵۹)، التمهيد د ابن عبدالبر ليکنه: (۲۱ / ۲۸۷)، لسم حديث.

([6]) تاريخ د مشق د ابن عساکر ليکنه: ( ۳۲ / ۴۴۴ ).

([7]) الفوائد والأخبار: (۱۶۲).

([8]) مجموع فتاوی ابن تيمية: (۲۸ / ۳۹۱ ).

([9]) شرح السنة د بربهاري ليکنه: (۱۱۴ ).

([10]) شرح السنة د بربهاري ليکنه: (۱۱۳) .

([11]) سورت عنکبوت: (۴۳).

Tags

Related Articles

Back to top button