دجنت ګټلو اسانې لارې ( دوهمه برخه ). ژباړن: لقمان حکيم حکمت
دجنت ګټلو اسانې لارې ( دوهمه برخه ). ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۵ – : په صفونو کې تشه ډکول:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ سَدَّ فُرْجَةً فِي صَفٍّ رَفَعَهُ اللَّهُ بِهَا دَرَجَةً، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ ] ( المعجم الأوسط: ۵۷۹۷).
ژباړه: له عائشې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې په صفونو کې تشه ډکه کړي نو هم به يې پرې الله پاک يوه درجه پورته کړي او هم به ورله په جنت کې کور ودان کړي.
۶ – : له فرض لمونځ نه مخکې او وروسته رواتب سنت کول:
عَنْ أُمِّ حَبِيبَةَ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَنْ صَلَّى فِي يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً بُنِيَ لَهُ بَيْتٌ فِي الجَنَّةِ: أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَهَا، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ المَغْرِبِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ العِشَاءِ، وَرَكْعَتَيْنِ قَبْلَ صَلَاةِ الْفَجْرِ صَلَاةِ الْغَدَاةِ ] ( سنن الترمذي: ۴۱۵).
ژباړه: له ام حبيبې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې په شب او روز کې دولس رکعته وکړي نو الله پاک به ورله په جنت کې کور ودان کړي، څلور رکعتونه له ماسپښين نه مخکې او دوه ورڅخه وروسته، دوه رکعتونه د ماښام نه وروسته او دوه د ماسخوتن نه وروسته، او دوه رکعتونه د سهار لمونځ نه مخکې.
۷ – : د څاښت او ماسپښين څلور رکعتونه:
عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ صَلَّى الضُّحَى أَرْبَعًا، وَقَبْلَ الْأُولَى أَرْبَعًا بُنِيَ لَهُ بِهَا بَيْتٌ فِي الْجَنَّةِ ] ( المعجم الأوسط: ۴۷۵۳).
ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې څلور رکعتونه د څاښت او څلور رکعتونه د ماسپښين وکړي نو پر دغه لمونځ به ورله په جنت کې کور ودان کړی شي.
۸ – : جګړې شخړې پرېښودل:
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَنَا زَعِيمٌ بِبَيْتٍ فِي رَبَضِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْمِرَاءَ وَإِنْ كَانَ مُحِقًّا، وَبِبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْكَذِبَ وَإِنْ كَانَ مَازِحًا وَبِبَيْتٍ فِي أَعْلَى الْجَنَّةِ لِمَنْ حَسَّنَ خُلُقَهُ ] ( سنن أبي داود: ۴۸۰۰)
له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د جنت په څنډو کې د هغه چا لپاره د کور ذمه وار يم چې جنګ جګړې پريږدي که څه هم سلامت وي.
۹ – : درواغ پرېښودل:
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «… وَبِبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْكَذِبَ] ( سنن أبي داود: ۴۸۰۰)
ژباړه: له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ، او د جنت په منځ کې د هغه چا لپاره د کور ذمه وار يم چې دروغ پریږدي که څه هم ټوکې ټکالې کوي.
۱۰ – : ښه اخلاق لرل
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «… وَبِبَيْتٍ فِي أَعْلَى الْجَنَّةِ لِمَنْ حَسَّنَ خُلُقَهُ ] ( سنن أبي داود: ۴۸۰۰)
ژباړه له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی: ، او د جنت په لوړه برخه کې د هغه چا لپاره د کور ذمه وار يم چې ښه اخلاق ولري.
۱۱ – : د مسلمان مجاهد او مهاجر او مومن اجر:
عَنْ فَضَالَةَ بْنِ عُبَيْد رَضِيَ اللهُ عَنْهُ يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «أَنَا زَعِيمٌ، وَالزَّعِيمُ الْحَمِيلُ لِمَنْ آمَنَ بِي، وَأَسْلَمَ وَهَاجَرَ بِبَيْتٍ فِي رَبَضِ الْجَنَّةِ، وَبِبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ، وَأَنَا زَعِيمٌ لِمَنْ آمَنَ بِي، وَأَسْلَمَ، وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، بِبَيْتٍ فِي رَبَضِ الْجَنَّةِ، وَبِبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ، وَبِبَيْتٍ فِي أَعْلَى غُرَفِ الْجَنَّةِ، مَنْ فَعَلَ ذَلِكَ فَلَمْ يَدَعْ لِلْخَيْرِ مَطْلَبًا، وَلَا مِنَ الشَّرِّ مَهْرَبًا، يَمُوتُ حَيْثُ شَاءَ أَنْ يَمُوتَ ] ( سنن النسائي: ۳۱۳۳).
ژباړه: له فضاله رضي الله عنه نه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي دي ويل يې: زه د جنت په څنډو کې د هغه چا لپاره د کور پوره ذمه وار يم چې پر ما يې ايمان راوړی وي، اسلام يې قبول وي او هجرت يې کړی وي. او د جنت په منځ کې د هغه چا لپاره د کور ذمه وار يم چې پر ما ايمان ولري او اسلام يې راوړی وي او د الله پاک په لاره کې جهاد وکړي. او د جنت په پورته برخه کې د لوړ ماڼو ذمه واري د هغه چا لپاره لرم چې څوک پورتني کارونه وکړي او د خير هر ځای ته حضور لري او د شر له ځايونو څخه محفوظو ځايونو ته پناه وړي او باک نه ګڼي چې مرګ ورته د الله په لاره کې هر چرته راشي.
۱۲ – ښې خبرې کول، بې وسه ته خواړه ورکول، روژې او لمونځونه کول:
عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ فِي الجَنَّةِ غُرَفًا تُرَى ظُهُورُهَا مِنْ بُطُونِهَا وَبُطُونُهَا مِنْ ظُهُورِهَا»، فَقَامَ أَعْرَابِيٌّ فَقَالَ: لِمَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «لِمَنْ أَطَابَ الكَلَامَ، وَأَطْعَمَ الطَّعَامَ، وَأَدَامَ الصِّيَامَ، وَصَلَّى بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ ] ( سنن الترمذي: ۱۹۴۸).
له علي رضي الله عنه نه روايت دی چې ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په جنت کې داسې خونې دي چې بهر يې له دننه او دننه يې له بهر څخه ښکاري، يو بانډه چي وپاڅېد او ويې پوښتل چې د الله رسوله! دغه خونې د چا لپاره دي؟ هغه وويل: څوک چې ښې خبرې کوي، خواړه خلکو ته ورکوي او تل روژې نيسي، او په داسې حالتونو کې لمونځ (تهجد) کوی چې خلک ويده وي.
۱۳ – : بيمار پرسي او د اسلامي ورور ملاقات:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ عَادَ مَرِيضًا أَوْ زَارَ أَخًا لَهُ فِي اللَّهِ نَادَاهُ مُنَادٍ أَنْ طِبْتَ وَطَابَ مَمْشَاكَ وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الجَنَّةِ مَنْزِلًا ] ( سنن الترمذي: ۲۰۰۸).
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د بيمار پوښتنه وکړي او يا د الله پرست دوست ملاقات وکړي نو يو اواز کونکی ورته اواز وکړي چې ښه کار دې وکړ او تګ راتګ دې د ښه ژوند سبب شو، او په دې سره دې د ځان لپاره په جنت کې ځای تيار کړ.