حدیثد حديثونو ژباړه

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (ديارلسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (ديارلسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د خير ښېګړې د بېلابېلو لارې، له مور او پلار او خپلو خپلوان پالل:

۴۲ – ۳۲۲ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ»، قِيلَ: مَنْ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ عِنْدَ الْكِبَرِ، أَحَدَهُمَا أَوْ كِلَيْهِمَا فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ ] ([1])

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: پوزه یې دې خاورې شي، بيا يې دې پوزه خاورې شي، بیا يې دې پوزه خاورې شي، ورته وويل شول: د چا پوزه دې خاورې شي؟ هغه وويل: د هغه چا چې مور او پلار دواړه په بوډا والي کې راګير کړي يا په دواړو کې يو راګير کړي او په سبب يې جنت ته ونه ننوځي.

 

۴۳ – ۳۳۹ : عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلًا أَتَاهُ فَقَالَ: [ إِنَّ لِيَ امْرَأَةً وَإِنَّ أُمِّي تَأْمُرُنِي بِطَلَاقِهَا، قَالَ أَبُو الدَّرْدَاءِ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «الوَالِدُ أَوْسَطُ أَبْوَابِ الجَنَّةِ، فَإِنْ شِئْتَ فَأَضِعْ ذَلِكَ البَابَ أَوْ احْفَظْهُ ] ([2])

ژباړه: له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دی چې يو سړی ورته راغی ويويل: زما ښځه ده او مور مې راته وايي چې طلاقه يې کړه، ابودرداء رضي الله عنه ورته وويل: ما له رسوله الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلی دي ويل يې: پلار د جنت منځنۍ دروازه ده، که دې خوښه وي ضايع يې کړه او که دې خوښه وي خيال پرې وکړه.

 

له ديندارو خلکو سره ليدل کتل، له هغوی سره مجلسونه کول  او د ملاقات لپاره ورڅخه وخت اخستل او نور ګټور ځايونه:

۴۴ – ۳۶۶ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ عَادَ مَرِيضًا أَوْ زَارَ أَخًا لَهُ فِي اللَّهِ نَادَاهُ مُنَادٍ أَنْ طِبْتَ وَطَابَ مَمْشَاكَ وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الجَنَّةِ مَنْزِلًا ] ([3])

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د ناجوړه پوښتنه وکړي او د الله په خاطر د خپل مسلمان ورور ملاقات وکړي نو يو اواز کونکی ورته اواز وکړي چې ښه کار دې وکړ او تګ راتګ دې د ښه ژوند سبب شو، او په دې سره دې د ځان لپاره په جنت کې ځای تيار کړ.

 

د خپل لاس ګټې وټې خوړلو فضيلت او له سوال کولو څخه ډډه کول:

۴۵ – ۵۵۶ : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ أَرْبَعُونَ خَصْلَةً أَعْلاَهُنَّ مَنِيحَةُ العَنْزِ، مَا مِنْ عَامِلٍ يَعْمَلُ بِخَصْلَةٍ مِنْهَا رَجَاءَ ثَوَابِهَا، وَتَصْدِيقَ مَوْعُودِهَا، إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ بِهَا الجَنَّةَ ] ([4])

ژباړه: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څلوېښت (جنتي) صفتونه دي، د ډېر ثواب والا خصلت يې د شېدو والا بزه چا ته ورکول دي، که هر څوک يې په يو خصلت هم د ثواب په نيت عمل وکړي او شته اجر باندې تصديق ولري مګر الله به يې خامخا جنت ته ننباسي.

………………………………….

([1]) صحيح مسلم: کتاب البر والصلة والأدب، بَابُ رَغِمَ أَنْفُ مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ أَوْ أَحَدَهُمَا عِنْدَ الْكِبَرِ، فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ (۲۵۵۱).

([2]) سنن الترمذي: کتاب البر والصلة، بَابُ مَا جَاءَ مِنَ الفَضْلِ فِي رِضَا الوَالِدَيْنِ (۱۹۰۰)، ترمذي بيا وايي: دا حديث صحيح دی، او الباني هم ورته په صحيح الترمذي کې په (۱۵۴۸) شمېر باندې صحيح ويلي دي.

([3]) سنن الترمذي، کتاب البر والصلة، بَابُ مَا جَاءَ فِي زِيَارَةِ الإِخْوَانِ (۲۰۰۸)، سنن ابن ماجه: الجنائز،بَابُ مَا جَاءَ فِي ثَوَابِ مَنْ عَادَ مَرِيضًا (۱۴۴۳)، او د ابن ماجه الفاظ په دې توګه دي (مَنْ عَادَ مَرِيضًا، نَادَى مُنَادٍ مِنَ السَّمَاءِ: طِبْتَ، وَطَابَ مَمْشَاكَ، وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الْجَنَّةِ مَنْزِلًا) خو سند يې د سنان القسلمي له کبله چې خپل نوم يې عيسی بن سنان دی ضعيف دی، ابن معين ورته ضعيف الحديث ويلي دي، اثرم وايي: ما له احمد بن حنبل څخه د عيسی بن سنان اړوند وپوښتل هغه وويل: ضعيف دی، ابوزرعه وايي: مختلط او ضعيف الحديث هم دی، ابوحاتم وايي: په حديثونو کې قوی نه دی، عجلي وايي: روايت ورڅخه باک نه کوي، او نسائي هم ورته ضعيف ويلي دي، ابن خراش وايي: صدوق دی، خو په حديثونو کې يې نکارت دی، او ابن حبان په ثقاتو کې ذکر کړی دی، وګوره تهذيب التهذيب: (۶ / ۳۳۰)، او مذکور حديث ته الباني په صحيح سنن الترمذي کې په (۱۶۳۳) شمېر باندې حسن ويلي دي.

([4]) صحيح البخاري: کتاب الهبة وفضلها والتحريض عليها،بَابُ فَضْلِ المَنِيحَةِ (۲۶۳۱).

Tags

Related Articles

Back to top button