حدیثد حديثونو ژباړه

له حدیثونو څخه د حلوليانو ناوړه استدلال . لقمان حکيم حکمت

له حدیثونو څخه د حلوليانو ناوړه استدلال . لقمان حکيم حکمت

عن أبي هريرة-رضي الله عنه-قَال: قَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: [ إنَّ اللهَ -عز وجل- يَقُولُ يَومَ القِيَامَةِ: يَا ابْنَ آدَمَ، مَرِضْتُ فَلَمْ تَعُدنِي! قَالَ: يَا رَبِّ، كَيْفَ أعُودُكَ وَأنْتَ رَبُّ العَالَمِينَ؟!، قَالَ: أمَا عَلِمْتَ أنَّ عَبْدِي فُلاَناً مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ! أمَا عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ عُدْتَهُ لَوَجَدْتَني عِنْدَهُ! يَا ابْنَ آدَمَ، اسْتَطْعَمْتُكَ فَلَمْ تُطْعِمنِي! قَالَ: يَا رَبِّ، كَيْفَ أطْعِمُكَ وَأنْتَ رَبُّ العَالَمِينَ؟! قَالَ: أمَا عَلِمْتَ أنَّهُ اسْتَطْعَمَكَ عَبْدِي فُلانٌ فَلَمْ تُطْعِمْهُ! أمَا عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ أطْعَمْتَهُ لَوَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي! يَا ابْنَ آدَمَ، اسْتَسْقَيْتُكَ فَلَمْ تَسْقِنِي! قَالَ: يَا رَبِّ، كَيْفَ أسْقِيكَ وَأنْتَ رَبُّ العَالَمينَ؟! قَالَ: اسْتَسْقَاكَ عَبْدِي فُلاَنٌ فَلَمْ تَسْقِهِ! أمَا عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ سَقَيْتَهُ لَوَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي ] ( الأدب المفرد: ۵۱۷، صحيح مسلم: ۲۵۶۹، صحيح ابن حبان: ۲۶۹  )

ژباړه: له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د قيامت په ورځ به الله پاک ووايي: ای بني ادمه! زه ناجوړه شوی وم او تا مې پوښتنه نه وه کړې، انسان به ووايي: زما ربه! ته خو دټولو مخلوقاتو پالونکی يې څنګه به مې ستا پوښتنه کړې وه؟! الله به ووايي: ولې ته خبر نه وې چې زما فلان بنده ناجوړه شوی و او تا يې پوښتنه نه وه کړې! ولې ته نه پوهېدې که تا يې پوښتنه کړې وه نو زه به دې ورسره موندلی وم، ای بني ادمه! ما درڅخه خوراک غوښتی و او تا راته خوراک نه و راکړی! انسان به ووايي: ای زما ربه! ما به څنګه تا ته خوراک درکړی وی او ته خپله د مخلوقاتو پالونکی يې؟! الله پاک به ورته ووايي: ولې تا ته پته نه ده چې زما فلان بنده درنه خوراک غوښتی و او تا ورته خوراک نه و ورکړی، که دې ورته خوراک ورکړی و نو اوس به دې له ماسره موندلی و، ای بني ادمه! ما درڅخه اوبه غوښتې وې او تا راته اوبه نه وې راکړې! انسان به ووايي: ای زما ربه! څنګه به مې درته اوبه درکړی شوی وې او ته خپله د مخلوقاتو پالونکی يې؟! الله به ورته ووايي: زما فلان بنده درڅخه اوبه غوښتې وې او تا نه و خړوب کړی! که دې په اوبو خړوب کړی وی نو اوس به دې له ماسره موندلی وې.

د حديث اجمالي شرح او تفصيل:

له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به الله پاک ووايي: ای بني ادمه! زه ناجوړه شوی وم او تا مې پوښتنه نه وه کړې، انسان به ووايي: زما ربه! ته خو دټولو مخلوقاتو پالونکی يې څنګه به مې ستا پوښتنه کړې وه؟ مطلب او مراد ترې دا دی چې ما به څنګه ستا پوښتنه کړې وه او ته پوښتنې ته هېڅ اړتيا نه لرې، الله به ورته ووايي: ولې تا ته پته نه وه چې زما فلان بنده ناجوړه شوی و او تا يې پوښتنه نه وه کړې، خو که تا يې پوښتنه کړې وه نو زه به دې ورسره موندلی وی، ( زه ناجوړه شوی وم او تا مې پوښتنه نه وه کړې ) د الله پاک دې قول کې هېڅ اشکال نشته، ځکه په الله پاک باندې هېڅ ډول ناجوړتيا نه شي راتللی ځکه ناجوړتيا د نقص صفت دی او الله پاک له هر ډول نقص نه پاک او منزّه دی، دلته ترې مراد دا دي چې د هغه يو نېک او صالح بنده رنځور شوی و، چونکه د الله اولياء د هغه خاص بندګان دي، له دې کبله به ورته الله پاک ووايي: که پوښتنه دې ورله کړې وه نو زه به دې ورسره موندلی وی، داسې يې ورته ونه ويل: که پوښتنه دې ورله کړې وه نو له ماسره به دې موندلی وی، لکه څنګه چې يې ورته په طعام او شراب کې ويلي دي، بلکې دا به ورته ووايي چې زه به دې ورسره موندلی وی، بلکې دا په دې دلالت کوي چې رنځور تل الله پاک ته نزدې وي، له دې کبله علماء کرام وايي: د رنځور دعاګانې ډېرې ښې قبليږي که چا ته دعا کوي او که ورته ښېراه کوي.د الله پاک دا قول( يا ابن ادم استطعمتک فلم تطعمني ) مطلب: له تا څخه مې خوراک غوښتی و او تا راته نه و راکړی، او معلومه خبره ده چې الله د خپل ځان لپاره بيخي خوراک نه غواړي، ځکه الله پاک وايي: ( وهو يطعم و لا يطعم. أنعام : ۱۴)

ژباړه: الله پاک نورو ته خوراک ورکوي او هغه ته څوک خوراک نه ورکوي.

الله پاک له هرڅه غني دی، نه خوراک ته اړتيا لري او نه څښاک ته، خو د الله يو بنده وږی شوی و او په دنيا کې يې د ولږې معلومات يو شخص ته و او بيا يې هم خوراک نه و ورکړی، نو ځکه به ورته الله ووايي: که تا ورته خوراک ورکړی و نو اوس به دې له ما سره موندلی و، يعنې د هغه ذخيره شوی ثواب به دې اوس له ماسره ليدلی و، يوه نېکۍ په لس چنده او تر اووه سوه چندونو پورې، بلکې له دې هم پسې پورته.قبلوي، د الله پاک د دې قول ( ای بني ادمه! ما درڅخه اوبه غوښتې وې او تا نه وې راکړې ) نه مطلب دا دی چې ما درنه غوښتي ول چې خړوب مې کړې او تا راته اوبه نه وې راکړې، انسان به ورته ووايي چې څنګه به مې درته اوبه درکړې وې او ته خپله د مخلوقاتو پالونکی يې! مطلب ته خو هېڅ ډول خوراک او څښاک ته اړتيا نه لرې، نو الله به ورته ووايي: ولې تا ته پته نه وه چې زما فلان بنده تږی او جل نيولی و، يا يې درڅخه اوبه غوښتې وې، خو که تا ورته اوبه ورکړې وې نو اوس به دې له ماسره موندلې وې، په عربۍ کې ( اسقاء ) دې ته وايي چې څوک له تا نه اوبه وغواړي او ته يې خړوب کړې، نو ثواب به يې له الله سره ذخيره شوی ووينې، يوه نيکې په لسو چندونو قبلوي تر اووه سوه چنده پورې بلکې له دې نه هم پسې پورته

Tags

Related Articles

Back to top button