د محـــــــرم مياشتې فضائلو او احکامو ته لنډه کتنه . راټولونه او ژباړه: انديال ساپى
د محـــــــرم مياشتې فضائلو او احکامو ته لنډه کتنه . راټولونه او ژباړه: انديال ساپى

لومړى: محـــــــرم د مياشتې فضيلت
رســـــــول اکـــــــرمﷺ د محرم مياشت دالله تعالى مياشت نومولي ده، چې دا يې دغوروالى او فضليت ستر دليل دى، ځکه الله جل جلاله ته د درناوى په موخه يواځې هغه د ځانګړو مخلوقاتو اضافت کيږى.
لطائف المعارف:(26).
دوېيم: دمحرم په مياشت کې د روژى نيولو فضيلت
د محرم په مياشت کې روژه نيول ستر فضيلت لري
رســـــــول اکـــــــرمﷺ وايې:” د رمضان نه وروسته غوره روژې د هغې مياشت دى چې تاسې ورته محرم وايې.”.
مسلم
په پورتنى حديث کې د محرم په مياشت کې ﺯياتو روژو نيولو ته ترغيب ورکړى شوى او نبي هليه السلام ددې مياشتى روژې نيول له فرضى روژو وروسته غوره ګڼلى او په نورو ټولو نفلې روژو يې ورته فضيلت ورکړى.
د همدې ورځو روژو نيولو ته
ابن رجب الحنبلى -رحمه الله- هم اشاره کړى هغه وايي:
” کله چې د محرم مياشت الله جل جلاله ته په اضافت خاص ده، او داعمالو ترمنځ روژه هم الله جل جلاله ته مضاف ده، نو مناسبه ده چې الله جل جلاله ته په اضافت ځانګړى مياشت کې ځانګړى عمل وشي چې هغه روژه نيول دى”.
لطائف المعارف:(36).
درېيم: عاشوراء ورځې د روژې نيولو فضيلت
عاشوراء ورځ محرم د مياشتى لسمه نيټه ده روژه نيول يې مسنون عمل دى، خورا ثواب لري او د يو کال ګناهونه بښى.
له قتادة -رضى الله- عنه نه روايت دى وايي: يو سړى د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه عاشوراء ورځې د روژى نيولو د ثواب په اړه وپوښتل: هغه وفرمايل:” ﺯه د الله تعالى نه اميد لرم چې د تيرشوى کال ګناهونه وبښى”.
مسلم (1976).
د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى وايې :”ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ندى ليدلى چې عاشوراء ورځې د روژې په څير يې د بلې ورځې په روژه نيولو کې کوښښ کړى وى او هغه دى په نورو ورځو غوره کړى وي، او هم دا شان د رمضان مياشت”.
بخارى (1867).
څلورم: عاشوراء سره د تاسوعاء روژه نيول
بايد يهودو سره د مخالفت په موخه عاشوراء سره دنهمې ورځې(تاسوعاء) او يا هم ديوولسمې ورځې روژه ونيول شي، ځکه يهودو به يواځې د عاشوراء د ورځى روژه نيوله.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى: عاشوراء نه يوه ورځ مخکى يا يوه ورځ وروسته روژه ونيسئ.
خو غوره دا ده چې د نهمې او لسمى ورځې چې عاشوراء ده روژه ونيول شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى:که تر راتلونکى کال ژوندى وم نو دنهمى ورځ روژه به هم نيسم.
مسلم
ابن عباس -رضى الله عنه وايي: “(د محرم) نهمه او لسمه ورځ (عاشوراء) روژه ونيسئ او د يهودو سره مخالفت وکړئ”.
لطائف المعارف(106).
پنځم: عاشوراء د روژې نيولو حکمت
عاشوراء د ورځې روژه نيول په جاهليت کې هم رواج وه، قريشو به له اسلام څخه مخکى ددغه ورځى روژه نيوله،رسول الله ددغى ورځې روژه موسى عليه السلام سره د خواخوږى او هغه د حق پر ځاى کولو په موخه نيولى او هم پې ټول امت ته د نيولو امر کړى.
د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى: “رسول صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلى يهود يې وليدل چې د عاشوراء روژه يې نيوله رسول صلى الله ترې وپوښتل : «د څه لامله ددى ورځى روژه نيسئ؟ »هغوى په ځواب کې وويل: الله تعالى پدې ستره ورځ موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ، فرعون او دهغه لښکر يې تباه کړ، موسى عليه السلام د الله تعالى د شکر د ادا کولو په موخه ددغې ورځ روژه نيوله او مونږ يې هم نيسو، رسول صلى عليه وسلم وفرمايل:« مونږ له تاسې څخه د موسى عليه السلام په تابعدارى ډير حقدار او لومړى يو»،رسول صلى الله عليه وسلم د دغې ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ”.
بخارى (2004). مسلم (1130).
شپږم: عاشوراء دورځې بدعت
عاشوراء د ورځې په اړه دوه ډلې بى لارې شوي
لومړى: هغه ډله چې ديهودو سره مشابهت لري او عاشوراء يې دخوښۍ او اختر ورځ ټاکلى ده، پدى ورځ د خوښۍ بيلابيل مراسم ترسره کوي لکه:ږيره رنګول، سترګى تورول، په فاميل ﺯيات مصرف کول،. له عادت څخه ﺯيات خواړه پخول او داسې نور…..
دوهمه: ډله شيعګان دى چې دغه ورځ يې حسين رضى الله عنه دقتل لامله د ماتم غم او چغو ورځ ټاکلي، پدغه ورځ د جاهليت هغه کړنې ترسره کوي چې د اسلام سره په ټکر کې دي لکه: مخ وهل، ګريوانونه څريول، غمګينې قصيدې لوستل او داسې نور……
الله جل جلاله اهل سنتو ته د دغې ورځې په اړه هدايت وکړ هغه کارونه يې وکړل چې رسول الله ورته پرې امرکړى وو لکه:روژه نيول (سره يهودو دمخالفت کولو) او له هغه بدعاتو ځانونه ساتل چې شيطان پرې امر کړى .
#للهالحمدوالمنة