زده کوونکو ته نصيحتونه. د مدني حرم حطبه. ژباړن: مفتي عبدالولی خان
زده کوونکو ته نصيحتونه. د مدني حرم حطبه. ژباړن: مفتي عبدالولی خان

د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور صلاح البدير.
نېټه: 29 ذو الحجه، 1440 هجري، 30 اګست 2019 م
اوله خطبه، اما بعد:
ای مسلمانانو! د الله تقوا غوره کړئ! ځکه چې په تقوا سره زړونه روغېږي او د لارو رڼا ده. الله فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ)[آلِ عِمْرَانَ: 102].
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ.
ای مسلمانانو! لوړو اقدارو، اهدافو او د عزت مقامونو ته د رسېدو لپاره کوښښ کول د ثابت قدم خلکو طريقه، او د کوښښ کوونکو عادت دی.
علم لوی او لوړ عزت دی چې خپل زده کوونکي ته وقار ورکوي او د خلکو په سترګو کې د ده حاصلوونکي ته احترام ورکوي.
څوک چې له علم سره مینه ساتي نو د هغه فضايل په کې راپيدا کېږي او د هغه په میدان کې د علم محاسن دېره کېږي.
مزني رحمه الله وايي: ما له شافعي رحمه الله څخه اورېدلي دي چې فرمايل یې: څوک چې قرآن زده کوي، نو د هغه قدر و قيمت زياتېږي او څوک چې فقه زده کوي د هغه مقام لوړېږي، څوک چې حديث ليکي د هغه دليل قوي کېږي، څوک چې لغت لولي د هغه طبيعت نرمېږي. او څوک چې حساب زده کوي، نو رايه او فکر يې سمېږي. او هغه څوک چې د ځان ساتنه پخپله ونکړي، نو علم يې ورته نفع نه ورکوي. “.
شاعر وايي:
د علم په قوت سره د قومونو شوکت او شان قوي کېږي
په زمانه کې حکم او فيصله قلم ته منسوب شوي دي.
تورې چلېږي نو غوښې غورځوي او قلم چې چلېږي نو حکمتونه ترې راوځي. که خلکو انصاف کولی، نو د دوی په مينځ کې فضيلت او مقام به د سياهۍ په يو څاڅکې سره وی نه د وينو په تويولو سره.
نو ته علم ته توجه وکړه ته به د فضيلت هغه لوړ مقام ته ورسېږې چې عزت او اکرام به په کې وي.
علم به دې په فتنو کې ساتنه او حفاظت کوي، په وحشت او يوازې والي کې به دې ملګری او انيس وي او د عزت په تختونو به دې کېنوي.
ای مسلمانانو! نوی تعليمي کال راورسېده، او په نږدې وخت کې به ښوونځي او پوهنتونونه خپلې دروازې پرانيزي او شاګردانو ته په ډېرې مينې سره هرکلی ووايي، نو په دغه عظيم مناسبت سره دلته زده کوونکو هلکانو او جينکو ته څه نصيحتونه وړاندې کوو.
ای متعلمينو! د تعليم او زده کړو بينچونو ته په ډېرې مينې او رغبت سره واپس شئ! په خوشالۍ، عزيمت، پخې ارادې سره راشئ. او له سستۍ، کوتاهۍ او کمي نه پورته شئ.
لویه حصه او برخه په کوښښ او محنت سره حاصلېږي او محرومي په سستۍ کې ده. نو ځان ستړی کړه عنقريب به خپل هدف ته ورسېږې. ځوان خو هغه دی چې د قاطعيت په وصف سره متصف وي او په خبره او قول کې يې کمی نه وي.
هغه څوک چې خپل قاطعيت ضايع کوي خپل هدف ته نشي رسېدلی او هغه څوک چې د عجب او تکبر په غشو وويشتل شي هغه خپلو اهدافو او مقصادو ته نشي رسېدلی.
حازم، قاطع او متفکر سړی خپل هدف ته رسېږي چې کله پر خپل قاطعيت باندې ودرېږي او د خپلو نفساني خواهشاتو نافرماني وکړي.
ای زده کوونکو! وختي ځئ او خپلو درسي بینچونو او کلاسونو ته ژر حاضر شئ، له تاخیر او شاتګ نه ځان وساتئ، ځکه چې په وختي تلو کې برکت، رزق، کاميابي او توفيق دي.
امام ترمذي له صخر غامدي رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“اللهم بارِكْ لأمتي في بكورها”
ای الله! زما د امت په سهارونو کې برکت واچوه.
او کله چې به يې څه لښکر او دسته لېږل، نو د ورځې په شروع کې به يې لېږل.
صخر هم يو تاجر سړی و، نو ده چې به هم کومه تجارتي قافله يا سامان لېږه، نو د ورځې په شروع کې به يې لېږلو، نو ډېر مالداره شو او مال يې زيات شو.
او دا هم واورئ چې د ورځې برکت هله حاصلېږي چې کله انسان د سهار لمونځ په خپل وخت کې وکړي، ځکه چې د سهار لمونځ د دغې ورځې نسيم او سپرلی دی. نو سهار وختي پاڅېږئ او په اذکارو او نبوي اورادو سره ځان لپاره حفاظتي قلا جوړه کړئ، هغه اوراد او ذکرونه چې روح لره انس اضافه کوي، زړه ته خوشالي ورکوي او بدن ته قوت، تازګي، بچاو او حفاظت ورکوي.
هغه څوک چې ځان په سستۍ او کوتاهۍ باندې عادت کړي، او له خپل کار او وظيفې نه، له مدرسې او ښوونځي او درسي ساعتونو نه د تاخير کولو او ویده پاتې کېدلو عادت راخپل کړي، نو یقيناً چې د ده هدف او مرام ضايع شو، او د ده افسوس او حسرت ډېر لوی شو. هغه څوک چې خوبونه کوي، مراد او هدفونه به ترې ورک شي، او څوک چې د سستۍ په وجه ويده پاتې کېږي، ارمانونه به يې پوره نشي. بې کاره، مهمل او سست کس ډېر بدبخته ژوند تېروي او له کاميابۍ څخه ډېر لرې وي.
او هغه څوک چې صبر يې وکړ کامیاب او بريمن شو. په صبر سره بندې تالې پرانيستل کېږي، توفيق نازلېږي.
د سهار له لمانځه نه پس خوب مباح دی خو په دې شرط چې واجب او ضروري کارونه پرې ضايع نشي. د قيلولې يعنې د غرمې خوب مستحب دی، ځکه چې په دې باره کې حديث راغلی دی، له انس رضي الله عنه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “قِيلُوا فإنَّ الشياطينَ لا تَقِيلُ” تاسو د غرمې ارام کوئ، ځکه شيطانان د غرمې ارام نه کوي. دا أبو نعيم روايت کړی دی.
بله دا چې په قيلولې سره دماغ او بدن ته تازګي حاصلېږی او په مذاکرې کې او د ذمه واريو په ادا کولو کې ښه په قوت او تازګۍ سره مرسته کوي.
تاسو له شوګېرتوب نه هم ځان وساتئ، ځکه چې شوګيره بس يو افت دی، بوج دی، مزاج او طبيعت خرابوي، قوت کمزوری کوي او زړه او جسم ستړی کوي، نو ته د خوب مقابله مه کوه بلکې د شپې په اوله حصه کې ويده کېږه، خپلو ليکونکو ملايکو ته راحت ورکوه، تر چرګ بانګه پورې ويښ مه کېنه.
موږ ډېر داسې خلک ليدلي دي چې وظيفه او ډيوټي يې بايللې ده، خپل درسونه يې پرېښي دي، خپلو اولادونو او خاندان ته يې هېڅ توجه نه ده کړې او دا ټول د دغه حرام او د غندنې وړ شوګېرې په وجه چې دی يې له خپلو بدو او ګمراه کوونکو ملګرو سره تېروي.
ای زده کوونکيه او متعلمه! د ادابو، پاکۍ او صفايۍ خيال ساته، د استاد احترام کوه، د نظام او قانون احترام او التزام کوه. د تعليمي او ښوونځي د قوانينو او مقرراتو پابندي کوه او د الله تقوا غوره کړه، له هغه نه ووېرېږه، ځکه الله ته هېڅ شی پټ نه دی، له هغه نه هېڅ شی پناه نه دی.
علم خپل توښه او تیاری وګرځوه، ادب خپل غيرت وګرځوه، ډېر زيات ادبناک اوسه، ډېر تواضع کوه او ډېر پاکيزه او دينداره اوسه. غصه بېخي مه کوه، له غوره خلکو سره ملګرتیا کوه، له شريانو څخه لرې ګرځه، هغوی ته مه نږدې کېږه، پر هغوی اعتماد هم مه کوه او مه ورسره ناسته ولاړه کوه. د ذليلو او کم ظرفو خلکو ناسته مه کوه، ځکه چې د بې وقوفو خلکو خويونه او عادتونه ژر نورو ته منتقل کېږي.
او تر ټولو بد سړی هغه دی چې هېڅ پروا نه لري چې خلک يې بد وګڼي او بد يې وويني.
هغه څوک چې لوړ مقامونه او عزتونه غواړي هغه به له حرامو کارونو نه ځان ساتي، بدنظري مه کوه، خلکو ته نېغ نېغ او بټې بټې مه ګوره، ځکه چې سترګې د شيطان جالونه دي، او څوک چې خپلې سترګې بې واکه او بې لګامه کړي هغه هلاکېږي.
د تهمت او شک له ځایونو څخه لرې ګرځه او له هغه خبرې او کار څخه هم ځان وساته چې بيا پرې بښنه غواړې او معذرتونه کوې. د نورو لپاره عذر لټوه، خپله هم عذر وړاندې کوه، ځکه هغه څوک چې عذر وړاندې کوي او بښنه غواړي د هغه ملامته کوونکي کم وي.
شاعر وايي:
إنَّ السعيدَ له من غيره عِظَةٌ *** وفي التجارب تحكيم ومعتَبَر
سعادت مند هغه دی چې له نورو څخه نصيحت او عبرت اخلي او په تجربو کې هم حکمتونه او عبرتونه شته.
هر وخت له هر قسمه ټوکو ټقالو نه ځان وساته، ځکه چې دغه ټوکې ټقالې دي چې عداوتونه او کينې پیدا کوي او هيبت او رعب ختموي. عزت په ښو جامو او خوش منظرۍ کې نه دی بلکې عزت په علم، ادب او دين کې دی.
ژبه د انسان وزيره ده، نو که د وينا لپاره ښکلې او سمه خبره نه مومې نو له غلطې او ناسمې خبرې نه خاموش پاتې کېدل غوره لاره ده. په هغو خلکو کې مه شاملېږه چې پر خلکو عيبونه لګوي او پر ده هم عیبونه لګي او هغه چې کنزلې کوي او هغه چې ملګرو ته طعنې ورکوي. او د خلکو هغه عیبونه مه ښکاره کوه چې علام الغيوب الله پرې پرده اچولې ده.
شاعر وايي:
لا تلتمِسْ من مساوي ما ستروا *** فيهتك اللهُ سِرًّا من مساويك
واذكر محاسن ما فيهم إذا ذُكِرُوا *** ولا تعب أحدا منهم بما فيك
د خلکو هغه پټ عيبونه مه ښکاره کوه چې هغوی پټ کړي دي که نو الله به ستا پټ عیبونه څرګند کړي.
او کله چې د دغو خلکو تذکره کېږي نو د هغوی محاسن او ښېګړې يادوه او پر هيچا هم هغه عیب مه لګوه چې په تا کې هم شته.
د سست او لټ انسان ملګرتيا مه کوه.
شاعر وايي:
په هېڅ حالت کې هم د سست او لټ انسان ملګرتيا مه کوه، ځکه چې ډېر ځلې روغ او سم انسانان د نورو په فساد سره فاسد او خرابېږي.
د کم فهمو او ناپوهانو خلکو اثر پر نويو خلکو ډېر ژر کېږي لکه څنګه چې سکروټه په ايرو کې کېښودل شي نو مړه شي.
په ښکلو ادابو سره د نوی نسل لويول او روزل د پلرونو او سرپرستانو کار دی. ځینو هوښيارانو ویلي دي:
“بادِرُوا بتأديب الأطفال قبل تراكُم الأشغال، وتفرُّق البال”.
د خپلو ماشومانو تربيت او روزنه وکړئ مخکې له دې چې ستاسو مصروفيتونه زيات شي او ذهن او فکر مو تقسيم شي.
ای خوږو زده کوونکو! د علم د زده کړې لپاره داسې کوښښ وکړئ چې د هغه د شان سره لايق او مناسب دی. له تنګدلۍ، ستومانۍ، کمزور کېدو او انقطاع نه ځان وساتئ.
شاعر وايي:
اطْلُبْ وَلَا تَضَّجِرْ مِنْ مَطْلَبٍ *** فَآفَةُ الطَّالِبِ أَنْ يَضْجَرَ
علم حاصل کړه، او د علم په طلب کې تنګېږه مه، ځکه چې د زده کوونکي لپاره لوی افت دا دی چې دی د علم له زده کړې څخه تنګ شي.
علم حاصل کړئ، ځکه چې څوک علم حاصلوي نو په وړوکوالي کې به يې علم سيده او سم کړي او کله چې دی لوی شي، نو دغه علم به يې مخکې کړي.
عروة بن زبير رحمه الله وايي: “يا بَنِيَّ، اطلبوا العلم، فإن تكونوا صغارا لا يحتاج إليكم، فعسى أن تكونوا كبارا لا يُستغنى عنكم”.
ای زما زما زامنو! علم حاصل کړئ، که ستاسو د وړوکوالي په عمر کې تاسو ته د چا حاجت نه وي، نو ممکن دي چې کله تاسو لوی شئ بيا به له تاسو نه څوک مستغني نه وي. يعنې خلک به بيا تاسو ته محتاج وي.
تاسو د ښوونځيو، د زده کړو د ځايونو خیال وساتئ، ځکه چې ښوونځي د تخم د کرلو ځايونه دي او له چا نه چې درس پاتې شو له هغه نه د ونو نیالول پاتې شول.
تل د کتابونو مطالعه کوئ، له مطالعې، تحقيق، لوست، نوټ اخيستلو، مذاکرې، يو بل ته د اورولو او يادولو څخه مه ستړي کېږئ.
ابن الجوزي -رحمه الله وايي: که زه ووايم چې ما شل زره جلده کتابونه لوستي دي، نو زما مطالعه له دې نه هم زیاته ده او اوس هم د علم په طلب کې يم.
ای زده کوونکو! کوښښ او محنت وکړئ، د کتابونو، کاپیانو، سياهي او قلمونو مينځ کې اوسئ تر دې چې خپلو اهدافو ته ورسېږئ.
ځينې هوښيارانو ويلي دي: څلوېښت کاله پر ما داسې تېر شوي دي چې کله مې قيلوله کړې، د شپې ويده شوی يم، يا مې پر څه تکيه وهلې ده نو کتاب به زما پر سينه پروت و.
له امام احمد بن حنبل -رحمه الله څخه تپوس وشو چې تر کومه به علم حاصلوې؟ هغه ورته وويل: له ښوونځي له شروع نه تر قبرستان پورې.
ای متعلمينو! تاسو پر ځان بردباري، وقار او په وار تګ کول لازم کړئ او ځان په مزل کې له تادۍ کولو، غصې، بدنظمۍ او سپکوالي نه وساتئ هغه چې شر پېښوي او انسان په ندامت او حسرت کې اچوي.
شاعر وايي: هغه کس چې بردبار وي هغه خو خپل ځینې مقاصدو ته ورسېږي او هغه کس چې تادي کوونکی وي هغه خپل هېڅ يو هدف ته ونه رسېږي بلکې وښويېږي.
هغه کس چې د تګ په وخت کې خپل موبايل ټليفون کاروي، نو ده پخپله خپل ځان د مرګ په خطر کې واچوه او تکليف ته نږدې شو او نور يې هم هلاکت وړاندې کړل، ځکه چې موبايل فون د انسان عقل او شعور هر څه اخلي، انسان بيا حاضر نه وي، هېڅ توجه يې نه وي.
هغه کس چې سترګې يې په موبايل فون کې ښخې کړې وي، غوږونه يې ورته متوجه کړي وي، سر او اوږې يې ورته ټيټ کړي وي او د مزل کولو او ګاډي چلولو په وخت کې په خبرو اترو، ميسجونو، ټويټونو او کتنو يې ځان مشغول کړی وي، نو ده يو ډېر غټ مجرمانه کار وکړ او ستره غلطي يې وکړه.
تا ته خو په کار دي چې خپل ذهن او زړه د خپل هدف په طرف راجمع کړې او خپل مزل او ګاډي چلولو ته متوجه اوسې.
که بيا هم ستا زړه غواړي او يا ټليفون کوونکی دې نه پرېږدي نو بیا له لارې نه يو اړخ ته شه، خپل ګاډی دې ودروه او بيا خپل ضرورت پوره کړه او مسلمانانو ته له شر رسولو نه ځان وساته مخکې له دې چې کومه خرابي واقع شي او بیا ته افسوس او حسرت کوې، او پښېماني او درد ظاهروې او وايې چې موبايل مې هر څه رانه هېر کړل، زه يې ړوند کړمو زه يې مشغوله کړم او بيا په دغه وخت کې پښېماني هېڅ فايده نه ورکوي.
زه پر همدې خبرو اکتفا کوم او له الله نه بښنه او استغفار غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقيناً هغه رجوع کوونکو ته ډېره بښنه کوي.
دويمه خطبه، اما بعد:
ای مسلمانانو! د الله تقوا غوره کړئ، د هغه خيال وساتئ، د هغه اطاعت وکړئ او د هغه نافرماني مه کوئ، الله فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ)[التَّوْبَةِ: 119].
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ.
ای زده کوونکو! د معلم او استاد احترام کول واجب دي، او د هغه په وړاندې تواضع کول او اکرام يې کول فرض دي.
د استاد د علم فضيلت پېژندل او د هغه د ښېګړو شکريه ادا کول له غوره اخلاقو ځنې دي.
زده کوونکی به په خپل کلاس او صنف کې ادبناک وي، له خپلو ملګرو او هم صنفيانو سره به په احترام او ادب سره برتاو کوي. ځکه چې دا د علم او اهل علمو توقير او عزت کول دي.
عمر بن الخطاب رضي الله عنه وايي:
“تعلَّموا العلمَ وعلِّموه الناسَ وتعلَّموا له الوقارَ والسَّكِينةَ، وتواضَعُوا لمن تعلمتُم منه، ولمن علمتموه، ولا تكونوا جبابرةَ العلماءِ”.
تاسو علم زده کړئ او خلکو ته يې وښيئ، او د علم لپاره وقار او سکون هم زده کړئ، د هغه چا لپاره تواضع او عاجزي کوئ چې تاسو ترې زده کړې ده او له هغه چا سره هم د تواضع چلند کوئ چې تاسو ورته زده کړه ورکړې ده او جبر کوونکي علماء مه جوړېږئ.
معلم او استاد زموږ په مشرانو کې راځي او د مشرانو عزت کول زموږ په اقدارو کې دی، له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما نه روايت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “ليس منا مَنْ لم يرحم صغيرنا، ويوقر كبيرنا”
هغه څوک له موږ څخه نه دی چې زموږ پر وړو رحم نه کوي او د مشرانو مو عزت نه کوي. دا بخاري په الأدب المفرَد کې راوړی دی.
او درود ووايئ په احمد مصطفٰى باندې چې رَهنما دى، د مخلوق شفاعت كوونكى دى، چا چې يو ځلې پر هغه درود ووېلې الله به پر هغه لس رحمتونه نازل كړي.
اى الله! درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې.
او له ټولو آل او صحابه وو نه راضي شه او له هغوى سره زمونږ نه هم راضي شه اى كريم او وَهّاب ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه،
شرك او مشركين ذليل او رسوا كړه، د دينِ اسلام دښمنان تباه كړه،
د مسلمانانو په ټولو وطنونو كې امن او فراخي راوله، اى رب العلمينه.
د دسيسه ګرو له دسيسو، فریبونو، د حسد کوونکو له حسد نه، د مکر کوونکو له سازشونو نه او د کینه ګرو له کينو نه بلاد الحرمين الشريفين محفوظ ولره ای رب العلمینه.
ای الله! زموږ امام او حاکم خادم الحرمين الشريفين ته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې، ته يې نېکۍ او تقوا ته يې مخه کړه
ای الله! زموږ امام او د هغهٔ نايب او ولي عهد ته توفیق ورکړه د هغه څه چې په کې د اسلام عزت او د مسلمانانو صلاح او ښېګڼه وي اى رب العلمينه.
ای الله! زموږ د فوځيانو مرسته وکړه چې پر سرحدونو ولاړ دي. ای الله! زموږ د امنيتي ځواکونو ساتنه او حفاظت وکړه او هغوی ته غوره او کامله بدله ورکړه ای رب العلمینه
ای الله! زموږ بيمارانو ته شفا ورکړه، زموږ مصيبت زپليو ته عافيت ورکړه، زمونږ پر مړيو رحم وکړه او پر هغه چا راته برى راكړه چې له موږ سره دښمني كوي،
ای الله! د حاجیانو حجونه او محنتونه قبول کړه، ای الله! له حاجیانو نه د هغوی حجونه، محنتونه، عبادتونه قبول کړه. ای الله! حجونه يې مقبول او مبرور وګرځوه، سعي او محنت يې قبول کړه او ګناهونه يې معاف کړه ای رب العلمينه.
ای الله! حاجيان خپلو وطنونو ته په سلامتۍ او فوايدو سره واپس کړه ای رب العلمينه.
اى الله! دعاګانې مو واوره، غږونه مو قبول كړه، اى كريمه اى عظيمه اى رحيمه ذاته.