عنوان: استقامت غوره كړئ. مکي حرم خطبه. ژباړن: مفتي عبدالولي خان
عنوان: استقامت غوره كړئ. مکي حرم خطبه. ژباړن: مفتي عبدالولي خان

د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور فيصل بن جميل غزاوي
نېټه: 29 ذو الحجه، 1440 هجري، 30 اګست، 2019 م
اوله خطبه
أما بعد:
امام بخاري رحمه الله په صحيح البخاري كې له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت راوړى دى چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: هېڅ څوك به په خپل عمل سره نجات ونه مومي. خلكو وويل: تاسو به هم نه؟ ويې فرمايل: هو، زه هم نه. مګر دا چې الله تعالٰى ما پر خپل رحمت كې راونغاړي.
لهٰذا تاسو د الله پر حكمونو قايم اوسئ يا ورته نږدې اوسئ. سهار او ماښام محنت كوئ او د شپې په څه حصه كې هم عبادت كوئ.
اعتدال او ميانه روي غوره كړئ! نو تاسو به خپل منزل او هدف ته ورسېږئ. په بل روايت كې الفاظ داسې دي: دا دين ټول په ټول له اسانۍ نه ډك دى، څوك چې هم له ده سره په عمل كې مقابله كول غواړي، نو دا دين به پرې غالبېزي، نو د الله پر احكامو په مكمل ډول قايم اوسئ يا لږ تر لږه نږدې اوسئ. زېرى قبول كړئ او خوشاله شئ، له سهار او ماښام څخه فايده واخلئ او د شپې په څه حصه كې هم.
همدارنګه امام بخاري له عايشې رضي الله عنها نه روايت راوړى چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: د الله پر احكامو قايم اوسئ يا ورته نږدې اوسئ.
ياد ولرئ چې په تاسو كې هيڅوك به هم يوازې د خپل عمل په وجه جنت ته داخل نشي. الله ته هغه عملونه خوښ دي چې دوام پرې وكړى شي اګر كه هغه لږ ولې نه وې.
دا حديث يو عظيم اصول او غوره قاعده ده، د انسان نېكي كه هرڅومره غټه وي او په ډېره ښه طريقهٔ ادا كړى شوې وي خو بيا هم د دغه نېكۍ په وجه جنت ته نشي داخلېداى او نه له اوره پرې بچ كېداى شي. د جنت حصول او له اوره بچ كېدل يوازې د الله په بښنې او رحمت سره ممكن دي.
نو په حديث كې د نبيﷺ دا فرمان راغلى دى چې په تاسو كې هيڅوك هم د خپل عمل په وجه جنت ته نشي داخلېداى. او په قرآن كې د الله فرمان دى:
﴿ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۰۰۳۲﴾
’’تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول.‘‘ (النحل 32:16)
نو د ايت او حديث دواړو مفهوم تر مينځ داسې تطبيق او موافقت راتلى شي چې جنت ته به يوازې د الله په رحمت سره ننوتل كېږي خو د جنت د درجو او منزلونو اختلاف به د انسان د عملونو مطابق وي، د چا چې نېكۍ زياتې وي هغه به زيات لوړ مقام كې وي.
او پر دې هم پوه شئ چې نېكي جنت ته د ننوتلو ذريعه ده خو دغسې نېكۍ لره ذريعه جوړول هم د الله تعالٰى كرم دى. نو معلومه شوه چې جنت او نېكي دواړه د الله رحمت او كرم نوازي ده چې خپلو مومنو بنده ګانو ته يې عطا كړې ده، همدا وجه ده چې كله جنتيان جنت ته ننوځي نو وايي:
﴿ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِيْ هَدٰىنَا لِهٰذَا١۫ وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْ لَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ﴾
’’ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې.‘‘ (الأعراف 43:7)
نو كله چې هغوى په خپله اعتراف وكړ چې جنت هم او هغهٔ ته د ننوتلو په اسبابو د عمل توفيق هم الله تعالٰى وركړى دى.
كله چې هغوى د الله تعالٰى پر دغو ټولو نعمتونو حمد و ثنا بيان كړه، نو هغوى ته دا انعام حاصل شو چې الله تعالٰى هغوى داسې مخاطب كړل.
﴿ اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ۰۰۴۳ ﴾
’’دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول.‘‘ (الأعراف 43:7)
همدارنګه د هغوى عملونه همغوى ته منسوب شوي دي او هغوى ته يې بدله هم وركړ شوې ده.
د الله بنده ګانو! دلته د دې خبرې يادول هم مناسب دي چې د نېكيو په اجر كې اضافه هم د الله تعالٰى فضل او كرم دى او د هغه احسان دى. هغه د يوې نېكۍ په بدل كې د لسو نېكيو اجر وركوي او بيا تر اووسو بلكې له هغو نه يې هم زياتوي. بنده ګان كوتاهي كوي او د خپل رب د معافۍ او بښنې محتاج وي، هر سړى د دې تمنا لري چې د هغه هره ګناه دې معاف شي او جنت ته دې داخل شي چې الله يې خلكو ته بلنه وركړې ده، الله فرمايي:
﴿ وَاللّٰهُ يَدْعُوْۤا اِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِاِذْنِهٖ﴾
’’او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت ته بلنه كوي.‘‘ (البقرة 221:2)
له دغو دلايلو نه معلومېږي چې مومن بنده دې پر خپلو نېكو اعمالو ټول او كامل اعتماد نه كوي، ځكه چې د دغو نېكيو قبلول خو داسې معامله ده چې يوازې الله ترې خبر دى.
هر سړي ته په كار دي چې هغه دې د الله تعالٰى فضل او كرم ته او د هغهٔ احسان ته ګوري، همدا وجه ده چې صحابه كرام باوجود د دې چې په نېكيو او فضيلت كې له هر چا مخكې وو خو بيا به يې هم ځان له نورو څخه غوره نه ګڼلو. بلكې همېشه به يې د نعمتونو وركوونكې ذات الله ياداوه چې هغه ورته د نېكيو او الله ته د تقرب توفيق وركړى دى.
هغوى به نعمتونه الله ته منسوبول او د هغهٔ د فضل او كرم به قايل او منونكي وو، هغوى په نېكيو كې ډېر مخكې وو خو بيا به هم د نېكيو له نه قبلېدو څخه ويرېدل.
عايشې رضي الله عنها د دې ايت باره كې پوښتنه وكړه:
﴿ وَ الَّذِيْنَ يُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّ قُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰى رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَۙ۰۰۶۰﴾
’’او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي.‘‘ (المؤمنون 60:23)
اى د الله رسوله! ايا له دې ايت نه هغه خلك مراد دي چې غلاګانې كوي زنا كوي، او شرابونه څښي او بيا د الله له عذابه ويرېږي؟ نبيﷺ وفرمايل: نه، اى د ابوبكر لورې! بلكې دا هغو خلكو ته اشاره ده چې لمونځونه كوي، روژې نيسي او صدقه او خيرات هم وركوي او بيا هم له دې خبرې نه وېرېږي چې نېكۍ به يې قبولې نشي.
په دې حديث كې د فرمانبردارۍ كولو، او ډېرې نېكۍ كولو ترغيب وركړ شوى دى او ورسره د دې خبرې هم چې له الله نه به بيا هم ويرېږئ.
صحابه كرام چې ډېر نېك خلك وو، كله چې به هغوى ته د بدې خاتمې خيال راغى نو خوبونه به يې وتښتېدل، د سزا له وېرې څخه به د هغوى زړونه رپېدل، او د نه قبولوالي له وېرې به هغوى بې قراره وو.
په يو روايت كې راغلي دي چې يو سړي ابن مسعود رضي الله عنه ته وويل: زه دا نه خوښوم چې زه دې په ښي جانب والاوو كې شم. نو ابن مسعود رضي الله عنه ورته وفرمايل: او دلته يو بنده دى چې تمنا يې دا ده چې مړ شي او بيا راژوندى نه كړى شي. اشاره يې خپل ځان ته وه.
له دې نه معلومه شوه چې رښتينى مومن په نېكيو كې ډېر محنت كوي خو د دې باوجود نه غره كېږي پر خپلو عملونو اعتماد نه كوي ځكه چې هغه پوهېږي چې د نېكيو توفيق خو د الله احسان دى. او په كولو كې يې د هماغه الله مدد شامل و. د نېكۍ په لاره كې هر قسمه ركاوټونه هماغه لرې كړي دي، د هغه ژبه دا وايي:
پر الله قسم! كه هغه نه واى نو نه به موږ هدايت موندلى و، نه به مو صدقې وركړې واى او نه به مو لمونځونه كړي وو.
مومن ته په كار دي چې د خپل همت او طاقت سره سم دې هره نېكي چې دى يې كولى شي هغه دې تر سره كړي، هېڅ يوه نېكي دې حقيره او كمه نه ګڼي. كېداى شي چې يو وړوكى عمل الله ته خوښ شي او په نتيجه كې بنده ته مغفرت او جنت وركړي.
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: يو سړى پر لاره روان و، سخت تږى شو، يو كوهي يې وليده، كوهي ته كوز شو، اوبه يې وڅښلې، چې بهر ترې راووتلو، نو يو تږى سپى يې وليده چې له ډېرې تندې نه يې لمدې خټې څټلې. سړي وويل: سپى هم د ده په شان تږى شوى دى. كوهي ته بيا كوز شو، خپله موزه يې له اوبو ډكه كړه په ښاغونو كې يې ونيوله او بره راوختلو، سپي ته يې اوبه وركړې، الله تعالٰى د هغه دغه عمل قبول كړ او هغه ته يې بښنه وكړه، خلكو وويل: اى د الله رسوله! ايا موږ ته به له څارويو سره د نېكۍ په كولو سره هم اجر حاصلېږي؟ ويې فرمايل: هر ساكښ او ځيګر لرونكي سره د نېكۍ په كولو كې اجر دى. دا بخاري او مسلم روايت كړى دى.
د مسلم په روايت كې دي چې الله تعالٰى د هغه د دغه عمل قدرداني وكړه او هغه يې جنت ته داخل كړ.
وګورئ الله تعالٰى د دغه بنده دغه عمل قبول كړ، هغه ته يې بښنه وكړه او دغه عمل يې جنت ته د داخلې ذريعه وګرځېده.
نو هغه خلك چې له جهنم نه بچاو وغواړي او د جنت غوښتونكى وي نو هغه دې د الله د رحمت، مغفرت او محبت پر اسبابو عمل وكړي، الله ته هغه عمل خوښ دى چې په مستقل مزاجۍ سره ترسره شي اګر كه هغه وړوكى عمل ولې نه وي.
رسول اللهﷺ به د نېكو عملونو له پرېښودلو نه منع كوله.
عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما ته يې وفرمايل: د فلاني په شان مه كېږه چې مخكې به يې تهجد كول او بيا يې پرېښودل.
د الله فرمان دى:
﴿ يُرِيْدُ اللّٰهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيْدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ﴾
’’الله پر تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري.‘‘ (البقرة 185:2)
همدارنګه رسول اللهﷺ هغه خلك منع كړل چې د واده د نه كولو او د ځان د خَصي كولو فيصله يې كړې وه او هغه څوك هم چې همېشه يې د روژې نيولو، ټوله شپه د تهجد كولو او د قرآن په لوستلو كې د تېرولو فيصله كړې وه. رسول اللهﷺ هغوى ته وفرمايل: زه روژه هم نيسم او بې روژې هم پاتې كېږم. د شپې تهجد هم كوم او خوب هم كوم. او واده مې هم كړى دى. څوك چې زما له سنتو نه مخ واړوي هغه له موږ څخه نه دى.
د رسول اللهﷺ د دې فرمان مطلب همدا دى چې د الله پر حكمونو د قايم اوسېدو يا لږ تر لږه نږدې اوسېدلو كوښښ كوئ، يعنې سمه او صحيح طريقه غوره كوئ، په عبادت كې ميانه روي اختيار كړئ، مه په كې كوتاهي كوئ او مه په كې مبالغه كوئ چې له حد څخه واوړئ.
ابن تيميه رحمه الله وايي: پر دې خبره پوه شئ چې محض ځان په تكليف كې اچول، په اذيت كې اوسېدل او په مشكلو او سختو عملونو كې ځان غورځول د الله تعالٰى د رضا او محبت د حاصلولو ذرايع نه دي، دا خبره هم غلطه ده چې ويل كېږي چې عبادت چې څومره مشكل وي هومره به افضل هم وي، داسې نه ده بلكې اجر او فضيلت خو هغومره وي څومره چې د دغه نېكۍ فايده او نفع وي.
په نېكۍ كې چې څومره د الله او د هغهٔ د رسول اطاعت كېږي او چې څومره په كې اخلاص ډېر وي، نو هغه به افضل وي، ځكه چې نېكۍ د كثرت په اساس افضل نه ګرځي بلكې نېكي د زړه د حالت په وجه افضل او غوره ګرځي.
د الله بنده ګانو! موږ ته د دې خبرې علم هم په كار دى چې د فضيلت والا نېكياني يوازې هغه نه دي چې سخت جسماني عمل غواړي بلكې د زيات فضيلت والا نېكۍ هغه دي چې خاص د الله د رضا لپاره وكړى شي، يعنې اخلاص په كې زيات وي او د سنت طريقې مطابق ادا شي.
صحابه كرامو له وروسته راتلونكو خلكو نه په دې نه وو مخكې شوي چې د هغوى لمونځونه او روژې زيات وو، بلكې په دې وجه چې د هغوى زړونه پاك وو، د ټول امت لپاره مخلص وو، نيتونه يې خالص وو، او زړونه يې له اخرت سره تړلي وو، د اخرت په امېد كې وو او له دنيا نه بې زاره وو، د رسول اللهﷺ د صحبت او ملګرتيا په وجه، د ايمان په وجه، له نبيﷺ سره د جهاد په ميدانونو كې د شركت په وجه هغوى ته داسې ايمان حاصل شوى و چې وروسته راتلونكي خلق د هغو ايمان ته نشي رسېدلى.
اى مسلمانانو! غوره خلك هغه دي چې په جسماني عبادت كې ميانه روي كوي او د زړه په اصلاح كې د رسول اللهﷺ او د هغهٔ د صحابه كرامو لاره خپلوي، ځكه چې د اخرت سفر په زړونو سره ترسره كېږي په جسم سره نه. په دغه حديث كې د هغه وختونو هم ذكر شوى دى چې الله ته د سفر کولو وختونه دی، دغه وختونه د شپې اخری حصه، د ورځې ابتدا او اخري حصه دي، دا مفهوم د رسول اللهﷺ له دې فرمان څخه اخيستل شوى دى چې فرمايي: تاسو د سهار او ماښام له وختونو نه فايده واخلئ او د شپې له عبادت نه هم كار واخلئ!
الله تعالٰى هم د دغه وختونو ذكر په قرآن كې كړى دى:
﴿ وَ اذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّ اَصِيْلًاۖۚ۰۰۲۵وَ مِنَ الَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَ سَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيْلًا۰۰۲۶﴾
’’او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه. او د شپې په څه حصه كې، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې.‘‘ (الدهر 26,25:76)
نو د ورځې اوله او اخري حصه داسې وخت دى چې يو په كې فرض عمل او بل په كې نفل عمل يوځاى كېږي، فرض خو د سهار او مازديګر لمونځونه دي، دا هماغه لمونځونه دي چې د دغو باره كې ويل شوي دي څوك چې پر دغو دوام كوي هغه به جنت ته داخل شي. د سهار له لمانځه څخه وروسته نفل عبادت هغه له فرض لمانځه نه پس تر لمر ختو پورې د الله تعالٰى ذكر كول دي او همدارنګه د مازديګر له لمانځه نه پس تر لمر پرېوتو پورې د الله ذكر كول دي. دريم وخت د شپې وخت دى، په حديث كې ترې مراد د شپې اخري حصه ده، دغه وخت د استغفار وخت دى. الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَالْمُسْتَغْفِرِيْنَ بِالْاَسْحَارِ۰۰۱۷ ﴾
’’او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي.‘‘ (اٰل عمران 17:3)
زما د اسلام وروڼو! د حديث له دغې جملې نه چې هيڅوك به په خپل عمل سره جنت ته داخل نشي. داسې فهم ونه كړي چې د عمل هېڅ فايده نشته. او عبادت پرېښودل په كار دي، نه، داسې نه ده، عمل ضروري دي، د عمل ډېره فايده ده، نېكي كول پخپله د الله تعالٰى د رحمت د شته والي دليل دى، چې د همدغه رحمت په وجه انسان جنت ته داخلېږي. د حديث مراد دا دى چې نېكي كوئ او كوښښ كوئ چې صحيح طريقې سره نېكي ادا كړئ، يعنې د سنت مطابق په اخلاص سره يې ادا كړئ، ټول اداب او شرطونه يې پوره كړئ، چې عمل مو قبول شي او پر تاسو رحمت نازل شي، خو دا ده چې يوازې پر عمل به تكيه او اعتماد نه كوئ بلكې د الله د فضل او رحمت به امېدوار اوسئ.
له حديث نه دا هم معلومه شوه چې يوازې د سبب موجود كېدل د نتيجې د موجود كېدلو ضمانت نه وركوي، كله چې باران وشي او تخم وكرل شي نو يوازې دا كارونه د تخم د رازرغونېدو لپاره كافي نه دي بلكې د هوا او خاورې موافق كېدل هم ضروري دي، د هغو بيماريو عدمِ وجود هم ضروري دى چې فصلونه تباه كوي، يعنې د شرطونو پوره كېدل او د ركاوټونو لرې كېدل ضروري دي، دا ټول څيزونه د الله تعالٰى د تقدير او مشيئت مطابق كېږي، نو د اخرت معامله هم همداسې ده، يوازې په نېكۍ سره انسان سعادت نشي حاصلولى. دا خو صرف اسباب دي له نېكۍ سره سره انسان ته د الله د رحمت او فضل هم ضرورت دى، نيكي، چې هر څومره لويه وي يوازې هغه د انسان د نجات لپاره كافي نه ده بلكې د الله فضل او رحمت هم ورسره ضروري دى.
رسول اللهﷺ د ميانه روۍ د غوره كولو بار بار تلقين كړى دى، په دې كې مستقل مزاجۍ طرف ته اشاره ده، ځكه چې كله انسان سخته لار ونيسي او تادي كوي، نو ژر ستړى كېږي.
په ميانه روۍ سره او په مستقل مزاجۍ سره مشكل اسانېږي.
زه پر همدې خبرو اكتفا كوم، او له الله تعالٰى نه د ځان او تاسو ټولو لپاره بښنه غواړم. تاسو هم له هغه نه بښه غواړئ، يقينًا هماغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه:
أما بعد!
د الله بنده ګانو! الله ته تلونكې لاره صراط مستقيم ده، چې رسول اللهﷺ يې وضاحت كړى دى، الله تعالٰى يې په قرآن كې تذكره كړې ده، او پر همدغه لاره ټولو خلقو ته د تللو حكم شوى دى، څوك چې پر دغه لاره تګ كوي نو الله ته به رسېږي.
او څوك چې الله ته تلونكې لاره نه پېژني هغه ګمراه كېږي.
الله ته رسېدل په دوه قسمه وي، يو په دنيا كې او بل په اخرت كې. په دنيا كې الله ته د رسېدلو مطلب دا دى چې په زړه سره الله تعالٰى وپېژنې او چې ويې پېژني نو محبت ورسره شروع كړي، بيا يې ومومي چې هغه خو قريب دى او زما دعاګانې اوري.
په اخرت كې الله ته د رسېدلو مطلب دا دى چې جنت ته ننوتل نصيب شي، چې د الله دوستانو لپاره تيار كړى شوى دى. چې د عزت او اكرام كور دى او لوى درجات په كې دي.
الله ته په سفر كولو كې د څو څيزونو باره كې خبردار اوسېدل ضروري دي، ځكه چې په هغو سره د انسان عملونه ضايع كېږي او تباه كېږي سره له دې چې انسان ورته ډېر امېدونه لري. الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَ قَدِمْنَاۤ اِلٰى مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا۰۰۲۳﴾
’’او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو.‘‘ (الفرقان 23:25)
داسې هم كېداى شي چې يو انسان ګناه وكړي او هغه كمه وګڼي خو هغه د ده د هلاكت ذريعه وګرځي، الله فرمايي:
﴿ وَّ تَحْسَبُوْنَهٗ هَيِّنًا١ۖۗ وَّ هُوَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِيْمٌ۰۰۱۵﴾
’’او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه.‘‘ (النور 15:24)
له دې نه هم زيات سخت حالت هغه دى چې انسان ته خراب او بد عملونه ښكلي ښكاره كړى شي، او هغه يې بيا ښه ګڼي، الله فرمايي:
﴿ قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِيْنَ اَعْمَالًاؕ۰۰۱۰۳اَلَّذِيْنَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَ هُمْ يَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ يُحْسِنُوْنَ صُنْعًا۰۰۱۰۴﴾
’’ته (دوى ته) ووایه: ایا مونږ تاسو ته د هغو كسانو باره كې خبر دركړو چې د اعمالو په لحاظ تر ټولو زیات تاواني دي؟ دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، په داسې حال كې چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى ښه عملونه كوي.‘‘ (الكهف 104,103:18)
داسې هم كېداى شي چې انسان ډېر نېك عملونه كړي وي خو ورسره يې د خلكو حقونه غصب كړي وي، نو مظلومان به له هغهٔ نه د خپلو حقونو د وصولو لپاره د هغهٔ ټول نېك عملونه واخلي. نو كه بيا هم د هغوى حقونه پوره نشي، نو بيا به د همدغو مظلومانو ګناهونه د دغو ظالمانو په حساب كې واچول شي او بيا به دغه ظالمان جهنم ته واچول شي.
الله تعالٰى ته د سفر باره كې يوه بله اهمه مسله دا هم ده چې د اعمالو دارومدار د هغو پر خاتمې او اخري حصې باندې دى. ځكه نو مومن بنده لره په كار دي چې له الله نه دې د ښې خاتمې سوال كوي او له بدې خاتمې نه دې د الله پناه غواړي. دعا دې كوي چې الله يې تر مرګه ثابت قدم ولري. الله فرمايي:
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۰۰۱۰۲ ﴾
’’ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ.‘‘ (اٰل عمران 102:3)
ابن كثير رحمه الله وايي: د ايت مطلب دا دى چې په صحت او سلامتۍ كې پر خپل دين قايم او ټينګ اوسئ چې مرګ مو درته په همدغه ثابت قدمۍ كې نصيب شي. ځكه چې د الله تعالٰى قانون دى چې څوك په كوم كار كې خپل ژوند لګوي هغه پر هماغه عمل مري. او څوك چې پر كوم وفات شي پر هماغه عمل له قبر نه پورته كولى شي.
اى مسلمانانو! د خپل مستقبل فكر ډېر ضروري دى، موږ ته مخكې كتل په كار دي، د خپل ځان محاسبه كول په كار دي مخكې له دې چې د مرګ حمله وشي.
فُضَيل بن عِياض رحمه الله يو سړي ته وويل: ستا عمر څومره دى؟ هغه وويل: شپېته كاله. هغه ورته وويل: ته له شپېتو كالو نه د الله په طرف سفر كوې، او قريب ده چې ته ورسېږې.
هغه سړي وويل: اى ابو علي! موږ د الله يو او الله ته به ورځو، فُضيل ورته وويل: ته پوهېږې چې ته څه وايې؟ هغه وويل: موږ د الله يو او الله ته به ورځو، فُضيل ورته بيا وويل: ته د دې پر تفسير پوهېږې؟ هغه ورته وويل: ابو علي! ته يې تشريح بيان كړه. هغه ورته وويل چې تشريح يې دا ده: موږ د الله يو، د دې مطلب دا دى چې زه د الله بنده يم او زه به الله ته ورځم، څوك چې پر دې خبره پوه شي چې دى د الله بنده دى او پر دې هم پوه شو چې هغه ته به ورځي نو هغه دې پر دې هم پوه شي چې هغه به ايسارولى شي له هغه څخه به حساب كتاب اخيستلى شي سوال و جواب به ترې كولى شي. نو هغه ته د سوالونو جوابونه هم يادول په كار دي.
هغه سړي وويل: طريقه يې څه ده؟ فُضَيل ورته وويل: اسانه ده او هغه دا چې په خپل باقي ژوند كې د احسان او نېكۍ پر لاره قايم اوسه. چې الله دې د ماضي او مستقبل ګناهونه معاف كړي. كه تا راروانه زندګي په خرابيو كې او ګناهونو كې تېره كړه، نو د تېرو ګناهونو سزا به درته هم ميلاوېږي.
ابن القيم رحمه الله وايي: له الله سره د ملاقات رښتينې تياري د ټولو نېكيو او ايماني جذباتو او د الله په طرف د تلونكو د پيروۍ لپاره چابي ده، په همدې سره انسان ته بيداري په نصيب كېږي، توبه په نصيب كېږي، د رجوع توفيق ورته نصيب كېږي د الله محبت نصيب كېږي، اميد و خوف نصيب كېږي، پر الله توكل او د هغه فرمانبرداري نصيب كېږي. او د زړه او ټولو اندامونو نيكۍ په نصيب كېږي.
اګاه شئ الله دې پر تاسو رحم وکړي. او درود او سلام وايئ د الله پر ډالۍ کړي رحمت او عطيه کړي نعمت چې په ډېر نرم او اسان دين سره رالېږل شوی دی. الله تعالٰى فرمايلي دي:
﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر دې نبي درود وايي. اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله رحمتونه نازل کړه پر محمدﷺ او او د هغه پر بيبيانو او اولاد باندې، لكه څنګه چې تا رحمتونه نازل کړي دي پر اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام باندې، اى الله بركتونه نازل کړه پر محمدﷺ، او د هغه پر بيبيانو او اولاد باندې لكه څنګه چې تا بركتونه نازل کړي دی پر اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام باندې، بېشكه ته ډېر ستايل شوى او ډېر د بزرګۍ او عظمت والا يې
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. كفر او كفار ذليله كړه. د خپلو موحدو بنده ګانو مدد وکړه، ستا او ستا د دين دښمنان تباه او برباد کړه.
اى الله! څوك چې له موږ سره، او د مسلمانانو له نورو ملکونو سره د بدۍ ارادې لري نو ته هغوی په خپلو ځانونو کې مشغول كړه، د هغوی دسيسې همغوی ته وروګرځوه او د هغوی چلونه او مکرونه د هغوی د هلاكت سبب وګرځوه ای د دعاګانو اورېدونکيه.
ای الله! ته د بلاد الحرمينو او د مسلمانانو د مقدساتو ته ساتنه او حفاظت وکړه د شريانو له شر نه او د فاجرانو له دسيسو او فریبونو نه او د تجاوزګرو له تجاوز نه او د مکر کوونکو له مکر او عبثياتو نه
اى الله! زموږ دا ښار او ملک او د مسلمانانو ټول ملکونه د امن، اطمينان او فراخۍ والا وګرځوه
اى الله مونږ ته زمونږ په وطنونو او كورونو كې امن راكړه، زمونږ د مشرانو او حاكمانو اصلاح وكړه، او پر موږ هغه څوک حاکمان کړه چې له تا څخه وېرېږي او ستا تقوا يې په زړه کې وي او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه. ای الله! زمونږ حاکم ته د هغو کارونو او خبرو توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې ای تل ژونديه او د ټول عالَم سنبالوونکيه. ای الله زموږ د حاکم مخه تقوا او نېکۍ ته واړوه.
ای الله! زمونږ د کمزور کړی شويو وروڼو او ستا په لاره کې شرعي جهاد کوونکو، زموږ د سرحدونو حفاظت کوونکو مدد وکړه، ای الله! ته يې مددګار، پشتيبان او مرسته کوونکی شه ای رب العلمينه
والحمد لله رب العالمين