اسلام د ژوند تګلاره ده (شپږمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (شپږمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

د اسلامي امت په وړاندې دحاضر وخت ګواښونه او د هغې حل لارې
اې اسلامي امته!
اسلامي نړۍ نن سبا په خپل ژوند کې له ډیرو حساسو پړاوونو تیريږي، د سختو ستونزو او ګواښونه سره مخ ده، مسلمانانو د خپل منځۍ ویش، خپل منځۍ جګړو، د تیت و پرک کیدو او د دښمنانو له لورې د سختو یرغلونو او په داخلى چارو کې د ښکاره لاسوهنې له لاسه رنځيږي.
مسلمان د دغی ناورین، ګډوډیو او فتنو په ليدو غمژنيږي؛ کوم چې د نا امنۍ، نظام د ګډوډۍ، ورځنى ژوند او امت د مصالحو په وړاندې د خنډ کیدلو، هيواد د ړنګيدلو، شتمنيو د لوټیدلو، او بې ګناه وينې د تويېدلو لامل ګرځي، تردې چې ډيرو خلکو د دغې حالتونو او مشکلاتو څخه دتېښتې په موخه خپل کورونه پريښي دي.
دا د هر هغه مسلمان خوب نارامه کوي، چې په ﺯړه کې په دين او عقيده غيرت، پر اسلامي امت شفقت او په بې ګناه وينه تويولو رحم ولري.
له دغې ناورين او ګواښونو څخه دخلاصون لار
د دغې دردونکو، غمژنو حالتونو او پيښو په وړاندې ﺯمونږ دريځ چې مونږ ته له دې ناورين څخه د خلاصۍ او په دغې سترو ګواښونو د برلاسۍ لار راښايي:
(۱)په قران او سنتو منګولې لګول:
له مسلمانانو دې پټه نه وي چې اسلامي امت د پیاوړتیا او سلامتيا راﺯ د الله جل جلاله په کتاب او رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو باندې په عمل کولو کې دی، هر کله چې اسلامي امت په دين منګولې لګولې نو پياوړى، عزتمند، مظبوط اويوموټی شوی، دښمنان يې ويرولي او د هغوى سره یې د هرې ذرې حساب کړی، او کله چې یې له خپل دين سره اړیکې شلولي، په شهواتو او خواهشاتو کې ډوب شوي، نو قوت یې له منځه تللی، په ډلو ويشل شوي، د دښمن په سترګو کې سپک شوي او له هرې لورې پرې بريدونه پيل شوي.
(۲) د تخریب او امن اخلالو ډډه کول:
اسلام تخريب، ترور او د امن اخلالول په کلکه ردوي، وينه تويول، شتمنۍ لوټول، او د ناموس پایمالول یې حرام کړي.
(۳) د اسلامي قوانینو پلي کول:
اسلام د اسلامي امت دټولو ستونزو حل دى، په دې کې نوی نسل د امید وړ عادلانه ټولنې رامنځته کیدل، او دښه ژوند تيرولو بشپړ فرصتونه موجود دي، د اسلام په پلي کولو سره ريښتنې هيوادوالي مينځته راځي او دټولو وګړو حقوق خوندي کیږي.
(۴) د جاهلی شعارونو څخه ډډه کول:
اسلام د اسلامي ولسونو لپاره يوازنۍ اختيار دى، هر جاهلي شعار او د اسلامي نظام څخه پرته بل نظام ته بلنه باطله او د منلو وړ نده.
(۵) له تعصب او اختلافاتو څخه ځان ساتل:
ټول مسلمانان دې د خپلو ځانونو په هکله له الله تعالی څخه په ریښتني وويريږي، د دښمنانو د مداخلې پرته دې خپلو ستونزو د حلولو کوښښ وکړي، دهغې سمتي، توکمي او حزبي فتنو څخه دې ځان وساتي چې اسلامي ورورولي له مينځه وړي.
(۶) خپل اسلامي او ټولنېز مسؤلیت اداء کول:
د امت په علماوو او پوهانو لازم دي چې د خلکو په لارښوونه کې د امید وړ مسؤولیت اداء کړي، دټولنې په ساتنه دې حریص ناک واوسي، اسلامي امت د ستونزو د حل لپاره دې واقعي نظر او طرحې وړاندې کړي، او ټولنه دې له هر ډول بحران، فتنو او مصیبتونو وژغوري.
(۷) د عدالت پلی کول او په فساد په وړاندې مبارزه کول:
د اسلامي نړۍ پر ولسمشرانو لازم دي چې د خپلو ولسونو ترمنځ عدالت پلی کړي، په کلکه د فساد په وړاندې مبارزه وکړي او د ولس ګټو ته په هر څه لومړیتوب ورکړي.
(۸) په سولیېز شکل ستونزو د حلولو هڅه کول:
پر ولسونو لازم دي چې د خپلو مشرانو تر څنګ ودریږي او په سولییز شکل خپلو ستونزو د حلولو کوښښ وکړي.