
په قران او سنت باندې د علم اوپوهې په وجه الله پاک خواهش پرستي او د حق نه په طرف کيدلو نه انسان بچ کوي
او ددې نه دا خبره جوته کيږي چې د الله پاک په کتاب او د نبي عليه السلام په سنتو کې د ټولو مشکلاتو حل ، اود هغه څه بيان چې انسانان ورته په دين کې اړتياوې لري موجود دی ، او همدا راز د انسانانو دفيصلو دحل و فصل لاره يې هم ښودلې ده ، لکه چې دا قران کريم دهغه داعي لپاره کومک او نصرت دی چې حق طرف ته دعوت ورکوي ، او په باطل پرستو باندې ښکاره او واضحه دليل دی ، الله پاک فرمايې : ( وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ) [ سورت فرقان : ۳۳ ]
ترجمه :
په دې ايت کې مثل عام دی او شامل دی :
l هغې شبهې ته چې دوي ورباندې د دليل ګمان کوي .
l يا هغه مذهب چې دوي يې د صحت دعوه کوي .
l يا هم هغه دعوت چې دوي يې فايده مند بولي .
ددې هر څه څرګندونه دا کتاب او هغه سنت چې نبي عليه السلام ورباندې راتګ کړی دی کوي ، ټول هغه مشکلات او شبهات ، ګمراه کونکي دعوتونه ، وران او ويجاړ مذهبونه چې دوي ورته وړاندې والی کوي ددې ښکاره والی به د قران او سنت په علم کولو سره راځي .
او دا خبره ثابته ده چې وران ويجاړ افکار او هغه لومړني ګمراه کن قواعد او اصول ، او د ځانه جوړ شوي مذهبونه ډير زيات دي ، باطل ته دعوت ورکونکي او هغه خلک چې باطل د حق سره ګډوډي دومره زيات دي چې شمېر يې ندی معلوم ، او هغه ليکوالان چې په خپلو ليکنو سره د الله پاک له لارې خلک منع کوي او حق په خلکو ګډوډوي او دالله پاک په کلام کې تحريف کوي شمير يې يو الله ته معلوم دی .
او نن سبا خطيبان او په راډيوګانو تلويزونونو او صحافت او عامواجتماعاتو او په هر ميدان کې تبصره کونکي خلک هم ډير دي ،چې هر يو خپل دين طرف ته دعوت ورکوي ، او خپلې فکرې ته خلک رابلي ، خپل باطل ته دعوت ورکوي او د نورو خلکو لپاره د مرګ غوښتونکی يې ، ددې ټولو کوششونو نه د بچاو او خلاصي لاره ، دا به صرف په دې کې وي چې دا ټول د قران او سنت په تله وتلواو هغه تګلاره خپله کړو کومه چې قران او سنت راښودلي ده .
او په قران کريم باندې عمل کولو سره د باطل ختموالی راځي ، او پدې سره حق دباطل ، کاميابي د سرکشۍ ، هدايت د ګمراوالي نه جداکيږي، او په قران باندې دعمل کولوپه وجه د حق پرستو سره د الله پاک له طرفه مدد کيدای شي ، او باطل او باطل پرست خلکو ته پرې شکست ورکولی شي ، کله چې هم شيعه ګان او يا اشتراکيه ډله چې دالله پاک د وجود نه منکر دي د دعوت ميدان ته راوړاندې شي او داسې ووايي چې : لا اله والحياة مادة چې ددې کلمې په ويلو سره د دوي غرض د حق تکذيب او دالله پاک د کتاب نه انکار کول دي ، او د هغه عقلي او نقلي نصوصو نه انکارکوي چې د الله پاک په وجود باندې او دهغه په قدرت کامله او شامل علم باندې دلالت کوي ،
حال دادی که دوي دالله پاک کتاب ته رجوع وکړي اوهغه اياتونه ولولي چې دالله پاک په وجود دلالت کوي او الله پاک ددې ټولو اشياء پيداکونکی او موجودونکی دی په دې به پوهه شي چې هغه تګلاره چې مونږ خپله کړي د صحيح عقيدې سره ضد لاره ده .
په مخلوقاتوکې د الله پاک په وحدانيت نښې نښانې
الله پاک په خپل کتاب قران کريم کې ددې خبرې ذکر کړی دی ،او دا خبره يې بيان کړې ده چې الله پاک د ټولو مخلوقاتو رب دی ، الله پاک پيدا کونکی او پوهه ذات دی ، د هر شي خالق او پيداکونکی دی ، دحق او حق پرستو سره مدد او کومک کوي ، ددې ټولو نښو نښانو لپاره يې په قران کريم ډېر دلايل ذکرکړي دي .
l الله پاک فرمايي : (وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ )
[ سورت بقره : ۱۶۳]ترجمه : اومعبود ستاسو معبود دی يو نشته بل حق معبود مګر يو الله دی چې عام مهربان اوهميشه مهربان دی.
الله پاک بيا وروستو له دې ايت نه داسې فرمايي : ( إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ) [ سورت بقره : ۱۶۴ ]
ترجمه : يقينا په پيدايش داسمانونو او ځمکو کې او په تلو راتلو د شپې او د ورځ کې او په کشتو کې هغه چې چليږي په درياب کې په سبب دفايدې دخلکو او په هغه څيز کې چې راورولی دی الله تعالی د اسمان د طرف نه څه اوبه پس تازه کړی ده په هغې سره ځمکه پس د وچوالي دهغې نه او خواره کړي دي په هغې کې هر قسم زنده سر او په ګرځيدو د بادونو او د وريځو چې زوړنددی په حکم دالله تعالی په مينځ داسمان او ځمکه کې دليلونه د توحيد دی دپاره دهغه قوم چې عقل نه کار اخلي
l الله پاک فرمايې : ( يَاأَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ) [سورت بقره :۲۲-۲۱]
ترجمه : ای خلکو بندګي خاص کړی الله تعالی لره هغه ذات چې تاسو يې پيدا کړی يې اوهغه خلک يې پيدا کړيدي چې ستاسو نه مخکې دی ددې دپاره چې بچ شئ دشرک او اور نه ، الله هغه ذات دی چې جوړه کړې ده ستاسو لپاره ځمکه بستره ( غوړولي ده) او اسمان چت ، او راوروي د اسمان د طرف نه اوبه پس راوباسي په سبب ددغې اوبو سره دقسما قسم غلې دپاره د فايدې ستاسو پس تاسو مه جوړوئ دالله پاک سره شريکان حال دادی تاسو خه پوهيږئ ( چې دا کارونه الله پاک کوي)
l او الله پاک فرمايي : ( إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ) [سورت طه : ۹۸ ]
ترجمه : يقينا اله اومعبود ستاسو الله هغه ذات دی چې نشته بل په حق سره معبود سيوا دهغه نه راګير ګړی دی هر څيز لره په علم خپل کې .
l او الله پاک فرمايي : (وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاه ) [ سورت الاسراء : ۲۳]
ترجمه : او فيصله کړی ده رب ستا چې عبادت به نه کوئ تاسو مګر د يو الله
l او الله پاک فرمايي: (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ) [ سورت فاتحه : ۵ ]
ترجمه: خاص تالره مونږ بندګي کو او خاص ستانه مدد غواړو پخپلو ټولو کارونو کې
نور هم ډير زيات ايتونه شته چې الله پکې دا خبره ذکر کړيده چې زه رب د ټولو مخلوقاتو يم او په هم دې عقيده يې پيغمبران راليګلي دي چې ددې عقيدې زده کول د علم نه بغير ناشوني دی .
l لکه چې الله پاک فرمايي : ( وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ ) [ سورت نحل : ۳۶ ]
ترجمه : او ليږلی دی مونږ په هر يوامت کې رسول چې عبادت وکړی ديوالله تعالی او ځان وساتئ د بندګئ دشيطان نه
l الله پاک فرمايي : (وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ ) [ سورت انبياء : ۲۵ ]
ترجمه : او ندی راليګلی مونږ مخکې ستا هيڅ يو رسول مګر وحي کړي مونږ هغوی ته ددې خبرې چې نشته بل معبود په حق سره مګر زه يم پس زما عبادت وکړئ
l الله پاک فرمايي : (ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ) [ سورت لقمان : ۳۰ ]
ترجمه : دا بيان د ی لپاره ددې چې يقين اوکړې چې الله تعالی حق دی او يقينا هغه کسان چې دوي يې بلي سيوا دالله تعالی نه باطل ده بندګي دهغوي او يقينا الله تعالی پورته دی لوئی ذات دی
l الله پاک فرمايي : (فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِص )
[ سورت زمر :۳-۲]ترجمه : عبادت کوه دالله پاک خالص کونکی الله په بلنه کې ، خبردار الله لره دي رابلل خاص
l اوالله پاک فرمايي : ( اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل) [ سورت زمر : ۶۲]
ترجمه : الله پاک پيداکونکی دهر شي دی او دا الله دهر سه زيموار دی
l الله پاک فرمايي : (هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ ) [ سورت فاطر : ۳]
ترجمه :ايا شته څوک پيداکونکی غير دالله نه بل څوک