متفرقات

د مور او پلار حقوق . ( دوهمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی

د مور او پلار حقوق . ( دوهمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی

دمور او پلار سره د نيکئ کولو درې شرطونه

۱-دمور اوپلار خوشحال او مخکې کول په خپل ځان او ښځې او اولاد او  نورو ټولو خلکو باندې .

۲-چې مور او پلار ورته په څه امر کوي دهغې منل ، او چې دڅه نه يې منع کوي دهغې نه لاس رانغښتل ، دا هله چې دالله په نافرمانئ کې نه وي ، که دبچي دخواهش سره برابر وي او که نه وي .

۳-مور اوپلار ته هغه څه د زړه له کومې مخې ته کول چې مينه ورسره لري ، که مور اوپلار غوښتې وي او که يې نه وي، اګر که ټول مال ورباندې هم مصرف کړی ، بيا به هم دمور او پلار د حق په ادا کولو کې ځان  کم ګڼې.

 

دمور اوپلار خوشحالي به د ښځې په خوشحالولو مخکې وي

داسې خلک هم شته چې دخپلې ښځې ډير زيات قدر او عزت کوي ، او داخيال ساتي ګنې دا زما سره ډيره وفاداره ده ، او ددې برعکس مور ته په ډير سپک او کمزوري نظر ګوري ، امام ابوداود او ترمذي رحمهما الله روايت نقل کړی دی دعبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه هغه فرمايې : زما ښځه وه او ماته تر هر چا ډيره ګرانه وه ، ليکن دعمر رضي الله عنه نه وه خوښه ، ماته مې پلار عمر رضي الله عنه وويل :  دا طلاقه کړه خو مايې خبره ونه منله ، عمر رضي الله عنه د نبي عليه السلام خواته راغلی او ددې خبرې ياداشت يې ورته وکړه ، نبي عليه السلام راته وويل : طلاقه يې کړه .

او امام مسلم رحمه الله په خپل صحيح کې د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت نقل کړی دی فرمايې: زما مور مشرکه وه اوما اسلام ته رابلله ، يو ورځ د ورځو نه مې ورته داسلام دعوت ورکړه، درسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کې يې راته داسې خبرې وکړې چې زه يې ډير  زيات خفه کړم ، دنبي عليه السلام  خواته راغلم او ژړل مې ، ما ورته وويل : ای دالله رسوله! خپلې مور ته مې داسلام دعوت ورکولو  ، خوهغې زما دعوت نه منلو ،  او داسې څه مې ترې ستا په حق کې واوريدل چې زه يې سخت خفه کړم ، دالله نه دعا وغواړه چې دابوهريرة مور ته داسلام راوړلوتوفيق ورکړي ،نبي عليه السلام وويل:  ( ای الله  ! دابوهريرة مور ته داسلام راوړلو توفيق ورکړه ، زه دنبي عليه السلام له خوا نه خوشحاله راووتم ځکه هغه زما مور ته دعا وکړه ،کله چې زه راغلم د کور دروازې خوا ته او کور ته ورنزدې شوم ، دروازه بنده وه، زما مور زما دقدمونو کشاری  واوريده او راته يې وويل : ابوهريره په خپل ځای ودريږه ، او د اوبو اواز مې تر غوږو شو ، غسل يې وکړه او خپل غټ کميس يې واغوستو ، او د خپل زړوکی د په سر کولو نه مخکې يې دروازه کولاوه کړه او بيا يې راته وويل: ( اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمدا عبده ورسوله ) ابو هريره فرمايې : زه واپس د رسول الله صلی الله عليه وسلم خواته راغلم او د ډيرې خوشحالئ د وجې مې وژړل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل : دالله پيغمبره ! زيری مې درباندې ، الله جل جلاله ستا دعا قبوله کړه او دابوهريره مور له يې د ايمان راوړلو توفيق ورکړه ، نبي عليه السلام دالله حمد او ثنا وويله او بيايې وفرمايل : ډير ښه کار شوی دی. [ حديث امام مسلم نقل کړی دی]

او امام بخاري په الادب المفرد کې داسې نقل کړی دی : دابو هريره رضي الله عنه کور و  په عقيق مقام کې کله چې به هم خپل کورته ننوت ، نو په تيز اواز سره به يې دا وويل : ای مورې !( السلام عليک ورحمة الله وبرکاته ) نو مور به يې جواب ورکړه ، ( وعليک السلام ورحمة الله وبرکاته )  ابو هريره رضي الله عنه به ورته وويل : الله دې په تا رحم وکړي لکه چې زما تربيت دې په کوچنيوالې کې کړی ، مور به يې ورته په جواب کې وويل : زويه ! په تا دې هم الله پاک رحم وکړي ، او الله دې ددې نېکه بدله درکړي، الله دې درنه راضي شي ، لکه چې  زما سره دې نيکې کړې په داسې وخت کې چې زه بوډئ وم .

اويس بن عامر رضي الله عنه چې د نبي عليه السلام د زمانې سړی و ، ليکن نبي عليه السلام يې نه و ليدلی ، او ايمان يې ورباندې راوړی و، او تصديق يې ورله هم کړی و، خو دا يې ډير ارمان و چې د نبي عليه السلام خواته مدينې هجرت وکړي ، ليکن دمور دخدمت کولو له وجې ددغې پاک هجرت نه پاتې شوی و، دمور سره دنيکئ کولو په وجه ، ليکن دا ارمان او طمعه يې لرله چې دنبي عليه السلام سره به جنت کې ميلاويږم دمور سره دخدمت کولو په وجه ، اګر که په دنيا کې يې دنبي عليه السلام سره ليدل په نصيب نه شو.

په صحيح مسلم کې داسيدبن جابر رضي الله عنه نه روايت دی فرمايې : چې کله به هم د عمربن الخطاب رضي الله عنه خواته د يمن والا قافلې راغلې پوښتنه به يې ترې وکړه  ، ايا په تاسوکې اويس بن عامر شته ؟ يو وخت د اويس سره ميلاو شو ، نو ورته يې وويل : ته اويس بن عامر يې هغه ورته وويل :هو

بيا يې ورته وويل دقرن والا يې ، هغه ورته وويل : هو

بيا ورته عمر وويل :ايا په تا باندې برګی مرض و چې الله پاک اوس جوړ کړی دی مګر  د يو درهم په اندازه ځای پاتې دی هغه وويل : هو

بيا ورته عمر رضي الله عنه وويل : مور دې شته هغه جواب ورکړه هو ، عمر رضي الله عنه ورته وويل ؛ ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي و ويل يې: ستاسو خواته به اويس بن عامر راځي . د يمن والاو دقافلې سره به راځي او د مراد او بيا دقرن قبيلي نه به وي ، برګی مرض و ورباندې ، اوهغه الله پاک جوړ کړی مګر ديو درهم په اندازه ځای ندی جوړ ، دخپلې مور سره ډير نيکي کونکی دی ، که په الله قسم وخوري بري به يې کړي ، او که ستا وس وشو چې ستا لپاره دالله پاک نه بښنه وغواړي نوورته ووايه چې دالله پاک نه ستا لپاره بښنه وغواړي، ته زما لپاره دالله جل جلاله نه بښنه وغواړه، هغه ورله بښنه وغوخته ، عمر رضي الله عنه ورته وويل : چيرته ځې؟ اويس بن عامر ورته وويل : کوفې ته ، عمر رضي الله عنه ورته وويل : ايا عامل ته ستا په باره کې سه نه ليکم چې  کومک  درسره وکړي، اويس بن عامر ورته وويل: چې په ورکو او هغه خلکو کې يم چې څوک مې نه پيژني دا راته زياته خوخه ده .

پدېکې هيڅ شک نشته چې عمر رضي الله عنه داويس قرني نه غوره دی، ليکن دنبي عليه السلام وصيت عمر رضي الله عنه ته چې په اويس باندې دالله جل جلاله نه دخپلو ګناهونو مغفرت وغواړي ، دا دليل دی په غوره والي د اويس باندې ، چې اويس دالله په وړاندې ډير لوی مقام او شان لري ، تردې چې په الله قسم وخوري نو الله يې دقسم نه بري کوي، او دا هرڅه په دې وجه چې اويس دخپلې مور سره نيکي کوله ، او ددنيا سره يې هيڅ مينه نه وه .

امام عبدالرزاق رحمه الله په خپل مصنف او امام بيهقي په شعب الايمان کې له يحيی بن ابي کثير نه مرسل روايت رانقل کړی دی دا فرمايې :کله چې ابو موسی او ابوعامر د نبي عليه السلام خواته راغله ، بيعت يې ورسره وکړه ، او اسلام يې راوړه نبي عليه السلام ورته وويل : هغه ښځې څه کار کړی و چې فلانی فلانی نوم يې دی ، هغوي ورته وويل : مونږچې راتلو په خپل کورکې مو پريښوده ، نبي عليه السلام ورته وويل : هغې ته الله پاک ټول ګناهونه معاف کړي دي ، صحابه کرامو تپوس وکړه ، دالله رسوله په کوم عمل باند ې؟ نبي عليه السلام جواب ورکړه ، چې دمور سره دنيکۍ  کولو په وجه باندې ، هغه وويل : ددغې ښځې يوه بوډۍ مور وه ، يوه ورځ يو خبر راوړنکی راغی او ورته يې وويل: نن په تاسودشمن حمله کوي ، دوي  د کوره راووتل چې دخپل مشر خواته پنا يوسي  ، او ددوي سره هيڅ سورلي نه وه ، چې خپله مور ورباندې سپره کړي ، خپله موريې په شا  کړه ، کله چې دا ښځه ستړې شوه د خپلې شا نه يې مور کوزه کړه ، او خپله ګېډه يې دمور د ګېډې سره جوخته کړه او خپلې ښپې يې د مور د ښپو لاندې کړې ، تردې چې د دشمن نه خلاص شول ، او د شګو دګرموالي د وجې نه يې دا کار کړی و.

Tags

Related Articles

Back to top button