له منافقت څخه کرکه او ویرَونه (دوهمه برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل
له منافقت څخه کرکه او ویرَونه (دوهمه برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

په یاد باید ولرو چې د ځینی خلکو په زړونو کې ایمان او د نفاق ځینی عادتونه سره راټولیدی شي.
هر چې نفاق اکبر دی نو هغه او ایمان سره په یوه زړه کې نه راټولیږي، بلکې د نفاق اکبر خاوند خالص کافر دی، اګر که لمونځ کوي،روژه نیسي، او ګومان او دعوا هم کوي چې دی مسلمان دی؛ ځکه دی کفر دده ټول نیک عمل برباد او ابته کړی دی، ځکه ایمان او کفر اکبر سره نه یوځاي کېږي، لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٥﴾ [المائدة: 5].
ترجمه: «او هغه څوک چې له ایمان راوړلو څخه انکاري شي، نو د هغه نیک عمل برباد او ابته شو، او هغه به په آخرت کې له تاوانیانو څخه وي».
او هرچې نفاق اصغر دی-کوم چې بنده له دین اسلام څخه نه وباسي- نو کېداي شي چې په یو مسلمان کې دی د نفاق اصغر ځینی خصلتونه او عادتونه وي، لکه چې د عبد الله بن عَمْرو بن العاصب حدیث شریف پرې دلالت کوي.
او په صحیح مسلم شریف کې د أبوهریره په حدیث کې رسول الله فرمایي: «مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ بِهِ نَفْسَهُ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنْ نِفَاقٍ» [رواه مسلم].
ترجمه: «هغه مسلمان چې مړ شي، او هغه په خپل عمر کې نه غزا وکړي، او نه پخپل زړه کې د غزا نیت تیاری او مینه ونلري، نو دی هم د نفاق په یوه څانګه کې مري».
او حذیفه فرمايي: »زړونه په درې ډوله دي:
۱- یو هغه زړه دی چې دوه مخی او دوه رنګه یا کوږ وي، نو دا د منافق زړه دی.
۲- بل هغه زړه دی چې له حق څخه په پردو کې وي، نو دا دکافر زړه دی.
۳- بل هغه زړه دی چې صفا او پړقیدونکې وي، لکه په ده کې چې ډیوه وي چې رڼا کوي، نو دا د مؤمن زړه دی.
۴- بل هغه زړه دی چې په هغه کې د نفاق خصلتونه هم وي او ورسره ایمان هم وي، نو دده مثال داسې دی لکه په جسم کې دانه)نکۍ(،چې هم پکې وینه وي، او هم زوی، یايي مثال داسې دی لکه هغه ونه چې کله ورته ښایسته او ښی اوبه راځی او هغه پرې خړوبیږي، او کله ورته خرابی اوبه راځي او پرې خړوبیږي، نو هر کومی اوبه چې غالبه شوی، نو خوند به هم د هغی وي«. [رواه ابن أبي شیبة في المصنف وفي کتاب الإیمان، وصححه الألباني].
او علي فرمایي: »ایمان لومړی د یو کوچني سپین ټکي په شان به زړه کې پیلیږي، بیا هرڅومره چې ایمان زیاتیږي نو دغه سپینوالی ورسره زیاتیږي، تر دي چې ټول زړه تک سپین شي، او نفاق په زړه کې د تور ټکي په شان پیلیږي، بیا هرڅومره چې پکې نفاق زیاتیږي دغه تور ټکې ورسره زیاتیږي، تر دی چې ټول زړه تک تور شي«. [رواه ابن أبي شیبة في کتاب الإیمان والبیهقي في شعب الإیمان].
مقصد دا چې په مسلمان کې نفاق اصغر»وړوکې نفاق« راتلاي شي، په چا کې لږ، او په چا کې ډیر، د چا ایمان چې قوي وي او د الله تعالی اطاعت او پیروي پکې ډیره وي، نو نفاق به یي کمزوری وي، یعنی په هغه کې به د نفاق بوي او یو څه نښی نښانی وي، نو کله کله به تری دروغ یا وعده خلافي او داسې نور ګناهونه کېږي.
او له ځینی خلکو به دغه ګناهونه ډیر واقع کېږی، او ورسره به دالله تعالی یاد او ذکر هم کم کوي، او د الله تعالی له حدودو څخه به تیری هم کوي، لکه د ځینی حُرُماتو هتک او سپکاوی کول، په واجباتو کې تقصیر او کوتاهي کول، او په شهواتو کې غرقیدل او اخته کېدل، او په شبهاتو باندې تیروتل.
نو دده په زړه کې به د لږ ایمان تر څنګ ډیر نفاق وي، تر دی چې ځینی مسلمان به داسې هم وي چې لمونځ به په منډه او تادۍ سره کوي، هغه هم په خپل وخت نه، بلکې په مکروه وخت کې به یي کوي، او لکه چې ځان تری خلاصوي، د هغی د آدابو او خشوع او خضوع مراعات پکې نکوي، لکه په صحیح مسلم شریف کې د انس بن مالک په روایت کې چې رسول الله فرمایي:
«تِلْكَ صَلاَةُ الْمُنَافِقِ يَجْلِسُ يَرْقُبُ الشَّمْسَ حَتَّى إِذَا كَانَتْ بَيْنَ قَرْنَىِ الشَّيْطَانِ قَامَ فَنَقَرَهَا أَرْبَعًا لاَ يَذْكُرُ اللَّهَ فِيهَا إِلاَّ قَلِيلاً». [رواه مسلم].
ترجمه: «دغه د منافق لمونځ دی چې ناست وي د لمر انتظار کوي، تردی چې کله پرېوتلو ته نژدی شي او لمر د شیطان د ښکرو ترمنځ شي، نو دی پاڅي او څلور واری ښکته پورته شي، لکه د چرګ پشان ټَکې وکړي، چې الله پکې نه یادوي مګر لږ».
نو دا د هغه چا حال دی چې د هغه پر زړه باندې منافقت غالب شوی وي تر دی چې د »منافق« نوم مستحق او وړ وګرزي، سره له دي چې دهغه په زړه کې دومره ایمان هم وي چې دیته یي نه پرېږدي چې لمونځ بیخي پرېږدي.
دداسې ډول خلکو څخه ځینی خطرناک ګناهونه صادرېږي، لکه: ریا، ځان ښودنه، او هغه څه چې نیک عمل برباد او ابته کوي، لکه د ورکړی او نفقی په وخت کې زباتَول، محتاج ته بدی ردی ویل، او اخروي عمل په سبب دنیایي ګټـی غوښتل، او کله چې بنده ځانته او د خلکو له سترګو پناه وي هلته د حُرُماتو انتهاک او سپکاوی کول.
نو داسې خلک په ډیر خطرناک حالت کې دي؛ ځکه کېداي شي دده دا سستي او لټـي دی – نعوذ بالله- له دین څخه وتلو ته اړ کړي، او څوک چې په داسې منافقت مړ شو چې دهغه په زړه کې یو څه ایمان هم وي، نو داسې بنده د اهل الکبائر څخه شمارل کېږي، په چا چې د ډیر سخت عذاب ویره ده، خو داسې بنده به په اور کې د تل لپاره نه پاتي کېږي؛ ځکه دده په زړه کې یو څه اسلام او ایمان پاتی وو.
بل دا چې له رسول الله څخه په یو صحیح حدیث شریف کې نقل دي چې هغه فرمايي: «يَدْخُلُ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ وَأَهْلُ النَّارِ النَّارَ ثُمَّ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى أَخْرِجُوا مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ فَيُخْرَجُونَ مِنْهَا قَدِ اسْوَدُّوا فَيُلْقَوْنَ فِي نَهَرِ الْحَيَا، أَوِ الْحَيَاةِ شَكَّ مَالِكٌ – فَيَنْبُتُونَ كَمَا تَنْبُتُ الْحِبَّةُ فِي جَانِبِ السَّيْلِ أَلَمْ تَرَ أَنَّهَا تَخْرُجُ صَفْرَاءَ مُلْتَوِيَةً». [رواه البخاريُّ من حديثِ أبي سَعِيدٍ الخُدْريِّt].
ترجمه: «جنتیان به جنت ته ننوځي، او دوزخیان به دوزخ ته ننوځي، بیا به الله تعالی ووايي: له اوره هر هغه څوک هم راوباسۍ چې د هغه په زړه کې د اوري یا جِنجړ دانی هومره ایمان وي، نو داسې خلک به پداسې حال کې راوایستل شي چې تک تور شوي به وي، بیا به د ژوند په یو نهر )ویاله( کې وغورزول شي، نو له سره به راوه ټوکېږي او راشنه به شي، لکه د سیلاب وروسته چې کومه دانه او شینکې راشین کېږي، که ورته فکر مو وي هغه شین ډکې او تیغ له کمزورﺉ څخه زیړ او تاو شوی وي».
خو څوک چې د اسلام نواقضو او ماتوونکو ګناهونو څخه د کومی ګناه مرتکب شي، لکه په دین پوره ټوکې، مسخری کول، الله تعالی او رسول ته ښکنځل کول، د مسلمانانو پر خلاف له کفارو سره دوستي او د هغوﺉ مرسته کول، نو داسې خلک کافران دي، د اسلام له دین څخه وتلي دي، بلکې ایمان یي له زړه څخه وتلی دی. نعوذ بالله من ذلک.