متفرقات

د محرم د مياشتې خورا مهم احکام . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د محرم د مياشتې خورا مهم احکام . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د محرم د مياشتې خورا مهم احکام په دې ډول دي

۱ – : په دې مياشت کې جنګ جدل حرام دی:

ابن کثير رحمه الله وايي: علماء په دې کې سره اختلاف لري چې ايا په محرم کې د جنګ پېلول منسوخ او که د تېر په څېر محکم دي، دوی ورپکې دوه قوله لري:

أ – : چونکه دا قول يې مشهور هم دی چې جنګ کول ورپکې منسوخ دي، ځکه الله پاک فرمايي {فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ}

ژباړه: په حرامو مياشتو کې مو پر ځانونو ظلم زياتی مه کوئ.

خو ولې له مشرکانو سره په قتل او قتال يې امر کړی دی.

ب – : دوهم قول يې دا دی چې د محرم په مياشت کې قتال پېلول حرام دي او نه د محرم د مياشتې حرمت هېڅ نسخ نه لري، ځکه الله پاک فرمايي: {الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ} الآية. وقال: {فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ} (سورت بقره: ۱۹۴)

ژباړه: حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله د متقیانو ملګرى دى.
که څه عربانو به یې بلا تعظيم کو چې د شديد عظمت او احترام له مخې به یې د محرم مياشت ته کڼه مياشت ويله.. غوره ترين نفل عمل ورپکې ډېرې روژې نيول دي، له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (أفضل الصيام بعد شهر رمضان شهر الله الذي تدعونه المحرم وأفضل الصلاة بعد الفريضة قيام الليل) ( مسلم ).

ژباړه: له رمضان څخه وروسته غوره ترينه روژه د هغې مياشت روژه ده چې تاسو ورته د الله مياشت محرم وايئ.

۲ – : د محرم د مياشت د روژې غوره والی:

د محرم د مياشتې فضيلت نبي کريم صلی الله عليه وسلم پخپله توضيح کړی دی، هغه فرمايي: (أفضل الصيام بعد رمضان شهر الله المحرم)

ژباړه: د رمضان له روژې وروسته غوره ترينه روژه د الله د مياشت د محرم روژه ده.

د حديث په مدلول کې علماء اختلاف لري چې ايا د محرم مياشت به ټوله روژه نيول کيږي او که نه اکثره ورځې به يې روژه وي؟ الله پاک بهتر پوهيږي خو څومره چې د حديث له ظاهر څخه بريښي دا ده چې د محرم مياشت ټوله روژه ونيول شي، خو ولې ځینې علماء بيا وايي چې له محرم څخه اکثره ورځې روژه نيولو ته حديث تېزي ورکوي نه د ټولې مياشت روژې ته، ځکه عائشه رضي الله عنها وايي: له رمضان پرته ما رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی ليدلی چې ټوله مياشت دې روژه شوی وي، او ډېرې روژې به هغه په شعبان کې نيولې.

شايد وويل شي چې کېدای شي عائشه رضي الله عنها دومره غږېدلې ده چې څومره ورته معلومات ول، ورنه حديث په دې دليل دی چې د محرم ټوله مياشت بايد روژه ونيول شي.

Tags

Related Articles

Back to top button