متفرقات

عاشوراء د روژې نيولو، حکم، فضيلت، حکمت او تاريخ ژباړه : انديال ساپى

عاشوراء د روژې نيولو، حکم، فضيلت، حکمت او تاريخ ژباړه : انديال ساپى

 

لومړى: عاشوراء ورځې د روژې نيولو حکم

مدينې ته د نبي صلى الله عليه وسلم له هجرت وروسته په اول وخت کې عاشوراء د ورځې روژه نيول اهل علمو د صحى وينا له مخى واجب ول، ځکه چې د روژې نيولو امر ثابت دى
د سلمة بن الأكوع رضي الله عنه نه روايت دى فرمايى: «أمر النبي صلى الله عليه وسلم رجلًا من أسلم أن أذن في الناس: أن من كان أكل فليصم بقية يومه، ومن لم يكن أكل فليصم، فإن اليوم يوم عاشوراء» متفق عليه.
ژباړه: نبي صلى الله عليه وسلم يو سړى ته امر وکړ چې خلکو ته غږ کړى، چاچې خوراک کړى وى نو پاتى ورځ دې روژه ونيسي او چاچې خوراک نه وى کړي نو هغه دې روژه ونيسي، ځکه نن ورځ د عاشوراء ده.

کله چې په دويم کال د هجرت رمضان د مياشتې روژه نيول فرض شول، نو عاشوراء د ورځې روژه نيول منسوخ شول خو استحباب يې په ځاى پاتى شو، يواﺯې يو کال عاشوراء ورځې د روژې نيولو امر شوى چې هغه هجرت د دوېيم کال لومړى سر وو ، د کال په نيمه کې بيا د رمضان روژه فرض شوه، بيا نبي صلى الله عليه وسلم د ژوند په وروستيو کې عﺯم وکړ چې يواﺯې به د عاشوراء روژه نه نيسي بلکې مخکى به ترې د تاسوعاء روژه هم نيسى، چې دا يې اهل کتابو سره هغوى د روژې نيولو په صفت کې د مخالفت صورت دى

* * *
دويېم: عاشوراء ورځې د روژې نيولو فضيلت

#لومړى: د تير کال ګناهونه بښى:
په صحيح مسلم له قتادة الأنصاري -رضى الله- عنه نه روايت دى وايي: يقينا رسول الله صلى الله عليه وسلم نه عرفې ورځې روژې د ثواب پوښتنه وشوه هغه وفرمايل: «يكفر السنة الماضية والباقية».
ژباړه: د تير او راتلونکى کال ګناهونه بښى.
او عاشوراء ورځې د روژى نيولو د ثواب په اړه ترې وپوښتل شو: هغه وفرمايل:«يُكفر السنة الماضية».
د تيرشوى کال ګناهونه وبښى.

مسلم (1976).

نبي صلى الله عليه وسلم د وينا نه چې ( د تيرشوى کال ګناهونه بښى) څه مراد دى؟!

إمام نووي ـ رحمه الله ـ په مجموع (6/431) کې حديثونه ﺫکر کړى دى چې دا معنى ترې معلوميږى، يو د هغې نه حديث د عثمان رضي الله عنه دى وايى: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلى چې ويل يې: «ما من امرئ مسلم تحضره صلاة مكتوبة فيحسن وضوءها وخشوعها وركوعها إلا كانت له كفارة لما قبلها من الذنوب ما لم تؤت كبيرة وذلك الدهر كله».
ژباړه داسې څوک مسلمان سړى نشته چې فرضي لمانځه ته حاضر شي، اودس، خشوع او رکوع يې سم وکړى، مګر داچې دا به يې د مخکنيو ګناهونه لپاره کفاره شي ترڅو چې يې کبيره ګناه نوې کړى، دا به ټوله ﺯمانه وى.
د أبي هريرة رضي الله عنه نه روايت دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى: «الصلوات الـخمس والـجمعة إلى الـجمعة كفارة لـما بينهن ما لـم تُغش الكبائر».
ژباړه: پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې پورې په مينځ کې د شوى ګناهونو لپاره کفاره وى ترڅو چې کبيره ګناهونه نوې کړي.
إمام نووي رحمه الله وايى: سمه او غوره خبره دا ده چې ټول وړاه ګناهونه بښي او تقدير يې دى پرته له کبيره ګناهونو ټول ګناهونه بښى.
قاضي عياض ـ رحمه الله ـوايى:” په حديث کې د لويو ګناهونو پرته د وړو ګناهونو د بښنې يادونه د اهل سنت والجماعت مذهب دى، يقينا لوى ګناهونه په توبه او د الله تعالى په رحم بښل کيږي» .

#دوېيم:رسول صلى الله عليه وسلم به يې په نورو ورځو د د غوروالى غوښتنه کوله
د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى وايې :”ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ندى ليدلى چې عاشوراء ورځې د روژې په څير يې يوه ورځ روژه نيولى وى او په نورو ورځو يې هغې د فضيلت غوښتنه کړى وي، او هم دا شان د رمضان مياشت”.

بخارى (1867).
#درېيم: د موسى عليه السلام اقتدا کول، د الله تعالى شکر اداء کول چې مٶمنانو ته يې نجات ورکړ او کافران يې هلاک کړل.

د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى: کله چې رسول صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلى يهود يې وليدل چې عاشوراء د ورځې روژه يې نيوله رسول صلى الله ترې وپوښتل : «د څه لامله ددى ورځى روژه نيسئ؟ »هغوى په ځواب کې وويل: دا نيکه ورځ ده، الله تعالى پدې ورځ بنى إسرائيلو ته له دښمنه نجات ورکړ، موسى عليه السلام ددغې ورځ روژه نيوله، رسول صلى عليه وسلم وفرمايل:« ﺯه له تاسې څخه د موسى عليه السلام په تابعدارى ډير حقدار يم »،رسول صلى الله عليه وسلم د دغې ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ.

#څلورم: د عاشوراء په ورځ به د صحابوو رضي الله عنهم ماشومانو هم روژه نيوله:

په صحيحينو کې د ربيع بنت معوذ بن عفراء رضي الله عنها نه روايت، فرمايلى دى: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عاشوراء په سحر د مدينې چاپيره د انصارو کليو ته وليږلو «من كان أصبح صائمًا فليتم صومه، ومن كان أصبح مفطرًا فليتم بقية يومه»
چاچې په روژه سحر کړى وى نو خپله روژه دې پوره کړى، او چاچې د روژه پرته سحر کړى وى نو پاتى ورځ دې روژه ونيسي.
مونږ او ﺯمونږ ماشومانو به لدې وروسته د عاشوراء روژه نيوله، جومات ته به تللو، دماشومانو لپاره به مو له وړيو لوبه جوړه کړه، کله چې به کوم يو ډوډۍ پسى ژړل، هغه به مو ورکړه تر څو چې د روژه ماتى په وخت روژه ماته کړي.

* * *
دريېم: عاشوراء ورځې د روژې نيولو حکمت

عاشوراء د ورځې روژه نيول په جاهليت کې هم رواج وه، قريشو به له اسلام څخه مخکى ددغه ورځى روژه نيوله،رسول الله ددغى ورځې روژه موسى عليه السلام سره د خواخوږى او هغه د حق پر ځاى کولو په موخه نيولى او هم پې ټول امت ته د نيولو امر کړى.

د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى: کله چې رسول صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلى يهود يې وليدل چې عاشوراء د ورځې روژه يې نيوله رسول صلى الله ترې وپوښتل : «د څه لامله ددى ورځى روژه نيسئ؟ »هغوى په ځواب کې وويل: دا نيکه ورځ ده، الله تعالى پدې ورځ بنى إسرائيلو ته له دښمنه نجات ورکړ، موسى عليه السلام ددغې ورځ روژه نيوله، رسول صلى عليه وسلم وفرمايل:« ﺯه له تاسې څخه د موسى عليه السلام په تابعدارى ډير حقدار يم »،رسول صلى الله عليه وسلم د دغې ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې د نيولو امر وکړ.
د مسلم په روايت کې راځى: «دوى وويل: دا هغه ستره چې الله تعالى په کې موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ،موسى عليه السلام د شکر ادا کولو په د عاشوراء روژه ونيوله.

عاشوراء ورځې د روژې نيولو حکمت د الله تعالى شکر ادا کول دى، چې خپل بنده اوستاﺯي موسى عليه السلام ته يې په فرعون او د هغه په قوم برى ورکړ، او همداشان د دغې ورځې روژې په نيولوسره د نبي صلى الله عليه وسلم اقتداء کول دى.

والله أعلم.
* * *
څلورم: عاشوراء ورځې د روژې نيولو تاريخ

په صحيحينو کې له أم المؤمنين عائشې رضي الله عنها نه روايت دى : «كان يوم عاشوراء تصومه قريش في الجاهلية، وكان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصومه في الجاهلية، فلما قدم المدينة صامه، وأمر بصيامه، فلما فُرِضَ رمضان ترك يوم عاشوراء، فمن شاء صامه، ومن شاء تركه».
ژباړه : قريشو به په جاهليت کې عاشوراء د ورځې روژه نيوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم په جاهليت کې عاشوراء د ورځې روژه نيوله، کله چې مدينې ته راغلى د عاشوراء روژه يې ونيوله او نورو ته يې د نيولو امر وکړ، کله چې د رمضان روژه فرض شوه عاشوراء د ورځې روژه يې پريښوده، چا به په خپله خوښه نيوله او چا به په خپله خوښه پريښودله.
دا حديث دليل دى چې جاهليت د وخت خلکو د عاشوراء ورځ پېژندله او دا د هغوى په وړاندې ستره ورځ وه روژه به يې هم ورله نيوله، همدا شان رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم عاشوراء د ورځې روژه نيوله او د هجرت مخکى يې پرې استمرار کولو، خو خلکو ته يې د نيولو امر نه کولو، چې دا له بعثت څخه مخکى په جاهليت کې د قريشو په وړانداې د دې ورځې په سپيڅلتيا او او لوړ منﺯلت دلالت کوى، لدې امله به دوى پدې ورځ په کعبه پرده اچوله

لکه څرنګه چې د حديث عائشې رضي الله عنها په حديث کې رغلى، فرمايى: «كانوا يصومون عاشوراء قبل أن يفرض رمضان، وكان يومًا تُسترُ فيه الكعبة… الحديث» أخرجه البخاري.
ژباړه: د رمضان له فرضيت مخکى به دوى عاشوراء د ورځې روژه نيوله، پدې ورځ به يې په کعبه پرده اچوله..

إمام قرطبي ـ رحمه الله ـ وايى: “د عائشې رضي الله عنها حديث پدې دليل دى چې دې ورځې د روژى مشروعيت او قدر دوى ته معلوم و، ښايي د دې ورځې په روژه کې يې د إبراهيم او إسماعيل ـ صلوات الله وسلامه عليهما ـ په شريعت تکيه کوله، ځکه دوى دې دواړو ته ځانونه منسوبول، په حج او نورو ډيرو احکامو کې په دوى تکيه کوله …

Tags

Related Articles

Back to top button