متفرقات

د محرم مياشت او د عاشوراء ورځ. ژباړه: لقمان حکیم حکمت

د محرم مياشت او د عاشوراء ورځ. ژباړه: لقمان حکیم حکمت

د محرم مياشت او د عاشوراء ورځ:

عاشوراء د محرم د مياشتې لسمه ورځ ده، دا ورځ ځانګړی مقام او روژه يې خصوصي فضل او بهتري لري:

 

د عاشوراء د ورځې بهتري:

عاشوراء هغه ورځ ده چې الله پاک ورپکې خپل کليم موسی عليه السلام ته له فرعون څخه خلاصون ورکړی دی، او په همدې ورځ له قوم سره يې فرعون تباه او هلاک شوی دی، نو دا ورځ به موسی عليه السلام د اظهار تشکر په خاطر دالله د رضا لپاره روژه نيوله، په همدغه ورځ به نبي کريم صلی الله عليه وسلم د الله لورينو د شکريې په خاطر هم روژه نيوله، له عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې  کله هم مدينې ته نبي کريم صلی الله عليه وسلم راغی نو يهودان يې وليدل چې په دغه ورځ روژه نيسي، نو ورڅخه يې اړوند وپوښتل: هغوی وويل: دا هغه ورځ دې چې موسی عليه السلام او بني اسرائيل ورپکې الله پاک په فرعون باندې پورته کړي ول، نو د تعظيم او احترام په خاطر مونږ د دې ورځې روژه نيسو، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له د موسی عليه السلام په تابعدارۍ باندې له تاسو څخه ډېر حقدار يو، نو د دې ورځې په روژه باندې يې امر وکړ.

عز بن عبدالسلام رحمه الله وايي: د وختونو او ځايونو فضيلتونه دوه ډوله لري: يو يې دنيوي او بل اخروي، د دیني فضيلتونو مرجع الله پاک خپله دی چې د خپل جود او سخا له مخې چا ته څومره او څنګه فضيلت ورکوي او بدلې هم د منونکو د زيار له مخې ورکوي، لکه په نورو مياشتو باندې د رمضان فضيلت، يا د عاشوراء د ورځې د روژې بهتري او داسې نور…

عبدالله بن عباس رضي الله عنه وايي: (ما رأيتُ النبي صلى الله عليه وسلم يتحرّى صيام يوم فضله على غيره إلاَّ هذا اليوم يومَ عاشوراء، وهذا الشهر يعني شهر رمضان” (رواه البخاري 1867).

ژباړه: ما نبي صلی الله عليه وسلم نه دی ليدلی چې د هغه ورځ په لټه کې شي چې په نورو ورځو يې ورته بهتري ورکوړې ده سوا د عاشوراء له ورځې او د رمضان څخه.

له دې کبله نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( صيام يوم عاشوراء، إني أحتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله» (رواه مسلم 1976)

ژباړه: د عاشوراء د ورځې روژې اړوند مې له الله څخه امېد دی چې د مخکني کال ګناه پرې ورژوي.

دا د الله پاک ځانګړې لورينه ده چې په يوه ورځ باندې د بسته کال ګناهونه بخشش کوي، له مسلمان هستي سره ښايي چې د عاشوراء او د عرفې ورځې روژه په کامل ايمان او احتساب سره ونيسي.

Tags

Related Articles

Back to top button