عنوان: د عاشورې ورځ: اداب او احكام.خطيب: فضيلة الشيخ دکتور اسامه خياط. ژباړن: مفتي عبدالولي خان
عنوان: د عاشورې ورځ: اداب او احكام.خطيب: فضيلة الشيخ دکتور اسامه خياط. ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد حرام د جمعې خطبه
نېټه: 7 محرم، 1441 هجري، 6 ستمبر، 2019 م
اوله خطبه
أما بعد:
د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ! د هغهٔ په وړاندې ودرېدل راياد كړئ. الله فرمايي:
﴿ يَّوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدٰهُ وَ يَقُوْلُ الْكٰفِرُ يٰلَيْتَنِيْ كُنْتُ تُرٰبًاؒ۰۰۴۰﴾
’’په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى.‘‘ (النباء 40:78)
اى مسلمانانو! د خير او نېكۍ په كارونو كې رَغبت كول، د هغو په طلب كې كوښښ كول او د هغو د دروازو ټكول او له الله نه د توفيق غوښتنه كول د هغو كسانو كار او عادت دى چې الله ته رجوع كوي او د ځان ساتنه كوي، له الله څخه بې له ليدلو وېره كوي او الله ته د ورتلونكو لارو لټون كوي.
دغه خلك د الله د عزت كور جنت ته د رسېدو، د هغهٔ د وعدو د پوره كېدو او د اسمان او ځمكې هومره د وسيع او پلن جنت د حصول په امېد او د هغهٔ د عزتمن مخ د ديدار په هيله هغه ټول اعمال تر سره كوي چې الله يې خوښوي، الله يې ښودنه كړې ده او د لارې د توښې په طور د اخيستلو حكم يې الله كړى دى.
د الله تعالٰى رحمت ډېر پراخه دى، پر خپلو بنده ګانو يې فضل ډېر وسيع دى. او الله له خپلو بنده ګانو سره د خير اراده لري، د دې ټولو خبرو دليل دا دى چې الله تعالٰى د خير ډېرې دروازې پيدا كړې دي، د هغو يې ښودنه كړې ده، د هغو يې تاكيد او حكم كړى دى، مومنانو ته يې راهنمايي كړې ده چې د دغو لارو او دروازو تر ټولو لوړو څوكو ته ځانونه ورسوي، د دغو وضاحت يې په قرآن كريم كې كړى دى او د رسول اللهﷺ په ثابتو او صحيح سنتو او اقوالو كې يې كړى دى. دغه د خير او نېكۍ دروازې هر وخت پرانيستې دي، د كال ټولې ورځې يې ګېرې كړې دي، د كال په هره مياشت كې داسې ورځې او شپې شته چې په هغو كې بنده مختلف طاعتونه كوي او نېكۍ ترسره كوي چې په هغو سره خپل مالك ته نږدې كېږي او د دغو عملونو په ښكلي ثواب سره يې سترګې پخېږي.
مسلمانانو چې كال د خپل رب په عبادت كې مكمل كړ، يعنې حج او عمره يې ادا كړل، په ايامِ تشريق كې يې د الله ذكرونه وكړل. هغهٔ ته د هداياو او قربانيو په ذبح او نحر كولو سره نږدې شول، له حاجيانو نه غير نورو مسلمانانو د عرفې د ورځې روژه ونيوله او نور هغه نېكۍ او قربتونه چې د ذوالحجې په مياشت كې ترسره كړل چې دا د كال اخري مياشت ده. نو اوس مسلمانان د نوي كال ابتدا د خپل رب په عبادت سره كوي او هغه د الله د مياشتې محرم روژې نيول دي. دا د كال اوله مياشت ده چې نبيﷺ يې په باره كې فرمايلي دي چې د دې مياشتې روژې له رمضان نه بعد تر ټولو غوره روژې دي دا حديث صحيح مسلم كې راغلى دى. او دا د دې باعث وي چې انسان ته د خپل د تخليق مقصد وريادوي او هغه مقصد الله په دې ايت كې ذكر كړى دى:
﴿ وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ۰۰۵۶مَاۤ اُرِيْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّ مَاۤ اُرِيْدُ اَنْ يُّطْعِمُوْنِ۰۰۵۷اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِيْنُ۰۰۵۸﴾
’’او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي. زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي. بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى.‘‘ (الذاريات 58-56:51)
په دغې يادونې سره انسان ته هغه حقيقت تل په ياد وي چې له ډېرو خلكو نه هېر وي سره له دې چې دغه حقيقت ډېر واضح او ثابت دى او د الله له كتاب نه پرې صريح دليل هم راغلى دى.
او هغه حقيقت دا دى چې د مسلمان ټول ژوند او ټول عملونه د الله لپاره دي او په كار ده چې د الله لپاره وي، ځكه چې هغه يې خالق، مالك او رازق دى، د ده د ټولو امورو متصرف دى څنګه چې هغه وغواړي او دا چې پر دغه انسان لازم دي چې الله تعالٰى خپل مقصود او د لټون هدف وګرځوي، د خپل د زړه قِبله او د خپل هر عمل هدف او غايه وګرځوي، الله فرمايي:
﴿ قُلْ اِنَّ صَلَاتِيْ وَنُسُكِيْ وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِيْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَۙ۰۰۱۶۲ لَا شَرِيْكَ لَهٗ١ۚ وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْنَ۰۰۱۶۳ ﴾
’’ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي. د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم.‘‘ (الأنعام 163,162:6)
د الله بنده ګانو! د الله د مياشتې محرم په روژو كې تر ټولو مؤكده او تاكيدي روژه د عاشورا، يعنې لسم محرم روژه ده، ځكه چې د دې ډېر لوى اجر او عظيم ثواب په حديثونو كې ذكر دى. لكه په بخاري او مسلم كې له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى چې له هغه نه د عاشورا د روژې باره كې تپوس وشو، نو هغه وفرمايل: رسول اللهﷺ پر ټولو ورځو باندې د دغې عاشورا د ورځې روژې ته او د رمضان د مياشتې روژو ته برتري وركړې ده.
په صحيح مسلم كې له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دى چې يو سړي له نبيﷺ نه د عاشورا د ورځې باره كې تپوس وكړ، نو ويې فرمايل: زما له الله نه امېد دى چې په دغې روژې سره به د تېر شوي يو كال ګناهونه ختموي.
په بخاري او مسلم كې له ابن عباس څخه بل روايت هم راغلى دى چې نبيﷺ چې كله مدينې ته راغى، نو يهوديان يې وليدل چې د عاشورا روژه نيسي. نو تپوس يې ترينه وكړ چې د دې ورځې روژه ولې نيسئ؟ هغوى وويل: دا يوه عظيمه ورځ ده چې الله تعالٰى په كې موسٰى او د هغهٔ قوم ته نجات او خلاصى وركړى دى او فرعون او د هغهٔ قوم يې غرق كړى دى. بيا موسٰى عليه السلام د الله د شكر ادا كولو په طور د دې ورځې روژه ونيوله، نو موږ يې هم نيسو. رسول اللهﷺ وفرمايل: زموږ تعلق له موسٰى عليه السلام سره له تاسو نه زيات دى، نو رسول اللهﷺ هم دا روژه ونيوله او صحابه وو ته يې د دې د نيولو حكم وكړ.
د دغې ورځې د روژې په نيولو كې لوى اجر دى، نبيﷺ يې اهتمام كړى دى او سلفو صالحينو هم د دې ډېر زيات اهتمام كاوه. په بخاري او مسلم كې له رُبَيِّعْ بنت مُعَوِّذ رضي الله عنها روايت دى چې رسول اللهﷺ د عاشورا په سهار د انصارو كلو ته چې له مدينې ګېر چاپېره پراته وو؛ پېغام ولېږلو چې چا چې د دې ورځې روژه نيولې وي نو هغه دې خپله روژه پوره كړي او چا چې نه ده نيولې نو هغه دى باقي ورځ مكمله كړي او روژه دې ونيسي. رُبيع وايي له دې نه بعد به موږ د دغې ورځې روژه نيوله او په وړو ماشومانو به هم نيوله، موږ به جومات ته تللو او ماشومانو لپاره به د وړيو ګوډاګي جوړ كړل. كوم ماشوم چې به ژړل نو موږ به هغه نانځكه يا ګوډاګى هغه ته وركړ تر دې چې د روژه ماتي وخت به شو، په بل روايت كې دي چې تر دې چې هغه ماشوم به خپله روژه مكمله كړله.
او د مسلم په روايت كې دي چې كله به دغو ماشومانو له موږ نه طعام وغوښتلو نو موږ به دغه د لوبو څيز وركړ او هغوى به په دغه څيز سره مشغول شول تر دې چې روژه به يې پوره كړه. له همدې وجې نه امام ابو حنيفه رحمه الله ويلي دي چې د عاشورا د ورځې روژه واجب وه، بيا يې وجوب منسوخ شو او مستحب پاتې شوه خو استحباب يې مؤكد دى. او همدا د امام احمد رحمه الله قول هم دى.
هر چې ماشومان وو، نو پر هغوى باندې خو روژه نه وه فرض، ځكه چې هغوى خو لا مكلف نه وو خو صحابه وو د دې لپاره په هغوى روژه نيوله چې د هغوى مشق، تمرين وشي او په طاعت باندې ښه عادت شي لكه قرطبي رحمه الله ويلي دي، په هر صورت دا ډېر عظيم تربيت و چې ښكلي اثار او نتايج يې لرل.
نو د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ او د دې مباركې او عظيمې ورځې په روژې نيولو سره د الله د حكم امتثال وكړئ.
خپل عملونه مو الله ته خالص كړئ. په عمل كې د رسول اللهﷺ متابعت كوئ، د دې لپاره چې لويه كاميابي درته حاصله شي.
الله دې ما ته او تاسو ته د خپل كتاب په راهنمايۍ او د خپل نبيﷺ په سنتو سره نفع راكړي. زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او له عظيم او جليل الله نه د ځان، تاسو او ټولو مسلمانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، يقينًا هماغه ښه بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
أما بعد!
اى د الله بنده ګانو! نبيﷺ د دې ورځې روژې ونيوله، موسٰى عليه السلام د دې ورځې روژه ونيوله د دې لپاره چې د الله شكر ادا كړي چې دوى ته يې نجات وركړ او فرعون او د هغهٔ قوم يې غرق كړ، په دې كې ډېر واضح دليل دى چې د الله د نعمتونو شكر ادا كول لازم دي. او هغه هم د طاعت او نېكۍ په كولو سره، د دې لپاره چې نعمتونه دوام ومومي او نور نعمتونه هم حاصل شي، لكه الله تعالٰى يې وعده كړې ده.
﴿ وَ اِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِيْدَنَّكُمْ ﴾
’’او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم.‘‘ (ابراهيم 7:14)
نو د الله بنده ګانو! تاسو د الله د نعمتونو شكر ادا كړئ په دې طريقې سره چې د هغهٔ د مرضياتو او خوښې كارونه وكړئ. او د هغهٔ د غضب او عقاب له اسبابو نه ځان كړئ.
د عاشورا له ورځې سره يوه ورځ مخكې روژه هم ونيسئ يا يې ترې وروسته ونيسئ، ځكه چې نبيﷺ فرمايلي دي: كه زه راتلونكي كال ته ژوندى وم، نو د نهم تاريخ روژه به نيسم، دا مسلم روايت كړى دى.
او طبراني په المعجم الكبير كې په صحيح سند سره روايت راوړى دى چې نبيﷺ فرمايلي دي: كه زه راتلونكي كال ته ژوندى وم، نو د نهم تاريخ روژه به نيسم له دې وېرې چې هسې نه عاشورا راڅخه فوت شي، يعنې تېره شي. او همدا هغه خبره ده چې امام شافعي او امام احمد اختيار كړې ده او امام ابوحنيفه وايي چې يوازې د لسم تاريخ روژه نيول مكروه دي.
نو د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ، او د الله په مخلوق کې پر تر ټولو غوره شخصيت محمد بن عبد الله ﷺ باندې درود او سلام وايئ، ځکه چې الله تعالٰى تاسو په خپل کتاب کې د دې حکم كړى دى او فرمايلي يې دي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشكه ﷲ او د هغه ملايك پر نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې.
د هغه له څلورو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او عليy نه راضي شه. د هغهٔ له آله، صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او د هغه له بيبيانو امهات المومنين څخه راضي شه له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اِتِّباع كوي او له هغوی سره زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او احسان سره، اى تر ټولو لوی سخي ذاته.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
د دين د مركز تهٔ حفاظت وكړه، د دين دښمنان او ټول سركښان او فساديان هلاك كړه.
د مسلمانانو د زړونو تر منځ الفت او محبت واچوه، صفونه يې متحد كړه، مشران يې صالح كړه او خبره يې پر حق باندې جمع كړه اى رب العلمينه!
اى الله! د خپل دين، كتاب او د خپل نبي محمدﷺ د سنتو مدد وكړه او د خپلو مومنو ستا په لاره کې محنت کوونکو رښتيني بنده ګانو مددګار شه. اى الله! زمونږ په وطنونو كې مونږ ته امن راكړه، زمونږ حاكمان او حكمرانان صالح او نېک كړه، او پر موږ هغه څوک مشران که چې له تا نه وېرېږي او تقوا يې لري او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه. ای الله! و په خپل خاص تاييد سره زمونږ د امام او حاكم تاييد وكړه، ته يې خاصه ساتنه او حفاظت وکړه او هغه ته صالح مُشَاوِرِين وركړه، او د هغه كار توفيق ورته وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږي، اى رب العلمينه.
اى الله! هغهٔ ته او د هغهٔ ولي عهد او نايب ته د هغه څه توفيق وركړه چې په كې د اسلام او مسلمانانو خير وي او د هغه څه توفيق ورکړه چې په كې د بنده ګانو او وطن خير او ګټه وي، اى هغه ذاته چې هم تا ته د قيامت پر ورځ درتګ دى.
اى الله! زمونږ د ټولو كارونو انجام ښه كړه او د دنيا له ذلت نه او د آخرت له عذاب نه مو وساته.
اى الله! مونږ له تا نه د نېكۍ د كارونو سوال كوو، د منكراتو او ګناهونو د پرېښودلو دعا كوو او له مسكينانو سره مينه درنه غواړو.
او دا غواړو چې ته مونږ وبښه او پر مونږ رحم وكړه او كله چې كوم قوم په فتنه كې اچول غواړې، نو مونږ بې له فتنې نه ځان ته دروغواړه.
ای الله! ته موږ زموږ د بې وقوفو په کړنو مه نيسه، ای الله! ته زموږ مواخذه مه کوه په هغه څه چې زموږ بې وقوفو څه کړي دي، ای الله! ته موږ زموږ د بې وقوفو په کړنو مه نيسه. ای الله! موږ تا ته عذر وړاندې کوو د هغو کارونو په وجه چې زموږه بې وقوفو کړي دي ای رب العلمينه.
اى الله! زمونږ لپاره زمونږ دين سم كړه چې زمونږ د معاملاتو د سمون ذريعه دی. او دنيا مو سمه كړه چېرته چې زمونږ ژوند او ګزران دى. زمونږ اخرت جوړ كړه چېرته چې زمونږ واپسي ده، ژوند مو په نېكۍ كې د اضافې سبب وګرځوه، او مرګ مو له هر شر نه د راحت او ارام ذريعه وګرځوه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! مونږ تا ستا دښمنانو او خپلو دښمنانو ته ورمخامخ كوو او په تا پورې د هغوى له شرونو نه پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
ای الله! زمونږ د زړورو او باتورو فوځيانو لپاره مدد، تاييد او حفاظت وليکه د قتال په ټولو جَبْهَاتو کې، په جنوب کې، په شمال کې او په شرق او غرب کې ای رب العلمينه!
ای الله! ته يې په خپل حفاظت سره حفاظت وکړه، او په خپل تاييد سره يې مدد وکړه، ای الله په دوی سره د خپل دين مدد وکړه، ای الله په دوی سره د خپل دين مدد وکړه، ای الله په دوی سره د خپل دين مدد وکړه او په دوی سره خپله کلمه اوچته کړه ای رب العلمينه!
اى الله! زمونږ مريضانو ته شفا وركړه، پر مړيو مو رحم وكړه، ستا د رضا مطابق زمونږ ارمانونه پوره كړه، او زمونږ خاتمه په نېكو او باقي پاتې كېدونکو عملونو سره وكړه.
اى الله! مونږ په تا پورې پناه نيسو له دې نه چې ستا نعمتونه له مونږ نه لرې شي. ستا عافيت رانه واوړي، ناڅاپي انتقام رانه واخلې او ستا له هرې غصې نه په تا پورې پناه نيسو. ای رب العلمينه.
اى الله! زمونږ د ټولو كارونو انجام ښه كړه او د دنيا له ذلت نه او د آخرت له عذاب نه مو وساته.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې اى رب العلمينه.
اى الله! مونږ تا ستا دښمنانو او خپلو دښمنانو ته ورمخامخ كوو او په تا پورې د هغوى له شرونو نه پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! زمونږ مريضانو ته شفا وركړه، پر مړيو مو رحم وكړه، ستا د رضا مطابق زمونږ ارمانونه پوره كړه، او زمونږ خاتمه په نېكو او باقي پاتې كېدونکو عملونو سره وكړه.
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’ اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو.‘‘ (الاعراف 23:7)
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
او اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر آل او صحابه وو ټولو باندې او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.