د حرمينو پيغام

عنوان: د زمان او عمر په تېرېدو سره نصيحت او عبرت واخلئ!خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد الله البُعَيجان. ژباړن: مفتي عبدالولی خان

عنوان: د زمان او عمر په تېرېدو سره نصيحت او عبرت واخلئ!خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد الله البُعَيجان. ژباړن: مفتي عبدالولی خان

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسجد نبوي د جمعې خطبه،

نېټه: 7 محرم، 1441 هجري، 6 ستمبر، 2019 م

 

اوله خطبه

أما بعد! يقينًا چې تر ټولو زيات رښتينى كلام د الله كتاب دى، او تر ټولو مضبوطه كړۍ د تقوا كلمه ده، تر ټولو غوره ملت او غوره دين د ابراهيم دى. تر ټولو ښكلى بيان قرآن دى. او تر ټولو غوره سيرت او د ژوند تېرولو طريقه د محمدﷺ ده او تر ټولو بد كارونه په دين كې نوي ايجادات دى او بدعت ګمراهي ده.

د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ په هغه څه كې چې هغه درته حكم كړى دى او منع شئ له هغهٔ څه نه چې هغهٔ منع كړي او بند كړي يئ. الله فرمايي:

﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۰۰۱۰۲  ﴾

’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ.‘‘ (اٰل عمران 102:3)

اى مسلمانانو! د ورځو او شپو اوړېدل راوړېدل د زمان سرعت، د احوالو بدلون، د كلونو نوي كېدل، د اجلونو راتلل پر دې خبره واقعي او پوخ دليل دى چې زوال راتلونكى دى. او هغو خلكو ته په كې عبرت دى چې له امېدونو سره يې زړونو تړلي دي، الله فرمايي:

﴿ يُقَلِّبُ اللّٰهُ الَّيْلَ وَ النَّهَارَ١ؕ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِي الْاَبْصَارِ۰۰۴۴ ﴾

’’الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى.‘‘ (النور 44:24)

شاعر وايي:

په كاينات كې د فكر په سترګو غور وكړه نو ته به ووينې چې دنيا د خيال په شان حقيره ده. او څوك چې په دې دنيا كې دي؛ عنقريب به فنا شي او يوازې ستا د رب مخ به باقي وي چې د جلال والا دى.

الله فرمايي:

﴿اِنَّ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِيْ تَجْرِيْ فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ مَّآءٍ فَاَحْيَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ١۪ وَّتَصْرِيْفِ الرِّيٰحِ وَ السَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّعْقِلُوْنَ۰۰۱۶۴  ﴾

’’یقینًا د اسمانونو او ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له بره نه راورَولي دي،  چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّر كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي.‘‘ (البقرة 164:2)

اى مسلمانانو! هر كال په حساب سره اندازه كېږي، په دغه كال كې د وړو، بوډاګانو او ځوانانو تقديرونه او اجلونه تقسمېږي، الله فرمايي:

﴿ وَ مَا يُعَمَّرُ مِنْ مُّعَمَّرٍ وَّ لَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهٖۤ اِلَّا فِيْ كِتٰبٍ ﴾

’’او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر ( دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي.‘‘ (فاطر 11:35)

نسلونه فنا كېږي، امېدونه ختمېږي، او اجلونه پوره كېږي او څه چې د ځمكې پر سر دي ټول فنا كېږي، يوازې ستا د رب ذوالجلال مخ به باقي وي، نو د عمر او ژوند دا فرصت او موقعه غنيمت وګڼئ، او د ځان لپاره غوره پاكيزه عملونه ولېږئ، تسويف مه كوئ، يعنې داسې مه وايئ چې څه سبا به يې وكړم، ځكه چې دا سراسره محرومي ده، نو له مرګ نه مخكې له ژونده ګټه واخلئ، له فراغت نه ګټه او فايده واخلئ مخكې له دې چې مصروفيتونه مو شروع شي.

له ځوانۍ مو نفع واخلئ مخكې له دې چې بوډاوالى شروع شي او له خپل صحت او روغتيا څخه فايده واخلئ مخكې له دې چې بيماري درته راشي. الله فرمايي:

﴿ وَ اَنِيْبُوْۤا اِلٰى رَبِّكُمْ وَ اَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ يَّاْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ۰۰۵۴وَ اتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَيْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ يَّاْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّ اَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَۙ۰۰۵۵اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ يّٰحَسْرَتٰى عَلٰى مَا فَرَّطْتُّ فِيْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَ اِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِيْنَۙ۰۰۵۶اَوْ تَقُوْلَ لَوْ اَنَّ اللّٰهَ هَدٰىنِيْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِيْنَۙ۰۰۵۷َوْ تَقُوْلَ حِيْنَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ اَنَّ لِيْ كَرَّةً فَاَكُوْنَ مِنَ الْمُحْسِنِيْنَ۰۰۵۸ ﴾

’’او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي. او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ.(تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر(او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم. یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى(، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى. یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم.‘‘ (الزمر 58-54:39)

اى مسلمانانو! كال تېر شو، د دغه كال عملونه ختم شول، او صحيفې يې ټولې كړى شوې، نو مبارك دې وي هغه چا ته چې له دغه فرصت نه يې ګټه اوچته كړه، له خپل وخت نه يې فايده واخيستله او خپل عملونه يې سم كړل.

اګاه شئ! چې موږ نوي كال  ته داخل شو، چې په دې سره موږ قبرونو ته نور هم نږدې شولو او د قيامت ورځې ته ورو ورو ورروان يو، نو مناسب دي چې موږ د خپل خوږ عمر دغه فرصت د الله په طاعت كې تېر كړو. الله فرمايي:

﴿ وَ مَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ ﴾

’’او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره  ومومئ.‘‘ (المزمل 20:73)

په تاسو كې غوره هغه څوك دى چې عمر يې اوږد وي او عمل يې ښه وي او په تاسو كې بدترين هغه څوك دى چې عمر يې اوږد وي او عمل يې خراب وي.

په تاسو كې به له هر يو كس نه د هغهٔ د عمر باره كې تپوس كېږي چې په څه كې يې فنا كړى دى؟ د ځوانۍ باره كې به يې پوښتنه كېږي چې څنګه يې زړه كړې ده؟ نو افسوس او حسرت دى د هغه غوره لحظو او و ختونو په ضايع كولو باندې او افسوس دى چې په هغو عظيمو وختونو كې مو تفريط او سستي وكړه.

اى مسلمانانو! د عمر دا لحظې د عمل لپاره فرصتونه دي او داسې نعمت دى چې شكر يې ادا كول لازم دي، الله فرمايي:

﴿ وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ﴾

’’او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ.‘‘ (ابراهيم 34:14)

عمر روان دى، زمانه لګيا ده مزل كوي، د ژوند دا لحظې ډېرې لنډې دي خو ذمه وارۍ ډېرې دي، حقونه بې شماره دي، نو د لهو و عبثياتو لپاره هېڅ ګنجايش نشته، د وزګار پاتې كېدو او اسراف لپاره هېڅ مجال نشته.

نو د الله بنده ګانو! دغه وېروونكى ټكا او ټكوونكي سوال و جواب ته غوږ شئ، الله تعالٰى به له خپلو بنده ګانو نه پوښتنه كوي:

﴿ قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِيْنَ۰۰۱۱۲قَالُوْا لَبِثْنَا يَوْمًا اَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّيْنَ۰۰۱۱۳قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِيْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ۰۰۱۱۴اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّ اَنَّكُمْ اِلَيْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ۰۰۱۱۵فَتَعٰلَى اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ١ۚ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمِ۰۰۱۱۶ ﴾

’’ وبه وايي: تاسو په ځمكه كې د كلونو په شمېر څومره وخت تېر كړى دى؟ هغوى به ووايي: مونږ وخت تېر كړى دى یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه، نو له حسابګرو نه تپوس وكړه. وبه فرمايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر (د اخرت د عذاب په مقابله كې) ډېر لږ، كه چېرې په رښتیا تاسو یئ چې پوهېږئ. ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ. نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى.‘‘ (المؤمنون 116-112:23)

الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن عظيم سره بركت نصيب كړي او ما او تاسو ته دې د ده په ايتونو او حكيمانه نصيحتونه سره نفع راكړي، زه پر همدې خبرو اكتفا كوم، او له عظيم او جليل الله نه د ځان، تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، يقينًا چې هماغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

 

دويمه خطبه

أما بعد! اى مسلمانانو! د الله تقوا غوره كړئ،) د خپلو عمرونو له ختمېدو نه مخكې مخكې نېك عملونه وكړئ، او په خپل عمل سره د خپلو خبرو اثبات وكړئ. ځكه چې د انسان د عمر حقيقي حصه هماغه ده چې د الله په اطاعت كې يې تېره كړې وي، او هوښيار هغه دى چې خپل نفس يې تابع كړ او له مرګ نه پس ژوند لپاره يې عمل وكړ او عاجز و كمزورى هغه دى چې د خپلو نفساني خواهشاتو پسې روان شو او په الله پورې يې تشې تمناګانې وتړلي.

د الله بنده ګانو! د زمانې پر تېرېدو كې لوى نصيحت پروت دى. او د ورځو په اوړېدو راوړېدو كې لوى زجر موجود دى. الله فرمايي:

﴿ اِنَّ فِي اخْتِلَافِ الَّيْلِ وَ النَّهَارِ وَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِي السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّتَّقُوْنَ۰۰۶ ﴾

’’بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي.‘‘ (يونس 6:10)

بيا پر دې خبره پوه شئ چې الله تعالٰى په مخلوق كې ځينې خلق غوره كړي او انتخاب كړي دي، له ملايكو نه يې رسولان غوره كړي دي له انسانانو څخه يې هم رسولان غوره كړي دي او په خبرو كې يې خپل ذكر غوره كړى دى، په ځمكه كې يې جوماتونه انتخاب كړي دي، په مياشتو كې يې د رمضان مياشت او د حرمت څلور مياشتې غوره كړې دي، د هفتې په ورځو كې يې جمعه غوره كړې ده او په شپو كې يې ليلة القدر منتخب كړې ده، نو هغه څه ته تعظيم وركړئ چې الله ورته عظمت وركړى دى.

اګاه شئ! تاسو د محرم د مياشتې په شروع كې يئ، چې د هجري كال ابتدا ده او دا د محرم مياشت په هغو د حرمت په مياشتو كې يوه ده چې الله ورته عظمت وركړى دى، الله فرمايي:

﴿ اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِيْ كِتٰبِ اللّٰهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ١ؕ ذٰلِكَ الدِّيْنُ الْقَيِّمُ١ۙ۬ فَلَا تَظْلِمُوْا فِيْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ ﴾

’’بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ.‘‘ (التوبة 36:9)

مسلمانانو! ظلم په ټولو مياشتو كې حرام دى، خو الله تعالٰى د حرمت د مياشتو حرمت ته نور هم عظمت او تعظيم وركړى دى. او په دغو مياشتو كې يې ګناه كول هم لوى جرم دى. او عمل صالح او اجر هم په كې عظيم دى، ابوبكره رضي الله عنه وايي چې نبيﷺ فرمايي: يقينًا زمانه خپل اصلي شكل او حالت ته راوګرځېدله او هغه حالت ته راغله چې الله په كومه ورځ اسمانونه او ځمكه پيدا كړي وو، كال دولس مياشتې دى، په دغو كې څلور مياشتې د حرمت دي، درې په كې پرله پسې دي: ذوالقعده، ذوالحجه او محرم. او بله د مُضَر د قبيلې رجب ده چې د جُمادىٰ او شعبان په مينځ كې ده. دا بخاري او مسلم روايت كړى دى.

مسلمانانو د عمر رضي الله عنه د خلافت له زمانې نه د نبيﷺ پر هجرت اعتماد كړى دى چې له مكې نه يې مدينې ته كړى و، او پر دغه يې د خپل تاريخ بنياد ايښى دى، ځكه چې الله تعالٰى په دغه هجرت سره د حق او باطل په مينځ كې بېل والى راوستى دى، بيا د كال ابتدا د محرم له مياشتې وشوه چې د الله مياشت ګڼل كېږي، او پر همدې باندې خبره پخه شوه او امت دا قبوله كړه.

اى مسلمانانو! زمونږ د نبي محمدﷺ دا طريقه وه، او دا د ګناهونو د رژولو ذريعه ده او د الله د ذكر او تعظيم كولو لاره ده چې د عاشورا د ورځې روژه ونيول شي. دا د لسم محرم د ورځې روژه ده، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چې كله چې نبيﷺ مدينې ته راغى، نو يهوديان يې وليدل چې د عاشورا روژه نيسي، نو دې باره كې ترې تپوس وشو، هغوى وويل: دا هغه ورځ ده چې الله تعالٰى موسٰى او د بني اسرائيلو ته پر فرعون باندې كاميابي او فتح وركړې وه، نو موږ د تعظيم په طور د دې ورځې روژه نيسو، نو رسول اللهﷺ وفرمايل چې زموږ تعلق له موسٰى سره له تاسو نه زيات دى او د دې ورځې د روژې نيولو حكم وكړ.

له ابن عباس رضي الله عنهما نه پر بل روايت كې داسې راغلي دي چې رسول اللهﷺ به د عاشورا د ورځې روژې ته او د رمضان د مياشتې روژو ته پر نورو ټولو روژو فضيلت او برتري وركوله، دغه دواړه بخاري روايت كړي دي، او په صحيح مسلم كې دي چې نبيﷺ وفرمايل: د عرفې د ورځې روژه چې ده، زما له الله نه امېد دى چې په دې سره به د تېر شوي يو كال او راتلونكي يو كال ګناهونه معاف كوي او د عاشورا د ورځې روژې سره زما له الله نه امېد دى چې د تېر شوي يو كال ګناهونه پرې معاف كوي.

كله چې نبيﷺ ته په خپل اخري عمر كې دا خبره ورسېده چې يهوديان د عاشورا ورځ د اختر په شان نمانځي نو اراده يې وكړه چې راتلونكي كال د نهم او لسم تاريخ روژه ونيسي، خو مرګ پرې لومړى شو، دغه ډول روايت ابن عباس نه په مسلم كې روايت شوى دى.

نو د الله بنده ګانو غوره دا ده چې له يهوديانو سره د مخالفت لپاره د لسم تاريخ له روژې نه يوه ورځ مخكې هم روژه ونيول شي، او كه څوك يې ونه نيولى شي، نو د لسم محرم روژه خو دې مخامخا نيسي.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه، اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

شرك او مشركين ذليل او رسوا كړه، د خپلو مومنو موحدو بنده ګانو مدد وکړه

اى الله! دا مُلك، دا ښار او د مسلمانانو ټول مُلكونه او ښارونه د امن او اطمينان والا وګرځوه.

اى الله! مونږ ته زمونږ په وطنونو كې امن رانصيب كړه، او زمونږ د حاكمانو او مشرانو اصلاح وكړه.

اى الله! زمونږ حکمران او ولی الأمر خادم الحرمين الشريفين په خپل خاص توفیق سره ونازوه او په خپل خاص تاييد سره يې مرسته وکړه. ای الله! ته ورته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې، ای الله! ته يې  مخه تقوا او نېکۍ ته واړوه.

ای الله! هغه ته او د هغه نايب او ولي عهد ته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې،  ته د دواړو مخه نېکۍ او تقوا ته واړوه ای د دعاګانو اورېدونکيه.

ای الله زموږ د سرحدونو ته ساتنه او حفاظت وکړه، زموږ د فوځونو ته مدد وکړه ای رب العلمينه.

ای الله! زموږ د هغو فوځونو مدد وکړه چې په سرحدي مورچو کې ناست دي، ای الله! ته يې په خپل خاص ساتنې سره ساتنه وکړه، او په خپل خاص رعايت او حفاظت کې يې وساته. ای الله! ته يې مريضانو ته شفا ورکړه، زخميانو ته يې صحت نصيب کړه، نصقصانونه يې پوره کړه، مړي يې په شهيدانو کې قبول کړه ای د دعاګانو اورېدونکيه!

ای الله! هم ته الله يې، له تا نه غير بل حق معبود نشته، ای الله! هم ته الله يې، له تا نه غير بل حق معبود نشته،  ته غني يې او مونږ فقيران، پر موږ د رحمت باران نازل کړه او مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه، ای الله! پر مونږ د رحمت باران نازل کړه او مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه. ای الله! پر موږ باران نازل کړه، داسې باران چې خوشګوار وي، خړوبوونکی وي، ډېر وي، نفع رسوونکی وي، ضررناک نه وي، ای الله! په دغه باران سره ښارونه ژوندي کړه او د ښاریانو او صحرايانو ټولو لپاره يې تر يو وخته پورې د رسېدو ذريعه وګرځوه په خپل رحمت سره ای ارحم الراحمين ذاته.

ای الله! خپل بنده ګان  او څاروي خړوب کړه او خپل رحمت خور کړه او خپل مړ ښار ژوندی کړه، ای الله! موږ له تا نه بښنه غواړو يقيناً ته ډېر بښونکی يې،  ای الله! موږ له تا نه بښنه غواړو يقيناً ته ډېر بښونکی يې،  پر موږ تېز باران ووروه په خپل رحمت سره ای ارحم الراحمين ذاته

ای الله! درود او سلام نازل کړه زموږ پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه پر ال او ټولو صحابه وو باندې

 

Tags

Related Articles

Back to top button