
بسم الله الرحمن الرحيم
يوه مهمه موضوع چې ډير مسلمانان ترې غافل دي ، ددې په باره کې يو څو کرښې ستاسو مخې ته ږدم ، انټرنيت استعمالول يو له هغه شيانو نه دي چې انسان کولی شي ښه فايده ترې واخلي او ځان پرې جنت ته داخل کړي ، بالعکس که يو انسان همدا اسباب په غير شرعي طريقې سره استعمال کړي دجهنم د تللو سبب يې ګرځيدلی شي، له هر څه نه مخکې د انسان لپاره د خپلې عقيدې برابرول ضروري دي ، ځکه له صفا سوترې عقيدې پرته انسان جنت ته نشې داخليدلی ، او ورسره دا عقيده ساتل چې علم غيب صرف دالله سره دی مخلوق په غيب نه پوهيږي اګر که پيغمبر يا ملايک ولې نه وي او علم غیب خاص الله لره ثابتول په دې ډير نصوص شته دموضوع د اوږدوالي په وجې فقط اشاره کافي ده .
فيسبوک او نورې رسنئ چې نن سبا يې ټول خلک يا اکثر خلک استعمالوي خو ولې بيا اکثر خلک داسې دي چې دداسې مفاسدو ښکار شي چې له ځان څخه ناخبره وي او حالانکه خپله عقيده يې له لاسه ورکړي وي ځينې کارونه انسان ته په سترګو کې واړه او بې باکه ښکاري خو له کبله يې انسان خپله عقيده له لاسه ورکړي او ځان يې داسلام له کړئ څخه بهر کړی وي، او بيا هم ځان ته مسلمان وايې الله پاک فرمايې ( وما يؤمن اکثرهم بالله الا وهم به مشرکون) او اکثر خلک په الله ايمان نه لري مګر اکثر پکې مشرکان وي.
حديث کې راځې : رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته خطبه وکړه بيا يې وفرمايل : ای خلکو ! ځان له شرک څخه وساتئ، ځکه شرک انسان ته داسې پټ داخليږي لکه د ميږي د ښپو کشار چې هيڅ انسان ته د دې پته نه لګيږي ، صحابه کرامو پوښتنه وکړه ای دالله رسوله چې شرک د ميږي د خپو دکشاري نه هم زيات پټ انسان ته داخليږي نو ددې نه به ځان په څه طريقې سره وساتو ، نبي عليه السلام ورته وفرمايل دا دعا زياته وايې : ای الله مونږ په تا پورې پناه نيسو ددې نه چې ستا سره شريک جوړ کړو په داسې حالت کې چې خه پوهيږو ، او دهغه څه بښنه درڅخه غواړو چې علم يې نلرو.
امام احمد دا روايت ذکر کړی دی .
يو له هغې کارونو څخه چې مونږ نه پوهيږو او د هغې په وجه مو له الله پاک سره په علم غیب ساتلو کې بل څوک شريک کړي وي هغه اپلکيشن دی چې فیسبوک کې يې خلک زيات خوښوي خو که په دې سوچ او فکر وشي چې ددې عقيدې لرلو مقصد څه دی ، او ولې کفار ځمونږ او ستاسو دعقيدې د خرابولو لپاره څومره زيار اوباسي نو انسان به د ډېر تاوان نه بچ شي او که دا کار کوم انسان لاوباله وګني نو داسې انسان به دزيات تاوان سره مخامخ کيږي ،
په دغه اپلکيشن کې د راروانې زمانې خبرتيا انسان ته ورکول کيږي چې په ائنده کې به ستا داسې کور وي ، او دهغه کور تصوير يې ورکړی وي چې يو خيالي تصویر وي چې هيڅ وجود او معنی نه لري .
ستا به دومره عمر وي ، ستا به دومره بچي وي ، ستا سره دومره خلک مينه او محبت کوي ، او دومره درسره کرکه او نفرت لري ،ستا دګاړي رنګ به داسې وي، ته به دفلاني ملګري له لاسه وفات کيږي ، ستا فلانی ملګری ډير وفادار دی ، ستا شکل دفلاني مشهور عالم يا کرکټر ، يا فلم جوړونکي يا بل داسې مشهور انسان په شانته دی چې اکثر پکې دکفارو دشکل سره مشابهت وي ، يا په ائنده کې به ستا شکل داسې وي ،لکه اوس وخت کې ورته faceapp ويل کيږي .
يا نور داسې حالات تاته ښايې چې د راروانې او اينده زمانې سره تعلق لري تا دهغې نه خبروي چې پدې سره انسان دتوحيد دعقيدي نه بې برخې کيږي .
خو زمونږ اکثره مسلمانان روڼه ددې نه ناخبره دي او اکثره خلک يې هسې مزاح او ګپ وګڼي ، ځينې ددغې شيانو ارمان وکړي کوم چې ورته وروښودل شي، چې ارمان همداسې کور يا وظيفه يا شکل مې درلوده
حال دا چې دا څومره لويه ګناه ده او لا يې خطرناکه خبره دا ده چې دا مسله دعلم غيب سره تعلق لري ، کوم علم چې يواځې الله پاک پورې خاص دی ، او اسلامي شريعت ټولې هغه لارې بندې کړي کومې لارې چې دې فاسدې عقيدې ته غځيدلې دي له دې کبله په دې باندې ځان پوهه کول پکار دي تر څو خپل ايمان له داسې ناوړه عقايدو نه پاک وساتو لکه د احاديثو په رڼا کې دې عقيدې ته د کهانت عقيده وايي، او هغه انسان چې دداسې کارونو خبرداری خلکو ته ورکوي هغې ته کاهن وايي.
کهانت په اسانه معنی سره ديته وايي : هغه انسان چې د اينده زمانې خبر خلکو ته ورکوي ، او دراروانې زمانې په حالاتو ځان خبر بولي ديته کاهن وايې او د مسلمان به دا عقيده وي چې په راروانو حالاتو له الله پاک پرته بل څوک نه پوهيږي.
الله پاک فرمايې : ( وما تدري نفس ماذا تکسب غدا ) او هيڅ نفس پدې نه پوهيږي چې سبا به څه کوي
په اوسني وخت کې اکثرمسلمانان له دې نه ناخبره دي او خه په خوشحالۍ سره داسې خبرونه نشروي چې فيسبوک ادراه راته داسې داسې وايي… چې ډير ناپوهه انسانان په دې باندې خپلې عقيدي فاسدوي ځکه پدې کې دعلم غيب يو قسم دعوه کول دي ، او په داسې شيانو نشرولو سره دکفارو لوي سازش دا دی چې دمسلمانانو عقيدې په داسې طريقې سره خرابې کړي چې مسلمان بلکل پوهه نشي الله پاک فرمايي ( وتحسبونه هينا وهو عند الله عظيم)
ترجمه : او تاسو به يوه ګناه ته په سپکه ګورئ ليکن دا به دالله پاک په نزد لويه ګناه وي
امام شیخ الصالح حفظه الله فرمايي : هغه انسان چې داسې څه ګوري چې دې انسان دده دپيدايش کال ورښايې چې ته دا نښه انتخاب کړه تاته به ستا دپيدايش کال معلوم شي ، نو دې انسان کهانت وکړو او کوم انسان چې کهانت وکړي حديث کې راځې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې کاهن ته راشي څلويښت ورځې به يې مونځ نه قبليږي او که د کاهن د خبرې تصديق يې وکړ او دا يې عقيده جوړه کړه نو دې انسان په هغه دين کفر وکړه په کوم دين چې نبي عليه السلام رااستول شوی.
اکثر خلک دې عقېدي ته په سپک نظر ورګوري خو په حقيقت کې په دې باندې انسان له اسلامه خارجيږې ، او نن سبا ځوانان داسې نشريات ډير زيات خوښوي چې د مستقبل په اړه هغوي ته معلومات ورکوي چې ته به ډاګټر جوړيږي ، ته به انجنير ، ته به … حالانکه دا شرکي عقيده ده.
نوموړی عالم فرمايي چې داسې کتابونه او مجلې خپل کور ته راوړل چې دمستقبل د احوالو ښودنه کو ي داسې دي لکه کاهن خپل کور ته راوستول.
امام محمد بن صالح العثيمين رحمه الله دداسې عقيده لرونکي متعلق فتوه ورکړې ده چېهغه څوک چې دا دعوه وکړي چې زه په غيب باندې پوهيږم نو دا انسان پدې عقيده لرلو سره کافر کيږي، او څوک چې ددغسې انسان تصديق وکړي چې فلانی علم غيب لري او د راروانې زمانې علم ورسره دی نو دا هم پدې عقيده باندې کافر کيږي ، ځکه الله پاک فرمايې ( قل لا يعلم من في السموات والارض الغيب الا الله )
ترجمه : ورته ووايه ای پيغمبره هغه مخلوق چې په اسمانونو او ځمکې دي په غيبو نه پوهيږي پرته د الله پاک نه .
له دې ايت نه واضحه شوه چې پټ کارونه او هغه کارونه چې د راروانې زمانې سره تعلق لري له الله پرته بل چاته دهغې باره کې هيڅ علم او پوهه نشته ، او هغه څوک چې د غيب دعوه وکړي دا کاهن بلل کيږي ، نو دداسې کاهن تصديق کول چې دائنده زمانې خبرداری ورکوي پدې سره انسان کافرکيږي ، مجموع الفتاوی ( ۱۲۲- ۱)
نو هر مسلمان ورور له دا لازم دي چې د خپلې عقيدې نه ځان خبر کړي او دکفارو سره د مشابهت نه ځان وساتي ،
اسلام يو صفا دين دي هر څه يې مونږ ښکاره او واضحه پريښي ، ددې په ځاي بايد د خپلو او نورو مسلمانانود عقيدو اصلاح وکړو شرک او کهانت او داسې نور دعقيدې د خرابولو اسباب نه ځان په کامله توګه وساتو ، او دداسې بې کاره عقايدو نه توبه وباسو او اينده کې خه پوره خيال وساتو چې دداسې تبليغاتو ښکار نشو.