د مور او پلار حقوق . ( دريمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی
د مور او پلار حقوق . ( دريمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی

دمور او پلار دحق په ادا کولو کې دالله جل جلاله نه وويريږئ ځکه پدې زمانه کې د بچيانو اخلاق ډير زيات فاسد شوي دي ، احساسات يې مړه ، او عزت يې هم له مينځه تللی دی، مور اوپلار ته يې شا کړيده هيڅ مينه ورسره نه لري ، بلکه مخ ورڅخه اړوي ، او دخپلې ښځې طرف ته يې مخه کړې او مينه هم ورسره کوي، چې پدېکې يې دغربيانو لاره خپله کړيده ، دا په دې وجه چې نن سبا دوي دهغې سندرغاړو او فتنه خورونکو ښځو ډرامې او بد هدف لرونکې خاکې ګوري ، چې ددې تر شا دلويديځو کافرانو هدف دادی چې فاحشي خلکو ته ښه ښکاره کړي ، همدارنګه د غلا ، ډاکې ، قتل او عام جرمونو چلونه هم ورته ښايې ، چې ددې د وجې يې ښايسته اخلاق او ښکلې صفتونه شاته ګوزار کړي دي ، او حال دادی چې نبي عليه السلام فرمايې : ( بعثت لاتمم مکارم الاخلاق ) ترجمه : زه ددې لپاره راليږدول شوی يم چې ښکلې اوښايسته اخلاق پوره کړم.
ليکن دا دغرب کافران چې ځمونږ او ستاسو دشمنان دي ، په خپلو رسنيو او پروګرامونو کې داسې خپرونې کوي چې پدې سره غواړي چې ځمونږ بچيانو کې دې دين او عقيده ، ښايسته اخلاق ، او سړيتوب پاتې نه شي.
او الله خوښه نه ګڼې مګر دا چې خپل دين پوره کړي اګر که کافران دا کار خوښ نه ګڼي.
ددې وجې نه دبچيانو نافرمانې دومره اوج ته رسيدلې چې د مور خبره تر هغې نه منې چې مور يې ورته ښيراوې او يا هم په اوچت اواز ورته غږونه نه وي کړي ، او دپلار خبرې ته هم لبيک نه وايې مګر چې کله ورته پلار خپل تندی تريو او راکونجې کړي.
تردې چې اوسنيو بچيانو له دپلارسره يو ځای اوسيدل هم خوند نه ورکوي ، او حال دادی چې دپلار سره يوځای اوسيدلو کې ورسره په دين کې څومره مرسته کيدی شي، همداراز دنيايې کارونو کې ورسره هم مرسته کوي، او دژوند ټولې شيبې ورلره ښايسته کوي .
ډيرکم بچې به داسې وي چې دپلار په اشاره او ياهم په يو ځل کتلو باندې به پوهه شي، او په ښايسته ادابو او نصيحتونو به پند واخلي .
ابراهيم عليه السلام د خپل پلارسره په نيکۍ کولو کې ډيرې لوړې مرتبې ته رسيدلی و ، چې خپل پلار ازر به يې جنت ته رابللو او پلار به يې ابراهيم عليه السلام د جهنم ګرم اور ته رابللو، ابراهيم عليه السلام به خپل پلار يواځې دالله عبادت ته رابللو او پلار به يې ديته دبوتانو عبادت ته رابللو، پلار به ورته غصه کيدلو هم او لاپې شاپې به يې ورته هم کولې ، لکه چې الله تعالی فرمايې : (قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَاإِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا)
ترجمه : اوئيل به پلار ايامخ اړوي ته زما د مددګارانو نه ای ابراهيم که چيرې منع نه شوي ته نو په کاڼو به دې اوولم او لرې شه زما نه ډېره موده.
ليکن ابراهيم عليه السلام به ورته په ډيرې نرمئ او ښايسته اخلاقو سره داسې وويل: (قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا)
ترجمه : اوئيل به ابراهيم عليه السلام سلام د جدائي دی تاته زر دی بخنه به غواړم تالره د رب خپل نه يقينا هغه په ما باندې ډېر مهربان دی .
الله اکبر ! دا څومره ډيره لويه نيکي ده دخپل پلار سره کله چې دخپل قهرجن پلار سره په ډير ارام ا واطمئنان حالت کې په داسې انداز مخامخ شي چې خپل عصبي قوه يې قابوکړي وي ، څومره ډير خوند او مزه کوي چې پلار درباندې اواز وکړي ، اوستا طرف ته په داسې حالت کې راروان وي چې دوهلو لپاره يې لاسونه اوچت کړي وي ،او ته يې په پښو راپريوزي او خکل يې کړي .
ابراهيم عليه السلام ته الله جل جلاله اسماعيل عليه السلام وروباښه ، چې دخپل پلار سره يې بې سارې نيکي کړيده ، چې هيڅ يو بچي دخپل پلار سره په دغه ډول نيکي نده کړي ،لکه چې الله جل جلاله په خپل کتاب قرانکريم کې دا خبره ذکر کړيده (فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَابُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَاأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَاإِبْرَاهِيمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ)
ترجمه : نو زير ی ورکړو مونږ دوی ته په هلک صبرناک سره نو هرکله چې اور سيدلو دهغه سره کار کولو ته اوئيل هغه ای زويه زما يقينا زه وينم په خوب کې چې ذبح کوم تا نو سوچ وکړه چې څه رايه لرې هغه اوئيل ای پلاره زما وکړه هغه چې تاته يې حکم کيديشي زر دی اوبه مومي مالر ه که چيرې الله پاک يې وغواړي د صبرناکونه نو هرکله چې غاړه کيخودله دواړو حکم دالله تعالی ته او څملوئي هغه لره په اړخ د سر باندې اواواز وکړو مونږ هغه ته چې ای ابراهيم يقينا رښتينې کړو تا خوب لره يقينا دغه شان بدله ورکو مونږ ښايسته عمل کونکو ته يقينا دا خامخا ازميښت ښکاره و او بدله ورکړه مونږ هغه ته يو حلال شوی لوی ګډ .
امام ابن کثير رحمه الله فرمايې ددې ايت په باره کې ( فلما بلغ معه السعي ) معنی داده : چې اسماعيل عليه السلام ځوان شو او سړيتوب ته ورسيدو ، او دپلار په څير يې دهغه سره کار او زيار کولی شو، او دانبياء خوب وحي وي ، ابراهيم عليه السلام ځکه اسماعيل عليه السلام خبر کړه تر څو دالله پاک په اطاعت او د پلار په فرمانبردائ کې د اسماعيل عليه السلام صبر او حوصله او په کشرولئ کې د هغې د عزم متانت وازموي ، ترڅو په ابراهيم عليه السلام دا غم اسان شي .
((قَالَ يَاأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ)) اسماعيل عليه السلام خپل پلار ته وويل پلاره ! په هغه څه عمل کوه په کوم چې درته دالله له طرفه حکم شوی دی چې زما حلالول دي.
سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ )معنی داده : اسمعيل عليه السلام خپل پلار ته وويل : زه به صبر کوم او دالله جل جلاله نه د اجر غوښتونکی يم ، ابراهيم عليه السلام هغه وعده رښتيني کړه کومه چې يې د خپل پلار سره کړې وه .
((فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ)) ددې معنی داده: چې کله ابراهيم عليه السلام دشهادت کلمه وويله او دالله نوم يې ياد کړه دخپل زوي په حلالو باندې
او چا ويلي دي ((اسلما)) معنی داده : غاړه يې کيښوده او تابعدار شو، مطلب دا چې ابراهيم عليه السلام دالله امر په ځای کړه ، او اسماعيل عليه السلام دالله پاک او دخپل پلار فيصله ومنله . او د ( وتله للجبين) معنی داده :جبين دتندي هر دواړو طرفونو ته ويلی شي ، او جبهه تندي ته ويلی شي يعنې په اړخ باندې واچوو لکه چې د ذبح کولو لپاره عامه طريقه ده .
ابن عباس رضي الله عنهما او نور مفسرين فرمايي: ( وتله للجبين) معنی داده : پړمخ يې راواچو او بيا فرمايې ( وتله للجبين) پړمخ يې ځکه راو اچوو چې اسماعيل عليه السلام سپين کميس اچولی و او خپل پلار ته يې وويل : پلارجانه ! زما خو نورې جامې نشته چې بيا راله پکې کفن راکړي، دا کميس رانه وباسه چې بيا پکې راله کفن راکړي، کله چې ابراهيم عليه السلام دهغه کميس ته زور وکړه چې کميس تري وباسي د شا له طرفه ورته اواز وشو (أَنْ يَاإِبْرَاهِيمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا) ابراهيم عليه السلام چې شاته وکتل دغټوسترګو والا ښکرور ګډ يې شاته ولاړ و، الله جل جلاله فرمايې : (وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ) او بيا فرمايې (وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَاإِبْرَاهِيمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا) ستا دخوب هغه مقصد او غرض حاصل شو دکوم لپاره چې تا خپل زوي په ډډه واچو.