د علم ارزښت.( دريمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی
د علم ارزښت.( دريمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی

د عبادت لايق يواځې الله پاک دی
الله پاک په قران کريم دا خبره هم په ډيرو ځايونو کې ذکر کړې ده ، کله چې هم مومن پدې ايتونوکې سوچ او فکر وکړي دا به ورته جوته شي چې د دليل نقلي تاييد په هغه عقلي دليل سره کيدی شي کوم چې په خارج کې محسوس دی ، لکه الله پاک دا خبره ذکر کړې ده فرمايي: ( يَاأَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ ) په دې باندې دليل دا وروستۍ جمله ده چې فرمايي 🙁الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) [ سورت بقره : ۲۱ ]
مطلب دادی :دغه خالق چې مونږ يې پيداکړي يو ددې لايق دی چې عبادت يې وکو ځکه چې مونږ يي پيداکړي يو، او د بندګانو د نېکو عملونو او بدو عملونو او ټولوهغه کارونو چې د قيامت په ورځ يې د انسان سره حساب کتاب کيدی شي ساتنه يې کړي ، او دا کار په روغ فطرت او صحيح عقل باندې هم معلوميږي، ځکه انسانانو خپل ځانونه خپله نه دي پيدا کړي بلکه دا مخلوقات يو خالق پيدا کړي دي ، الله پاک د ټولو مخلوقاتو خالق دی هم په دليل نقلي او هم عقلي سره او بيا الله پاک وروستو داسې فرمايي : ( الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُون ) [ سورت بقره : ۲۲]
ترجمه :
الله پاک په دې ايت کې دا خبره ذکر کړه چې دغه مخلوقات چې په دې ايت کې ذکر شو ددې ادراک هر انسان او هر عقل کولی شي هغه داسې :
l ځمکه يي ځمونږ لپاره فرش ګرځولې ده ، ورباندې ويده کيږو، ګرځو ، خپلې ګډې بزې پکې هم څر و، يوځای نه بل ځای ته ساز سامان هم پکې نقلوو ، ونې بوټې هم پکې کرو ، معادن او قيمت بها کانونه ترې هم لاس ته راوړو، نور داسې ډيرې فايدې چې مونږ يې د ځمکې نه لاس ته راوړو….
الله پاک بيا د وريځې نه اوبه را اوروي چې په هغې سره مېوه جات د ځمکې نه راوباسي .
دا باران څوک راوروي؟!
دا ميوه جات چې انسانان او او ډنګر يي خوري دا چا دځمکې نه راويستل ؟ که انسانانو يي کر کړی دی او که نه يې دی !
دا ټولې نښې نښانې دالله په لوی والي او کامل قدرت باندې دلالت کوي چې الله پاک د ټولو مخلوقاتو پيداکونکی دی او دا عقيده زده کول دعلم نه بغير نه خپليږي .
الله پاک ځمونږ لپاره ځمکه د قرارۍ او ارام ځای ګرځولی دی داسې د ارام فرش يي ګرځولی دی چې مونږ ورباندې په اسانۍ سره زندګي تيرو ، غرونه يي ورباندې ميخونه وهلي دي ، انسانان ، ډنګر او ګاړي ورباندې ښه په اسانتيا سره ګرځيدل کولی شي او په هوا کې مرغان الوتل کوي ، په ځمکه کې چې څه پيدا شوي دي مونږ ترينه خوند او مزې اخلو .
همدارنګه اسمان يې ځمونږ د پاسه پيداکړی دی ، په ستورو سره يي ښکلا ورکړي ده ، لمر او سپوږمۍ يي هم په اسمان کې پيدا کړي دي ، ددې لپاره چې مخلوقات د هغه الله پاک چې لوی او اوچت دي په اعتبار د ذات او صفاتوسره ،هيڅ شريک ورسره نشته قدرت وپيژني .
بيا دا قسم قسم او ډيرفصلونه ، قسم قسم ميوه جات چې د انسانانو لپاره پکې ډيرې فايدې دي ، سره له دينه چې شکلونه ، رنګونه او اندازه ، خوندونه او فايدې يي مختلفي دي، ددې نه هم دالله پاک ډير لوی قدرت معلوميږي ، چې يواځې د عبادت لايق او مستحق دی الله پاک فرمايي
( وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ) [ سورت بقره : ۱۶۴-۱۶۳]
ددې پورته ذکر شو ايتونو او عقلي او نقلي دلايلو خلاصه او مطلب خبره داده چې علم ته هر انسان ضرورت لري ، هر انسان که غواړي چې د ځان نه يو غوره بنده جوړ کړي او خپل عبادات په صحيح طريقې سره ادا کړي ، نو د علم نه بغير دا نشي کيدی ، لکه پورته ذکر شو ايتونو کې يوه مهمه مسله ثابته شوه چې دالله پاک يو والی او دهغه يواځې عبادت کول دي دا عقيده زده کول او نورو مسلمانانو ته ورښودل دعلم سره تعلق لري نور هم داسې مهمې مسلی شته چې دعلم نه بغير په هغې سره انسان نشي پوهيدلی .
الله پاک دې مونږ ټولو ته په خپل دين باندې بصيرت رانصيب کړی . وبالله التوفيق